بڼ پالنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
يو بڼ پالونکی

بڼ پالنه يوه عامه انساني مشغولا ده چې د خوړلو او يا هم د چاپيريال د ښکلا په موخه د بوټو، ميوو او ګلانو کرهڼه او ساتنه ترسره کېږي. ډېری خلک په خپلو استوګنځايونو کې دننه او يا هم خپلو استوګنځايونو ته څېرمه د خپلو مېنو د ښکلو کولو او يا هم د ګڼو نورو ګټو په خاطر ځانونو ته بڼونه جوړوي.

خلک د بېلابېلو موخو لپاره بڼونه جوړوي چې په دغو کې د مېوو او دانو د بڼونو نه نيولې تر بېلابېلو بوټو او ګلانو پورې او يا هم د ځانګړو دارو درملو د ترلاسه کولو پخاطر بڼونه پالل کېږي. بڼ پالنه يو ډېر فعاله دنده ده او د ښه ثمر لپاره ډېر زيار او زحمت غواړي. د دې لپاره چې يو بڼ ښېرازه او زرغون وي نو د بڼ ساتونکي ته پکار ده چې د خپل د بڼ د بوټو او ونو څارنه پر وخت سره وکړي د بڼ بوټو او ونو د غړوبولو او سرې ورکولو کړنو سره د بڼ سمه ساتنه وکړي. بڼ پالنه د بزګرۍ او ځنګل پالنې سره توپير لري.

له هغه وخته راپدی خوا چی کله انسانانو په وحشی ډول په غارونو کی ژوند کاوا او له وحشی نباتاتو او میوو څخه به یی استفاده کوله نو کله چی د دغه نباتاتو له کمښت سره مخ شول نو بیا پدی لټه کی شول تر څو نباتات اهلی او ډیر شی نو د هارټیکلچر د بوټو روزنه اوږد تاریخ لری د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو آسمانى كتابونو كې شوې ده .

په قرآن کریم كى د خرما، انځر، انګور، غنم، هوږه ، پياز، ښوون او داسې نورو ذكر شوى دى چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغونتیا نښه ده خو نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نوم دلاتيني ژبى څخه اخيستل شويدى چې (hortus) دباغ او (Colere) دروزنې معنى لري .

داوسني مفهوم په اساس هارټيكلچر دكرنې هغه برخه ده چې دباغوانۍ دنباتاتو (Garden Crops) څخه بحث كوي. دبا غوانۍ نباتات د ميوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى . دباغوانۍ نباتات ځانګړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو،كرنيزو عملياتو، راټلولو، زيرمه كولو ، پروسس كولواو خرڅولو ته اړتيا لري. هارټيكلچر انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي.

پس هار تيكلچر داسې تعريف كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره سرو كار لرى كوم چه مخامخ انسانان دغذا، درملو او دښايست د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي .

تاریخچه

دتيږى په لمړنيو دور ه ( ۵۰۰۰۰ كاله وړاندى) كې انسان په غارونو كى ژوند كاوه او وحشې خواړه ې لاس ته راوړه، ښايى دغه وحشې خواړه ميوې او واښه وو. ځكه ددې وحشې ميوو او واښو راټولول اسان وو. هركله چه دانسانانو نفوس په زياتيدو شو نو دخوړو كمښت احساس و شو او انسان د وحشي ميوو اوواښو په اهلي كوونه اوكرنه پيل وكړ، دهمغه وخت څخه دكرنى پيل وشو.

ډير كرنيز نباتات د تاريخى دورى ( ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله وړاندى ) د پيل څخه وړاندې اهلى شوو. مګر دنورو خوراكي نباتاتو د ا هلي كولو لپاره هڅې روانې وى. لبلبو په ۱۸ پيړۍ كې ، ربړ او بعضې غوړ لرونكى خرما په۱۹ پيړۍ كې ، اوسنۍ سټرابيري او مكاډاميا نټ په ۲۰ پيړۍ كې اهلي شوي دى. د نيوز لينډ دكيوى ميوه وروستۍ اهلي شوې ميوه ده .

