بېجنگ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د بېجنگ ښار
China Beijing.svg

بېجینگ ( په چینی:北京; pinyin: Běijīng ) د خلکو جمهوریت د چین پلازمېنه او چینی د کولتور، سیاست او صنعت مرکز دی. دغه ښار د چین کمونست د گونډ مرکز هم دی. په بېجینگ کې مهم وزارتونه او ادارې شتون لري. مساحت یې ۱۸۰۰۰ کیلومتره مربع دی. بېجینگ اوسمهال ۱۰۱۲۵۰۰۰ تنه وگړي لري. په بېجینگ کې د کیمیا، استهلاک او دروند صنعت شته. دغه ښار هم عصری لېږدونه لری. د بېجینگ په مرکز کی د لرغوني چین امپراطورۍ ماڼۍ هم شته.

تاریخ

بېجینگ ۲۰۰۰ کالونه مخکې تاسیس شو. مگر په دی وخت کی دغه ښار د ټی ( Ji ) په نوم یادېده. د ټی ښار په ۱۲۱۵ کال کی د مغل اردو لخوا ونیول شو. دغه ښار په ۱۳۶۸ کال کی د یوآن د کورنۍ ( Yuan dynasty ) پلازمېنه شوه. په ۱۴۲۱ کال کې د مینگ د کورنۍ ( Ming dynasty ) پلازمېنه شوه. او په ۱۶۴۴ کال کی د لی چخېنگ ( Li Cheng ) اردو لخوا نیول شو. دغه ښار هم د چخینگ د کورنۍ ( Qing dynasty ) حکومت په وخت کی د چین پلازمېنه وه. بېجینگ په ۱۹۱۲ کال کې د چین د جمهوریت تر تاسیسولو وروسته پلازمېنه شوه. د جاپان پوځ په ۱۹۳۷ کال کې د چین پر جهوریت برید وکړ او بېجینگ یې ونیوه. په ۱۹۴۹ کال کې د ماو څی ټونگ ( Mao Zedong ) لخوا د چین ولسي جمهوریت اعلان وشو او بېجینگ یې پلازمېنه شوه.