Jump to content

د خوارزمشاهیانو واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خوارزمشاهیانو واکمني

1077 زېږديز–1220 زېږديز

نښان

Location of د خوارزمشاهیانو واکمني
پلازمینه کهنه گرگانج
ژبه(ی) فارسي ژبه
دین سني اسلام
دولت واکمني
شهنشاه نوشتکین غرچه (لومړۍ)
جلال ‌الدین خوارزمشاه (وروستی)
تاریخ
 - پیل 1077 زېږديز
 - پای 1220 زېږديز

د خوارزميانو سترواکي يوه ترکي- پارسي سني اسلامي سترواکي وه چې د اټکل له مخې له ۱۰۷۷ نه تر ۱۲۳۱ز کلونو تر منځه موده کې يې د اوسنۍ مرکزي اسيا، افغانستان او ايران په ډېرو برخو واکمني کړې، په لومړي سر کې دوی د سلجوقي سترواکۍ د اتباعو په توګه حکمراني کوله، بيا د قره خيتايي (ختيځ ليو واکمنه لړۍ) د اتباعو په ډول او بيا د مغولو تر نېواک پورې خپلواک واکمن وو. د اټکل له مخې، دا سترواکي د ديارلسمې پېړۍ په پيل کې له دوه اعشاريه درې ميليونه کيلو متر مربع نه نیولې، بيا تر درې اعشاريه شپږ ميليونه کيلو متر مربع سيمه خپره وه، چې په عملي ډول په تاريخ کې د مساحت له پلوه يوه له سترو سترواکيو نه وه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د خوارزميانو د دولت د جوړېدو د نېټې په اړه اختلاف دی. د هغې واکمنې سلسلې بنسټ انوش تګين (د قره چای په نوم هم پېژندل کېږي) اېښی و، چې په دې سترواکۍ يې واکمني کړې، په پيل کې هغه د غرچستان د حاکمانو مریی و او بيا د سلجوقيانو په خدمت کې يو مملوک شو، خو دا د انوش تګين په لمسيانو کې يو تن علاوالدين اتسيز و چې له ګاونډيانو نه يې د خوارزميانو خپلواکي واخسته. په ۱۲۲۰ز کال کې د چنګيز خان په مشرۍ مغولو په خوارزمي سترواکۍ يرغل وکړ او ټوله سترواکي يې له دوو کلونو په کم وخت کې ونيوله. مغولو په دې سترواکۍ کې د شته کمزروۍ او مخالفتونو نه ګټه پورته کړه، شتمن ښارونه یې کلابند او بيا لوټ کړل، په داسې حال کې  چې د تاريخ په يوه خونړۍ جګړه کې يې د دې ښارونو اوسېدونکي ووژل.

تاريخچه

[سمول]

د تاريخ لومړي کلونه

[سمول]

د خوارزمشاه لقب له زېږد وروسته په ۳۰۵ز کال کې د افريغي سلسلې واکمنۍ د بنسټګر له خوا رامنځ ته شوی او تر ۹۹۵ز کال پورې شته و. له يوه لنډ ځنډ وروسته، دا لقب يو ځل بيا ورغول شو. په ۱۰۱۷ز کال کې په خوارزم کې د پاڅون پر مهال، باغايانو د هغه مهال د خوارزميانو واکمن ابو العباس مامون او د هغه مېرمنه خراجي ووژل، څوک چې د خوارزمي پاچا سلطان محمود خور وه. په ځواب کې محمود د پاڅون د ځپلو په موخه په سيمه بريد وکړ. هغه وروسته دې ځای ته نوی واکمن وټاکه او د خوارزم يوه برخه يې له خپلې واکمنۍ سره يو ځای کړه. په دې توګه، خوارزم د غزني د سترواکۍ يو ولايت وګرځېد او تر ۱۰۳۴ز کال پورې يې د برخې په توګه پاتې شو. [۷][۸]