د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو اسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن پاك كى د غنم.، هوږې ، پيازو، ښوون، خرما، انځر، انګور او داسې نورو ذكر شوى دى. چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغوني استعمال نښه ده.

دهارټيكلچر دبوټو روزنه اوږد تاريخ لري . مصريانو ۲۵۰۰ – ۳۰۰۰ كاله دميلاد ترمخه يو زيات شمير مېوې دخرما ، انار ، كيلې ، ليمو ، ښوون او انار په گډون ترروزنې لاندې نيولې وې . په همدې وخت كې هغوې ډير سابه لكه بادرنگ ، هوږه ، پياز ، گندنه ، كاهو ، ارټيچوك ، زنډايف ، اينلى ، ملۍ ، او دخربوزو او خټكو مختلف ډولونه كرل . دمېوو او سبو دروزنې سره يو ځاى په مصر كې دنوموړو نباتاتو دصنعت مختلفو اړخونو هم پراختيا كړې وه .

دهارټيكلچر دبوټو په روزنه او پراختيا كې دمصريانو رول تقريبا ً ۳۵ پيړيو پوري دوام وكړ. كله چې ( دميلاد څخه ۳ كاله ترمخه ) مصردروم ديوه ولايت په څير راغى نو دنباتاتو دروزنې په هكله يې دنړۍ په دې برخه كې اغيزو مهم وړاندې كړې و .

له بله پلوه دمصر په ختيځ كې دبين النهرين (Mesopetomia ) (دعراق يوه برخه ، (Babylonia ) دعراق يوه برخه ) او Assyria لرغونو كلتورونو دهارټيكلچر دصنعت په پراختيا خصوصا ً او بخور او دباغونو او پاركونو په احداث كې زياته ونډه درلوده .

دهارټيكلچر دبوټو دروزنې او صنعت په هكله روميانو دمصريانو او يونانيانو څخه زياته استفاده كړې ده . دروميانو په خپلو لرغونو ليكنو كې دښاخ پيوند او زخه پيوند ، دميوو او سبو دمختلفو ډولونو ، دلگيومى بوټو دكرنيز تناوب دسرو استعمال او حتىٰ دميوو لپاره دساړه ساتن ځايونو يادوونه شوې ده . همدارنگه دهغو په ليكنو كې ديو ډول شنې خونې Green house نوم اخيستل شوى دي . چې دشيشو مالگى Mica څخه جوړه شوې او په ساړه موسم كې دسبو دروزنې لپاره ورڅخه استفاده كيده . برسيره پردي په روم كې دهارټيكلچر يوې مهمې برخې چې دښكلا دبوټو څخه عبارت ده، زيات انكشاف وكړ. د دود له مخې به بډاى روميانو دخپل هيواد په اطرافى سيمو كې لږ څه ځمكه درلوده چې دميوو او گلانو باغونه به يې وركې جوړول . دهغو په باغونو كې به ډول ډول ميوې او گلان لكه مڼى ، ناك ، انځر ، ښوون ، انار ، مرسل ، انتري ، ماريكولډ ، بنفشه گل او داسې نور موجود وو .

دميلاد څخه نهه پيړۍ ترمخه په بين النهرين (Mesopetomia) كې خلكو دځينو ميوو لكه خرما او انځر دگرده افشانۍ په هكله معلومات درلودل او دګرده افشانۍ په سرته رسيدو كى ورته د مشخصو حشراتو اهميت څرگندوو . په ۱۴۹۲ كال كى دكولمبس په واسطه د نوى نړۍ (امريكا ) كشف په كرنه كې د يو بل ستر برياليتوب پيل وو. د مهمو نباتاتو پيژندنه اود هغوۍ راكړه ور كړه پيل شوه او تراوسه دوام لرى . دنوى نړۍ څخه مهم معرفى شوى نبا تا ت لكه جوار ، رومى ، كچالو، كدو، اواكادو، پاين ايپل ، پيكان ، خوږ كچالو، لوبيا تمبا كو او داسى نور دى. همدا رنګه دوخت په تيريدو سره خلكو ته دهارټيكلچر دنباتاتو اقتصادې ، غذائى او زينتى ارزښتونه ښكاره شول او دهغو روزنې ته يې خاصه توجه وكړه . نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري :

  1. دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي .
  2. دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى Perishable دي .
  3. دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي .
  4. په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري .
  5. دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري .

