شرمښکياني
ونگبڼه
| Lacertidae شرمښکياني | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | خاپوړن |
| فلس لرونکی ژوي | |
| مارمولک | |
| کورنی | شرمښکياني |
شرمښکياني (په لاتين: Lacertidae) د كوچنيومارمولکانو یوه کورنۍ ده چې ترنځی بدن او ماتېدونكى لکۍ لري. نوموړي ژوي يه اروپا، آسيا او افريقا کې ژوند کوي. تر اوسه پورې د شرمښکيانو ۲۳۰ ډوله پېژندل شوي دي.
توصيف
[سمول]شرمښکيانی اوږدی بدن، څلور پښې، پنځه گوتې او اوږدي ماتېدونكى لکۍ لري. ټول بدن یی د فلسونو لخوا پوښ شوي دي او پر غاړې باندي فلسي کالر لري. هر ژوي منگولور (چنگالی) ژبه لري. شرمښکيانی غوښه خوړونکی ژوي دي چې خوځندکې خوري.