په ۱۰۷۷ز کال کې، دا سيمه چې له ۱۰۴۲ نه تر ۱۰۴۳ز کال پورې د سلجوقيانو اړوند وه، واک يې د انوش تګين قره چای لاسونو ته ورغی، څوک چې د سلجوقيانو ترکي مملوک (د مريانو يوه طبقه وه، چې په پوځ کې لوړې رتبې ورکول کېدې) قوماندان و. په ۱۰۹۷ز کال کې، د خوارزم ترکي الاصله واکمن اکينچي بن قوچار له سلجوقيانو نه د خپلواکې اعلان وکړ او خپل ځان يې د خوارزم د پاچا په توګه اعلان کړ، خو له لنډې مودې وروسته، هغه د يوه پاڅون په ترڅ کې د ګڼو سلجوقي اميرانو له خوا ووژل شو. سلجوقيانو چې دا سيمه يې بېرته نيولې وه، د انوش تګين قره چای زوی قطب الدين محمد د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه. په دې ډول قطب الدين لومړی ميراثي خوارزمشاه شو.[۹][۱۰]

واک ته رسېدل

[سمول]

انوش تګين قره چای

[سمول]

انوش تګين قره چای، د سلجوقيانو يو ترکي مملوک قوماندان او له شا او خوا ۱۰۷۷ نه تر ۱۰۹۷ز کال پورې  د خوارزم والي و. هغه د خپلې کورنۍ لومړی غړی و چې په خوارزم يې واکمني وکړه، د هغې واکمنۍ سلسلې همنومی و، چې د دولسمې او ديارلسمې پېړۍ لپاره به يې په دې ولايت حکومت کاوه.[۱۱]

په ۱۰۷۳ز کال کې سلجوقي سلطان، لومړي ملکشاه انوش تګين او د هغه لارښود ګومشتګين بېلګه بيګ ته يو ځای دنده وسپارله، چې د لوی خراسان هغه سيمې بېرته ونيسي، کومې چې غزنويانو نيولې وې. وروسته هغه د سلطان طشت دار وټاکل شو (د شاهي لوښو ساتونکی)، له دې امله، چې د خوارزم ماليات د دې منصب د لګښتونو لپاره لګول کېدل، هغه د همدې ولايت والي وټاکل شو. د هغه ولايت د مودې تفصيلات نه دي معلوم، خو هغه په ۱۰۹۷ز کال کې مړ شو او د لنډې مودې لپاره دا منصب اکينچي بن قوچار ته ورکړل شو او له دې لارې بيا د هغه زوی قطب الدين محمد ته ورسېد.[۱۲]

علاو الدين اتسز

[سمول]

په ۱۱۲۷ز کال کې د قطب الدين تر مړينې وروسته د هغه زوی اتسز، دا منصب تر لاسه کړ. د هغه د واکمنۍ په لومړيو کې، هغه د کوچيانو د بريدونو په وړاندې د خوارزم ساتنې ته پاملرنه زياته کړه. په ۱۱۳۸ز کال کې، هغه د خپل بادار سلجوقي سلطان احمد سنجر په وړاندې بغاوت وکړ، خو په هزاراسپ سيمه کې ماتې ورکړل شوه او تېښتې ته اړ شو. سنجر خپل وراره سليمان شاه د خوارزم د واکمن په توګه وټاکه او بېرته مروې ته ستون شو. اتسيز بيا راستون شو، خو سليمان شاه ونه شو کولای، چې خوارزم وساتي. اتسيز له دې وروسته په بخارا بريد وکړ، خو په ۱۱۴۱ز کال کې بيا سنجر ته تسليم شو، سنجر هغه ته بښنه وکړه او په رسمي ډول  یې يو ځل بيا هغه ته د خوارزم واکمني وسپارله. هماغه کال چې سنجر اتسيز ته بښنه وکړه، د يلو داشي په مشرۍ کاراختيايانو له سمرقند سره نژدې په قطوان کې سلجوقيانو ته ماتې ورکړه. اتسيز د دې ماتې نه ګټه واخسته او په خراسان يې يرغل وکړ، مروه او نيشاپور يې ونيول، خو يلوداشي د خوارزم د لوټ لپاره ځواکونه واستول او اتسيز يې اړ کړ، چې کلنی  باج  ورکړي. په ۱۱۴۲ز کال کې، سنجر اتسيز له خراسان نه وشاړه، چا چې يو کال وروسته په خوارزم بريد وکړ او اتسيز يې اړ کړ، چې د هغه متابعت ومني، خو بيا يې هم تر خپل مرګه کارا ختايانو ته باج ورکاوه. سنجر په ۱۱۴۷ز کل کې د اتسيز په وړاندې بيا پوځونه واستول، دا هغه مهال و چې اتسيز يو ځل بيا بغاوت کړی و. [۱۳][۱۴]

