انوارالحق احدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر انورالحق احدي د افغان روڼ آنديو له ډلې څخه يو سياستوال دی. دی د امريکا د پرووېډنس پوهنتون څخه د سياسي علومو د پوهنځي له څانگې څخه فارغ شوی ، له ۱۹۵۵ز څخه راپدېخوا د افغان ټولنپال ولسواک گوند(افغان ملت گوند) مشربلل کېږي .

مخينه[سمول]

د وري په ۸ مه نېټه ۱۳۸۱ز کال په لنډمهالې اداره کې د افغانستان بانک د عمومي رييس په توگه ونومول شو، او په ( ۲۰۰۴ ) زکال د افغانستان د ماليي د وزير په توگه اعلان شو، او همدا رنګه په (۲۰۱۰)ز کال کی صنایعو او تجارت وزیر په تو ګه خپل کار ته دوام ورکړ. د يادولو وړ ده چې احدي هغه کس دى، چې د جنگي گوندشمالي ټلوالې په ورمېږ يې کاري گوزار کړې، چې تر ډېره ښايي ستونزمن کار و. هغه د دوي د مالي سرچينې (خپلسري چاپ شويو بانکنوټونو) مخه نيول او پرځاى يې نوې افغان بانک نوټونه راويستل دي. د ښاغلي احدي په تگلارې د ځينو روڼ انديو سياستوالو نيوکې هم روانې دي، له هغې څخه يوه نيوکه داده چې کله دی د حکومتي ادارو کې کار پیل کړ د گوند اصلي تگلاره ېې له پامه وغورځوله او د خپل شخصي اړيکو په وجه ېې د جنگسالارانو ډلگيو سره مصلحتونه پيل کړه . د همدغو مصلحتونو په پايله کې ېې د ډېر فشار له کبله د افغانستان په ترينگلې ټولنه کې ېې د آزاد بازار تگلاره اعلان کړه ، چې له لامله ېې ټولنه طبقاتي بڼه خپله کړه .

زده کړې[سمول]

سياست ته راننوتل[سمول]

په ۱۹۹۵ ز کال کې انوارالحق احدي د محمد امین واکمن ډلې افغان ملت سوسيال ډيموکراټ يا افغان ټولنپال ولسواک گوند په نوم خپل اړخ بېل کړ او هغه سره ېې په گډه د سوسيال ډيموکراټ تر نوم لاندې په بېله تگلاره ودرېد . له دغه څخه پخوا انوارالحق احدي د خپل خسر پير سيد احمد گيلاني په ډله کې چې محاذ ملي اسلامي افغانستان نومېده سياست ته وردانگلي و .

د افغان ملت گوند بيا ټوکېدل[سمول]

وروسته له هغه چې په کال ۱۹۹۲ ز کې کورني جگړې پيل شوې د پير سيد احمد گيلاني ډلې ځان گوښه کړ او ډېری غړي ېې د پخواني افغان ملت گوند په چوکاټ کې سره يوځای شول ، خو محاذ ملي اسلامي گوند هم فعال غړي درلودل . احدي او واکمن په گډه سره د پخواني افغان ملت بنسټيزو تگلارو باندې بيا کتنه وکړه او بدلون ېې په تگلارې کې راووست . د بدلون يوه طرحه ېې دا وه چې پرته د پښتنو څخه دې د افغانستان نور لږه کيو ته هم د سوسيال ډيموکراټ تر نوم لاندې بلنه ورکړل شي.دغه تگلاره د غلام محمد فرهاد لخوا هم پلي شوې وه خو رسمي چارې پښتنو ترسره کولې ځکه چې د سرشمېرنې له پلوه پښتانه د گوند تر ۸۰ سلنه ډېره برخه جوړوله . په افغان ملت گوند کې له پیل سره سم پرته د څو کسانو تاجک توکمه وگړو، نور زيات شمېر هزاره توکمه ، هندوان ، اوزبکان ، شعيه او سُني وگړو غړیتوب درلود چې تر نن پورې يې لري او احدي او واکمن څخه يې د ملي ارزښتونو پر سر د بې انصافه مصلحتونو او د ولس پر سر د سوداگر سياست له کبله ډهډه کړې. د جنگي ډلو د مشرانو سره د انوار الحق احدي او واکمن خپلمنځي مخينې له کبله د کرزي ادارې په ۲۰۰۱ م ز کال کې د واکمن او احدي سوسيال ډيموکراټ گوند د افغان ملت په نوم وپېژنده او رسميت يې ورکړ .

