د خوارزمشاهیانو واکمني
د خوارزمشاهیانو واکمني | ||||
| ||||
نښان | ||||
پلازمینه | کهنه گرگانج | |||
ژبه(ی) | فارسي ژبه | |||
دین | سني اسلام | |||
دولت | واکمني | |||
شهنشاه | نوشتکین غرچه (لومړۍ) | |||
جلال الدین خوارزمشاه (وروستی) | ||||
تاریخ | ||||
- پیل | 1077 زېږديز | |||
- پای | 1220 زېږديز |
د خوارزمشاهیانو واکمني (په فارسي: خوارزمشاهیان) د ۱۰۷۷ کال څخه تر ۱۲۲۰ کال پورې په منځني آسيا او نژدي ختيځ کی یو سني اسلامي او ترکي واکمني وه چې مرکز یی په خوارزم کې د آمو سيند ته نژدې پروت وو. په دي وخت کی هم ايران، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان ، تاچیکستان، قرغزستان او داغستان د خوارزمشاهیانو د حکمرانانو په لاس کی وو. نوموړي واکمني د سلجوقیانو والي نوشتکین غرچه لخوا جوړه شوه. په۱۰۹۷ کال کی زوی یی قطب الدين محمد د خوارزمشاهیانو واکمني لمړنی حکمران شو. د خوارزمشاهیانو واکمني په ۱۲۲۰ کال کی د چنگېز خان لخوا ویچاړه شوه.
تاريخ[سمول]
د ۱۱ پېړی کی خوارزم د غزنويانو د ټولواکمني یوه برخه وه. په ۱۰۷۷ کال کی نوشتکین غرچه د دی ولایت والي شو. په ۱۱۴۱ کال د خانات قراختایی کی د سلجوقيانو پر سلطان احمد سنجر باندي بريد وکړ او په جگړې کی د سلجوقيانو پوځ ماته وخورله. په ۱۱۵۶ کال کی احمد سنجر ووژل شو او د خوارزمشاهیانو حکمران علاء الدين تكش د دی ماتې څخه گټه واخیسته او خپله واکمني یی پراخه وکړه. په ۱۲۰۰ کال کی علاء الدين تكش له دنیا سترگې پټې کړی او زوي یی علاءالدین محمد د سلجوقيانو واکمني ته ماته ورکړه او شاهنشاه شو. په ۱۲۱۲ کال کی علاءالدین محمد خپل مقر د کهنه گرگانج څخه سمرقند ته نقل وکړ او د قراخانيانو خنات یی ماته ورکړه. په ۱۲۱۸ کال کې چنگېز خان د خوارزمشاهیانو پر واکمني یرغل وکړ او بخارا، کهنه گرگانج او سمرقند یی ونیو. علاءالدین محمد مجبور شو چې لویدېځ ته تېښته وکړي او د کاسپیَن سمندر په یو تاپو کې یی له دنیا سترگې پټې کړی. د علاءالدین محمد تر مړينې وروسته زوي یی جلال الدین خوارزمشاه د مغولو پر ضد هم جگړه کاوه او د اباسين ته نژدې پوځ یی ماته وخورله. جلال الدین خوارزمشاه په ۱۲۳۱ کال کی ووژل شو. [۱]