د بابل واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بابل واکمني

بابل (/ˌbæbɪˈloʊniə/) د اکدي ژبې ویونکو لرغونې کلتوري سیمه او ایالت و چې د بین النهرین (اوسنی عراق او سوریه) په سوېلي – مرکز کې یې موقعیت درلود. له میلاد څخه ۱۸۹۴ کاله وړاندې د آموریانو تر واکمنۍ لاندې یو کوچنی ایالت رامنځته شو چې د بابل کوچنی اداري ښار هم په کې شامل و. دغه ښار د اکدي سترواکۍ (۲۳۳۵-۲۱۵۴ کاله له میلاد وړاندې) یو کوچنی ایالتي ښارګوټي و، خو له میلاد څخه وړاندې اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې د حمورابي واکمنۍ پر مهال یې ډېره وده وکړه او په اصلي پلازمېنه واوښت. د حمورابیانو د واکمنۍ پر مهال او له هغه وروسته بابل ته «اکدي هېواد» (په اکدي کې Māt Akkadī ) ویل کېدل، چې د اکدي سترواکۍ لرغونو ویاوړنو ته اړوند کېږي.[۱][۲][۳]

دغه ښار د لرغوني ایران د شمالي لرغوني ښار آشور او په ختیځ کې له ایلام ښار سره په سیالي بوخت و. له حمورابیانو وروسته (د منځنۍ کرنولوژي له مخې له میلاد څخه مخکې نږدې ۱۷۹۲-۱۷۵۲ کال، یا د لنډې کرونولوژي له مخې له میلاد مخکې نږدې ۱۶۹۶ – ۱۶۵۴ کال) بابل د لنډ مهال لپاره د سیمې په اصلي ځواک واوښت، لنډ مهاله سترواکي یې رامنځته کړه چې د لومړنۍ اکدي سترواکۍ، د اور دریمې لړۍ او لرغونې آشوري سترواکۍ ځای ناستې وه. د بابل سترواکي د حمورابي له مړینې وروسته ډېر ژر وپاشل شوه او په کوچنۍ پاچاهي واوښته.

د آشور په څېر، د بابل دولت اکدي لیکنۍ ژبه (د خپلو اصلي وګړو ژبه) د رسمي ګټنې په موخه وساتله، په داسې حال کې چې شمال لویدیځ سامي ژبې ویونکي آموریتي بنسټ اېښودونکو او د کاسي ځای ناستي چې په یوه ګډه ژبه یې خبره کولې د بین النهرین اصلي وګړي نه و. دوی سومري ژبه د مذهبي ګټنې لپاره وساتله (لکه څه ډول چې آشوریانو کړي و)، خو د بابل د تاسیس پر مهال دغه ژبې نورې ویل کېدونې ژبې نه وې، ځکه په بشپړ ډول د اکدیانو له خوا تسخیر شوي و. اکدي او سومري لومړنیو دودونو په بابلي او آشوري کلتور کې مهم رول ولوباوه او دغه سیمه له هېواده بهر د حکومتونو د اوږدو دورو پر مهال د یو مهم کلتوري مرکز په توګه پاتې شو.

د لومړي ځل لپاره بابل د اکدي سارګون (له میلاد وړاندې ۲۳۳۴-۲۲۷۹ کال) په یوه خټینه لوحه کې یاد شوی، چې تاریخ یې له میلاد څخه وړاندې ۲۳ مې پېړۍ ته اړوندېږي. بابل دغه مهال یو کلتوري او مذهبي مرکز و نه یو خپلواک هېواد او نه هم کوم لوی ښار؛ د پاتې بین النهرین په څېر، دا هم د اکدي سترواکۍ تابع و چې ټول اکدي او سومري ژب ویونکي یې د یو حکومت تر چتر لاندې راغونډ کړي وو. د اکدي ستراوکۍ له پاشل کېدو وروسته د بین النهرین سویلي سیمه د اور د دریمې لړۍ له ظهور وړاندې د ګوتي قوم تر واکمنۍ لاندې وه چې له آشور پرته د بابل په ګډون د بین النهرین ټولې برخې په کې شاملېدلې.