اتسيز يو نرم سياستمدار او واکمن و، هغه کولای شول چې د ځواکمن سلطان سنجر او د هغه په اندازه د يوه بل ځواکمن يلوداشي تر منځ په مهارت سره توازن وساتي. هغه د خپلو اسلافو له خوا پيل شوې د ځمکې زياتولو تګلاره جاري وساتله، جند او منګيشليک يې له خوارزم سره يو ځای کړل. ډېری کوچي قبيلې تر خوارزمشاه پورې تړلې وې. اتسيز د خپل عمر په وروستيو کې د مرکزي اسیا ټوله شمال لوېديځه برخه تر خپل واک لاندې راوستې وه، په حقيقت کې يې د هغې له ګاونډيانو نه د هغې خپلواکي تر لاسه کړې وه.[۱۵]

د سيمې پراخول

[سمول]

ايل ارسلان او تاکيش

[سمول]

ايل ارسلان له ۱۱۵۶ز نه تر ۱۱۷۲ز کال پورې د خوارزم شاه و. هغه د اتسيز زوی و. په لومړيو کې ايل ارسلان د جند والي ټاکل شوی و، دا يو مرکز و چې په وروستيو کې د هغه پلار نيولی و. په ۱۱۵۶ز کال کې، اتسيز مړ شو او ايل ارسلان د خوارزمشاه په توګه د هغه ځای ناستی شو. د خپل پلار په څېر هغه هم پرېکړه وکړه، چې هم سلجوقي سلطان سنجر او هم قره ختايي ګورخان ته باج ورکړي.

د ايل ارسلان واک ته له رسېدو يواځې څو مياشتې وروسته سنجر مړ شو او په سلجوقي خراسان کې ګډوډي جوړه شوه. دې حالت له ايل ارسلان سره مرسته وکړه، چې په عملي توګه د سلجوقيانو پاچهي له منځه يوسي، خو د سنجر له ځای ناستي مسعود سره يې دوستانه اړيکې پاتې شوې. د خپل پلار په څېر ايل ارسلان هم په خراسان  کې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې و.

په ۱۱۵۸ز کال کې، ايل ارسلان د قره خيتايي د يو بل تابع دولت د سمرقند قراخانيانو په چارو کې ښکېل شو. قراخاني چاغري خان په خپل قلمرو کې قرلوقيان ځورول، ډېری قرلق مشران خوارزم ته وتښتېدل او له ايل ارسلان نه د مرستې غوښتونکي شول. ايل ارسلان د هغوی غوښتنو ته د قراخانيانو پر سيمو يرغل کولو سره ځواب ووايه، بخارا يې ونيو او سمرقند يې کلابند کړ، هغه ځای چې چاغري خان هلته پناه اخستې وه. چاغري خان د سيردريا له ترکانو او قره ختايانو نه مرسته وغوښته، ګورخان يو لښکر واستاوه، خو د دې پوځ قوماندان، له خوارزميانو سره په جګړه کې له ښکېلتيا نه دوه زړی و.[۱۶]

تاريخ

[سمول]

