توماس مور
توماس مور (زوکړه: د ۱۴۷۸ زکال د فبروري ۷ مه – مړینه: د ۱۵۳۵ زکال د جولای ۶ مه) چې په کاتولیک کلیسا کې د سنټ توماس مور په توګه ورته درناوی کېږي، انګلیسي وکیل، قاضي، ټولنیز فیلسوف، لیکوال، دولتي چارواکی او د رنسانس د دورې پیاوړی انسان پال و. نوموړی د ۱۵۲۹ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۵۳۲ زکال تر مۍ میاشتې پورې د انګلستان لومړي وزیر و. هغه د اتوپیا په نامه کتاب لیکلي چې په ۱۵۱۶ زکال کې خپور شوی چې په هغو کې یې د آرماني جزیروي دولت سیاسي نظام تشرېح کړی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
هغه تر ډېره پورې د پروتستاني اصلاحاتو پر وړاندې مخالفت وکړ او د مارتین لوتر، هالدریش زوینګلی، جان کالوین او ویلیام تیندل د الهیاتو پر وړاندې یې په لیکلي ډول خپل مخالفت څرګند کړ. هغه له کاتولیک کلیسا څخه د اتم هنري له جلاتوب سره شدید مخالفت وکړ او د انګلستان د عالي کلیسا د مشر په توګه یې د هنري د رسمیت پېژندلو او همدارنګه یې د آرګون له کاترین سره د هغه د واده له منلو ډډه وکړه. د برترۍ د لوړې کولو څخه د ډډه کولو له امله په خیانت تورن شو او اعدام شو. داسې راپور ورکړل شوی چې هغه د خپل اعدام پر مهال ویلي: «زه د پاچا ښه او د خدای لومړی بنده مړ کېږم».
یوولسم پاپ پیوس په ۱۹۳۵ زکال کې مور شهید وباله. په ۲۰۰۰ زکال کې دویم پاپ جان پال نوموړی د دولتي چارواکو او سیاستوالو لوی شفاعت کوونکی (patron saint وباله. [۱۴][۱۵][۱۶]
لومړنی ژوند
[سمول]توماس مور د ۱۴۷۸ زکال د فبروري په ۷ مه د لندن ښار په میلک سټریټ کې وزېږېد. نوموړی د بریالي وکیل او وروسته قاضي جان مور او د هغې د مېرمن اګنس (کورنی نوم یې ګرونګر و) د شپږو ماشومانو دویم و. مور په سنټ انتوني ښوونځي کې زده کړې وکړې چې دغه ښوونځي وروسته د لندن تر ټولو غوره ښوونځی وګڼل شو. له ۱۴۹۰ زکال څخه تر ۱۴۹۲ زکال پورې مور د کانټربري د لوی کشیش او د انګلستان د لارډ چانسلر یا لومړي وزیر جان مورټون چپن وړونکی و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مورټون په ډېرې لېوالتیا سره د «نوو زده کړو» (وروسته د «انسان پالنې» او «لندني انسان پالنې» د سکالرشېپونو په توګه وپېژندل شول) ملاتړ وکړ او ځوانانو ته یې پام ډېر و. مورټون په دې باندې په باور چې مور لوړ پوتانشیل لري هغه یې په اکسفورډ پوهنتون (سنټ مري هال او کانټربري کالج، چې دواړه اوس له منځه تللي) کې زده کړو ته نوماند کړ. [۲۱]
مور په ۱۴۹۲ زکال کې په اکسفورډ کې خپلې زده کړې پیل کړې او کلاسلیک تحصیلات یې ترلاسه کړل. هغه د توماس لیناکر او ویلیام ګروسین تر نظر لاندې په زده کړو کولو لاتین او یوناني زده کړه. مور په اکسفورډ کې له دوه کاله زده کړې وروسته – د خپل پلار په ټینګار – اکسفورډ خوشی کړ څو د لندن د حقوقي مراکزو په یوه مرکز کې حقوقي زده کړې وکړي. مور په ۱۴۹۶ زکال کې د لینکولن حقوقي مرکز شاګرد شو؛ نوموړی تر هغه مهاله هلته پاتې شو کله چې یې په ۱۵۰۲ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده.[۲۲]
معنوي ژوند