تاریخچه

له بابل تمدن وړاندې د سومر – اکدي دوره

بین النهرین د بابل له ظهور وړاندې له میلاد څخه ۳۵۰۰ کاله مخکې په سیمه کې د سومري تمدن پر مهال اوږد تاریخ لرلی چې اکدي ژبه ویونکي وګړي له میلاد څخه وړاندې دېرشمه پېړۍ کې راپیدا شول.[۴]

له میلاد څخه په وړاندې دریمه زریزه کې، د سومریانو او اکدي ژب ویونکو ترمنځ یو صمیمي کلتوري ګډ ژوند رامنځته شو چې پراخ دوه ژب توب په کې شاملېده. په اکدي ژبه د سومري ژبې اغیز او همدارنګه برعکس یې په ټولو برخو کې، په لویه کچه له لغوي پور اخیستو تر نحوي هم ډول والي، صرفي یا مورفولوژیکي او واجي یا فونولوژیکي برخو کې څرګند دی. دغې چارې پوهان دې ته اړ کړي څو له میلاد څخه په مخکنۍ دریمه زریزه کې سومري او اکدي ژبې شپراخ بونډ یا هم ډوله ژبې وبولي.[۵]

له میلاد څخه د مخکینۍ دریمې زرېزې د بدلېدو او دویمې زریزې پر مهال اکدي ژبې په تدریج سره په بین النهرین کې د ویل کېدونې ژبې په توګه د سومري ژبې ځای ونیو (کره مهال یې د بحث موضوع ده).[۶]

له میلاده نږدې ۳۵۰۰ کلونو وړاندې مهال څخه بیا له میلاد مخکنۍ ۲۴ مې پېړۍ پورې د اکدیانو د سترواکۍ د رامنځته کېدو تر مهاله، بین النهرین د سومري ښارونو او ایالتونو لکه اور، لاګاش، اوروک، کیش، ایسین، لارسا، ادب، اریدو، ګاسور، آشور، حمازي، آکشاک، اربلا او اوما تر واکمنۍ لاندې و، په داسې حال کې چې له میلاد څخه وړاندې ۲۹ مې او ۲۵ مې پېړیو ترمنځ د سامي اکدیانو نومونه د یو شمېر ایالتونو (لکه آشونانا او آشور) د پاچاهانو په نوملړ کې څرګند شول. په سنتي ډول د ټول بین النهرین مذهبي مرکز د نیپور ښار و چې انیل خدای په کې تر ټولو لوی و او تر هغه مهاله په همدې ډول پاتې شو کله چې له میلاد څخه وړاندې په اتلسمه پېړۍ کې بابل د حمورابي د واکمنۍ پر مهال یې ځای ونیو.

اکدي سترواکي ( له میلاد وړاندې ۲۳۳۴- ۲۱۵۴ کال) په بین النهرین کې تر یوه حکومت لاندې د سامي اکدیانو او سومریانو د یووالي شاهد وه او اکدیانو په سومریانو باندې په بشپړ ډول لوړوالی ترلاسه کړ چې په واقعیت کې یې د لرغوني نږدې ختیځ په ډېرو برخو واک ترلاسه کړ.

په پایله کې دغه سترواکي د اقتصادي زوال، اقلیمي بدلونونو، کورنۍ جګړې او له زاګروس غرونو څخه د ګوتیانو د بریدونو له امله وپاشل شوه. سومر یو ځل بیا د اور له دریمې لړۍ سره له میلاد څخه په مخکنۍ ۲۲ مه پېړۍ کې پاڅون وکړ او له میلاد څخه مخکې ۲۱۶۱ کال کې یې ګوتیان له بین النهرین څخه وویستل، هماغه ډول چې د فال لیدونکو او ستور پېژندونکو له خوا یې وړاندوینه شوې وه. هغه ډول چې څرګندېږي هغوی د یو مهال لپاره د آشور د اکدي پاچاهانو په ډېرو قلمرونو خپله لويي لرله.[۷]

