اسلام اباد
اسلام اباد | |
---|---|
اسلام اباد | |
د اسلام اباد انځور
| |
اسلو,[۱] شين ښار | |
Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۳°۴۳′ شمال ۷۳°۰۴′ ختیځ / 33.717°شمال 73.067°ختيځ | |
جوړ شو | 1960 |
نومول شوی په | اسلام |
اداري وېش | |
هېواد | پاکستان |
سيمه | اسلام اباد پلازمېنه |
پلازمینه د: | پاکستان (۱۹۶۶–)
|
حکومت | |
• چيف کمشنر | طارق پيرزاده |
• چيئرمين سي ډي اے | سيد طاهر شهباز |
• ډپټي کمشنر | عامر علي |
پراخوالی | |
• پلازمېنه | 906 کیلومتره مربع |
لوړوالی | 490 متر |
نفوس شمېرنه (2014 کال له مخې)[۳] | |
• پلازمېنه | ۱٫۹ مليون [۲] |
• ښاري سیمه | ۱,۸۲۹,۱۸۰ |
• ستره ښاري سيمه | ۲٫۲ مليون |
د گڼه گوڼې نوم | اسلام آبادي |
وروستي مالومات | |
وخت زون | PST (ه.ن.و+5) |
Postcode | 44000 |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 051 |
جيو کوډ | 1176615[۴] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | www.islamabad.gov.pk |
سمول |
اسلام اباد د پاکستان پلازمېنه، او د پاکستان د فډرال حکومت له خوا د اسلام آباد مرکزي قلمرو د یوې برخې په توګه اداره کېږي. دا په پاکستان کې تر ټولو ستر نهم ښار دی؛ حال دا چې د اسلام آباد-راولپېنډۍ ښاري سیمه د هېواد درېیمه تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده چې نږدې ۴,۱ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. د پخوانۍ پلازمېنې، کراچې، پر ځای اسلام آباد د یوه پلان شوي ښار په توګه په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړ شو. اسلام آباد د ژوند د لوړو معیارونو، خوندیتوب او پراخې سرسبزۍ له امله د پام وړ ښار دی. [۵][۶][۷][۸][۹]
د دې ښار ماسټرپلان د کونستانتینوس اپوستولو دوکسیادیس په نامه د یوه یوناني معمار له خوا ډيزاین شوی دی چې یاد ښار په اتو زونونو وېشي، لکه اداري، ډپلوماټیکه شنه سیمه، استوګنیزې سیمې، تعلیمي او صنعتي سکټورونه، تجارتي سیمې او کلیوالې او شنې سیمې چې د پلازمېنې پراختیا ادارې په همکارۍ د اسلام آباد د ښاري شرکت له خوا اداره کېږي. په اسلام آباد کې ګڼ پارکونه او ځنګلونه دي، لکه د مارګله هېلز ملي پارک او شکرپاریان. پدې ښار کې د سیل وړ ګڼ ځایونه هم شته لکه فیصل جومات، چې سوېلي آسیا تر ټولو لوی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځم جومات دی. د سیل په نورو ځایونو کې د پاکستان ملي یادڅلی او د ډموکراسۍ چوک. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
اسلام آباد د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې (Globalization and World Cities Research Network) له خوا یو ګاما+ (Gamma+) ښار بلل شوی دی. اسلام آباد په پاکستان کې د ژوند لپاره تر ټولو قیمتي ښار دی چې ډېری اوسېدونکي يې د منځني او لوړ پوړ ښاریان دي. [۱۵][۱۶]
په اسلام آباد کې شل پوهنتنونه دي، لکه د بهاریا پوهنتون، قائد اعظم پوهنتون، PIEAS، COMSATS پوهنتون او NUST. دا ښار د پاکستان یو تر ټولو خوندي ښار دی چې د رادیويي څپو پېژندلو څارنیز سیسټم (RFID) او ۲۰۰۰ فعالې CCTV کامرې لري. [۱۷][۱۸]
د ځای نوم اېښودنه
اسلام آباد یعنې د اسلام ښار. دا نوم له دوو کلمو څخه جوړ شوی ددی: اسلام او آباد. اسلام یعنې د اسلام دین چې د پاکستان دولتي دین دی او آباد یو فارسي وروستاړی دی چې معنی يې د کرکیلې ځای دی او مراد ترې د اوسېدو ځای یا ښار دی. د محمد اسماعیل ذبیح یو تاریخي کتاب لیکي چې د عارف واله څخه د عبدالرحمن امریتساري په نامه د ښوونځي یوه ښوونکي د دې ښار لپاره د یاد نامه وړاندیز وکړ. [۱۹][۲۰]
کله ناکله د ISB مخفف د اسلام آباد لپاره لیکل کېږيږ دا ډول نوم په لنډولیکلو پیغامونو کې کارول کېږي او بل علت يې دا دی چې د IATA د موقعیت پېژندلو لپاره د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر لپاره کارول کېږي.
