ښوون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ويکيپېډيا:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
دښون ونه
Olea europaea
Olea europaea, Dead Sea, Jordan
Olea europaea, Dead Sea, Jordan
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
(unranked) Eudicots
(unranked) Asterids
Order: Lamiales
کورنۍ: Oleaceae
Genus: Olea
Species: O. europaea
Binomial name
Olea europaea
L.
د ۱۹ پیړۍ تشریحات

د ښون علمی نوم Olea europaea دی.‌ کوچنۍ ونه لری د شرقی مدیرترانی په منطقه کی ډیر پیدا کیږی.‌ چی پدی برخه کی جنوب شرقی اروپا ،‌ غربی آسیا ،‌ او شمال افریقا شامل دی.‌ علاوه د په شامل عراق ،‌ شمال ایران ،‌او د کسپین د بحر په جنوبی پایلو کی هم پیدا کیږی.‌

زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښون وائي ښون په معني زښوي او يا سيم څخه عبارت دي انګليسي نوم ئي Olive دي . د ښون د میوی څخه په مستقیمه توګه استفاده کمه ده مګر د هغه د تیلو څخه په ډیره کچه سره استفاده کیږی.‌

په نړې کې د ښون د توليداتو په باره کې د اندازي علاقه مندي را پيدا شوې ده همدا اوس د ښون ٨٠٠ ميلونه ونې په نړۍ كښې شته چې تقريباً ٩٠٠ ميلونه هکټاره ځمکه ئې پوښلي ده څرنګه چې ښون د تندې په مقابل کې مقاومت لري او هم په ډيرو خوارو او شګلنو او حتي د تيږو په درزونو کې وده کولى شي چې نورې ميوي لرونکي دا طاقت نلري او له بلې لخوا غوړي او اچار ئي د صحت لپاره ډير ګټور دي او غوړي ئي کلسټرول نلري نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو کې د هغه د باغونو د جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو علاقه مندي زياته شوې ده د ښون د قوي طاقت له امله ئي په روزنه او پالنه کې ډيره لږه توجو وکړه او يو ډيره لږه اندازه اوبه ورته برابري شي په حاصلاتو کې ئي د قناعت وړ توپير ليدل کيږي . Fernandez او Moreno په ١٩٩٩ ميلادي کال کې وويل چې نوموړى نبات د مالګو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى ګڼل کيږي او د هوا وچتوبه کمولاى شي زمونږ د هيواد شرقي ولايت لکه ننګرهار، لغمان، کڼر، نورستان چې وچ اقليم لري او د هند د مونسون اقليم د اغيزې له امله څه ناڅه بارانونه هم لري او وړى ئې ډير ګرم او ژمى ئې سوړ او کم دوامه دي . موسمي بادونه خصوصاً د جوزا په مياشت کې چې د ګرمي شدت هم زيات وي نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته ښون مقاومت کولى شي . نو د دې سيمي د سمسورونو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر ښون يوازيني مناسب او د توافق وړ نبات ګڼل کيږي چې په هغه وچو شګلنو او د تيږو د ډکو دښتو څخه علمي او اقتصادي استفاده وشي .

تاریخچه

داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير پخوانى بوټى دى چې د ځمکې پر مخ موجود دى داسي اټکل کيږي چې د زيتون کرل تقريباً ٣٠٠٠ کاله د ميلاد څڅه مخکې د مديتراني په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريباً ١٠٠٠ کاله د ميلاد څخه وړاندې ايټالي ته هسپانيي ته او بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى .

دغه د هميشه بهار بوټى د جملي څخه دى چې متوسط څخه لوړ قد لرونکي دي سپين رنګ لري شنې پاڼي لري چې نسبتاً ضخيمه او سپيره ده او د زيتون پاڼي د يو بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا Petiole لري دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او شګلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د ګرمې اوسړې هوا سره توافق کولى شي .