له میلاد څخه وړاندې په ۲۰۰۲ کال کې د ایلامیانو له خوا د «اور د دریمې لړۍ» سومریانو له پاشل کېدو وروسته شمال لویدیځ سامي ژب ویونکي بهرنیانو یا آموریانو (« لویدیځ وګړو») له شمالي شام څخه سویلي بین النهرین ته کډوالي پیل کړه، چې په تدریج سره یې د بین النهرین په ډېری سویلي برخو واک خپل کړ او هلته یې یو شمېر وړې پاچاهۍ جوړې کړې، په داسې حال کې چې آشوریانو یو ځل بیا په شمال کې خپلواکي اعلان کړه. سویلي ایالتونو ونشو کولای د آموریانو د مخکې تګ مخه ونیسي او داسې ښکاري چې کېدای شي دوی د یو مهال لپاره د خپلو اکدي هېوادوالو څخه د ساتنې په موخه په آشوریانو تکیه کړې وي.

ورته مهال، کله چې لومړي سارګون (له میلاد وړاندې ۱۹۲۰-۱۸۸۱ کال) له میلاد څخه وړاندې ۱۹۲۰ کال کې د آشوري پاچا ځای ناستی شو، هغه آشور له سیمې ویوست او غوره یې وبلله چې په اناتولیا او شام کې د آشوري مستعمراتو، په ځانګړي ډول په سویلي بین النهرین کې د آموریانو په ځمکه وهلو تمرکز وکړي. د لومړیو پېړیو پر مهال چې ورته «آموري دوره» ویل کږي په سویل کې پیاوړي ښاري دولتونه ایشین، ایشونانا لارسا او په شمال کې آشور و.[۸]

تاریخ

په پخوانی وخت کی د بین النهرین سیمه د سومریانو د حکمرانانو په لاس کی وو. په ۲۳۳۰ کال ق.م. کی بابل د سارگن اکدي لخوا ونیول شو. سارگن اکدی د بین النهرین په سیمې کی ډېر پياوړى دولت جوړ کړ. مگر په ۲۲ پېړۍ ق.م. کی سیاسی او اقتصادی بحرانونه پېل شول او د اکدی واکمني زوال ته ورسېدله. په ۲۰۷۰ کال مخکې له میلاده د ار حکمرانانو بابل ونیول. په ۱۹ پېړۍ ق.م. کی بابل د اموریانو د حکمرانانو په لاس کی وو. د هغو حکمرانانو څخه حمورابی تر ټولو مشهور حکمران وو. حمورابی قانون جوړ کړ. هغه هم خپل دولت په ولایتونو تقسیم کړ. په ۱۵۹۴ کال مخکې له میلاده بابل دهېتی حکمران مورشیلیش لخوا ونیول شو. په ۱۶ پېړۍ ق.م. کی د بین النهرین سیمه د کاسانیانو حکمرانان په لاس کی وو. په ۱۴ پېړۍ ق.م. کی دغه سیمه د اشوریانو لخوا ونیول شو. په ۱۱۵۴ کال ق.م. کی عیلامیانو بابل ویجاړ کړل او ښایسته گنجونه یی غلا کړل.

سرچینې

  1. F. Leo Oppenheim, Ancient Mesopotamia
  2. "Aliraqi - Babylonian Empire". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Babylonian Empire - Livius". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Editors, History com. "Babylonia". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  5. Deutscher, Guy (2007). Syntactic Change in Akkadian: The Evolution of Sentential Complementation. Oxford University Press US. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-953222-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Woods C. 2006 "Bilingualism, Scribal Learning, and the Death of Sumerian". In S.L. Sanders (ed) Margins of Writing, Origins of Culture: 91–120 Chicago [۱] Archived 2013-04-29 at the Wayback Machine.
  7. Khalisi, Emil (2020), The Double Eclipse at the Downfall of Old Babylon, arXiv:2007.07141 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. A. K. Grayson (1972). Assyrian Royal Inscriptions, Volume 1. Otto Harrassowitz. د کتاب پاڼي 7–8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)