توماس مور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس مور
(انګلیسي: Thomas More د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس مور
توماس مور

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Thomas More د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ فبروري ۱۴۷۸[۱]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 جولای 1535 (57 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
دينپوهنه
سياستوال
شاعر
قاضي
ډیپلوماټ
ليکوال [۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۳]
لاتين ژبه [۴]
يوناني لهجه [۴]
ایټالیایي ژبه [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس مور
توماس مور

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

توماس مور (زوکړه: د ۱۴۷۸ زکال د فبروري ۷ مه – مړینه: د ۱۵۳۵ زکال د جولای ۶ مه) چې په کاتولیک کلیسا کې د سنټ توماس مور په توګه ورته درناوی کېږي، انګلیسي وکیل، قاضي، ټولنیز فیلسوف، لیکوال، دولتي چارواکی او د رنسانس د دورې پیاوړی انسان پال و. نوموړی د ۱۵۲۹ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۵۳۲ زکال تر مۍ میاشتې پورې د انګلستان لومړي وزیر و. هغه د اتوپیا په نامه کتاب لیکلي چې په ۱۵۱۶ زکال کې خپور شوی چې په هغو کې یې د آرماني جزیروي دولت سیاسي نظام تشرېح کړی. [۵][۶][۷][۸][۹]

هغه تر ډېره پورې د پروتستاني اصلاحاتو پر وړاندې مخالفت وکړ او د مارتین لوتر، هالدریش زوینګلی، جان کالوین او ویلیام تیندل د الهیاتو پر وړاندې یې په لیکلي ډول خپل مخالفت څرګند کړ. هغه له کاتولیک کلیسا څخه د اتم هنري له جلاتوب سره شدید مخالفت وکړ او د انګلستان د عالي کلیسا د مشر په توګه یې د هنري د رسمیت پېژندلو او همدارنګه یې د آرګون له کاترین سره د هغه د واده له منلو ډډه وکړه. د برترۍ د لوړې کولو څخه د ډډه کولو له امله په خیانت تورن شو او اعدام شو. داسې راپور ورکړل شوی چې هغه د خپل اعدام پر مهال ویلي: «زه د پاچا ښه او د خدای لومړی بنده مړ کېږم».

یوولسم پاپ پیوس په ۱۹۳۵ زکال کې مور شهید وباله. په ۲۰۰۰ زکال کې دویم پاپ جان پال نوموړی د دولتي چارواکو او سیاستوالو لوی شفاعت کوونکی (patron saint وباله. [۱۰][۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند[سمول]

توماس مور د ۱۴۷۸ زکال د فبروري په ۷ مه د لندن ښار په میلک سټریټ کې وزېږېد. نوموړی د بریالي وکیل او وروسته قاضي جان مور او د هغې د مېرمن اګنس (کورنی نوم یې ګرونګر و) د شپږو ماشومانو دویم و. مور په سنټ انتوني ښوونځي کې زده کړې وکړې چې دغه ښوونځي وروسته د لندن تر ټولو غوره ښوونځی وګڼل شو. له ۱۴۹۰ زکال څخه تر ۱۴۹۲ زکال پورې مور د کانټربري د لوی کشیش او د انګلستان د لارډ چانسلر یا لومړي وزیر جان مورټون چپن وړونکی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مورټون په ډېرې لېوالتیا سره د «نوو زده کړو» (وروسته د «انسان پالنې» او «لندني انسان پالنې» د سکالرشېپونو په توګه وپېژندل شول) ملاتړ وکړ او ځوانانو ته یې پام ډېر و. مورټون په دې باندې په باور چې مور لوړ پوتانشیل لري هغه یې په اکسفورډ پوهنتون (سنټ مري هال او کانټربري کالج، چې دواړه اوس له منځه تللي) کې زده کړو ته نوماند کړ. [۱۷]

مور په ۱۴۹۲ زکال کې په اکسفورډ کې خپلې زده کړې پیل کړې او کلاسلیک تحصیلات یې ترلاسه کړل. هغه د توماس لیناکر او ویلیام ګروسین تر نظر لاندې په زده کړو کولو لاتین او یوناني زده کړه. مور په اکسفورډ کې له دوه کاله زده کړې وروسته – د خپل پلار په ټینګار – اکسفورډ خوشی کړ څو د لندن د حقوقي مراکزو په یوه مرکز کې حقوقي زده کړې وکړي. مور په ۱۴۹۶ زکال کې د لینکولن حقوقي مرکز شاګرد شو؛ نوموړی تر هغه مهاله هلته پاتې شو کله چې یې په ۱۵۰۲ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده.[۱۸]

معنوي ژوند[سمول]