که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه وشي نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې تر لاسه کيدلى کيږي په نړي کې تقريباً ٨٠٠ ميلونه ونې موجودي دي. دنوموړې سروي په اساس دغه ونې په نړي کې د ٩ څخه تر لس ميلونه هکټاره ځمکه کې دغه بوټي يا ونې کرل شوې دي، په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له امله نوموړى نبات ډير ښه اقتصادي ارزښت لرونکي دي .

خلاصه دا چې دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او نمو كولاى شي .

اوسني ساينس پوهان هم اعتراف کوي چې د زيتون د تيلو په پرتله بل داسې کوم خاص تيل نشته دي . د دې زيتونو ونې تقريباً ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ کلونو پورې ميوه ورکوي په قران کريم کښي الله ج د نورو څيزنو تر څنګ په زيتون سوګند کوي ( سوره تين )،

په بل ځاى کې الله ج د زيتون ونې ته مبارکي ونې نوم ورکړى او خپل نور ئي د يو ډول څراغ يا ډيوې سر تشبيه کړى دي چې د دغي سپڅلي ونې د تيلو څخه بليږي. ( په سوره نور کې ) د دا ډول بيلګو ځينې د زيتون د وني او تيلو ګټي په ډاګه کيږي او د زيتون لرغونو ميوو څخه شميرل کيږي د روم د بحري سواحلو کې د اباحبشا په نامه ځاى کې د دې ځاى اوسيدونکي د دغي ګټورې ميوي څخه خبر و‌ؤ او که نور غور پرې هم وکړو نو کله چې د نوح ع بيړۍ د جبوري په غاړه لنګر واچاوو نو په دې وخت کې هغه مرغه وو چې د وچي ځمکي اعلان ئي کاوو په مښوکه د زيتون د وني پاڼه نيولي وه .

لڼده دا چې لرغوني انسان د زيتون غذائي او طبيعي ګټو څخه خبر وؤ اوټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په لوديځ کې هغه کسان چې د کلسټرولو په اړه ناروغيو اخته دي نو د زيتون ته په ډيره ارزښت قايل دي . داسې اټکل کيږي چې زيتون د لمړي ځل لپاره په لوديځه اسيا کې ټوکيدلي دي چې بيا د روم د دواړو خواوو ته منځنۍ ختيځ او اروپا ته ورسيدل اوس د نړي ٩٠ فيصده پيداوار د دي سيمو څخه لاس ته راځي . د زيتون كښت ٨٠٠ کاله پخوا په منځني ختيځ کې پيل شوى دى .

غذایی ارزښت

لکه څنګه چې مخکي مو ياد کړ چې د زيتون د غوړيو غذائي ارزښت او د هغه د کلسترولو د نه لرلو په سبب دي مګر د زيتون ميوه د ١٠ – ٣٣ فيصدو پورې غوړيو نه علاوه په خپل ترکيب کي پروتين،کلسيم، اوسپنه او ويتامين A ، B1، B2 او pp هم لري او هم يوه زياته اندازه انرژي توليدوي د زيتون هغه ورايټي چې د غوړيو متوسطه اندازه لري انتخاب شوي او دا تجربه د ميوو په دوه مرحلو کې سرته رسيږي

يو هغه وخت چې زيتون شنه وي او د اچارو لپاره مناسب دي او بل هغه وخت چې ښون ښه پاخه او رنګ ئي تور وي چې په دغه وخت کې د غوړيو د ايستلو لپاره مناسب ګڼل کيږي . د شنه زيتونو څخه اچار جوړيږي او د غوړيو لږ فيصدي هم لري. مګر نور ډير ضروري غذائي مواد او کالوري چې انسان ورته اړتيا لري پکښې شته دي .

