هرودت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Herodotos

هریدوت (یونانی: Ἡρόδοτος, Hēródotos) چی د میلاد څخه تقریباً ۴۸۵ کاله پخوا په پخوانی هالیکارناسیوس کاریا (یا اوسنۍ بوردیوم، ترکیه) کی زیږدلی او تر ۴۲۵\۴۲۰ پخوا له میلاده یی ژوند کړی. هریدوت یو یونانی تاریخپوه اوو چی په غرب کی د تاریخ لیکنی د پلار په توگه پیژندل کیږی. هریدوت لمړنی تاریخپوه ده چی خپل ټول آثار یی په سیسټماټیک او منتقدانه ډول راټول کړی او بیا یی په هیسټوگرافیک روایتی شکل لیکلی دی. د هغه یواځنی او مهم اثر چی لیکلی یی ده، تاریخونه یا (The Histories) نومیږی. دده دا اثر د فارس او یونان د جنگونو پر تحقیق ولاړ ده چی مهم جغرافیایی او ایتنوگرافیک معلومات هم پکی شامل دی. هریدوت د شخصی سیاسی ستونزو له امله په ځوانی کی د یونان د ساموس ټاپو ته کډه شو. د ساموس ټاپو ته تر کډه کیدو وروسته هریدوت د هغه زمان نړۍ(یونان، کوچنۍ آسیا، جنوبی مصر، شمالی افریکا، د منځنی ختیځ ډیری برخی، اوسنی اوکراین او کریمیا او د ختیځی اروپا څو برخی) ته ډیر روزنیز سفرونه وکړل. د میلاد څخه تقریباً ۴۴۵ کاله پخوا هغه د خپلی څلویښت کلنۍ په عمر، په آتن د یونان په پلازمینه کی استوگن شو، چی بیا یی هلته د خپلو سفرونو په تړاو عامه محفلونه جوړول او د خپلو سفرونو په باره کی به يى خلکو ته ویناوی کولی. چی لدی لاری یی بیا د هغه زمان د مهم حاکم سوفوکلس د متفکرینو دایری ته لاره وموندله. لدی وروسته یی هم څو سفرونه درلودل چی په همدی لړ کی یی خپل یواځنی اثر "تاریخونه" هم ولیکه چی "زما د سفرونو راپور" په نامه هم یادیږی. بالآخره د ۴۲۶ مخکی له میلاد څخه کال په شاوخواکی په طوری کی چی د ایتالیا په لویدیځ کی، د یونان یو ښار اوو، ومړ او همغلته خارو ته وسپارل شو.

ویاړونه[سمول]

• د تیرو تاریخپوهانو په پرتله یی یو لوی پرمختگ درلود، چی په دوه برخو یی ویشلی شو: 1. هغه لومړنی تاریخپوه اوو چی د نړۍ په تاریخ لیکنه کی یی ونډه واخیسته 2. هردوت افسانوی تاریخ او انسانی زمان یو له بل ځنی جدا کړل چی بیا یی صرف په همدی لړ کی تحقیقات وکړل. • هردوت په فعال ډول د حقیقی تاریخ په لار کی زیاتی هڅی وکړى. • د هغه په لیکنو کی د تاریخی نقد اصول په سترگو کیږی. • د هغه د معلوماتو سرچینی عبارت وی له: کامل هیروستیک (اکتشاف) په خاصه توگه عینی شاهدان او یا هغه کسان چی په مورد کی به پوهیدل او شفاهی معلوماتو څخه. اما د لرغونپوهنی څخه یی هم د خپل اثر په لیکلو کی گټه اخیستی. • هغه نه صرف دا چی تاریخ یی لیکه، بلکه د هغه لیکنو کی د تاریخ فلسفه تر سترگو کیږی. هريدوت کوشش کاوه چی د پیښو اصلی لاملونه ومومی او واقعیتونه وڅیړی. • هغه سره لدی چی وطنپرسته اوو، اما د غیریونانی، ځنگلی او یا غیر مدنی خلکو (باربریانو) ژوند او کړنو ته یی هم پاملرنه کړی په خپلو لیکنو کی.

سرچینی[سمول]