له روتردام څخه د هغه د ملګري او الهیات پوه دسیدریوس اراسموس په خبره مور څو ځله په کلکه سره دا فکر وکړ څو خپل حقوقي مسلک ته شا کړي او راهب شي. له ۱۵۰۳ زکال څخه تر ۱۵۰۴ زکال پورې هغه د لندن له دیوالونو بهر د کارتوسي صومعۍ په څنګ کې ژوند وکړ او د راهبانو په روحاني چارو کې به یې برخه اخیسته. په داسې حال کې چې هغوی د ده تقوا په کلکه سره ستایله، خو بالاخره یې پرېکړه وکړه چې غیرروحاني پاتې شي، په ۱۵۰۴ زکال کې پارلماني ټاکنو ته ودرېږي او راتلونکی کال واده هم وکړي. [۱۹][۲۰][۲۱]

کورنی ژوند[سمول]

مور په ۱۵۰۵ زکال کې له جین کلت سره واده وکړ. همدغه کال هغه د هغه کور یوه برخه ځانته ګرو کړه چې د اولډ بارج په نوم پېژندل کېده او د د لندن سنټ سټیفن والبروک کلیسا ته څېرمه په باکلرزبري کې یې موقعیت درلود. اته کاله وروسته هغه ټول دغه کور خپل کړ او تر هغه مهاله چې چلسي ته یې کډه وکړه په ټولیزه توګه یې نږدې ۲۰ کاله دلته ژوند وکړ. اراسموس څرګنده کړې چې مور غوښتل خپلې ځوانې مېرمنې ته د هغو زده کړو په پرتله چې وړاندې یې په کور کې کړې وې غوره تحصیلات ورکړي؛ له همدې امله یې هغه د موسیقي او ادبیاتو په برخه کې وروزله. جین په ۱۵۱۱ زکال کې مړه شوه. [۲۲][۲۳]

مور په ۳۰ ورځو کې «د خپلو ملګرو د لارښوونې او عرف پر خلاف» په شرایطو له برابرې یوې ښځې سره د خپلو ګڼ شمېر ملګرو په حضور کې واده وکړ. هغه د الیس میډلټون په نامه کونډه ښځه د خپلو کورنیو چارو او له ماشومانو څخه د ساتنې په موخه وټاکله. د هغوی د واده چټکتیا دومره غیرعادي وه چې وه یې شو کولای د واده د ممنوعیت له قوانینو ځان خلاص کړي؛ هغه چاره چې نوموړي د خپل غوره شهرت لرلو امله ورته په آسانۍ لاسرسی وموند. [۲۴][۲۵][۲۶]

مور له خپلې دویم واده ماشومان نه لرل، خو د الیس د پخواني مېړه څخه پیدا شوې لور یې د خپلې لور په توګه را لویه کړه. له دې سربېره الیس د دوه نورو ځوانو نجونو سرپرستي هم وکړه: آن کرساکر چې بالاخره یې د هغه له زوی جان مور سره واده وکړ او مارګاریت ګېګز (وروسته کلمنټ) چې د دوی د کورنۍ یوازنۍ هغه غړې وه چې د هغه د اعدام شاهده وه (نوموړې د مور د اعدام په ۳۵ مه کالیزه کې مړه شوه او د هغې لور د مور له وراره ویلیام راستل سره واده وکړ). مور چې یو مهربانه پلار و هر هغه مهال به چې د دولتي او قانوني چارو په موخه له کوره لرې و خپلو ماشومانو ته به یې لیک لیکه او هغوی به یې هم هڅول څو ده ته لیک ولیکي. [۲۷][۲۸]

مور تر ډېره په دې ټینګار درلود چې لوڼې یې هم د زوی په څېر کلاسیکې زده کړې وکړي، هغه لیدلوری چې هغه مهال په بشپړه توګه غیرعادي و. د هغه مشرې لور مارګاریت د خپلې پوهې په ځانګړې توګه په یوناني او لاتین باندې د تسلط موندلو له امله د هغه ډېر تشویق ترلاسه کاوه. مور د ۱۵۲۲ زکال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغې خپلې لور ته پر هغې د علمي لاسته راوړنو له امله د ویاړ کولو وویل چې هغه د خپلې لور لیکلی خط کشیش ته وښود؛ لور یې د هغه له خولې ویلي: [۲۹]

هغه مهال چې کشیش لاسلیک ته وکتل چې د یوې ښځینه خط دی، ډېر حیران شو او په ډېری لیوالتیا یې دا لیک ولوست ... هغه وویل چې هېڅکله مې باور نه راځي چې دا دې ستاسو کار وي، مګر دا چې هغه مې باوري کړ او هغه پر ویلو پیل وکړ. هغه په تر ټولو غوره عباراتو وستایۍ ... د دغې خالصې لاتین، د هغو د سموالي، پوهې او له زده کړو سره د مینې له امله. هغه ژر جیب ته لاس کړ او یوه پرتګالي [پرتګالي د طلا سکه] یې را وویستله ... څو تاته یې ستا د ستاینې په موخه ولېږي او څرګنده کړي چې دعا یې له تا سره ده.

