افغان ملت گوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان ملت گوند چې د افغان ټولنپال ولسواکیز گوند يا افغان سوسيال ډيموکراټ او افغان ملت ملي مترقي گوند په نومونو هم سره يادشوي د درېؤ افغان روڼ انديو تر منځ په لږه بډوالي څو مختلف گوندونه دي . د افغان ملت گوند اصل بنسټ ايښودونکی ېې غلام محمد فرهاد دی چې په کابل کې د پاپا تر نوم لاندې مخور کس و او د کابل (جای ريس) سیمه د ښاغلي غلام محمد فرهاد په نوم نومول شوې . افغان ملت گوند په افغانستان کې تر ټولو پخوانی سياسي گوند گڼل شوی .

د گوند پېښليک

افغان ملت په لومړي ځل د مارچ په ۸مه ، کال ۱۹۶۶م زېږيز کې دځينو افغان روڼ انديو چې د پخوانيو حکومتونو سره ېې ښې نژدې اړيکې وې تر منځ په يوې جوړې شوې غونډې کې رامنځته شو . بيا وروسته په رسمي توگه د مارچ پر ۲۷مه ۱۹۶۶ زېږيز کال کې راوچت شو . کله چې افغان ملت گوند په رسمي توگه اعلان شو انجنير غلام محمد فرهاد ېې د لومړي مشر په توگه ونومول شو . د افغان ملت گوند بنسټيزه تگلاره د لر او بر پښتنو د هېواد لوی افغانستان د ملي گټو خوندي کولو په موخه ولاړه وه . ددې تگلارې لپاره د ژمن پاتې کېدلو له کبله غلام محمد فرهاد په کال ۱۹۶۹ ز کې په لويه کچه يو ځل بياافغان لويې جرگې ته د مشر په توگه وټاکل شو . وروسته د غويي د کودتا څخه په کال ۱۹۷۸ز کې په افغان ملت گوند باندې بنديز ولگېد اوددغه گوند مشر غلام محمد فرهاد جېل ته واچول شو .

د افغان ملت گوند پخواني مشران

# دگوند د مشرانو انځورونه دگوند د مشرانو نومونه له کاله / نېټې تر کاله / نېټې پورې زېږېدو نېټه د مړينې نېټه
1 غلام محمد فرهاد د مارچ 8 / 27 مه ،1966 1984 ۱۹۰۱ ۱۹۸۴
2 شمس الهدا شمس 1987 2005 - -
3

محمد امين واکمن 1987 1995 - -
4 انوارالحق احدي 1995 - - -

په گوند کې بډوالی

وروسته له هغې چې د افغان ملت په گوند کې داخلي ستونزې تر حده زياتې شوې او د افغاان ملتيانو خبرو ته د گوند مشرتابه د توت قدرې ارزښت ورنکړ دوي يو په بل پسې د گوند نه استعفا گانې ورکړې. دا لړۍ دومره وغځېده چې يو شمېر ناراضه افغان ملتيان د انشعاب او ځينې يې له نورو ملي احزابو سره د پيوستون په هڅو کې دي. افغان ټولنپال ولسواک گوند د خپل تاسيس ۱۳۴۴ کال راهيسې د پرله پسې انشعاب سره مخ شوی دی. په ۱۳۴۵ کال کې محمد نور احمد اعتمادي د وخت صدراعظم ته په پارلمان کې د گوند ريس غلام محمد فرهاد د اعتماد رايه ورکړه. د ښاغلي فرهادي فدايې په مشرۍ يوه ډله په دې پلمه چې ښاغلی فرهاد د دوي مشورې ته غوږ نه دی ايښی د ملت د مترقي گوند په نامه جلا شول. وروسته په پېښور کې د ښاغلي قدرت الله حداد فرهاد، شمس الهدا شمس او د ډاکټر محمد امين واکمن په مشرۍ دغه گوند درې پړقه شو. ۱۳۸۲ کال کې هېواد ته د راستنېدو او د گوند د مشر انوارالحق احدي بوختيا او ملتيا په دولتي دندو کې ددې لامل شو چې مختلفې کړۍ ددغه گوند په ورانولو کې لاس په کار شي.

د واکمن افغان ملت ډله

د شمس الهدا شمس افغان ملت ډله

د افغان ملت رسنۍ

سر چينې