بغداد

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بغداد
بغداد
Baghdad
(اراگونېسي: بغداد د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د حیفا سرک انځور(بغداد)
د حیفا سرک انځور(بغداد)
د حیفا سرک انځور(بغداد)

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۳°۱۹′۳۰″شمال ۴۴°۲۵′۱۹″ختیځ / 33.325°شمال 44.422°ختيځ / 33.325; 44.422
د رامنځته کېدو نېټه ۰۷۶۲[۱]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  عراق
ولایت بغداد ولایت
پلازمینه د:
حکومت
 • والی علی التمیمی
پراخوالی
 • پراخوالی ۲٬۲۶۰٫۲ کلوميټر٢ (۸۷۲٫۷ میله  مربع)
لوړوالی ۱۱۲ ميټره (۳۶۷ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۱)
 • ټولټال ۹٬۲۶۰٫۲
 • د نفوسو کثافت ۴٫۱/کلوميټر٢ (۱۱/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون یوټی‌سی ۳:۰۰+  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
10001–10090  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 98182  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
مروجه ژبه عربي ژبه، کردي ژبه، سریاني ژبه
دین اسلام سنی او شیعه
رسمي وېبپاڼه www.baghdadgov.com
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پلازمینه بغداد

بغداد (چې په انګليسي Baghdad /ˈbæɡdæd, bəɡˈdæd/، په عربي: بَغْدَاد[baɣˈdaːd]) د عراق پلازمېنه او په عربي نړۍ کې له قاهرې وروسته دویم تر ټولو لوی ښار دی. دا ښار د بابل لرغوني اکدی ښار کنډوالو ته او د فارس د ساسانیانو پلازمېنې تیسفون (المدائن)  ته څېرمه  د دجلې د سیند په اوږدو کې موقعیت لري. په ۷۶۲ز کال کې بغداد د عباسیانو د خلافت د پلازمېنې په توګه وټاکل شو، او د نوموړي خلافت د پام وړ لویه پراختیایي پروژه شوه. په یوه ډېره لنډه موده کې، یاد ښار د اسلامي نړۍ په یوه مهم کلتوري، سوداګریز، او علمي مرکز بدل شو. یاد ښار سربېره پر دې، د حکمت د کور (بیت الحکمه یا دارالحکمه) په ګډون یو شمېر علمي موسساتو، همدارنګه د بېلابېلو ملیتونو او بېلابېلو دینونو چاپېریال ته په ځای ورکولو سره، د زده کړې د مرکز په توګه خپل نړیوال شهرت حفظ کړی دی.

بغداد د اسلامي زرینې دورې په بهیر کې د عباسیانو د دورې په زیاتره برخه کې له یو میلیون څخه د ډېر نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کېده. یاد ښار په ۱۲۵۸ز کال کې د مغلو د سترواکۍ له لوري په لویه پیمانه ویجاړ شو، او پایله یې داسې یو زوال شوه چې د پرله پسې بدمرغیو او څو یو په بل پسې سترواکیو له خوا د لاس په لاس کېدو له کبله یې د پېړیو لپاره دوام درلود. په ۱۹۳۲ز کال کې په رسمي ډول د یو خپلواک هېواد په توګه د عراق له پېژندل کېدو سره (چې له هغې مخکې د بریتانیا د بین النهرین قیمومیت و) بغداد د عرب کلتور د یو مهم مرکز په توګه په تدریجي ډول د بېلابېلو اټکلونو له مخې د ۶ یا ۷ میلیونه څخه زیات نفوس سره خپل پخوانی شهرت بیا وموند. دا ښار د خپل زیات نفوس پرتله یو کوچینی مساحت لري چې یواځې ۶۷۳ کیلومتره مربع (۲۶۰میل مربع) دی.[۲]

دا ښار د عراق د جګړې له امله له یو شمېر بنیادي ویجاړيو سره مخ شوی دی، هغه جګړه چې په ۲۰۰۳ز کال کې د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې له حملې سره پیل شوه او تر ۲۰۱۱ز کال پورې یې دوام درلود، او ورپسې د پاڅونونو او له سره د جګړې د بیا پیل له امله چې په ۲۰۱۷ز کال کې پای ته ورسېده او پایله یې په لویه پیمانه د کلتوري میراث او تاریخي بناوو له منځه تلل وو. د دې دورې په بهیر کې بغداد د نړۍ په کچه د تروریستي حملو تر ټولو لوړ ګرافونه درلودل. په هر ترتیب، تروریستي حملې اوس لږ شوې او په ۲۰۱۷ز کال کې په عراق کې د اسلامي دولت د جنګیالۍ ډلې له ځمکنۍ ماتې وروسته د کمېدو خوا ته د راښکته کېدو په حال کې دي.[۳]