د تورو زيتونو د غوړيو ايستلو څخه وروسته په کنجاړه کښې استعماليږي تاسو ګوري چې په کنجاړه کښي څومره نور مهم غذائي مواد موجود دي چې د څارويو د تغذئي لپاره د اهميت وړ دي صرف د زمونږ تريخ والي په ستونزو ليري کولو سره د څارويو د پاره د استفاده وړ ګرځيداي شي .

نو په پدې ترتيب د زيتونو د ميوې حاصلات د غذا په تامين کښې ډيره ونډه اخيستلاى شي. د زيتونو د ترخې کنجاړي په نتجه کښې چې څارويو ته استعماليږي نو د حيوان وزن د لاسه ورکوي او بالاخره د حيوان د هاضمي سيسټم د خرابوالي سبب کيږي تريخوالي له منځه يوړول شي او وروسته څارويو ته په کنجاړه کښې استعمال کړاى شي چې دا به ئي ښه نتيجه وي څارويو ته .

د ښون استعمال

زيتون خام استعمال ډير مفيد وي که په غذا کښې وخوړل شي مثبت تاثيرات ئي نور هم زياتيږي د پاخه زيتون ترخه ماده ( Oleuropein) په نوم ياديږي.

د تريخ والي د ختمولو د پاره د پوتاشيم او د اوبو په محلول کښې لندوي او بيا ئي د اوبو په محلول کښې ساتي _ د څه وخت په تيرودو سره ترخه ماده له منځه ځي . شنه يا غوره زيتون د پخو زيتونو په پرتله ډيره مينه وال لري او ميوه هم په نورو خوړو کښې کاروي . د غوره شنو زيتونو څخه زړي اوباسي او په مختلفو شيانو کښي ګازري، بادام اوبو څخه نورو سبو کـښـي ګډيږي او په بازارونو کښې د خرڅلاو لپاره وړاندي کوي .

نبوي حديثو کښې ډيرې څرګندوني شوي دي . او غذائي ارزښت ئې ډير لوړ دي چې په طب کښي مختلفو درملو جوړولو کښې ورڅخه کار اخسيتل کيږي . او د خوړول په وخت کښــې د انسان په وجود کښې ډير زر تجزيه او بي حده زيات تاثيرات راولي.

بوتانیکی مشخصات

پدي فاميل کي ٣٥ انواع موجود دي چي ډير مشهور انواع ئي يا Sp او يا Olea europea دي چې د زيتون د ونې څخه عبارت دي د دغي نوعي يا وني ظاهري شکل سپين او شين رنګ لري او هر پاڼه بيله بيله په ډکي کښي بندي دي .

ښون یو همیشه بهار یا شین بوټۍ دی. لنډه ونه لری او د ۸ څخه تر ۱۵ مترو پوری لوړیږی.‌ نقرای شنی پاڼی لری چی اوږدوالی یی ۴ څخه ۱۰ سانتی مترو پوری رسیږی او قطر یی ۱ څخه تر ۳ سانتی مترو پوری رسیږی.‌

کوچنی سپین ګلان لری. چی کالیکس او کارولا یو یوځای دی ،‌ دوه سټمینه لری او یو جوړه ای سټیګما لری چی د تیر کال په ښاخ باندی منځ ته راځی.

میوه یی کوچنۍ ده د میوی ډول یی ډروپ دی او د ۱ څخه تر ۱،۵ پوری قطر لری.

تخم یا دانه یی وړه ده او معمولا د تیږی یا زړی په نامه سره یادیږی.‌

د ميوو او تيلو په اړه کيښودل شوي نيالګي پنځه يا شپږ کاله وروسته ميوه ورکوي د ثور او جوزا په مياشتو کې ګلان نيسي د زيتون ميوه لمړى شين، بيا بنفشته بيا سور او اخير کښې تور رنګ غوره کوي .