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

په ۱۵۰۴ زکال کې مور د ګریټ یارموث د استازي په توګه پارلمان ته لار ومونده او په ۱۵۱۰ زکال کې یې له لندن څخه استازولۍ ته مخه کړه. [۳۰]

له ۱۵۱۰ زکال وروسته مور د لندن ښار له دوه اداره کوونکو ادارو څخه د یوې د مشر په توګه خدمت کاوه، هغه ځایګی چې پام وړ مسئولیت ور ترغاړې و او همدلته یې د یوه رښتیني او اغېزمن دولتي مامور په توګه  شهرت وموند. مور په ۱۵۱۴ زکال کې دولتي شورا ته لار ومونده او همدغه کال د پاچا د مشاورینو د ډلې مشر وټاکل شو. مور د یورک د لوی کاردینال کشیش توماس وولسي سره یوځای په کاله او بروخه کې د روم د سپېڅلي سترواک پنځم چارلز سره له یوه دیپلماتیک ماموریت وروسته عالي دولتي استازی شو او په ۱۵۲۱ زکال کې د خزانه دارۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو. [۳۱][۳۲]

مور د پاچا اتم هنري د منشي او شخصي سلاکار په توګه پام وړ نفوذ وموند؛ هغه د بهرنیو دیپلماتانو هرکلی کاوه، د رسمي اسنادو مسودې یې جوړولې او د لومړي وزیر وولسي او پاچا ترمنځ یې اړیکې مخته وړلې. [۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.luminarium.org/renlit/morebio.htm
  2. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8550243
  4. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11926532q — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. "St. Thomas More". savior.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Homily at the Canonization of St. Thomas More Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine. at The Center for Thomas More Studies at the University of Dallas, 2010, citing text "Recorded in The Tablet, June 1, 1935, pp. 694–695"
  7. Glenn, Garrard (1 January 1941). "St. Thomas More As Judge and lawyer". Fordham Law Review. 10 (2): 187. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Linder, Douglas O. The Trial of Sir Thomas More: A Chronology at University Of Missouri-Kansas City (UMKC) School Of Law
  9. Jubilee of parliament and government members, proclamation of Saint Thomas More as patron of statesmen vatican.va
  10. Apostolic letter issued motu proprio proclaiming Saint Thomas More Patron of Statesmen and Politicians, 31 October 2000 Vatican.va
  11. "Holy Days". Worship – The Calendar. Church of England. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. King, Margaret L. (2014). Renaissance Humanism: An Anthology of Sources. Hackett Publishing. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62466-146-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jokinen, A. (13 June 2009). "The Life of Sir Thomas More." Luminarium. Retrieved 19 September 2011.
  14. "Sir Thomas More". The Biography Channel website. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Thomas More: Always a Londoner". tudortimes.co.uk. 24 September 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rebhorn, Wayne A, المحرر (2005). "Introduction". Utopia. New York: Barnes & Noble. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  17. Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  18. Harpsfield, Nicholas (1931). "The Life and Death of Sr Thomas More". London: Early English Text Society: 12–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة).
  19. Erasmus, Desiderius (1991). "Letter to Ulrich von Hutten". In Adams, Robert M. (المحرر). Utopia. New York: WW Norton & Co. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393961454. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Erasmus to Ulrich von Hutten" (PDF). The Center for Thomas More Studies. Biographical Accounts: Erasmus' Letters about More. Thomasmorestudies.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Franciscan Calendar". Tau Cross Region of the Secular Franciscan Order. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مې ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Wood, Alexander (1874). Ecclesiastical Antiquities of London and Its Suburbs. London: Burns & Oates. د کتاب پاڼي 105–6. OCLC 18479600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Reynolds, Ernest E. (1968). The field is won; the life and death of Saint Thomas More. Milwaukee: Bruce Pub. Co. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-223-97628-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Wegemer, Gerard B. (1995). Thomas More: A Portrait of Courage. Scepter Publishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wagner, John A.; Walters Schmid, Susan (2011). Encyclopedia of Tudor England. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 769–770. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-299-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Maddison, The Rev. Canon, المحرر (1903). Lincolnshire Pedigrees. London: Harleian Society. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  28. More, Thomas (1961). Rogers, Elizabeth Frances (المحرر). Selected Letters. New Haven and London: Yale University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  29. Ackroyd, Peter (1999). The Life of Thomas More. New York: Anchor Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  30. "History of Parliament". History of Parliament Trust. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Magnusson (ed.) Chambers Biographical Dictionary (1990) p. 1039
  32. Rebhorn, W. A. (ed.) p. xviii
  33. Rebhorn, W. A. (ed.) p. xviii