[سمول]له روتردام څخه د هغه د ملګري او الهیات پوه دسیدریوس اراسموس په خبره مور څو ځله په کلکه سره دا فکر وکړ څو خپل حقوقي مسلک ته شا کړي او راهب شي. له ۱۵۰۳ زکال څخه تر ۱۵۰۴ زکال پورې هغه د لندن له دیوالونو بهر د کارتوسي صومعۍ په څنګ کې ژوند وکړ او د راهبانو په روحاني چارو کې به یې برخه اخیسته. په داسې حال کې چې هغوی د ده تقوا په کلکه سره ستایله، خو بالاخره یې پرېکړه وکړه چې غیرروحاني پاتې شي، په ۱۵۰۴ زکال کې پارلماني ټاکنو ته ودرېږي او راتلونکی کال واده هم وکړي. [۲۳][۲۴][۲۵]
کورنی ژوند
[سمول]مور په ۱۵۰۵ زکال کې له جین کلت سره واده وکړ. همدغه کال هغه د هغه کور یوه برخه ځانته ګرو کړه چې د اولډ بارج په نوم پېژندل کېده او د د لندن سنټ سټیفن والبروک کلیسا ته څېرمه په باکلرزبري کې یې موقعیت درلود. اته کاله وروسته هغه ټول دغه کور خپل کړ او تر هغه مهاله چې چلسي ته یې کډه وکړه په ټولیزه توګه یې نږدې ۲۰ کاله دلته ژوند وکړ. اراسموس څرګنده کړې چې مور غوښتل خپلې ځوانې مېرمنې ته د هغو زده کړو په پرتله چې وړاندې یې په کور کې کړې وې غوره تحصیلات ورکړي؛ له همدې امله یې هغه د موسیقي او ادبیاتو په برخه کې وروزله. جین په ۱۵۱۱ زکال کې مړه شوه. [۲۶][۲۷]
مور په ۳۰ ورځو کې «د خپلو ملګرو د لارښوونې او عرف پر خلاف» په شرایطو له برابرې یوې ښځې سره د خپلو ګڼ شمېر ملګرو په حضور کې واده وکړ. هغه د الیس میډلټون په نامه کونډه ښځه د خپلو کورنیو چارو او له ماشومانو څخه د ساتنې په موخه وټاکله. د هغوی د واده چټکتیا دومره غیرعادي وه چې وه یې شو کولای د واده د ممنوعیت له قوانینو ځان خلاص کړي؛ هغه چاره چې نوموړي د خپل غوره شهرت لرلو امله ورته په آسانۍ لاسرسی وموند. [۲۸][۲۹][۳۰]
مور له خپلې دویم واده ماشومان نه لرل، خو د الیس د پخواني مېړه څخه پیدا شوې لور یې د خپلې لور په توګه را لویه کړه. له دې سربېره الیس د دوه نورو ځوانو نجونو سرپرستي هم وکړه: آن کرساکر چې بالاخره یې د هغه له زوی جان مور سره واده وکړ او مارګاریت ګېګز (وروسته کلمنټ) چې د دوی د کورنۍ یوازنۍ هغه غړې وه چې د هغه د اعدام شاهده وه (نوموړې د مور د اعدام په ۳۵ مه کالیزه کې مړه شوه او د هغې لور د مور له وراره ویلیام راستل سره واده وکړ). مور چې یو مهربانه پلار و هر هغه مهال به چې د دولتي او قانوني چارو په موخه له کوره لرې و خپلو ماشومانو ته به یې لیک لیکه او هغوی به یې هم هڅول څو ده ته لیک ولیکي. [۳۱][۳۲]
مور تر ډېره په دې ټینګار درلود چې لوڼې یې هم د زوی په څېر کلاسیکې زده کړې وکړي، هغه لیدلوری چې هغه مهال په بشپړه توګه غیرعادي و. د هغه مشرې لور مارګاریت د خپلې پوهې په ځانګړې توګه په یوناني او لاتین باندې د تسلط موندلو له امله د هغه ډېر تشویق ترلاسه کاوه. مور د ۱۵۲۲ زکال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغې خپلې لور ته پر هغې د علمي لاسته راوړنو له امله د ویاړ کولو وویل چې هغه د خپلې لور لیکلی خط کشیش ته وښود؛ لور یې د هغه له خولې ویلي: [۳۳]
هغه مهال چې کشیش لاسلیک ته وکتل چې د یوې ښځینه خط دی، ډېر حیران شو او په ډېری لیوالتیا یې دا لیک ولوست ... هغه وویل چې هېڅکله مې باور نه راځي چې دا دې ستاسو کار وي، مګر دا چې هغه مې باوري کړ او هغه پر ویلو پیل وکړ. هغه په تر ټولو غوره عباراتو وستایۍ ... د دغې خالصې لاتین، د هغو د سموالي، پوهې او له زده کړو سره د مینې له امله. هغه ژر جیب ته لاس کړ او یوه پرتګالي [پرتګالي د طلا سکه] یې را وویستله ... څو تاته یې ستا د ستاینې په موخه ولېږي او څرګنده کړي چې دعا یې له تا سره ده.