له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . كه ځنگلى ونې دلږ وخت لپاره په لوړه بيه خرڅې شي په دې صورت كې هغوي دهارټيكلچر دنباتاتو په ډله كې راځى .

هارټیکلچری بوټی

دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري. د توپیر ځینی فکتورونه یی په لاندی ډول دی.

  1. دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي .
  2. دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى Perishable دي .
  3. دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي .
  4. په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري .
  5. دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري . له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي .

كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي .

د هارټیکلچری ځانګی

هارټيكلچر دڅلوروعمده شقونو څخه بحث كوي . دميوودروزنې علم دپومالوجى Pomalogy په نوم ياديږي . دسبو روزنې ته او لريكلچر Olerieultuer ويل كيږي . دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچرFloriculture څخه عبارت ده . په ډولى ( زينتى ) بوټو سره په مصنوعى توگه دځايونو ښايسته كيدنه Landscaping يا Landscape horticulture نوميږي . بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي شقونه يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .

هارټيكلچر د 4 عمده برخو څخه ډیر بحث كوي . چی پکښی د میوو روزنه ،‌ د سبو روزنه او د ګلانو روزنه شامل دی. علاوه ددی د انګورو روزنه ، د چمن روزنه ، د ښکلو ځایونو ډیزان، او د حاصل د رفع ورسته فزیولوژی یا پوست هارویست فزیولوژی هم شامل دی.

د میوو روزنه

میوی

دميوودروزنې برخه )پومولوجى Pomalogy ( د بوتانيكى لحاظه ميوه پوخ شوى تخمدان ته ويل كيږى. البته دهار تيكلچر له نظره ميوه هغه غوښينه يا وچه دخوراك وړ برخه ده چه دگل يا دګل سره د تړلو اجزاؤ دپخيدو څخه لاس ته راځى. نو له هم دې وجې ځينې سابه د بوتانيكى له نګاه څخه ميوې ګڼل كيږي لكه رومى بادنجان او داسى نور . نو ویلی شو چی میوی په ډیرو برخو ویشل شوی دی لکه د ونوميوې دا ډول ميوې په ونوكې توليديږي لكه مڼی ، ناک ، زردآلو، بهی ، گيلاس او نور. دونوميوې په درې ډوله دي لكه پوم يانرم زړې ميوې Pome fruits چې غوره مثالونه يې مڼه ، ناك ، بهى او لوكاټ دي . سخت زړې ميوې Drupe fruits له گيلاس ، شفتالو ، آلو ، شليل ، زردالو او نورو څخه عبارت دي . زړې Nuts چې په دې ډله كې غوز، پسته ، بادام او جنغوزي شامل دي . د وړو بوټو ميوې دا ډول ميوې په ټيټ قد لرونكو بوټو كې توليديږي چې د هغو يو تعداد يې كمزرې ساقى لري او واښه ډوله وي لكه انگور او ځمكنې توت. واښه ډوله څوكلنې ميوې لكه كيله او پاين ايپل. مختلفى ميوې لكه خرما ، ام .

