اروآسیایي جي جاق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Garrulus glandarius
اروآسیایي جي جاق
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان
الوتونکی مرغان
مرغۍ
کورنۍ کارغان
جنس جي جاق

اروآسیایي جي جاق (علمي نوم: Garrulus glandarius) د کارغانو د کورنۍ څخه یوه مرغۍ ده چې په اروپا، آسيا او افريقا کې ژوند کوي.

توصيف[سمول]

اروآسیایي جي جاق د نورو جي جاقانو څخه رنگي مرغۍ چې نارنجي - نسواري بدن، توره لکۍ او مښوکه، نسواري سترگې او نارنجي - نسواري پښې لري. اوږدوالي يې ۳۲ - ۳۵ سانتيمتره او وزن يې ۱۵۰ - ۱۸۰ گرامه دي. نوموړي مرغۍ پر وزرونو باندي ځانگړي شین بڼكې لري. نوموړي مرغه په ځنگلونو، پارکونو او باغونو کې ژوند کوي. اروآسیایي جي جاق لکه نورو کارغانو غوندي ټول څیز خوړونکي مرغه دي چې توتونه، مېوې، دانې او بې شمیرۍ ژوي خوري خو ځیني شمزۍ لرونکي ژوي لکهشرمښکياني، ماران او موږکان هم خوړلای سي. د اروآسیایي جي جاق ښځينه هر کال ۵ - ۷ هگۍ لري چې خړ - زرغون رنگ د نسواري ټکو سره لري. د اروآسیایي جي جاق ښځينه او نارينه ۱۶ -۱۷ ورځه پر خپلو هگو باندي کښېنی. د اروآسیایي جي جاق بچې تر زیږیدلو وروسته په ځاله کې ۲۰ ورځه ژوند کوي.