گلروزنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دگلانو د خرځلاو گلخانه

دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر (Floriculture) یا گلروزنه زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. د زینتی بوټو کرنه او ساتنه نه تنها د زینت لپاره بلکۍ ښه اقتصادي ارزښت لری . سر بیره پر دی زینتی محصولات له بوی ، زینت او اقتصادی ارزښت سره په زیاتره دواگانو، بوۍ لرونکو موادو، تيلو ، رنگ جوړولو، عطرو جوړولو ، د ښځینه زینتی لوازمو په جوړولو او داسی نورو ډیرو شیانو په جوړونه کی ورځینی کار اخیستل کیږی .بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي برخی يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .

زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په گل لوخو، باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. دگلونوتوليدات په ځايى او لرى بازارونو کي خرڅول او دپريشوي گلونو اود ژونديو گل بوټو او دهغوۍ داقتصادي ارزښت لرونکو محصولاتو لکه بوۍ لرونکې مواد ، تيل او د دوا گانو صادرول شامل دى .په افغانستان كې معمولا ً گلان بهر په پټيوكې دځايونو دښكلا په منظور توليديږي اوپه لږه اندازه كې په ښارونو كې دپلورولو لپاره په شنو خونو كې توليديږى . په باندينيو هيوادو كې دگلانو روزنې نن ورځ ديوه مهم صنعت بڼه غوره كړې ده او په شنو خونو او ورته ساختمانو كې دكال په هروخت كې زياته اندازه گلان او ښايسته بوټى توليدوي . هغه گلان او بوټې چې په شنو خونوكې روزل كيږى دكيفيت له نظره خورا لوړ وي ځكه چې په دې ډول چاپيريال كې دهغو د ودى او روزنى عوامل په ښه توگه تركنترول لاندې راتلاى شي . په تيرو څو لسيزو كې دگلانو دتوليد په كميت او كيفيت كې لوي بدلون راغلى دي چې په دي هكله ديادونې وړټكې په لاندې ډول دي :

  1. دښوانواعوكرنه .
  2. دروزنې دطريقو اصلاح كيدنه .
  3. دنسل گيرۍ دپروگرامونو پراختيا .
  4. دپلورولو لپاره دماركيټونو مينځ ته راتگ .

د گلانو احصایه

نن ورځ ویل کیږی چی په نړۍ د نباتی علومو د متخصصو نفرو لخوا د ۲۷۰۰۰۰۰ زرو په تعداد دگلانو سپیشزونه ثبت کړی دی.

د گلانو ډولونه

گلان او ښايسته بوټې په څوعمده گروپونو ويشل شوي دي چې په هر گروپ كې دهغو يو زيات شمير شامل دي :

پریکړگلونه

هغه گلان چې له بوټو څخه دپلورلو لپاره پريكول كيږي د cut flowers په نوم ياديږي . ددې ډلې مهم گلان دميخك گل ، داودې گل او مرسل څخه عبارت دي . همدارنگه نرگس ، ارگيد ، انتري ، گلاډ يو لس او كامليا هم ددې ډلې دگلانو څخه شميرل كيږي . ددې بوټو دتوليد اندازه دماركيټ دتقاضا ،ديوه هيواد داقتصادي بڼى ، دودونو ، موډونو، دتوليد دطريقو په ښه والى يا دگلانو دډولونو په اساس ټاكله كيږي .

گلدان گلونه

په گلدانيو كې دروزنې وړ گلان د Pot flower Crops په نوم شهرت لر ي . داډول گلان دكال ديوه خاص موسم يا ځينو رخصتيو لپاره روزل كيږي .په دې ډله كې بگونيا ، افريقائې بنفشه گل ، پواينستيا ، ازبليا ، هايدرنجې او نور شامل دي . ددې گروپ گلان او ښايسته بوټي په لنډ وخت كې روزل كيږي او دكال په اوږدو كې په شنوخونو كې خاص وختونه نه نيسي او روزنه يې دوامداره نه وي . ددې ډول گلانو روزنه لومړي په كوچنيو گلدانيو كې پيل كيږي او بيا دجسامت دغټوالى له امله لويو گلدانيو ته انتقال مومي . په گلدانيو كې دروزنې وړ گلان انتقالي بڼه لري يعنې هغوي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته انتقال كيږي . دهغوي انتقال ښائي دجوي حالاتو په نظر كې نيولو سره په ډيرې چټكۍ سره اجراء شي .