د سبوروزنه

دسبو د روزنه یا لريكلچر Olerieultuer سابه هغه واښه ډوله بوټى دي چې يوه يا څو برخى يې په اومه، پاخه ياپروسس شوي شكل خوړل كيږي او كيداى شى چه دګل سره تړاو ولرى اويا يى ونه لرى . دلته يو شمير سابه دهغو دخوراك وړ برخو سره ښودل كيږي . پالك او كاهو دهغو سبو له ډلى څخه دي چې پاڼې يې دخوراك وړ برخه تشكيلوى . مارچوبه ، كولرابى هغه سابه دي چې ساقى يې خوړل كيږى . دځينو سبو لكه رومى بانجانو ، توروبانجانو او مرچو ميوې دخوراك وړ وي . گازرې ، ټيپر او دسلاد چغندر داستفادې وړ برخى ريښى تشكيلوى . گلپى او شين گلپي )براكولى( هغه سابه دي چې گلونه يې دخوراك وړ دي . دمټرا لوبيا تخمونه او دپښۍ رواش) او سيلرې دپاڼو ساقى( ډنډر دانسان لپاره غذا برابروي .

دګلانو روزنه

دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر (Floriculture) یا ګلروزنه زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. د زینتی بوټو کرنه او ساتنه نه تنها د زینت لپاره بلکۍ ښه اقتصادي ارزښت لری . سر بیره پر دی زینتی محصولات له بوی ، زینت او اقتصادی ارزښت سره په زیاتره دواګانو، بوۍ لرونکو موادو، تيلو ، رنګ جوړولو، عطرو جوړولو ، د ښځینه زینتی لوازمو په جوړولو او داسی نورو ډیرو شیانو په جوړونه کی ورځینی کار اخیستل کیږی .بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي برخی يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .

دځايونو ښايسته كيدنه

دځايونو ښايسته كيدنه یا landscaping دمنظرو دانكشاف ، دتعميرونو دتنظيم دځمكې دجوړښت او سمون او دبڼونو ، دلوبو دميدانو او ډنډ ونو داحداث څخه بحث كوي . هغه دځانگړو كورونو او ټول ولس لپاره دپاركونو او لارو دجوړښت سره اړه لري . دځايونو ښايسته كيدنه انسان ، اباد يو او منظرو ته يو نه شليدونكې ارتباط وركوي او دي هدف ته درسيدو لپاره انسان دي ته رابولي چې له نباتاتو او ځمكې څخه معقوله استفاده وكړي .

د انګورو روزنه

د انګورو روزنه د Viticulture په نامه یادیږی.

دچمن روزنه

د چمن روزنه یا مدیریت د Turf management تر بحث لاندی نیول کیږی.‌

پوست هارویست فزیولوژی

د هارټیکلچری محصولاتو د کیفیت څخه بحث کوی.

دهارټيكلچر دنباتاتو طبقه بندي

الف : علمي عصري طبقه بندي

بشرپه دې هڅه كې دي چې په نړۍ كې طبيعي انسجام كشف كړي . په همدې لړكې يوه سويډني طبيب كارل وان لينوس داتلسمې پيړۍ په نيمائي كې دنباتاتو او حيواناتو په طبقه بندۍ كې يو فوق العاده بدلون مينځ ته راوړ . هغه دساختمان يا مورفولوجيك شباهتونو او توپيرونو په اساس ژوند ي موجودات په لويو او كوچنيو گروپونو سره جلاكړل . نباتات ئې دجنس يا زوجي برخو د مورفولوجي له مخې طبقه بندي كړل ځكه چې نوموړي برخې دمحيطي شرايطو په واسطه احتمالا لږې متاثرې كيږي . لينوس دنړۍ په مختلفو برخو كى د۱۳۰۰ څخه زيات نباتات او په عين اندازه حيوانات طبقه بندي كړل او هغوي ته يې نومونه وټاكل . دنولسمې پيړۍ په نيمائې كې دچارلس ډاروين ليكنه (دسپيشزونوپيدايښت )ترعنوان لاندې دنباتاتو او حيواناتو طبقه بندي دزياتې پاملرنې وړ وگرځيده او دتدريجې تكامل مفهوم دطبقه بندي لپاره يوه غوره تگ لاره وشميرل شوه . دډاروين دتيوري له مخې داسې څرگنديږي چې دټولو نباتاتو ترمينځ جنيټيكي ( ارثې) رابطې موجودې دي او اوسني نباتات دلرغونو نباتاتو څخه ددوامداره نسلونو په اساس مينځ ته راغلي دي . البته دا احتمال موجود دي چې نباتات په مجموعي ډول له يوه څخه زياتو لرغونو ابتدائي موجوداتو څخه راپيدا شوي دي . داسې فرض شوې ده چې دځمكې دتاريخ په اوږدوكې او هم په اوسنې وخت كې دنباتاتو په خواصو كې تدريجې تكامل مينځ ته راغلى او راځي او په دې توگه دبوټو ساختمان دارثي انسجام يوه مغلقه بڼه غوره كړيده .