نوم یې

د بغداد نوم له اسلام نه مخکې تاریخچه لري، او رېښه یې یوه د بحث وړ موضوع ده. هغه سیمه چېرې چې د بغداد ښار وده کړې ده، د زریزو لپاره پکې استوګنه کېده. په ۸مه زېږدیزه پېړۍ کې هلته د یو فارسي کلي په ګډون چې بغداد نومېده، څو کلیو پراختیا موندلې وه؛ بغداد هغه نوم و چې بیا وروسته د عباسیانو د لوی ښار په توګه کارول کېده.[۴][۵][۶][۷]

عرب لیکوالانو د بغداد د اسلام څخه د مخه رېښو په نظر کې نیولو سره، په عمومي ډول دغه رېښې په منځنۍ فارسي ژبه (پهلوي) کې لټولې دي. دوی بېلابېلې معناګانې ورته وړاندیز کړې دي، چې له منځه یې تر ټولو مشهوره معنا "د خدای له لوري اعطا یا ورکړه" ده. معاصر پوهان هڅه کوي چې له دغې رېښې څخه ملاتړ وکړي کومه چې نوموړې کلیمه د یوې فارسي مرکبې کليمې بغ () یعنې "خدای" او داد () "اعطا یا ورکړې په توګه بولي.[۸][۹][۱۰]

په زړه فارسي ژبه کې د یاد مرکب نوم لومړنی عنصر د بوغو چې په هندي ژبه کې د بهګ او په سلاوي ژبه کې د بوګ یعنې معبود یا خدای په معنا دی. په منځنۍ فارسي کې یوه بله مشابه اصطلاح مېترادات (چې په نوې فارسي کې مهرداد کېږي)، نوموړې په انګلیسي کې له خپلې مستعارې هلینسټي بڼې مېتريډېټس (Mithridates) سره چې معنا یې "د مېترا(د لمر خدای)  له خوا اعطا شوی" ده (دات د داد ډېره لرغونې بڼه ده، چې په سانسکرېت کې له دات، په لاتیني کې له دات (dat) او په انګلیسي کې له اعطا کوونکي (donor) کلیمو سره تړاو لري، کومې چې په نهایت کې د فارسي له مهرداد کلیمې څخه مستعارې شوې دي. په منځنۍ فارسۍ (پهلوي) کې له بغ سره یو شمېر نور موقعیتونه هم شته دي چې په افغانستان کې له بغلان او بګرام څخه او  پخپله په ایران (فارس ) کې له  باغشن (بغ-شن)  ،  او په ګرجستان کې له بغداتي څخه عبارت دي، کوم چې تر ډېره ایرانۍ ګډې اېتمولوژیکې رېښې لري.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

یو څو لیکوالانو د دغه نامه لپاره ډېرې لرغونې رېښې، په ځانګړې توګه د بګدادو یا هدادو رېښې، کومې چې په لرغونې بابلۍ ژبه کې موجودې وې (املا یې له داسې نښې سره کېده کومه چې له بغ او هو دواړو څخه استازیتوب کولی شي) وړاندیز کړې وې، او همداراز یې ورته د یو ځای انجیلي تلمودي نوم چې "بغداتا" نومېږي، وړاندیز کړی دی. ځینو پوهانو بیا یاد نامه ته د آرامي ژبې ځينې مشتقات وړاندیز کړي دي.[۱۶][۱۷]

کله چې عباسي خلیفه ابو جعفر عبد الله بن محمد المنصور د خپل خلافت د پلازمېنې لپاره یو په بشپړ ډول نوی ښار تاسیس کړ، یاد خلیفه د مدینة السلام یا د سولې د ښار نوم پرې کېښود. چې دا نوم په سکو، وزنونو او نورو رسمي تعاملاتو کې رسمي نوم و، که څه هم عامه خلکو یې پخوانی نوم کاراوه. [غیر موثقه سرچینه؟] په۱۱مه زېږدیزه پېړۍ کې بغداد تقریبا د نړۍ په کچه د مشهور ګڼ مېشته ښار ځانګړی نوم شو.[۱۸][۱۹]

