ازاد شعر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

"ازاد شعر"، يا چې د کوزې پښتونخوا ورونه ورته "ازاد نظم" وايي، يوه ادبي اصطلاح ده او د نظم هغه جوړښت ته ويل کېږي چې "د قافيې او رديف د قېد نه ازاد وي، مصرعې يې لنډې او اوږدې وي خو موضوع يې مسلسل وي او يو خاص رِدم، وزن او اهنگ لري. تش د لنډو اوږدو مصرعو نوم نۀ دى. دا ډېر رياضت او مشق سخن غواړي، چې د لنډو او اوږدو مصرعو باوجود يې په رِدم او اهنگ کښې فرق رانشي او وزن يې مات يا خراب نۀ شي. (زبېر حسرت)"

د دې تعريف په رڼا کې د شاعرۍ د يو صنف په توگه د ازاد نظم جاج اخيستل د دې په تاريخي پس منظر باندې غور کولو ته يو څۀ اړتيا لري. اول دا چې ازاد نظم په کومو حالاتو کې د نظم د يو صنف په توگه مخې ته راغى او بيا په دې خبره کول ضروري دي چې د هرې ادبي تجربې په څېر دا د ارتقاء د کومو مرحلو نه راتېر شو.

هسې خو که د نړۍ د ژبو تاريخ وکتل شي نو دا ثابتېږي چې د نثر او شعر تر څنگ د ليک يو داسې انداز چې د شعر او نثر ترمنځ جوړښت يې لرلو، يعنې که ځينې فقرې پکې بېخي نثري وې نو ځينو پکې مقفى او معرى شکل هم لرلو او ځينې پکې صرف د وزن او اهنگ په ذريعه د شاعرۍ په انداز يو بل سره تړلې شوې وې، د ډېر پخوا نه موجود و، خو هغو ليکونو ته چا د شاعرۍ نوم نۀ دى ورکړى او نۀ ورته اوس څوک شاعري ويلى شي ځکه چې په کومه زمانه کې دغه ليکونه ليکل شوي دي هغه وخت شاعرۍ يوه روايتي بڼه لرله او خاص اصول او معيارونه ورته ټاکل شوي وو چې قافيه رديف او د اوزانو خيال ساتل پکې د ټولو نه اهم وو. دغه ډول ليکونو زياتره مذهبي شکل لرلو او يا داسې داستانونه او کيسې وې چې د انسان د ژوند او فکري ودې سره ئې څۀ کار نۀ و.

خو کله چې دنيا ته فکري انقلابونه راغلل او دغو انقلابونو په ادب کې نويو رجحاناتو ته وده ورکړه نو په ټاکل شويو ادبي هيئتونو کې نويو تجربو ته هم لاره خلاصه شوه او په دې کې يوه مهمه تجربه د "ازاد شعر" وه.

د "ازاد شعر" اصطلاح په انگرېزي ادب کې اول ځل په کال ١٩١٥ء کې د تصوراتي نظمونو د يوې تذکرې په سريزه کې استعمال شوې ده. گومان کېږي چې د دغې تذکرې مصنف رچرډ الډينگټن (Richard Aldington) (١٨٩٢-١٩٦٢ء) و. په دغې سريزه کې داسې ويل شوي دي: "مونږ په "ازاد شعر" باندې ټينگار د دې لپاره نۀ کوو چې دا دې د شاعرۍ د يواځيني صنف په توگه وکارول شي. مونږ د دې خبره د ازادۍ د يو اصل په توگه کوو."

د دې نه معلومېږي چې تر دغه وخته ازاد شعر په اروپايي ژبو او انگرېزۍ کې ليکل کېدۀ او ځينو خلقو يې مخالفت هم کاوۀ. مخالفت يې طبعي خبره وه، ځکه هر کله چې يوه نوې تجربه کېږي نو ځينې خلق يې دفاع کوي او ځينې مخالفت. مدافعين او مخالفين دواړه خپل خپل دلايل لري، خو عموماً مخالفين هغه خلک وي چې د روايت لمن يې کلکه نيولې وي او په نويو تجربو کې ورته د خپل روايت مرگ ښکاري. حال دا چې نوې تجربې هيڅکله هم د تېر روايت مرگ نۀ، بلکې نويو روايتونو ته وده ورکول وي. ځکه هره نوې تجربه چې کاميابه شي نو څۀ موده وروسته هغه هم روايت جوړ شي، او د تخليق او تجربې په صلاحيتونو مامور ذهنونه بيا د نورو نويو تجربو په لټون شي. دا د انسان د ژوند د ارتقاء يو مسلسل يون دى.