ټول ژوندي موجودات په نباتي او حيواني kingdom باندې ويشل شوي دي . نباتى kingdom دولس عمده فايلمونه Phylam يا ډيويژنونه Divisions لري . په دې ډله كې دباغوانۍ په ساحه كې دسپرماتوفايتا Spermatophyta ډيويژن چې تخم توليدوونكي نباتات ورپورې اړه لري خورا مهم دي . ددې ډيويژن بوټى ، ريښى ، ساقې ، پاڼې او دانتقالي انساجو سيستم لري . په علمي طبقه بندۍ كې ديوه Kingdom نباتات په (Division) ، كلاس Class ، اردرOrder ، فاميلي Family ، Genus ، سپيشز Species ، ورايټى (Var) Variety ، فارم Form يا Race او ځانگړي بوټى Individual باندي ويشل شوي دي . دسپرماتوفايتا ډيويژن ددولس كلاسونو څخه متشكل دي چې په كرنه كې ځانله دجمنوسپرمي (Gymnospermae غوزه توليدوونكې بوټى( او انجنوسپرمى Angiespermae )گل توليدوونكى بوټى ) كلاسونه دزيات اهميت وړ بريښى . په اوسنيو وختونو كې ګل يا تخم توليدونكي نباتات ( Gymnosperms او Angiosperms ) دواړه يوځاى په واحد Division كى چه د Magnoliophyta ( د division Anthophyta په نوم هم ياديږى ) اچول شوي دي . دانجيو سپرمى كلاس( Magnoliophyta )په دوه ټيټو كلاسونو Sub-Classes باندې ويشل شوي دي چې هغه له ډاى كاټيلډن Dicotyledoneae او مونوكاټيلډن Monocotyledoneae څخه عبارت دي . په اوسنى وخت كى مانوكاټيليډن د Liliopsida اوډاى كاټيليډن د magnoliopsida په نومونو ياديږي.. هر يو كلاس په څوارډرونو او هر ارډر دڅوفاميلو څخه جوړ وي. د Division ، كلاس Class ، Order او Family كټگوري گانې د Major taxa او د Genus څخه لاندې كټگوري گانې د Minor taxa په نوم ياديږى. غوره بريښى چې دلته دنمونې په توگه دخواږه جوار مكمله علمى طبقه بندي وښودله شي .

  1. عالم یا Kingdom
  2. فایلم Phylum
  3. ټولګۍ Class
  4. فرعی ټولګۍ Sub class
  5. ردیف Order
  6. کورنۍ Family
  7. علمی نوم Scientific name

په دې توگه دخواږه جوار علمى نوم ديZea mays var.saccharta كرنيزورايټي دكلتيوار (Cultivted Vartety) Cultivar په نوم ياديږي او هر بوټانيكي ورايټي په درې نومونو Trinomial سره مشخص كيږي . دمثال په ډول دكرم او گلپى ورايټى گانې په لاندې ډول ليكل كيږي . گلپي Brassica Cleraeca var.botrytis كرم Brassica elersacea var . Capitata

