افغان هندوان او سېکان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

افغان هندوان او سېکان ( انګلیسي: Afghan Hindus and Sikhs ) ټولنه د افغانستان یو له هغو اقلیتونو څخه ده چې په غزني، کابل، پکتیا ، لغمان ، ننګرهار ولایتونو کې ژوند کوي. په افغان هندوانو کې سېکان او هندوان شامل دي. د افغانستان زیاتره هندوان تجارت او ازادې دندې لري، چې لږ شمېر یې د کرنې کارګران، دوکانداران او داسې نور دي. دوی په پنجابی، سندی ، اردو ، لیهندا، تیراهی، جگاتی، سرائیکی ژبو خبرې کوی.

د افغانستان په سویل کې هندو او هندویزم تر ۳۰۰۰ زره کاله وړاندې تاریخ لري. ۶۰۰۰ کاله وړاندې لومړی کډوال چې له منځنۍ اسیا څخه افغانستان او بیا هند ته کډه شول د ویدي یا دراوډیان خلک وو . ویدیانو د ویدیک مذهب، بیا هندویزم ، او وروسته بودیزم تاسیس کړ. د افغانستان د جنوبي ښارونه د موریانو د سلطنت پر مهال هندو مذهب درلود. د چندر ګوپت موریا زوی اشوکا په وخت کې په افغانستان کې د هندویزم ځای بودیزم خپل کړ خو بیا هم په افغانستان کې ډېر هندوان اوسېدل. د عربو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بودييزم له منځه ولاړ، خو هندوييزم پاتې شو. چې تر نن ورځې پورې د دې ډلې یو شمیر په دې خاوره کې ژوند کوي. د هند تاریخ پوهان د هند د تاریخ سره یوځای د سویلي هندوکش سیمې مطالعه کوي. . ځکه د هندوکش غرونه ډېر پخوانی نوم دی. هیروډوټس یا د تاریخ پلار په خپل کتاب کې لس ځله د هندوکش د غره نوم یاد کړی دی. ویدیان، نورستانیان، یونانیان او د منځنۍ اسیا نور قومونه د بدخشان ، پنجشیر، کاپیسا، نجراب ، تګاب ، سروبي، لغمان او کنړ او یا د نورستان بدخشان له لارې هند ته ننوتل. سکندر اعظم څلور کاله د هندوکش څخه د تېرېدو لپاره د یوې لارې په لټه کې و، تر هغه چې هغه د بدخشان له لارې سفر پیل کړ. د بلخ او بامیان – کابل لاره وروسته کشف شوه. د هندو کلمه د هند یا انډیس یا د کابل سیند څخه اخیستل شوې ده. چې د هند بحر ته بهیږي. د هینډس خلک د هندوییزم په نوم د دین ګروهمن ول. د هندویزم ریښې د نوولیتیک دورې او دورې (5500 څخه تر 2600 قبل مسیح) ته ځي. په ټوله نړۍ کې پخوانیو خلکو د شمنیزم په نوم عقیده درلوده (د روحونو سره اړیکه)، او هند - اروپایان هیڅ استثنا نه وه. په هند کې د آریایي څانګې شمنیزم ځان د عقیدې په بڼه څرګند کړ (تنترا، چې عملي اړخ لري)، او تانترونه د هندویزم سرچینې ګڼل کیږي. دې ابتدايي عقايدو وروسته د آريايانو په منځ کې نوې بڼه خپله کړه او يو دود يې رامنځته کړ چې د ويدي دود په نامه يادېږي او دا دود په ليکنو کې د ويدونو په نامه يادېږي. او داه د هندي کلتور د دریو لویو مذهبونو، هندویزم، بودیزم او جینیزم په جوړولو کې هم بنسټیز رول لوبوي.

  • په افغانستان کې هندویزم
  • په افغانستان کې بودیزم
  • انارکلي هنریار
  • پنجابیان په افغانستان کی
  • سېک

سرچینه[سمول]