خواړه
هر هغه څه چې د کاربوهايډرېټو، غوړو، اوبو او يا پروټينو نه جوړ وي او د ودې او يا خوند لپاره د ژوو او انسانانو د خوړلو وړ وي او يا يې هم د څښلو وړ وي د خواړه يا خواړو په نامه يادېږي. [1]
ډېر داسې فرهڼونه دي چې د خوړو ځانګړي دودونه لري: پدغه دودونو کې په بېلابېلو ډولونو خواړه پخول، د بېلابېلو خواړو غوراوی او د ځانګړو خوړو رواج او ډېر کارېدنه دا ټول هغه څه دي چې ځانته ځانګړې زده کړه لري او د همدغې زده کړې نوم ګاسټرونومي [2] دی.
د خوړو په هکله زده کړې ته د خواړو ساينس وايي. خواړه په پښتو ژبه کې هغه خوړونکي توکو ته وايي چې وروسته له دې چې په خوله کې په غاښونو ژوول کېږي او په همدې توګه په بدن کې د بېلابېلو هضمي پروسو نه هم تېرېږي.
نيوليک |
د خواړو سرچينې
نژدې ټول خواړه د بوټو او ژويو نه ترلاسه کېږي، که څه هم چې پدې کې ځينې استثناګانې هم شته. نژدې هر يو ژوندی که هغه بوټي وي او که هغه ژوي وي، د يو يا بل ژوندي د خوړلو برخه جوړوي، او دا خواړه يا د برار او ژوند کولو په خاطر او يا هم د مذهبي او فرهڼيزو دودونو او شګومونو له مخې د يوه او يا هم د ډېرو انساني ټولنو لخوا خوړل کېږي.
هغه خواړه چې د بوټو نه ترلاسه کېږي
انسانان د بوټو ډېرۍ برخې د خوړو په توګه کاروي. پدې کې د بوټو نژدې دوه زره بېلابېل توکمونه د خوړو لپاره کرل کېږي، او ډېری يې زمونږ د ورځنيو چارو خواړه دي چې د بېلابېلو فصلونو نه لاس ته راځي. د بوټو نه لاس ته راغلي خواړه په لانديني ټولګيو وېشل کېږي:
سابه د بوټو نه لاس ته راغلي توکي دي چې د خواړو په توګه کارېږي. په سابو کې د بوټو ريښې لکه کچالو او ګازرې، د بوټو پاڼې لکه پالک او کاهو، د بوټو ډډونه لکه اسپراګس او پښۍ او په آخر کې د بوټو ګلان، لکه ګلپي او شين ګلپي يا براکولي، دا ټول سابه يادېږي. ډېرۍ مسالۍ، داروګان او خوند بسيا کوونکي توکي چې د خوند، درملنې او وږم لپاره د خواړو په ډول کارېږي، دا ټول د بوټو نه لاس ته راځي.[3]
هغه خواړه چې د ژوو نه ترلاسه کېږي
انسانان غوښه هم خوري، خو ځينې يې بيا د غوښو خوړلو په هکله د ځانګړې فلسفې خاوندان دي. په همدې توګه د کورني ژويو نه ترلاسه شوي نورې لاس ته راغلي توليدونه هم خوړل کېږي. د بېلګې په توګه شيدې چې د ډېريو کورنيو ژويو نه ترلاسه کېږي، هرڅوک يې څښي او په فارمونو کې د شيدو نه نور شيان لکه پنېر او کوچ هم لاس ته راځي.[4] مارغان او چرګان هګۍ اچوي، او دا بيا بل داسې خواړه دي چې د ژويو نه لاس ته راځي.[5]
په ډېرو فرهڼونو کې ګبين چې د شاتو د مچيو نه په لاس راځي هم د خوړو په توګه کارېږي.
نور خواړه
ځينې خواړه داسې دي چې نه يې ژوي او نه هم بوټي د لاسته راوړنې سرچينه ګڼل کېږي. دغه ډول خواړه د خوړنده فنجای نه لاس ته راځي چې په هغو کې مرخېړي شامل دي. په همدې توګه د فنجای او روغتيا ته ځيان نه رسونکي باکټېريا هم د خواړو د تخمير کولو په لارو چارو کې کارول کېږي، لکه د اچارو جوړول، ډوډۍ پخول، د الکولي څښاکونو په جوړولو کې، د مستو، شړومبو، او پنېر په جوړولو کې له دغو نومېدلو سرچينو نه کار اخيستل کېږي.[6]
منل شوی تعريف
په انګرېزي ژبو هېوادونو کې د خواړو تعريف په دغه څلور کټه ګوريانو کې شوی دی، او د همدغه څلور کټه ګوريانو هر يو شی خواړه بلل کېږي. [7] [8] [9]:
سرچينې
- ↑ McGee, Harold (November 16 2004). On Food and Cooking: The Science and Lore of the Kitchen. Simon and Schuster. pp. pp. 792-793. ISBN 0-684-80001-2. http://books.google.com/books?vid=ISBN0684800012&id=iX05JaZXRz0C&pg=PA792&lpg=PA792&sig=TqeByUdGZxK0s99JFNZ-s0xHNK4.
- ↑ Mead, Margaret (August 5 1997). "The Changing Significance of Food". In Carole Counihan and Penny Van Esterik (Ed.), Food and Culture: A Reader, pp. 11-19. Routledge (UK), ISBN 0-415-91710-7.
- ↑ ibid, Chapter 6: A Survey of Common Vegetables.
- ↑ ibid, Chapter 1: Milk and Dairy Products.
- ↑ ibid, Chapter 2: Eggs.
- ↑ ibid, Chapter 13: Wine, Beer, and Distilled Spirits.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Federal Food, Drug, and Cosmetic Act. متحده ايالات د خواړو او درملو ادراه. URL accessed on 2006-11-08.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Food Safety Act 1990 (c. 16). United Kingdom Office of Public Sector Information. URL accessed on 2006-11-08.
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Regulation (EC) No 178/2002. European Parliament. URL accessed on 2006-11-08.