‎د ۱۱ پېړی کی خوارزم د غزنويانو د ټولواکمني یوه برخه وه. په ۱۰۷۷ کال کی نوشتکین غرچه د دی ولایت والي شو. په ۱۱۴۱ کال د خانات قراختایی کی د سلجوقيانو پر سلطان احمد سنجر باندي بريد وکړ او په جگړې کی د سلجوقيانو پوځ ماته وخورله. په ۱۱۵۶ کال کی احمد سنجر ووژل شو او د خوارزمشاهیانو حکمران علاء الدين تكش د دی ماتې څخه گټه واخیسته او خپله واکمني یی پراخه وکړه. په ۱۲۰۰ کال کی علاء الدين تكش له دنیا سترگې پټې کړی او زوي یی علاءالدین محمد د سلجوقيانو واکمني ته ماته ورکړه او شاهنشاه شو. په ۱۲۱۲ کال کی علاءالدین محمد خپل مقر د کهنه گرگانج څخه سمرقند ته نقل وکړ او د قراخانيانو خنات یی ماته ورکړه. په ۱۲۱۸ کال کې چنگېز خان د خوارزمشاهیانو پر واکمني یرغل وکړ او بخارا، کهنه گرگانج او سمرقند یی ونیو. علاءالدین محمد مجبور شو چې لویدېځ ته تېښته وکړي او د کاسپیَن سمندر په یو تاپو کې یی له دنیا سترگې پټې کړی. د علاءالدین محمد تر مړينې وروسته زوي یی جلال ‌الدین خوارزمشاه د مغولو پر ضد هم جگړه کاوه او د اباسين ته نژدې پوځ یی ماته وخورله. جلال ‌الدین خوارزمشاه په ۱۲۳۱ کال کی ووژل شو. ‎ [۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. "Khwarazmian: definition". Merriam Webster. n.d. بياځلي په 21 October 2010.{{cite web}}: CS1 maint: year (link)
  2. C. E. Bosworth : Khwarazmshahs i. Descendants of the line of Anuštigin. In Encyclopaedia Iranica, online ed., 2009: "Little specific is known about the internal functioning of the Khwarazmian state, but its bureaucracy, directed as it was by Persian officials, must have followed the Saljuq model. This is the impression gained from the various Khwarazmian chancery and financial documents preserved in the collections of enšāʾdocuments and epistles from this period. The authors of at least three of these collections—Rašid-al-Din Vaṭvāṭ (d. 1182-83 or 1187-88), with his two collections of rasāʾel, and Bahāʾ-al-Din Baḡdādi, compiler of the important Ketāb al-tawaṣṣol elā al-tarassol—were heads of the Khwarazmian chancery. The Khwarazmshahs had viziers as their chief executives, on the traditional pattern, and only as the dynasty approached its end did ʿAlāʾ-al-Din Moḥammad in ca. 615/1218 divide up the office amongst six commissioners (wakildārs; see Kafesoğlu, pp. 5-8, 17; Horst, pp. 10-12, 25, and passim). Nor is much specifically known of court life in Gorgānj under the Khwarazmshahs, but they had, like other rulers of their age, their court eulogists, and as well as being a noted stylist, Rašid-al-Din Vaṭvāṭ also had a considerable reputation as a poet in Persian." Norman M. Naimark, Genocide: A World History (Oxford University Press, 2017), 20 "The Persian-speaking and Islamic Khwarezmian empire, which was founded in Central Asia south of the Aral Sea around its capital of Samarkand, and included such remarkable centers of trade and civilizations as Bukhara and Urgench, ..."
  3. Rene Grousset, The Empire of the Steppes:A History of Central Asia, Transl. Naomi Walford, Rutgers University Press, 1991, page 159.
  4. Biran, Michel, The Empire of the Qara Khitai in Eurasian history, (Cambridge University Press, 2005), 44.
  5. Turchin, Peter; Adams, Jonathan M.; Hall, Thomas D (December 2006). "East-West Orientation of Historical Empires". Journal of World-Systems Research. 12 (2): 222. ISSN 1076-156X. بياځلي په 12 September 2016.
  6. Rein Taagepera (September 1997). "Expansion and Contraction Patterns of Large Polities: Context for Russia". International Studies Quarterly. 41 (3): 497. doi:10.1111/0020-8833.00053. JSTOR 2600793.
  7. C.E. Bosworth, The Ghaznavids: 994-1040, Edinburgh University Press, 1963, page 237
  8. Buniyatov, Z. The State of Khwarazmshah-Anushteginids. 1097—1231 М., 1986. pages 41-75.
  9. Biran, Michel, The Empire of the Qara Khitai in Eurasian History, Cambridge University Press, 2005, 44.
  10. Encyclopædia Britannica, "Khwarezm-Shah-Dynasty", (LINK)
  11. Bosworth 1986.
  12. Bosworth 1968، م. 93.
  13. Biran, 44.
  14. Grousset, Rene, The Empire of the Steppes: A History of Central Asia, (Rutgers University Press, 2002), 160.
  15. Historical and Cultural Heritage of Turkmenistan: Encyclopedic Dictionary. ed. by: Gundogdyeva, O. A.; Muradova R. G. Istanbul: UNDP, 2000. pp 1-381. ISBN 975-97256-0-6
  16. Bosworth, C.E (1968). The Political and Dynastic History of the Iranian World (A.D. 1000-1217). Vol. V. Cambridge. pp. 181–197.
  17. https://cs.wikipedia.org/wiki/Ch%C3%B3rezmsk%C3%A1_%C5%99%C3%AD%C5%A1e