په ګرمو ځايو کښې په عقرب، قوس، حوت او حمل مياشتو کښې د زيتون ميوه پخيږي د ميوو راټولو څخه وروسته د زيتون فابريکو ته وړل کيږي د تيلو د رايستلو دپاره د فابريکو ته ليږودل کيږي. او که چيرې په زيتون ميوه باندي پوپنک يرغل وکړي نو په تيلو کې د تيزابو کچه زياتوي چې دارنګه تيلو او ميوو ارزښت کموي

د ښون تر ټولو زړی ونی

د ښون تر ټولو زړه ونه چی د Pliny the Elder له قوله ۱۶۰۰ کاله عمر درلود او د لرغونی یونانی دوره کی وه. د اتن په ښار کی یوه بله ونه چی نوم یی Plato's Olive Tree یا د افلاطون د ښون ونه بلل کیده ، ویل کیږی چی ۲۴۰۰ کاله عمر درلود.

په پورتګال کی هم یوه ډیره زړه د ښون شته چی عمر یی ۲۰۰۰ کاله دی.

د ښون روزنه

د ۱۹ مې پېړۍ د ښوون يو انځور

د ښون کرنیزی چاری

د ښون دباغونه د تراکټور په واسطه قلبه او نرميږي . په فني توګه دښاخ غوڅونې عمليات د زيتونو په باغونو کې تر سره کيږي . دغه بڼونه په منظم ډول او د پلان په مطابق اوبخور کيږي او په منظمه توګه دغه باغونه بايد په معين وخت کې دوا پاشي شي .

او د نامطلوبو بوټو کنترول بايد هم په نظر کښې ونيول شي د دغو باغونو د تنظيم لپاره ډير مهم غذائي مواد او اوبه دي . د ژمي په وخت د دلو په مياشت کې چې باران نه وي اوبه ورته ضروري دي او اوبه لګول بايد تر سره شي . سر سري قلبه لازمه ده تر ځو ځمكه يواندازه نرمه شي تر ځو په کلى خاوره کې د اوبو زيات تبخير څخ مخنيوى وشي . د پسرلي قلبه بايد ١٠ سانتي متر څخه زيات ژور قلبه ونشي بايد سطحي قلبه وکارول شي دا په دې معنى چې دغه نبات يا نيالګۍ رښي خپله استفاده د رطوبت څخه اخلي او که چيرې ژور قلبه كينه ترسره شي کيداى شي چې د ريښي له مينځه ولاړې شي . نو د نبات د مړيني يا کم حاصل لاس ته راتګ سبب ګرځي نو بايد په کرنيزو چارو کې کوشش وشي چې د نبات د اوبو له كمښت سره مخ نشي .

د اوبو نشتوالى د نبات ودې دګمښت سبب ګرځي لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې بايد په پام كښې ولرو. زيتون په باغونو کې د قطار کې بايد وکرل شي تعداد د ونو په يو هکتار ځمکه کې د سلو څخه تر څلور سوه پوري ونې كر ل كيږي ، ونې بايد د عمر له لحاظه په نظركښې ونيول شي پدې هکله يو عالم بورډيس په کال ١٩٧٥ ميلادي کې داسي وايي چې د زيتون د ونو او د ښه تنظيم لپاره داسې څرګندوني کړي که چيرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله 4 x 4 متر په اندازه وي کيښودل شي نو په يوه هکتار ځمکه کې د ٦٢٥ تعداد نونو څخه ٥٠٠ ليتره غوړي يا تيل تر لاسه کيږي.

د زيتون د حاصلاتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د ١٠٠٠ بوټو څخه په يوه هکتار کې ٢٠٠٠ کيلو ګرامه حاصل تر لاسه كيږي.

د غوړيو فيصدي به يي د ٢٠٠٠ کيلو ګرامو په مقابل کې ٦٠٠ کيلو ګرامه غوړي تر لاسه کيږي. که چيرې حاصل ٤٥٠٠ کيلو ګرامه وي نو د غوړيو فيصدي به يي ١٥٠٠ کيلو ګرامه وي په متوسط حاصل سره چې ٨٠٠٠ کيلوګرامه وي د غوړيواندازه به ئي ٢٤٠٠ کيلو ګرامو ته ورسيږي. او په سلو کښې ٣٠ فيصده غوړي لاس ته راځي .

