شعر
اوږده ليکنه |
---|
شعر (په انگرېزي: Poem) هغه کلام ته وائی چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولری . ځنی نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه گنی او د شعر تعریف داسی کوی چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسی ادبی رنگ کې وکړی چې د اور یدونکی یا لوستونکی احساسات هم په هغه شان راوپاروی لکه څنگه چې د شاعر را لړزیدلی وی. که داسی کلام د بحر،وزن،ردیف او قافی د قید دننه وی هم شعر دی او که ددی څخه ازاد وی هم شعر دی . شعر د یو ځانگړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب گرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي . شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی . د پښتو ژبې ستر ليکوال، شاعر، ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار بيا د شعر پېژند داسې کوي: «شعر په کره کېښکلې او اهنگينه ژبه د اند و واند يا خيال او فکر ولوليز يا عاطفي تړاو ته وايي. په بله وينا: شعر د احساس، واقعيت او تخيل ښکلې او زړه راکښونکې غوټه ده چې آهنگ (وزن) لري او لوستونکی او اورېدونکی ترې خوند اخلي.» «شعر د هنر د خورا لوړ ډول په توگه واقعيت په هنري انځورونو يا خيالي ايماژونو څرگندوي، تر دې چې تر بل هر ژبني هنر، يا په بله وينا ادبي ژانر له هنري انځورونو سره ډېر سر و کار لري. که موږ د بديعي (ادبي) اثر وييونه او توکونه له مرغلرو سره ورته وښيو، نو وبه وايو چې نثر د دغو مرغلرو د يوه صندوق مثال لري چې د هرې مرغلرې لپاره يې ځانگړى ځاى ټاکل اړين نه دى، خو شعر داسې مرغلين هار ته ورته دى چې ټولې مرغلرې يې په داسې مزي کې پېيل شوې چې د هرې دانې لپاره خپل انډول او تناسب ټاکل شوى دى، په دې توگه د شعر ژبه د نثر د ژبې په انډول ځانگړې ښکلا لري...» د شعر ډولونه۱- غزل او ډولونه یې. ۲- ازاد شعر او ډولونه یې. ۳- اډانه (انځور یا ادبي طرحه). ۴- ازاده منظومه. ۵- قطعه. ۶- بوللـه (قصیده). ۷- مستزاد. ۸- ترجیع بند. ۹- ترکیب بند. ۱۰- ټول قافیز. ۱۱- یوئیز (تک بیتونه). ۱۲- دویزه (مثنوي). ۱۳- دریز (مثلث). ۱۴- څلوریزه (مربع). ۱۵- پینځه ییزه (مخمس). ۱۶- شپږیزه (مسدس). ۱۷- اوه یز (مسبع). ۱۸- اته یز (مثمن). ۱۹ لسیز (معشر)ږ ۲۰- ځلوريزه(رباعي). ولسي نظمونه
دشعر شکلد یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه : غزل ، بگتۍ او داستان . دشعر مضمونټول بیلا بیل ټولنیز،اقتصادي ، کلتوري ،عناصر،مفاهیم،مفکورې،واقعیتونه ،احساسات اوخاطرې که په عشقي،حماسي یاپه بله هره بڼه ؤاوسي دپنځول شوي اثرمضمون بلل کېږي دشعر ردیفهغه کلمه یاجملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل کېږي .
اخځليک۱- زيار، پوهاند مجاور احمد، پښتو بدلمېچ، پښتو شعر څنگه جوړېږي؟، ۷۶، ۹۳ مخونه. |