تاریخ
پخوانی تاریخ
د اسلام آباد پلازمېنه د پنجاب سیمې د شمالي سیمې د پوتهوهار په لوړو (Pothohar Plateau) کې موقعیت لري او په آسیا کې د انسانانو یو لومړیو استوګن ځایونو څخه دی. د ډبرې د عصر (Stone Age) ځینې انساني مصنوعات پدې لوړو کې پیداشوي دي چې د ۱۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ کلونو تر منځ لرغونتیا لري. د سوان سیند څخه ترلاسه شوې لومړنۍ ډبرې ښيي چې لومړنیو انسانانو دلته د میان یخچالي دورې (inter-glacial period) پر مهال ژوند کاوه. له تاریخ څخه وړاندې مودې پورې اړوند د کلالي او نور لوښي او سامان آلات هم پدې سیمه کې موندل شوي دي. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ډاکټر عبدالغفور لون له خوا کېندنې ښيي چې پدې سیمه کې د ماقبل التاریخ فرهنګ شواهد شته. پدې سیمه کې تر ۵۰۰۰ کاله ماقبل المیلاد پورې د ژوندیو پاتې شوني او د انسانانو جمجمو موندل کېدل ښيي چې د نوسنګي (Neolithic) په عصر کې هم خلک د سوان سیند په تړانګو کې مېشت وو. په شاوخوا ۳۰۰۰ قبل المیلاد کې دې خلکو وروسته په سیمه کې کوچنۍ ټولنې رامنځته کړې. [۲۴][۲۵][۲۶]
د ۲۳مې او ۱۸مې قبل المیلاد پېړیو تر منځ د اباسین درې (Indus Valley) تمدن په دې سیمه کې وغوړېد. وروسته پدې سیمه کې د منځنۍ آسیا څخه راکډه شوې آرین یا آریانا خلک هم مېشت وو. ډیر سترې لښکرې د هندي نیمه لویه وچې د نیولو پرمهال له دې سیمې څخه تېرې شوې دي، لکه د ظهیرالدین بابر، چنګیز خان، تیمور او احمدشاه دراني لښکرې. په ۱۶-۲۰۱۵ کې د لرغون پېژندنې او موزیمونو فډرال ادارې د کلتوري میراث لپاره د ملي صندوق په مالي ملاتړ د شاه الله ډیتا غارونو سره نږدې د بان فقیران سیمې په بودايي معبد کې د ناکشف شویو پاتې شونو لپاره لومړنۍ آرکیالوژیکي کیندنې ترسره کړې. د دې غارونو تاریخ دویمې او پنځمې میلادي پېړۍ ته ورګرځي. [۲۷][۲۸]
جوړونه او پراختیا
د اسلام آباد ښاري بڼه داسې ډیزاین شوې وه چې په بنسټیز ډول د سوېلي آسیا د نورو ښارونو څخه توپیر ولري او په ځنګل-ډوله سیمه کې د سترو واټونو منظره وړاندې کوي. [۲۹][۳۰]
کله چې په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان خپلواکي ترلاسه کړه نو سوېلي بندري ښار کراچۍ يې لنډمهالی ملي پایتخت وټاکه. په ۱۹۵۸م کال کې، یو کمیسیون جوړ شو تر څو د راولپنډۍ سره لنډ د پلازمېنې لپاره یو مناسب ځای غوره کړي او د نورو ځانګړتیاوو تر څنګ دې پر موقعیت، اقلیم، لوجیسټیک او دفاعي اړتیاوو ځانګړی ټینګار ولري. د ډېرو څېړنو او مطالعاتو او د احتمالي ځایونو د بیاکتنې څخه وروسته، کمیسیون په ۱۹۵۹م کال کې د راولپېنډۍ د شمال ختیځې برخې د دغې سیمې وړاندیز وکړ. په ۱۹۶۰مو کلونو کې، اسلام آباد د ګڼو دلیلونو له امله اسلام آباد د یوې پرمختللې پلازمېنې په توګه ودان شو. کراچۍ د یاد هېواد په لرې سوېلې برخه کې موقعیت لري او د عرب سمندرګي څخه پرې د برید شونتیا ډېره ده. باکستان داسې یوې پلازمېنې ته اړتیا درلوده چې د هېواد له ټولو برخو څخه په آسانۍ د لاسرسي وړ وي. کراچۍ، چې یو سوداګریز مرکز دی، پدې هم نامناسبه پلازمېنه وه چې په حکومتي چارو کې د سوداګریزو منافعو د دخالت امکان ډېر و. د اسلام آباد نوی غوره شوی موقعیت هم په راولپنډۍ کې د پوځي مرکزونو او هم د هېواد په شمال کې د شخړه ییز کشمیر سره نږدې و. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