پانریزی گلونه

پاڼيزبوټى Foliage Plants هغه دي چې په كورونو كې دننه دښايسته پاڼو او تنو ددرلودلو له كبله روزل كيږي . داډول بوټي دطبيعي توافق په اساس په كورونو ، تعميراتو او خوندي ځايونو كې لږ تر لږه څواونۍ يا څومياشتې دروزنې وړ وي . په زياتو حالاتو كې ممكن نوموړي بوټى دننه دلږې رڼا، لږ نسبتى لمدبل ، ډيرې ټيټى يا لوړي تودوخي دموجوديت په صورت كې فعاله وده ونكړي او په لومړني حالت كې پاتې شي . البته داډول حالت يې گنې نه دي ځكه چې بوټې دگلدانيو دظرفيت څخه زياته وده كولى نه شي . پاڼيزبوټى ډيرى انواعى لري چې غوره مثالونه يې پمنكې (زقوم) ستروس خصوصا ً Citrus nitis او سرخسونه دي . زيات شمير دانځر سپيشزونه ، دخرما ځينى ډولونه ، فيلوډنډران ،فيكس اليك، سانسويرا او نور دي . زيات شمير پاڼيز بوټى په استوائي سيمو كې مينځ ته راغلي دي چې دملايم اقليم سره توافق لري . په هر نوي چاپيريال كې بايد دهغو لپاره داصلي چاپيريال دودي شرايط برابر شي.دتوافق له نظره دپاڼيزو بوټو ډولونه يو له بله توپير لري . ځينې يي په اوبو كې روزل كيږي لكه چينائي تل شين بوټي . يو شمير نور يې دډيرو وچو شرايطو لاندي وده كوي لكـــــــــــه پمنكى او ځينى يې ډيري لږي رڼا ته اړتيا لري لكــــــــــه يو ډول انځر بوټى (Ficus elastica) .

پټی گلونه

په پټيوكې دروزنې وړ گلان Bedding Plants : عموما ً په منظرو او ښايسته سيمو كې كرل كيږي. ځينې يې څوكلن دي مگر زيات شمير يې يو كلن عمر لري، ددې ډول گلانو زيات شمير په ژمي كې په سړو سيمو كې ژوند كولي نه شي . له همدي كبله هرپسرلى هغوي په پټيو كې كرل كيږي . په تودو سيمو كې دهغو كرنه په ژمي كې وي . ددې ډول بوټو زيات ډولونه او انواع دتخم په واسطه تكثير كيږي او دمناسبو شرايطو لاندي دتكثير داطريقه ډيره اقتصادي وي . په پټو كې دروزنې وړ گلان چې له هغو څخه په زياته پيمانه استفاده كيږي . له پتونې او جريبن څخه عبارت دي . داصلى نوعيت دادامى لپاره ښايې چې ددې گروپ ځينې بوټې دقلمو په واسطه تكثير شي . هغه بوټې چې دتخم په واسطه تكثيريږي بايد دتكثيري ساختمانو څخه مطلوبو ځايوته دكوچنيوالى په پړاوكې انتقال شي.

د گلانو استعمال

گلان په بیلا بیلو کلتورونو کی بیلابیل د استعمال ځایونه لری. خو په لوړه کچه گلان په تازه ډول سره د تحفی ،‌ او یا په ځینی ځایونو د احترام په خاطر ډالۍ کیږی. دوهم استعمال یی د عطرو په جوړولو کی دی. په خوړو کی یوه اندازه تری استفاده کیږی.

دگل تولیدوونکی هیوادونه

د نړۍ په اکثره هیوادونو کی گلان تولیدیږی، مگر ځینی هیوادونو د گل په تولید کی خاص شهرت لری. په غری اروپا کی هالند نړیوال شهرت لری. نور هیوادونه چی ډیر تولید صورت پکښی نیسی د بلجیم او اسرایلو څخه عبارت دی. په فرانسه کی د گلانو تولید ډیر دی په خاصه توکه د پی لوغ په منطقه کی ډیر د گلو کر صورت نیسی.

دتولیدی ارزښت په بنسټ دگل واردونکی هیوادونه ؛

  1. کلمبیا - ۶۵ سلنه
  2. اکوادور - ۱۶ سلنه
  3. هالند - ۶ سلنه
  4. کاناډا - ۴ سلنه
  5. مکسیکو - ۳ سلنه

په ۲۰۰۹ کال کی د یو تخمین له مخی ویل کیږی چی د گل د صنعت تجارت راکړه ورکړه ۳۲.۶ بیلیونه ته رسیدله . پډی صنعت کی ۴۵۰۰۰۰ نفر په کار بوخت وو. په امریکا کی د کلیفورنیا ایالت د گل لوی تولیدوونکی دی.‌

گلان په لرغونو تاریخونو کی

گلان خلک د پخوا تاریخونو څخه استعمالوی. د xviie قزن یا سلنی د دوهمی نیمایی څخه را پدی خوا د گلروزنی علم د یو تخنیک په توگه پیژندل شوی دی. لمړی کتاب چی دگلروزنی په هکل لیکل شوی دی د په ایټالیا کی په ۱۶۳۳ کی وو چی د د De florum coltura په نامه سره یادیږی او د G.B.Ferrari لخوا لیکل شوی دی.

اولی فوسیلی نښی یی په انگستان کی پیدا شوی دی چی ویل کیږی ۹۳ ملیونه کاله عمر لری. پالیوبانستانو نن ورځ یو دیرکوچنی گل فوسیل پیداکړی دی چی ویل کییږ ۱۲۰ ملیونه کاله عمر لری. په کال ۱۷۵۳ کی سویدنی عالم جنوبی امریکا ته په خپل سفر کی یو تعداد تخمونه ټول کړل چی په هغه د Alstroemeria هم شامل وو او نن ورځ د سویدنی نبات پوه چی نوم یی Baron Klas von Alstroemer وو،‌په نامه نومول کیږی،

سرچينې

http://www.flowermonthclub.com/history.htm