د خاوري سره د ښون توافق

كه دښون بوټوته اوبه ورسيږي په هر ډول خاورو سره توافق کولى شي . په شګلنو او چغلدارو خاورو کښې نسبت کلى خاورې ته د باران او اوبوخور د لږ مقدار څخه لږ سمه ګټه اخيستلاى شي مګر په کلي خاوره کښې تر ډيره وخته پورې د خاورې زهکشي شوي لنده بل څخه ګټه اخيستلاى شي او د وچيدو خطر ئي لږ دي .

مګر د ښه حاصل د اخيستلو د پاره شګلنه خاوره نسبت کلي خاورې ته ډيره مناسبه ده . په دې شرط چې اوبه ورته ورسيږي زيتون په ډيرو وچو او ولاړو اوبو خاورو کې او جبه زارو ځمکو کې په تکليف وي نو په جبه زارو ځمکو کې چی د هغه لاندې اوبو سطحه (Water table ) لوړه وي هلته بايد د زيتون باغونه جوړ نشي په ډيرو سطحي خاورو کښې چې شګلنه او چغلداره حتي تيږې او چونه هم ولري ښه توافق کولى شي خو په زړه پورې حاصل به حاصليخيزو ځمکو کښې ورکوي .

د ښون لپاره ډيره ښه تيزابيت يا پي ايچ د خاوري د ٧ څخه تر ٨ پورې وي او د خاوري مختلفو پي ايچ کې توافق کولاى شي

د ښون ښاخه بری

د زيتون د باغونه په باغونو کښې د څانګو غوڅول د کرکيلې او نورو زراعتي عملياتو په نسبت په مستقيماً د ونو په بيولوژي پورې اړه لري چې په لاندې ډول دا تاثيرات په لنډ ډول بيانيږي. ونو ته مناسب شکل ورکول يعني هغه دوا شيندل او ميوه ئي ټولول اسانه شي .

  1. د غذائي موادو کنترول يعني څانګو ته چې ګلان او ميوې صفا توليد کوي . د غذائي موادو رسول او هغه څانګو ته چې راتلونکي کال کښې د ميوې لپاره په نظر کې وي وده ورکوي .
  2. د لمر د وړانګو څخه اعظمي ګټه اخيستل يعني دا چې په نتيجه کښې د غذائي موادو او يا د ميوو د زيات توليد په ښه کيفيت سره لاس ته راځي .
  3. په شاخبرۍ کښې د ناروغيو او حشراتو د زياتيدو مخنيوى اسانه کيږي .
  4. د سالبري يا يو کال تر منځ ميوه د نيولو د کنټرول يعني په هغه کال کښې د ونې د زياتيدو ميوه د نيولو وار وي بايد د څانګو غوڅول زيات شي چې ميوه زياته ونه نيسي او دا تناسب هر کال بايد په نظر کښې ونيول شي .
  5. د اوبو د ضايعاتو مخنيوى کيږي هر څومره چې د ونې سايز يا اندازه کوچنۍ وي نو په هغه اندازه اوبه لږې په مصرف رسيږي .

د يادونې وړ بولم چې د څانګو غوڅون بايد د ژمي د يخ موسم تيرودو سره سم له لاسه شروع شي يعنې هغه وخت چې لا ونه سمه بيداره شوې نه وي . چې دا موسم زمونږ په هيواد کښې خصوِصاً په ننګرهار او تودو سيمو کې معمولاً د دلو مياشت څخه شر وع کيږي او د ونې د بيدارويدو پورې دوام کوي که چير ې شاخبري په عقرب او قوس مياشتو کې تر سره شي نو ښه نتيجه ولري .