د کونستانتین اپوستولوس دوکسیادیس په مشري یوه یوناني شرکت شبکه يي طرحې پر بنسټ د یاد ښار ماسټرپلان ډیزاین کړ چې مثلث شکل يې درلود او څوکه يې د مارګېلا هېلس په لوري وه. له کراچۍ څخه اسلام اباد ته پلازمېنه نېغ په نېغه راونه لېږدول شوه، لومړی د ۱۹۶۰مې لسیزې په سر کې په موقت ډول راولپېنډۍ ته راانتقال شوه او بیا په ۱۹۶۶ کې وروسته له هغه اسلام اباد ته راولېږدل شوه چې اساسي پراختیايي کارونه بشپړ شوي وو. [۳۵][۳۶]
اوسنی تاریخ
اسلام آباد ته د ټول پاکستان څخه خلک ځي راځي او یاد ښار په نړیواله کچه د پاکستان یو تر ټولو عصري ښارونو او ښاري سیمو څخه دی. د پلازمېنې په توګه، دا ښار د یو شمېر مهمو غونډو کوربه هم و، لکه په ۲۰۰۴م کال د سارک سازمان د سرمشریزې کوربه توب. [۳۷][۳۸]
د ۲۰۰۵م کال په اکټوبر میاشت کې، دا ښار د ۲۰۰۵م کال د کشمیر زلزلې له امله ویجاړۍ ولېدې. یاده زلزله د ۷,۶ درجې وه. اسلام آباد یو لړ ترهګریزې پېښې تجربه کړې دي، لکه د ۲۰۰۷م کال په جولای میاشت کې د لال مسجد (سره جومات) محاصره، د ۲۰۰۸م کال په جون میاشت کې د ډنمارک سفارت بمب اېښودنه او د ۲۰۰۸م کال په سپټمبر میاشت کې د ماریوټ بمي چاودنه. په ۲۰۱۱م کال کې، په دې ښار کې څلور ترهګریزې پېښې وشوې چې د پنجاب د والي سلمان تاثیر په ګډون څلور کسان پکې ووژل شول. [۳۹][۴۰][۴۱]
سرچينې
|
|
|
|
- ↑ Berenson, Alex (2011). The Midnight House. Random House. p. 5. ISBN 978-0099536970.
- ↑ "آرشیف کاپي". Archived from the original on 2018-06-15. نه اخيستل شوی 2015-04-24.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Population by Province/Region since 1951". Pakistan Bureau of Statistics, Government of Pakistan. نه اخيستل شوی 24 December 2013.
- ↑ پیوستون : 1176615 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ کينډۍ:Lexico
- ↑ Hetland, Atle (23 March 2014). "Islamabad – a city only for the rich?". DAWN.COM. نه اخيستل شوی 23 October 2016.
- ↑ "Safe City Project gets operational: Islooites promised safety – The Express Tribune". The Express Tribune (په انګليسي). 6 June 2016. نه اخيستل شوی 7 June 2016.
- ↑ Shirley, Peter; Moughtin, J. C. (11 August 2006). Urban Design: Green Dimensions (په انګليسي). Routledge. ISBN 9781136350559.
- ↑ "DISTRICT WISE CENSUS RESULTS CENSUS 2017" (PDF). www.pbscensus.gov.pk. Archived from the original (PDF) on 29 August 2017. نه اخيستل شوی 3 September 2017.
- ↑ "Capital Development Authority". www.visitislamabad.net. Archived from the original on 12 May 2016. نه اخيستل شوی 7 June 2016.
- ↑ J. Gordon Melton, Martin Baumann, ed. (21 September 2010). "Mosques". Religions of the World: A Comprehensive Encyclopedia of Beliefs and Practices (2nd ed.). ABC-CLIO. p. 1972. ISBN 978-1598842036.
- ↑ Leslie Noyes Mass (15 September 2011). Back to Pakistan: A Fifty-Year Journey. Rowman & Littlefield Publishers. p. 170. ISBN 978-1442213197.