كلتيوار د يوه كرنيز سپيشزهغه شمير بوټى دي چې ديوه يا يو گروپ خواصو په واسطه مشخص كيږي . كه كوم بوټى خاصه ورايټى ونه لري نو هغه ځانله دجينس او سپيشز په نومونو سره پيژندل كيږي . او دي كارته دوه نومه سيستم Binomial system ويل كيږي لكه گازره Daveus Carota كه چيرته په يوه سپيشز كې يو شمير افراد ( نفوس ) دنورو څخه دورايټى په اندازه توپيرونه لري نو هغه دRace يا فورم Form په نوم ياديږي لكه دسور لرگى Yew لاندينې دوه ډولونه دفورم په سويه يو له بله توپيرلري . نيغ سور لرگى Taxus euspidata f.densa پلن سور لرگى Taxus euspidata f. nana

هغه بوټى چې عموماً په غيرزوجي ډول تكثير كيږي لكه كچالو او مختلفى ميوى دهغو كرنيزه ورايټى دكلون Clone يا كلونل ورايټى Clonal variety په نوم ياديږي . ديوه كلون ټول افراد په غير زوجې ډول ديوى منبع څخه لاس ته راځي او دهغو ارثي ساختمان په هر ځاي كې چې وي يو له بله توپيرنه لري . دتگاب بيدانه انار ، امري زردالو او حسيني انگور هر يو يى ځانگړى كلونل ورايټي تشكيلوي . ډير اصلاح شوي كلونل ورايټى گانې دمطلوبو ارثى بدلونو څخه چې بډسپورټ Bud sport نوميږي لاس ته راځى .

مشهور بڼونه

په افغانستان کی کی بڼونه شته دی مګر د نورو هیوادونه په ځیر یی ډیره ښکال نشته او په کافی اندازه کار ندی پکښی شوی. مګر بیا ځینی باغونه لکه د بابر بڼ چی په کابل کی موقعیت لری، د کابل د خلکو لپاره یو خاص ارزښت لری او دتفریح لپاره یوازنۍ ځای بلل کیږی. د چين بڼونه ډير لرغوني تاريخ او په نړۍ کي ډير شهرت لري . درې زره کاله دمخه د جو په سلسله کي امپراطوري بڼ جوړ شو او ورپسي دچين په پايتختونو او مشهور ښارونو کي ډول ډول بڼونه جوړ شوي دي چه د چين بڼونه د نړۍ د باغونو له دريو سيستمونو څخه ځلاند مقام لري .

د چين بڼونه د امپراطوري او شخصې بڼونو څخه عبارت دي چه د ونو ، چمنونو ، انګړونو ، دهليزونو، مصنوعي ډبرو او جهيلونو ترتيبات ډير برابر او مناسب دي چه منظرې يي ډيرې دلچسپې او په زړه پوري دي . یوه نمونه یی د سو جو بڼونه د سو جو لرغوني بڼونه چه دوه زره کاله تاريخ لري او په نولس سوه اوه نويم کال کي د نړيوالو ميراثونو په ليست کي شامل شوي ، د چين د بڼونو د جوړولو د هنري خصوصيت مترمرکزه نمونه ده او تر اوسه پوري لس مشهور بڼونه موجود دي .

باغ جوړونه

د باغ جوړولو لپاره د ځاى ټاكل

تېږې ونه لري، نم ناك ځاى نه وي او هوار وي.

د باغ جوړولو لپاره د ځمكې تيارول

ځمكه بايد ښه قلبه شي او لوټې يې ميده شي، هر زه ګياه ترې راټوله شي او وسوځول شي او ډېراني سره وركړل شي.

د كتارونو جوړول

د بوټو ترمېنځ بايد فاصله موجوده وي، ترڅو د بوټو څانګې له يو بل د ودې او نمو خنډ ونه ګرځي او بوټي له يو بل سره د غذايي موادو په سر رقابت ونه كړي او د لمر وړانګې په اسانۍ سره واخلي او د القاع عمل په ښه ډول ترسره شي، نو له دې امله نيالګي موږ په دې ډول كېنوو:

الف : د مربع په شكل، ب: د مستطيل په شكل، ج: د مثلث په شكل.