تاریخ

تاسیس

د امويانو له سقوط څخه وروسته چې لومړنۍ اسلامي واکمنه سلسله وه، فاتح عباسي واکمنان د خپل ځان لپاره د مستقلې پلازمېنې په لټه کې شول تر څو له هغه ځایه خپله واکمني وچلوي. دوی د ساسانیانو د پلازمېنې تیسفون شمال لوري ته یوه سیمه وټاکله، او د ۷۶۲ز کال په جولای کې خلیفه المنصور پخپله د دغه ځای د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه څارنه وکړه. نوموړی ښار د برمکیانو تر لارښوونو لاندې جوړ شو. منصور باور درلود چې بغداد د عباسیانو په مشرۍ د اسلامي سترواکۍ لپاره د پلازمېنې په توګه تر ټولو وړ او له نیمګړتیاوو پرته ځای دی. مسلمان تاریخ پوه الطبري د عیسوي راهبانو څخه یوه پخوانۍ وړاندوینه روایت کړې ده چې د میلکاس په نامه یو حاکم به یوه ورځ د بغداد چاپېره یو ننداریز ښار جوړوي. کله چې منصور د دې کیسې په اړه واورېدل، نوموړی د یاد روایت د شتون له امله ډېر خوښ شو، ځکه هغه په ماشومتوب کې ميلکاس بلل کېده. دا سیمه د منصور زښته ډېره خوښه وه لکه چې له هغه څخه نقل قول شوی دی چې وایي: "دا په حقیقت کې هغه ښار دی چې زه به یې بنسټ ږدم، هلته به زه ژوند کوم او هلته به مې اولاده له ما نه وروسته حکمراني کوي".[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د یاد ښار له ودې سره د هغه غوره موقعیت د لږ تر لږه دوو عواملو پر بنا مرسته وکړه:

  • دې ښار د دجلې د سیند په اوږدو کې په ستراتېژیکو او سوداګريزو لارو باندې کنترول درلود
  • دې ښار همداراز په یوه وچ اقلیم کې پرېمانه اوبه درلودې

د دې ښار په دواړو شمالي او سوېلي څنډو کې اوبه موجودې دي چې ټولو اوسېدونکو ته یې د یادو اوبو د پرېمانه ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده، کومه چې په اوس وخت کې یوه ډېره غیر معمولي خبره ده. د بغداد ښار په ډېره چټکۍ سره دومره لوی شو چې په دریو اداري حوزو وېشل کېدو ته یې اړتیا وموندله، نوموړې حوزې له: مدینة المنصور (ګړدی ښار)، الشرقیه (الکرخ) او العسکر المهدي (په لوېدیځه غاړه پروت و) څخه عبارت وې.[۲۴]

بغداد د ساسانیانو پلازمېنه تیسفون چې په سویل ختیځ کې د ۳۰ کیلو مترو (۱۹مایلو) په واټن کې پروت و، تر خپل سیوري لاندې راوست. نن ورځ ټول هغه څه چې له تیسفون څخه په میراث پاتې دي، د روضې په بڼه جوړ شوی د سلمان پاک ښارګوټی دی، چې له لوی بغداد سره نږدې سوېل ته پروت دی. تیسفون پخپله د سِلوکیانو د سترواکۍ د پلازمېنې سلوکیا ځای ناستی شوی و، کومه چې په خپل وار سره پخوا د بابل ښار ځای ناستې ټاکل شوې وه.[۲۵]

د ابن بطوطه په حواله چې نوموړی یو سیلاني و، بغداد له خپلو هغو برخو پرته چې ویجاړی ور اوښتی و، یو له تر ټولو لویو ښارونو څخه ګڼل کېده. اوسېدونکي یې زیاتره حنبلیان دي. همدارنګه د امام ابو حنیفه قبر په بغداد کې واقع دی چې په سر یې یوه حجره او یو مسجد ودان شوي دي. د بغداد سلطان ابو سید بهادر خان هغه تاتار ټولواک و چې اسلام یې ومانه.[۲۶][۲۷][۲۸]

