اتيزم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

اتيزم د انگرېزۍ (atheism) يا زموږ په ژبه الحاد ته وايي. الحاد په څښتن گروهه نه لرل، او لادينيت ته وايي.

څښتن تعالى چې كوم اسماني لارښوونه دې نړۍ ته رالېږلې هغه په بنسټيزه توگه په درې عقايدو ولاړه ده: د څښتن يووالې، نبوت و رسالت او اخرت. ددې خبرې لنډيز دا دى، چې دا كائنات يو څښتن پيدا كړي، او ددې له پيداېښت څخه وروسته هغه (څښتن تعالى) ددې كائناتو له پيداېښت څخه بې پروا نه دى، بلكه دا كائنات هغه په خپله اداره كوي. هغه انسانانو ته د ښو او بدو ترمنځ توپير ورښودلې. د پورته درې شيانو څخه له يوه هم انكار كفر دى، ځكه د يوه څخه انكار دوه نور هم فاسدوي. موږ به د الحاد په پېژندنه كې لدې سره تړلي Deism, Atheism او Agnosticism هم لږ وڅېړو.

عقلي دهریت

ددې غورځنگ پیل د لودیځ له رېنیسانس (د فکر بیا راژوندي کېدنې پیر) سره نښلي، چې د ډېر وخت په تېرېدو سره دا غورځنگ تر ډېره وخته ناپېژانده پاتې شو. د ۱۸مې پېړۍ په رارسېدو سره د روڼ اندۍ په پیر کې دې غورځنگ بیا خپل یون پیل کړ، او د یوه توپاني څپې شکل یې غوره کړ. د فرانسې ډېر داسې فیلسوفان ول، چې په ډېرې بې باکۍ سره به یې د څښتن شتون نه منلو.

د سکاټ لېنډ یو فیلسوف (ډېوېډ هیوم) د څښتن په شتون باندې شک کاوه، یو ځلې د فرانس پاریس ښار کې له خپل همخیاله ملگری (هولباخ بارونډ) ته وویل: « ملگریه! ما تراوسه له کوم رېښتوني ملحد سره د لیدو موکه نده ترلاسه کړې.»

هولباخ په ځواب کې وویل: « ښاغلیه! ددې خبرې په اورېدو به ستالېوالتیا نوره هم زیاته شي، چې تاسې نن ماښام له داسې اوولسو کسانو سره د ماښامنۍ ډوډﺉ خورﺉ.»

له دې مثال څخه د هغه وخت د اروپا فکري اندازه په ښه توگه سره کېدای شي، چې هورې د عقل پرتسۍ څپې څومره په شور او زور کې وی.

روماني دهریت (Romantic Atheism)

روماني دهریت په اخلاقي بنسټونو د څښتن پر خلاف د یوه راډیکل احتجاج په توگه په ۱۹مه پېړۍ کې منځته راغله. له څښتن څخه شکایاتو نه ددوي