د شينونکو له خواافغان ملت گوند کې د احدي ترينگلې ونډې[سمول]

وروسته له هغې چې د افغان ملت په گوند کې داخلي ستونزې تر حده زیاتې شوې او د افغاان ملتیانو خبرو ته د گوند مشرتابه د توت قدرې ارزښت ورنکړ دوي یو په بل پسې د گوند نه استعفا گانې ورکړې. دا لړۍ دومره وغزېده چې یو شمېر ناراضه افغان ملتیان د انشعاب او ځینې یې له نورو ملي احزابو سره د پیوستون په هڅو کې دي. افغان ټولنپال ولسواک گوند د خپل تاسیس ۱۳۴۴ کال راهیسې د پرله پسې انشعاب سره مخ شوی دی. په ۱۳۴۵ کال کې نور احمد اعتمادي د وخت صدراعظم ته په پارلمان کې د گوند رییس انجنير غلام محمد فرهاد د اعتماد رایه ورکړه. دښاغلي فرهادي فدایې په مشرۍ یوه ډله په دې پلمه چې ښاغلي فرهاد ددوي مشورې ته غوږ نه دی ایښی د ملت د مترقي گوند په نامه جلا شول. وروسته په پېښور کې د ښاغلي قدرت الله حداد، شمس الهدا شمس او د ډاکټر محمد امین واکمن په مشرۍ دغه گوند درې پړقه شو. ۱۳۸۲ کال کې هېواد ته د راستنېدو او د گوند د مشر انوارالحق احدي بوختیا او ملتیا په دولتي دندو کې ددې لامل شو چې مختلفې کړۍ ددغه گوند په ورانولو کې لاس په کار شي. د ۱۳۸۲ نه ۱۳۸۶ پورې دغه گوند د سختو داخلي گډوډیو سره مخامخ وو. گمان کېږي چې ښاغلي احدي او مرستیال یې ښاغلی پوپل هم په کې ونډه لري. افغان ملتیانو گمان کاوه چې د لویې غونډې په دایرېدو سره به دا ستونزي ډډې ته شي خو ویل کېږي د ښاغلیو احدي او پوپل تر منځ د پټې معاملې په اساس په ۱۳۸۶ کال کې یوه نمایشي، فرمایشي او تقلبي لویه غونډه دایره شوه او په پایله کې ښاغلی احدي د گوند رییس او ښاغلی پوپل یې مرستیال اعلان شو. دغو مشرانو چې هر یو یې د یوه داخلي فرکسیون مشري کوله، د گوند د پرمختیا، پراختیا او یووالي پر ځای خپلو رقابتونو ته ادامه ورکړه چې دغه گوند اوس د اضمحلال د گړنگ په ژۍ ولاړ دی. ویل کېږي چې یو ډله ناراضیان د ښاغلي واکمن په مشرۍ هڅه کوي چې ددې گوند د نجات یوه طرحه وړاندې کړي خو د بې باورۍ فضا دومره ترینگلې شوې چې دا پیوند نور ناشونی ښکاري. اخوا ښايي د گوندڅخه مستعفي شوي مشران او کدري غړي د یو بل ملي گوند د جوړولو تابیا وکړي او ځینې بیا د موجوده ښکېلو سياستوالو گوندي محاکمه هم غواړي.

دندې[سمول]

سياسي او ټولنيزې ليکنې[سمول]

چاپ شوي اثار[سمول]

  1. ملي مسئلې