تاریخ

بغداد ( په فارسی ژبه د خدای سوغات معنی لری) د ساسانیانو پاچایی په وخت کی یو کوچنۍ کلی وو. په ۶۵۰ کال کی د عرب اردو ساسانی حکمران ماته وکړه. په ۷۶۲ کال کی د عباس خلیفه المنصور د دجله د سیند نژدی خپل مقر تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د مدینة السلام نوم ورکړ. په دی وخت کی بغداد د عباسی دولت مهم مرکز وو. دغه ښار په ۹۴۶ کال کی د فارسی پوځ لخوا نیول شو. په ۱۲۵۸ کال کی د چینگزخان پوځ پر عراق برید وکړ او بغداد یی ونیول. په ۱۴۰۱ کال کی د بغداد ښار د تیمور لېنگ لاس ته درغله. په ۱۶۲۳ کال کی فارسی پوځ بغداد ونیول او پنځه کالونه وروسته دغه ښار د عثمان امپراطوری لاس ته درغله. د نړی تر جگړه وروسته په ۱۹۲۱ کال کی بغداد د عراق د پاچایی پایتخت شو. په اوس وخت کی بغداد د عراق د جمهوریت پایتخت دی.

سرچينې

  1. سرليک: Багдад — نشرونه لخوا د: Great Soviet Encyclopedia. Volume 4, 1926 — ارزښت: Б. основан в 762 аббасидским халифом Майсуром, ...
  2. "Largest Cities Through History". Geography.about.com. 6 April 2011. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مې ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . Twin Suicide Bombings In Baghdad Market Kill At Least 32, Wound Over 100. National Public Radio
  4. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  5. "Baghdad, Foundation and early growth". Encyclopædia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. [...] the site located between present-day Al-Kāẓimiyyah and Al-Karkh and occupied by a Persian village called Baghdad, was selected by al-Manṣūr, the second caliph of the Abbāsid dynasty, for his capital. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Le Strange, G. (n.d.). [...] The Persian hamlet of Baghdad, on the Western bank of the Tigris, and just above where Sarat canal flowed in, was ultimately fixed upon [...]. In Baghdad during the Abbasid Caliphate (p. 9).
  7. E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam 1913-1936. 1987. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004082656. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mackenzie, D. (1971). A concise Pahlavi Dictionary (p. 23, 16).
  9. "BAGHDAD i. Before the Mongol Invasion – Encyclopædia Iranica". Iranicaonline.org. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  11. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  12. Guy Le Strange, "Baghdad During the Abbasid Caliphate from Contemporary Arabic and Persian", pg 10
  13. (په 22 February 2016 باندې). Persimmons surviving winter in Bagdati, Georgia.
  14. . Kutaisi.
  15. Joneidi, F. (2007). متن‌های پهلوی. In Pahlavi Script and Language (Arsacid and Sassanid) نامه پهلوانی: آموزش خط و زبان پهلوی اشکانی و ساسانی (second ed., p. 109). Tehran: Balkh (نشر بلخ).
  16. John B. Friedman, Kristen M. Figg Trade, Travel, and Exploration in the Middle Ages, (Taylor & Francis, 2013)
  17. Brinkmann J. A. A political history of post-Kassite Babylonia, 1158-722 B.C. (Gregorian Biblical BookShop, 1968)
  18. "ما معنى اسم مدينة بغداد ومن سماه ؟". Seenjeem.maktoob.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "ما معنى (بغداد)؟ العراق العالم العربي الجغرافيا". Google Ejabat (په اراگونېسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Corzine, Phyllis (2005). The Islamic Empire. Thomson Gale. د کتاب پاڼي 68–69. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Times History of the World. London: Times Books. 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bobrick 2012, p. 14
  23. Wiet, Gastron (1971). Baghdad: Metropolis of the Abbasid Caliphate. University of Oklahoma Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780806109220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Tillier, Mathieu (2009). Les cadis d'Iraq et l'État Abbasside (132/750-334/945). Presses de l'Ifpo. doi:10.4000/books.ifpo.673. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-35159-028-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Battuta, pg. 75کينډۍ:Full citation needed
  26. Corzine, Phyllis (2005). The Islamic Empire. Thomson Gale. د کتاب پاڼې 69. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Wiet 1971، ص. 13.
  28. Wiet 1971، ص. 12.