بايد ووايم، دا ضروري نۀ ده چې هره نوې تجربه دې د کاميابۍ مخ وويني. يواځې هغه نوې تجربې د کاميابۍ مېدان ته رسي چې په سازگارو حالاتو کښې شوې وي او مدافعين يې د لويو ذهنونو خاوندان وي. ازاد نظم هم همدغسې يوه تجربه وه. که تاسو د دې په شا پرتو حالاتو ته لږ غور وکړئ نو بيا درته د دې تجربې په ارزښت باندې پوهېدلو کې اساني پېدا کېږي. کوم وخت کې چې په اروپا کې د ازاد شعر تجربه کېدله نو دا د لومړي نړيوال جنگ (١٩١٤-١٩١٨ء) زمانه وه. دا جنگ اروپا کې د شاوخوا څلوېښتو مليونو خلکو په مرگ، زړۀ لړزوونکو اقتصادي بحرانونو او د فتحو او شکستونو په نااشنا تسلسل تمام شو او د ځان سره يې د انسان د ژوند په هره کچه بدلونونه راوړل. دغو بدلونونو ته د جنگ نه مخکې حالاتو لاره هواره کړې وه او د جنگ نه وروسته يې عملي شکل وموند.

دې جنگ که يو خوا ته اروپا کې د انسانانو په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند باندې ژور اثرات پرېښودل نو بل خوا ته په فکري حواله د ازادۍ تحريکونو ته هم نوې لارې پرانيستل شوې او "ادب دپاره د ادب" په ځاى "ادب دپاره د ژوند" ناره د دې لپاره ايجاد شوه چې ادب د تشې ساعت تېرۍ په ځاى د سياسي او فکري ازادۍ په دغو تحريکونو کې رول ادا کړي. دا رول ادب بې شکه چې په ښه طريقه ادا کړو او دا د همدې رول غوښتنه وه چې شاعري دې د قافيو او رديفونو د روايتي دايرو نه راوځي او شاعران دې د علامتونو، تشبيهاتو، استعارو او نورو صنايعو د لټون په ځاى د ښۀ فکر په لټون شي او خپل صلاحيتونه دې د انسانانو د ژوند د ښۀ کولو په لړ کې د شروع شويو فکري انقلابونو د کاميابولو لپاره پکار راولي. او د لفظونو په ځاى دې فکر او معنې ته اوليت ورکړي.

د پښتو نازکخياله او د شاعرۍ د دغو صفاتو د ټولو نه زيات باکماله شاعر کاظم خان شېدا لا دوه سوه کاله مخکې دا غوښتنه په دې انداز کړې وه چې:

صدف لاس قطرې ته نيسي په درياب کې

بندگي د صورت څۀ کړې معنىٰ غواړه

مولانا حالي هم په "مقدمه شعروشاعرۍ" کې د شعر د اغېز لپاره قافيې ضروري نۀ دي گڼلي بلکې وايي، "دا د شعر فطرت دى چې اغېز کوي او زړۀ ځان ته راکاږي خو هغه شعر چې د بې بنسټه کيسو نه خالي وي." يعنې د ښۀ شعر بنياد په ښۀ فکر دى، نۀ په قافيو او رديفونو يا نورو صنعتونو.

خو دلته دا سپيناوى کول غواړم چې په ادب کې د دې نوي تحريک مقصد د قافيې رديف او د شاعرۍ د صنايعو مطلق ترديد هيڅکله نۀ و. کومو شاعرانو چې بيا هم د شاعرۍ د دغو روايتي معيارونو او اصولو خيال ساتلو هغو ته نۀ هغه وخت چا بد ويلي دي، نۀ يې اوس څوک د اهميت نه انکار کولى شي او نۀ په راتلونکي وخت کې د هغوى ارزښت کمېدلى شي. مقصد صرف دا و چې ادب په دغو روايتي معيارونو پورې محدود پاتې نۀ شي او د جمود ښکار نۀ شي او په نويو بدلونونو کې د يو نوي کردار د ادا کولو جوگه شي.

دا يواځې د ازاد شعر خبره نۀ وه. د دې نه مخکې هم په ادب کې نوي صنفونه راغلي وو لکه لنډه کيسه، ناول، خاکه او تکل يې غټ مثالونه دي چې اوس هم د نثري ادب د ټولو نه غوره او مقبول صنفونه دي. ځينې نورې تجربې داسې هم شوې وې چې په هغو کې د ژوندي پاتې کېدو استعداد نۀ و نو ژوند يې ونکړ. خو لکه ما چې وړاندې وويل چې د هرې نوې تجربې د کاميابۍ لپاره د لوى ذهن لرونکو مدافعينو ضرورت وي نو ازاد شعر ته هم د ټي ايس ايليټ (T. S. Eliot) (١٨٨٨-١٩٦٥ء)، هارټ کرېن (Hart Crane) (١٨٩٩-١٩٣٢ء)، ډبليو ايچ اډين (W. H. Auden) (١٩٠٧-١٩٧٣ء) او ايذرا پاونډ (Ezra Pound) (١٨٨٥-١٩٧٢ء) په څېر د لوى ذهن شاعران او ليکوالان په لاس ورغلل چې د شاعرۍ دا صنف يې د محبوبيت وړ مقام ته ورساوۀ. او کومو خلکو چې د دې مخالفت کاوۀ هغوى د ماتې سره مخ شول.