- ↑ Ravi Kalia (21 April 2011). Pakistan: From the Rhetoric of Democracy to the Rise of Militancy. Pakistan: Routledge. p. 83. ISBN 978-0415670401.
- ↑ "National Monument: Structure reflects history of Pakistan – The Express Tribune". The Express Tribune (په انګليسي). 29 August 2013.
- ↑ "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
- ↑ "G-12, a sector housing rich, poor alike". The Nation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 23 October 2016.
- ↑ HEC, Pakistan. "HEC University Rankings by Category". Archived from the original on 27 February 2012.
- ↑ "Crime rate in Islamabad drops, claim police". The Nation (په انګليسي). 28 March 2015.
- ↑ Adrian Room (13 December 2005). Placenames of the World. McFarland & Company. p. 177. ISBN 978-0786422487.
- ↑ Capital Talk (6 February 2020). "Islamabad Ka Naam Kisney Rakha Tha, Qaum Be-Khabr Kyun?" [Who Named Islamabad, Why Is the Nation Unaware?]. YouTube (Video) (په اردو). Archived from the original on 2021-12-11. نه اخيستل شوی 26 June 2020 – via Geo News.
- ↑ "Islamabad history". Pakistan.net. Archived from the original on 30 June 2008.
- ↑ Pakistan Defence Ministry. "Potohar". Archived from the original on 6 November 2010. نه اخيستل شوی 29 August 2009.
- ↑ "Sacred rocks of Islamabad". Dawn. 2 August 2009. Archived from the original on 7 August 2009. نه اخيستل شوی 27 June 2010.
- ↑ "Islamabad history". Pakistan.net. Archived from the original on 30 June 2008.
- ↑ Pakistan Defence Ministry. "Potohar". Archived from the original on 6 November 2010. نه اخيستل شوی 29 August 2009.
- ↑ LEAD. "Background on the Potohar Plateau". Archived from the original on 20 July 2011.
- ↑ Amjid, Iqbal (29 February 2016). "Taxila: Mughal-era coin & 'longest staircase' unearthed near Ban Faqiran". Daily Dawn News.
- ↑ "Islamabad history". Pakistan.net. Archived from the original on 30 June 2008.
- ↑ "New Orient". Czechoslovak Society for Eastern Studies. Prague. 4–6: 565. 1965. ISSN 0548-6408. OCLC 2264893.
- ↑ Jonathan M. Bloom, ed. (23 March 2009). The Grove Encyclopedia of Islamic Art & Architecture. USA: Oxford University Press. p. 309. ISBN 978-0195309911.
- ↑ "City of Islamabad". Capital Development Authority, Govt. of Pakistan. Archived from the original on 12 October 2014. نه اخيستل شوی 17 October 2014.
- ↑ "New Orient". Czechoslovak Society for Eastern Studies. Prague. 4–6: 565. 1965. ISSN 0548-6408. OCLC 2264893.
- ↑ Barbara A. Weightman (15 March 2011). Dragons and Tigers: A Geography of South, East, and Southeast Asia (3rd ed.). Wiley. p. 187. ISBN 978-0470876282.
- ↑ Wolfgang Saxon (11 April 1988). "New Capital City With an Industrial Twin". The New York Times. نه اخيستل شوی 1 July 2012.
- ↑ Maneesha Tikekar (1 January 2004). Across the Wagah: An Indian's Sojourn in Pakistan. Promilla. pp. 23–62. ISBN 978-8185002347.
- ↑ CDA Islamabad. "History of Islamabad". Archived from the original on 12 May 2016.
- ↑ DAWN News (4 January 2004). "Islamabad making history".
- ↑ CDA Islamabad. "Islamabad Demographics". Archived from the original on 26 September 2009.
- ↑ Munawer Azeem (5 January 2012). "Islamabad saw four terror attacks last year". Dawn. Islamabad. نه اخيستل شوی 2 July 2012.
- ↑ OhmyNews. "Timeline of Suicide Blasts in Islamabad". Archived from the original on 2012-01-19. نه اخيستل شوی 2021-12-18.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Quake's terrible toll is revealed". BBC News. 9 October 2005. نه اخيستل شوی 5 May 2010.
- Pages with script errors
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- د انځور خرابه اندازه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P138
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1376
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2044
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- جيو کوډونه
- په ويکيډاټا کې خورلڼې ښارونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- د نړۍ د هېوادونو پلازمېنې
- د پاکستان ښارونه
- د آسیا د هېوادونو پلازمېنې
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- ژبه لرونکي سرچينې اردو