Jump to content

البرخت فون والدشتاین

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Albrecht z Valdštejna
البرخت فون والدشتاین
البرخت فون والدشتاین

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ سېپتمبر ۱۵۸۳(1583-09-24)
بوهمیا
مړینه 25 فبروري 1634 (51 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خب
تابعیت بوهمیایي واکمني

جرمني [۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پلار ویلېم والدشتاین
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۹][۶]،  پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) جرمني ژبه ،  چېکي ژبه [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دېـرش کلنه جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
په ۱۶۳۴ کال کی البرخت فون والدشتاین د خب په ښار کی ووژل شو

البرخت فون والدشتاین ( په چېکی: Albrecht z Valdštejna) د چېکی اشرافو څخه یو مشهور پوځی سالار او سیاستدان وو چی د دېرش کلو د جگړې په وخت کی د کاتولیکی او امپراطوری ځواکونو اعلی قوماندان وو. البرخت فون والدشتاین په ۱۶۳۴ کال کی په خیانت متهم شو او د خب په ښار کی د امپراطوری افسرانو لخوا ووژل شو.

د البرخت فون والدشتاین ژوند

البرخت فون والدشتاین د هېژمانیسې په ښار کی په ۱۵۸۳ کال کی د اشرافو په کورنۍ کی زیږیدلی وو. پلار یی ویلېم والدشتاین وو چی د چېکی پروتستانتی مذهبی د ډلې عضو هم وو. هغه د پلار تر وفات وروسته د خپل کاکا په کورنۍ کی ژوند کاوه او په ۱۵۹۹ کال کی زده کړي لپاره د الدورف پوهنتون ته ولاړ. خو په ۱۶۰۰ کال کی البرخت د بدسلوک په سبب مجبور شو چی پوهنتون خوشی وکړي. البرخت فون والدشتاین د پادووا ښار ته ولاړ او په دی ښار کی یی ریاضی او ستوری پوهنه (نجومی) زده وکړه. کله چی البریخت په ۱۶۰۴ کال کی پراگ ته راستن شو نو امپراطوری عسکر شو. په دی وخت کی د عثمانی سلطنت په خلاف جگړه بیا پېل شوه او البریخت په دی جگړې کی په هنگری کی زخمی شو. په دی وخت کی البرخت فون والدشتاین په باو هم اخته شوه. په ۱۶۰۶ کال کی هغه په کاتولیکی دین شو.

د چېکی اشرافو قیام

په ۱۶۱۸ کال کی په اروپا کی د دریش کلو مذهبی جگړه پېل شوه. په دی کال کی چېکی اشراقو د هابسبورک د امپراطور په خلاف قیام وکړل. البرخت فون والدشتاین غوښتل چی د امپراطور سره مرسته وکړی او د دی لپاره په هالنډ کی یی پوځ جوړ کړ او وین ته ولاړ. په ۱۶۲۰ کال کی چیکی اشراف د امپراطوری پوځ لخوا ماته وخورله او البرخت فون والدشتاین د چېکی اشرافو مال لاس ته ورغلل.

پروتستانتی ائتلاف

په ۱۶۲۵ کال کی البرخت فون والدشتاین د کاتولیکی لیگ (د هابسبورک امپراطوری پوځ) اعلی قوماندان شو . په دی وخت کی ډېنمارک، هالنډ، انگلستان او سویډن د هابسبورک په خلاف مذهبی ائتلاف جوړ کړل او د هابسبورک پر امپراطوری یی یرغل وکړل. په ۱۶۲۵ کال کی ډېنمارکی پاچا کریستیان چی د پروتستانتی ائتلاف قوماندان وو د خپلو ځواکونو سره د هابسبورک پر امپراطوری باندی برید وکړ خو پوځ یی د البرخت فون والدشتاین لخوا ماته وخوړله. په ۱۶۳۰ کال کی سویډنی پاچا گوستاو ادلف ۲ لوی پوځ جوړ کړ او د ساکسونی پوځ سره یی پر لایپسیک برید وکړ. په ۱۶۳۱ کال کی گوستاو ادلف ۲ د برایتنقلد په جگړې کی کاتولیکی پوځ ته ماته ورکړه. د هابسبورک امپراطور فردیناند ۲ غوښتل چی البرخت فون والدشتاین بیا د امپراطوری پوځ قوماندان شو خو البرخت د باو د رنځ په سبب مجبور شو چی د امپراطور د غوشتنې څخه انکار وکړي. په ۱۶۳۱ کال کی سویدنی پوځ پراگ ته ورسېده. په ۱۶۳۲ کال کی البرخت فون والدشتاین بیا د کاتولیک لیگ قوماندان شو. په دی وخت کی د البرخت رنځ دریمې مرحلې ته ورسېده او باو پر عقل یی باندی ډېر اغېزه کاوه. هغه نسوای کولای خپل پوځ رهبري وکړي. په دی وخت کی په وین کی د البرخت د سیاسی مخالفینو د خنایت په هکله یو خبر توسعه ورکړه. کله چی د هابسبورک امپراطور د دی خنایت خبر شو نو د البرخت فون والدشتاین د بندولو یی امر وکړ. په دی وخت کی د والدشتاین پوځ په بوهیمیا کی د خب په ښار کی وو. په ۲۲ فبرایر امپراطوری افسران خب ته ورسېدل او والدشتاین په ملمستیا یی دعوت وکړ. مگر البرخت فون والدشتاین د رنځ په سبب ملمستیا ته و نه رسېده. په دی سبب امپراطوری افسران د البرخت فون والدشتاین کور ته راغلل او پر البرخت فون والدشتاین یاندی یی یرغل وکړل. په دی برید کی البرخت فون والدشتاین ووژل شو.

  1. پیوستون : 118628755  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119530207 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n87gs7 — subject named as: Albrecht von Wallenstein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n87gs7 — subject named as: Albrecht von Wallenstein — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — ورځپاڼه: 52 — پاڼه: 210 — نشرونه لخوا د: Biographisches Lexikon des Kaiserthums Oesterreich
  5. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071777.xml — subject named as: Albrecht Eusebius Wenzel von Wallenstein — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://cs.isabart.org/person/103037 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  7. https://www.svkhk.cz/tools/vyroci.asp?zobr=fulllist — د نشر نېټه: ۲ مې ۲۰۲۴
  8. https://libris.kb.se/katalogisering/42gjkc0n17r2j1h — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲
  9. پیوستون : 118628755  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119530207 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000720002 — د نشر نېټه: ۴ جولای ۲۰۲۳