په اروپايي ژبو کې د مقبوليت او محبوبيت نه وروسته ازاد شعر د نړۍ نورو ژبو ته هم ورسېدو. په ځانگړې توگه هغه هېوادونه چې د ازادۍ تحريکونه پکې پېدا شوي وو او سياسي او فکري بدلونونو ته لارې اوارې شوې وې هلته ازاد شعر سره د دې چې ښۀ مخالفت يې وشو خو بيا هم زر مقبول شو. ويل کېږي چې په اردو ژبه کې د ازاد شعر تجربه د کال ١٩٣٥ء په شاوخوا کې شوې ده. دا هغه وخت و چې په هندوستان کې د انگرېزي اشغال خلاف د ازادۍ تحريک د عروج مقام ته رسېدلى و او په دې سيمه کې چې کوم سياسي او فکري بدلونونه راتلل د هغوى اثراتو په ادب کې هم نويو رجحاناتو ته لارې جوړولې او نوي ادبي تحريکونه مخې ته راتلل چې د ياد وړ پکې د حقيقت نگارۍ تحريک، د ترقي پسند مصنفينو تحريک او مقاومتي تحريک وو.

معرٰى نظم چې صرف د وزن او ارکانو پابند وي او قافيه رديف نۀ لري د ازاد شعر نه لا مخکې په مشرقي ژبو کې متعارف شوى و او ځينو غټو شاعرانو پکې شاعري کوله. دلته زۀ په دې بحث کې نۀ پرېوځم چې په اردو او پښتو کې اول ازاد نظم چا ليکلى و خو دا خبره بايد وکړم چې په اردو کې ن. م. راشد، فېض احمد فېض، تصدق حسېن خالد، ميراجي، علي سردار جعفري او احمد فراز او په پښتو کې غني خان، اجمل خټک، سيد بهاؤ الدين مجروح، سېد رسول رسا، اشرف مفتون، قلندر مومند، ايوب صابر، عبدالرحيم مجذوب، پرېشان خټک، يونس خليل، همېش خليل، قمر راهي او هاشم بابر هغه لوړ ذهن لرونکي شاعران وو چې ازاد شعر ته يې وده ورکړه او مقبوليت ته يې ورساوۀ. د دې ليکوالو او شاعرانو د هڅو او نويو تجربو په نتيجه کې بالاخر ازاد نظم په پښتو شاعرۍ کې ځانله خپل مقام پېدا کړ او بالاخر هغه ستر شخصيت چې د ازاد شعر د غټو مخالفينو د فهرست په اول سر کې ولاړ و، يعنې حمزه بابا، هم د يو ازاد شعر "د کېميا بوټى" په ليکلو سره د شاعرۍ د دې صنف معيار ته سند وبخښلو. اوس د هغۀ زوى مراد شينوارى چې د پښتو ژبې په ښو معاصرو شاعرانو کې شمارل کېږي د ازاد شعر د ټولو نه غټ وکيل دى.

زۀ نۀ غواړم چې په دې ليکنه کې د مختلفو شاعرانو د ازادو نظمونو بېلگې راوړم، خو د محمود اياز يو نظم "شاعري" به ښه وي چې وليکم ځکه چې يو خو اوږد نۀ دى، بل دا چې موضوع يې هم د ازاد شعر د تحريک په شا د هغه سوچ په اړه ده چې د لفظونو په ځاى يې د شعر مقصد، فکر او معنې ته ارزښت ورکاوۀ. نظم دا دى:

دا شاعري خو نۀ ده

چې يې له ټکو

مړاوې مړاوې او شيرينې چغې نۀ راوځي

دا شاعري خو نۀ ده

دا غمي نۀ دي د خيال

هسې بې حسه غوندې کاڼي دي ټول

په پاى کې به د ازاد شعر د مخالفينو د يو څو غټو او عامو نيوکو لنډه يادونه وکړم. د ټولو نه غټه نيوکه دا ده چې نظم منظوم کلام ته وايي او د منظوم کلام لپاره قافيه رديف ضروري وي. د دې اعتراض کوونکي د ازاد نظم دا ترکيب يا اصطلاح په لغوي معنو کښې اخلي، حال دا چې دا يوه ادبي اصطلاح ده او د اصطلاحاتو هيڅکله هم لغوي معنې نۀ کېږي. کۀ د اصطلاحاتو لغوي معنې کول او تطبيقول شروع شي نو بيا خو شعر هم په لغت کښې ويښتۀ ته وائي او يو منظوم کلام ته ويښتۀ وئيل به د شاعرۍ سره يو ډول زياتى وي. دغسې غزل هم په لغت کښې د هوسۍ سترگو ته وايي خو په اصطلاح کې دا د شاعرۍ د اصنافو نه يو صنف دى. بله خبره دا چې کۀ ازادي يواځې د قافيه رديف نه وي نو هغه خو په معرٰى نظم کې هم ده. خو اصلي خبره يواځې د قافيې رديف نه ازادي نۀ بلکې د ازاد نظم د اصطلاح په شا د فکري ازادۍ مقصد هم پروت دى. او په ادب کې د ازاد نظم معيار او کردار د همدغې ازادۍ نه وتلى دى.

دويم اعتراض ځينې خلق دا کوي چې ازاد نظم پرې ښۀ نۀ لگي. نو دا خو د ازاد نظم گناه نۀ بلکې د ليکوال ده. لکه چې ما په اول سر کښې وويل چې ازاد شعر تش د لنډو او اوږدو مصرعو ليکل نۀ دي بلکې دا يو مشق سخن دى او ډېر رياضت غواړي او وزن او ردم لري. نو کوم خلک چې په دغه معيار باندې پوره ازاد نظمونه نشي ليکلى هغه به خامخا په چا ښۀ نۀ لگي. او دا يواځې ازاد نظم نۀ بلکې که څوک د غزل په معيار پوره غزل ونۀ ليکي يا د لنډې کيسې په معيار پوره کيسه ونۀ ليکي نو هغه غزل او لنډه کيسه هم په چا ښه نۀ لگي.

درېمه نيوکه دا کېږي چې ازاد نظم د موسيقۍ سره نشي ويل کېدى. اول خو زۀ وايم دا ضروري نۀ ده چې هره شاعري دې د موسيقۍ لپاره وشي. موسيقي ځانله يو فن دى او شاعري ځانله. شاعر د دې پابند نۀ دى چې هغه دې موسيقار هم وي. کۀ شاعر د دې خبرې پابند کړى شي چې يواځې د موسيقۍ لپاره دې شاعري کوي نو بيا به صرف د امير غلام صادق او وطن دوست په څېر شاعران پېدا کېږي، د حمزه بابا، اجمل خټک، غني خان، گل پاچا الفت او قلندر مومند غوندې شخصيتونه به هيڅکله هم پېدا نشي. او د شاعرانو کار به هم نظمونه او نور ادبي تخليقات کول نۀ بلکې د "شين اسمان ذرې ذرې" په شان سندرې ليکل پاتې شي. دويمه خبره دا ده چې اول ژبه پېدا شوې، بيا پکې شاعرۍ وده کړې او د هغې نه وروسته موسيقي منځ ته راغلې ده. نو دا د موسيقي جوړوونکو کار دى چې کومه شاعري ژوندۍ وي او د خلکو ذهنونه متاثر کوي د هغې لپاره موسيقي جوړه کړي.

او يو بل اعتراض دا دى چې ازاد شعر تن اساني ده. تن اساني مطلب دا چې هر څوک يې په اسانۍ سره ليکلى شي. دا خبره بېخي غلطه ده ځکه چې زما لپاره خو په شاعرۍ کې د ټولو نه گران صنف ازاد نظم دى. د هغې وجه دا ده چې په نورو نظمونو کې که شاعر صرف قافيې او رديفونه رايوځاى کړي او يو منظوم ترتيب ورکړي نو که فکر او پېغام پکې وي او که نه خو څوک دا نشي ويلى چې دا نظم نۀ دى. خو ازاد نظم داسې نۀ دى. په ازاد نظم کې به شاعر يوې غټې يا وړې موضوع ته د داسې منتخبو لفظونو په ذريعه د نظم شکل ورکوي چې قافيه رديف پکښې نۀ وي او د شعريت ټول بنسټ يې پر وزن او ردم يا اهنگ وي او جوړښت يې داسې وي چې د لوستونکي يا اورېدونکي ذهن متاثر کړي. نو ښکاره خبره ده چې داسې نظم ليکل گران کار دى. ارواښاد ايوب صابر ويلي وو، "ازاد نظم په گرده نړۍ کې د ابلاغ د ټولو نه جديده ذريعه ده. د ازاد نظم د مخالفت مطلب دا دى چې مونږ خپل ادب د يوې ښې او جديدې ذريعې نه بې برخې کول غواړو."