لومړنۍ سیاسي چارې
[سمول]په ۱۵۰۴ زکال کې مور د ګریټ یارموث د استازي په توګه پارلمان ته لار ومونده او په ۱۵۱۰ زکال کې یې له لندن څخه استازولۍ ته مخه کړه. [۳۴]
له ۱۵۱۰ زکال وروسته مور د لندن ښار له دوه اداره کوونکو ادارو څخه د یوې د مشر په توګه خدمت کاوه، هغه ځایګی چې پام وړ مسئولیت ور ترغاړې و او همدلته یې د یوه رښتیني او اغېزمن دولتي مامور په توګه شهرت وموند. مور په ۱۵۱۴ زکال کې دولتي شورا ته لار ومونده او همدغه کال د پاچا د مشاورینو د ډلې مشر وټاکل شو. مور د یورک د لوی کاردینال کشیش توماس وولسي سره یوځای په کاله او بروخه کې د روم د سپېڅلي سترواک پنځم چارلز سره له یوه دیپلماتیک ماموریت وروسته عالي دولتي استازی شو او په ۱۵۲۱ زکال کې د خزانه دارۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو. [۳۵][۳۶]
مور د پاچا اتم هنري د منشي او شخصي سلاکار په توګه پام وړ نفوذ وموند؛ هغه د بهرنیو دیپلماتانو هرکلی کاوه، د رسمي اسنادو مسودې یې جوړولې او د لومړي وزیر وولسي او پاچا ترمنځ یې اړیکې مخته وړلې. [۳۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرچينې تړی: https://www.britannica.com/biography/Thomas-More-English-humanist-and-statesman.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: http://www.luminarium.org/renlit/morebio.htm.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.chelseaoldchurch.org.uk/history/thomas-more.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.luminarium.org/renlit/moreepitaph.htm.
- ↑ CONOR.SI ID: 8550243. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11926532q. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
- ↑ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
- ↑ "St. Thomas More". savior.org. Archived from the original on 2019-12-25. نه اخيستل شوی 2020-06-29.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Homily at the Canonization of St. Thomas More Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine. at The Center for Thomas More Studies at the University of Dallas, 2010, citing text "Recorded in The Tablet, June 1, 1935, pp. 694–695"
- ↑ Glenn, Garrard (1 January 1941). "St. Thomas More As Judge and lawyer". Fordham Law Review. 10 (2): 187.
- ↑ Linder, Douglas O. The Trial of Sir Thomas More: A Chronology at University Of Missouri-Kansas City (UMKC) School Of Law
- ↑ Jubilee of parliament and government members, proclamation of Saint Thomas More as patron of statesmen vatican.va
- ↑ Apostolic letter issued motu proprio proclaiming Saint Thomas More Patron of Statesmen and Politicians, 31 October 2000 Vatican.va
- ↑ "Holy Days". Worship – The Calendar. Church of England. 2011. Archived from the original on 29 June 2012. نه اخيستل شوی 20 April 2011.
- ↑ King, Margaret L. (2014). Renaissance Humanism: An Anthology of Sources. Hackett Publishing. p. 157. ISBN 978-1-62466-146-4.
- ↑ Jokinen, A. (13 June 2009). "The Life of Sir Thomas More." Luminarium. Retrieved 19 September 2011.
- ↑ "Sir Thomas More". The Biography Channel website. 2014. نه اخيستل شوی 30 January 2014.
- ↑ "Thomas More: Always a Londoner". tudortimes.co.uk. 24 September 2016. نه اخيستل شوی 1 May 2019.
- ↑ Rebhorn, Wayne A, ed. (2005). "Introduction". Utopia. Classics. New York: Barnes & Noble..
- ↑ Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books..
- ↑ Harpsfield, Nicholas (1931). "The Life and Death of Sr Thomas More". London: Early English Text Society: 12–3.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help). - ↑ Erasmus, Desiderius (1991). "Letter to Ulrich von Hutten". In Adams, Robert M. (ed.). Utopia. New York: WW Norton & Co. p. 125. ISBN 9780393961454.
- ↑ "Erasmus to Ulrich von Hutten" (PDF). The Center for Thomas More Studies. Biographical Accounts: Erasmus' Letters about More. Thomasmorestudies.org. Archived from the original (PDF) on 16 March 2016. نه اخيستل شوی 8 March 2014.
- ↑ "Franciscan Calendar". Tau Cross Region of the Secular Franciscan Order. Archived from the original on 5 May 2013.
- ↑ Wood, Alexander (1874). Ecclesiastical Antiquities of London and Its Suburbs. London: Burns & Oates. pp. 105–6. OCLC 18479600.
- ↑ Reynolds, Ernest E. (1968). The field is won; the life and death of Saint Thomas More. Milwaukee: Bruce Pub. Co. p. 54. ISBN 978-0-223-97628-3.
- ↑ Wegemer, Gerard B. (1995). Thomas More: A Portrait of Courage. Scepter Publishing.
- ↑ Wagner, John A.; Walters Schmid, Susan (2011). Encyclopedia of Tudor England. ABC-CLIO. pp. 769–770. ISBN 978-1-59884-299-9.
- ↑ Maddison, The Rev. Canon, ed. (1903). Lincolnshire Pedigrees. London: Harleian Society. p. 5.
- ↑ Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books..
- ↑ More, Thomas (1961). Rogers, Elizabeth Frances (ed.). Selected Letters. New Haven and London: Yale University Press..
- ↑ Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books..
- ↑ "History of Parliament". History of Parliament Trust. نه اخيستل شوی 13 October 2011.
- ↑ Magnusson (ed.) Chambers Biographical Dictionary (1990) p. 1039
- ↑ Rebhorn, W. A. (ed.) p. xviii
- ↑ Rebhorn, W. A. (ed.) p. xviii
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P136 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- تېروتنې CS1: ناسم periodical