كله چې وغواړو چې بوټي 3په3، 4په 4 او يا 5په 5 كې نهال شاني كړو، له مربع شكل نه استفاده كوو. او كه چېرې وغواړو چې 3په 5 كې او يا 4په 6 كې بوټي نهال كړو، د مستطيل له شكل نه استفاده كوو او كه چېرته ځمكه زموږ غېر منظم شل ولري او يا د پاركونو او كورنو مخې ته نهال كرو، نو بيا له مثلث شكل څخه استفاده كوو.

د بوټي لپاره د قوتي وېستل

د نيالګي لپاره بايد قوتى څو ورځې مخكې ووېستلى شي، ځكه چې د يوې خوا نه زهرجن ګېسونه د ځمكې نه ووځي او بل خوا نه د حشراتو هګۍ د لمر په واسطه تعقيم شي. د قوتي د پراخوالي اندازه: ددې لپاره چې قوتى څومره پراخ وي، په همغه اندازه د يوې خوا رېشه په اسانۍ سره نمو كوي او له بل خوا نه په اسانۍ سره اوبه جذبوي. د قوتي ژوروالى بايد له 50cm څخه كم نه وي او سور يې د 60cm پورې وي او د قوتي خاورې بايد د شمال طرف ته وغورځول شي، چې ترڅو د لمر وړانګې پرې ولګېږي.

د نيالګي يا د بوټي انتخاب

ښه خبره دا ده، چې په خپل هېواد كې د روزل شويو قوريو د نيالګيو نه استفاده وكړي، ځكه چې هغه د اعتبار وړ وي او كه د نورو ځايونو نه يې راوړي، نو نيالګي بايد ځوان وي او دوه كلن وي، پيوند ولري او جرړې يې ډېرې قطع شوې نه وي، مستقيم وي او پېړوالى يې د لاس د غټې ګوتې په اندازه وي. دغه نيالګى د هغو ونو دى كوم چې په ژمي كې پاڼې غورځوي او د هغه نيالګي چې تل شنه وي لكه لوكاټ، نارنج او داسې نور بايد جرړې يې د خپلې خاورې په واسطه پټې وي او يا ورسره د ارې بور يوځاى كېږي او لږه اندازه رطوبت وركوي.

د بوټو يا نيالګو ابياري

كوم وخت كې چې نيالګى وكرل شي يا به سمدستي اوبه كړى شي. اوبه بايد د نيالګي د پيوند او تنې له برخې سره په تماس كې نه شي، ځكه چې د ابيارۍ په اوبو كې د حشراتو هګۍ او نور ميكروبونه او د هغوى تخمونه شته دى، چې هغه د بوټي د تنې د برخې او يا د پيوند برخه كې نښلي او مرض پيدا كوي، نو په دې خاطر د بوټو تنې ته بايد خاوره راجمع شي، چې له اوبو سره په تماس كې نه شي او لكه د خاورې پرځاى شګه ورته راجمع شي او يا ډېرې شي. دا به د ټولو نه ښه وي، ځكه چې په شګو كې مرض كم وي.

د نيالګو يا بوټو نهالول

په لومړي ګام كې بايد د قوتي لوټې مېده شي او بل دا چې د پيوند برخه مخ په لمر نه وي او د خاورو نه جګه وي او يوه بېلچه زړه ډېرانى سره له خاورې سره ګډه شي او قوتي كې واچول شي او بوټي پكې نهال شي او تر نهالولو وروسته بوټي بايد د ځمكې نه 50_65cm پورې پورته قطع شي، چې په دې كار سره له يو طرف نه د بوټي د څوكې او ريشې ترمنځ توازن ساتل كېږي او د بل طرف نه بوټي ټيټ قدي تربيه كېږي، چې زراعتي عمليات پكې په اسانۍ سره ترسره كېږي.

انځوریزه ګالری

سرچينې