دا ځکه چې ونه د يخ موسم په مقابل کې لوځيږي او د يخ په مقابل کښې مقاومت کموي. ډير خلک او بڼوال په دې عقيده دي چې د شاخبرۍ جانبي عوارض نه بلکي د شاخبري د وخت د مخه عملي کولو علت دي . د ښون د ونې شاخبري کې کيښنولو څخه تر زړښت پورې لاندې مراحل په نظر کښې ونيول شي :

  1. ونو ته شکل ورکول
  2. حاصل اخيستل
  3. نوي کول
  4. د وني دوباره ځوانول

په شاخبري کښې بايد لاندې ټکي په نظر کښې ونيول شي .

  1. د تيرو تخينکي وسايلو څخه چې د شاخبري د هدف لپاره جوړ شوي وي کار واخيستل شي .
  2. د پرې شوي غټو څانګو پرې شوي ځايونه بايدد روغني رنګ پواسطه ووهل شي .
  3. څانګي بايد داسې پرې شي چې ډکي پاتي نشي او د ډکي په پاته کيدو سره تشکيل شوي زخم نه پوښل کيږي چې د ونو لپاره د مرضونو او حشراتو پټ ځايونه جوړيږي .
  4. د بازو ګانو انتخاب په وخت کې بايد توجو وشي چې ټول بازو ګان د ونې د تنې د يوې نقطي څخه را وتلي نه وي.

د ښون ناروغۍ

ښون د یو فنګس لخوا چی Cycloconium oleaginum نومیږی ډیره متاثره کیږی.‌ ددی ترځنګ د یو بکتریا لخوا چی Pseudomonas savastanoi pv. oleae نومیږی،‌ هم په ناروغۍ اخته کیږی او په هغه کی د نباتی سرتانونو سبب کیږی.

د ښون آفتونه

ښون د حجشری لخوا چی scale insect نومیږی متاثره کیږی او د ښون په میوه کی تور خالونه منځ ته راوړی چی د دی کبله ښون خپل اقتصادی ارزښت له لاسه ورکوی.

د ښون دتولید احصایه او لوی هیوادونه

ښون په نړۍ کی یو تر ټولو ډیر کرل کیدونکی نبات دی. په ۲۰۰۹ کال کی ۹.۹ ملیونه هکتارڅمکی کی ښون کرل شوی وو. په نړۍ د ښون د تر ټولو لوی تولیدوونکی هیواد هسپانیه ده چی ۱۸۲۴۱۸۰۹ ټنه ښون تولیدوی. بیا ورپسی ایټالیا او یونان، ترکیه او سوریه دی.

دښون حاصل ټولول

د ښون حاصل په منی او ژمی کی رفع کیږی‌. د حاصل ټولولو لپاره ونه ښورول کیږی او بیا په تکوریو کی ټولیږی چی البته ښه لاره یی نه ده او د دی لاری د نهایی محصول د خراب کیفیت لامل کیږی.‌ بله لاره یی داده چی محصول مستقیم د ونی څخه په تکورۍ کی راټول شی.

مآخذونه

  1. بختاني، نصرالله ، ١٣٨١_ د ښون اقتصادي ارزښت د ننګرهار پوهنتون
  2. حمزه خيل، نورګل، ١٣٥٩ ه ل د نباتاتو د تکثير لارې ، ښون مخ ٥٥، ٩٤، ٢٠٢، ٢٠٣ کابل پوهنتون
  3. شير زاد، باز محمد_ ١٣٦٨ ه ل د تل شنو پاڼو ونو ميوه مخ ٢٥٤، ٢٩٠ کابل پوهنتون
  4. هاشمي ، سيد رقيب شاه _ ١٣٦٨ ه ل ارزش غذائي ميوه زيتون مخ ١٨، ٢٣، د کرنې او مالداري وزرات د خپروني څخه
  5. جليلي مرندي، داکتر رسول _ ١٣٨١ ه ل ميوه کاري صفحه ٢٠٨، ٢١٢، کابل پوهنتون