پياز

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

پياز د خوراك وړ يو بوټى دى چې د سابو له ډېرو مهمو او ارزښتمنو بوټو نه ګڼل كيږي . د خوندورو او ګټورو سابو له شمېر نه پياز هم د بېلابېلو ناروغيو په درملنه كې او هم د بدن د پياوړتيا لپاره ګټور دى . پياز يو داسې هېښنده بوټى دى ، چې هېڅ داسې يوه د كور مېرمن او اشپز به نه وي چې له پيازو نه به په پخلي او خواړو كې كار وانخلي . پياز په سلاټو ، ښوروا ، سوپ ، پټاټو ، قورمې ، غوښې ، پلو او نورو بېلابېلو خواړو كې كاريږي . همدا راز زموږ په ګران هېواد افغانستان كې د پيازو له شنو پاڼو نه پيره كي هم پخوي چې ډېر خوندور وي . دغه خوندور او اشتها راپاروونكى بوټى هم خام او هم پوخ خوړول كيږي . موږ انسانان د پيازو له خوراك او كارونې سره دومره روږدي شوي يو ، چې ډېرى وختونه مو هېر وي چې د كال په هر موسم كې داسې ارزانه او اغېزمن درمل ته لاسرسى لرو چې هر څوك يې د بېلابېلو ناروغيو سره په مبارزه كې كارولاى شي . پياز د يوې درملوونكې وسيلې په توګه له ډېرو پخوا زمانو نه راهيسې كاريږي . ددغه بوټي كمپېښه ( نايابه ) روغتيايي ځانګړتياوې ان لرغونو مصريانو ته او د لرغوني روم امپراتورۍ په وختونو كې لا خلكو ته مالومې وې . پياز او د هغه كارونه څه دپاسه څلور زره كلن تاريخ لري .

د پيازو لومړنى ټاټوبى افغانستان او ايران دى او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادو لكه هند ، چين او بيا تر يونانه پورې خپور شوى دى . داسې ويل كيږي < چې په لرغونو زمانو كې د پيازو غوټې د يوه ښه دارو درمل په توګه پلورل كېدې او يا هم د خلكو ترمنځ په نورو توكو تبادله كېدې .

اوسمهال پياز نږدې په ټوله نړۍ كې كرل كيږي . د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او ځينې قندونه ، چې له هغه شمېر نه ګلوكوز ، فروكتوز ، ساكاروز او مالتوز دي ، شتون لري . سربېره پر دې په هغه كې كلسيم ، وسپنه ، او فاسفورس ( فاسفور ) هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي . د ساري په توګه د پيازو په ځينو ډولونو كې وسپنه ډېره ده چې د انسان د وينې تركيب ښه كوي او كلسيم يې د هډوكو په كلكولو كې مرسته كوي . همدا راز د پيازو په تركيب كې د ايتر ( اثير ) غوړي ، البومين ، د C ويټامين او مايې هم شته . دغه ډېر خوندور او ګټور بوټى د ګېډې او كولمو په كار او فعاليت كې مرسته كوي . پر نورو ډېرو روغتيايې ځانګړنو سربېره ، د پيازو دا ميكروبي ضد ځانګړنه خو نږدې هر سړي ته مالومه ده چې د والګي په درملنه كې خورا اغېزمن دى .

ژباړن : محمد طاهر كاڼى


[سمول] سرچينې

۱ . پ . ا . كوسېف ، د روغتيا بښونكو بوټو بشپړ لارښود ، ۲۰۰۱ ز كال ماسكو چاپ ، ۶۵ مخ .

۲ . يوليا ساوېلووا ، هوږه او پياز ، ۲۰۰۶ ز كال ماسكو چاپ ، ۵ او ۶ مخونه .

همدا مخ له "http://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D9%8A%D8%A7%D8%B2" څخه رااخيستل شوی