اسلامي دولت – خراسان ولایت
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
مهمې پېښې | |
---|---|
جګړه |
برخه د |
---|
د اسلامي دولت – خراسان ولایت (په عربي ژبه: الدولة الإسلامية – ولاية خراسان؛ ISIS-K) د اسلامي دولت اړوند وسله واله ډله ده چې په سوېلي آسيا او منځنۍ آسيا کې فعاله ده. دې ډلې ته ځینې رسنۍ د ISK یا IS-K، ISISK یا ISIS-K، ISKP یا IS-KP، داعش-خراسان نوم ورکوي. IS-K په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، او ازبکستان کې فعاله ده، چې په دې ځایونو کې یې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی. داعش او طالبان ځانونه د یو بل دښمنان ګڼي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
دا ډله د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې د افغانستان په ختیځ کې د ناراضي او بېلو شوو طالبانو له لوري رامنځ ته شوه، خو په غړیتوب کې یې د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، بنګله دېش، هند او میانمار، وګړي ګډون لري. د دې ډلې لومړي مشران، عبدالرؤف علیزا او حافظ سعید خان په ترتیب سره د ۲۰۱۵ کال په فبروري، او د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شول. ورپسې مشران یې هم وژل شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې د دې ډلې مشر عبدالله اورکزی د افغانستان د پخوانیو استخباراتو یا د ملي امنیت ریاست له خوا ونیول شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ISIS-K د ملکي وګړو په وړاندې ډېر لوی بریدونه، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې ترسره کړي دي. د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، د پاکستان په مستنګ کې د ISIS-K یوې بمي چاودنې ۱۴۹ تنه د مرګ کندې ته واچول. د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې، په کابل کې د ISIS-K یوې چاودنې ۹۰ تنه ووژل. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې، له کابل څخه د متحده ایالاتو د وتلو په ترڅ کې، د ISIS-K ډلې بمي بريد ۱۳ امریکايي پوځي پرسونل او لږ تر لږه ۱۶۹ تنه افغانان ووژل، چې له ۲۰۱۱ کال ورسته دا په افغانستان کې په یوه برید کې د متحده ایالاتو د پوځي تلفاتو ترټولو لوړه شمېره ده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
شالید
[سمول]د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په شاوخوا کې، اسلامي دولت یو پلاوی پاکستان ته ولېږ ترڅو پاکستاني طالبانو د ډلو په ګډون له سیمه ییزو اورپکو سره وګوري، چې دې خبرو اترو میاشتې وخت ونیو. په همدې وخت کې، د پاکستان په ځینو برخو کې د داعش په ملاتړ شب نامې، بیرغونه او تبلیغاتي مواد، په پښتو او دري ژبو د یو لیکل شوي بروشر په ګډون، ووېشل شول چې په ټولو مسلمانانو یې غږ کړی و ترڅو له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړي. داسې ویل کېدل چې دا پاڼې د پولې هاخوا په افغانستان کې چاپ شوي او تکثیر شوې وې. د طالبانو پخوانی قومندان عبدالرووف خادم د ۲۰۱۴ کال په اکټوبر کې عراق ته لاړ او وروسته افغانستان ته راستون شو او هلته یې په هلمند او فراه ولایتونو کې خپل پلویان جلب او جذب کړل. په همدې میاشت کې د پاکستاني طالبانو شپږ قوماندانان؛ حافظ خان سعید، رسمي ویاند شاهدالله شاهد، او د پاکستاني طالبانو د کرم او خیبر قبایلي سیمو او د پېښور او هنګو ولسوالیو قوماندانان په ښکاره له پاکستاني طالبانو جلا شول او د ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
دا شپږ کسان د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتې په ۱۰ نېټه په یوه ویډیو کې راڅرګند شول او له البغدادي سره بیعت یې تازه کړ او حافظ سعید خان یې د خپلې ډلې د مشر په توګه وټاکه. له دوی سره د منځنۍ کچې قوماندانان او د افغانستان د لوګر او کنړ ولایتونو او د پاکستان د لکي مروت څخه استازي یو ځای شول. شاهدالله شاهد ادعا وکړه چې د دواړو هېوادونو نورو جهادي ډلو هم له دې بیعت ملاتړ کړی، خو په شخصی توګه و نه توانېدل چې په غونډه کې ګډون وکړی. ورپسې په دې نوې جوړه شوې ډله کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړو او د منځنۍ آسیا نورو وسله والو هم ګډون وکړ. [۲۶][۲۷][۲۸]
له ۲۰۱۷ کال راهیسې، IS-K د امریکایي سرتېرو، افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د څه کم-زیات ۲۵۰ نښتو مسئولیت په غاړه واخیست. [۲۹]
هدف
[سمول]د مرکزي اسلامي دولت د "ولایت" په توګه، د دې ډلې موخه دا ده چې په خپل سر اعلان شوی خلیفه د خراسان ولایت تر بیرغ لاندې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا کنټرول په لاس کې واخلي. د داعش د تبلیغاتي څانګې له خوا خپره شوې نقشه، په شمال کې له قزاقستان څخه، په سوېل کې تر سریلانکا او مالدیپ پورې او په لوېدیځ کې له ختیځ ایران څخه تر لوېدیځ چین پورې سیمه د خراسان ولایت په توګه ښیي. [۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ "طالبان وتنظيم الدولة بأفغانستان.. ما سر العداء الدفين؟". Aljazeera (in عربي). 2021-08-26. بياځلي په 2021-08-28.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "بايدن يتوعد المسؤولين عن تفجير مطار كابل" [Biden threatens those responsible for Kabul airport bombing]. BBC News Arabic (in عربي). 2021-08-27. بياځلي په 2021-08-28.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ Starr, Barbara; Browne, Ryan (19 February 2019). "US officials warn ISIS' Afghanistan branch poses a major threat". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 August 2021. بياځلي په 6 August 2021.
- ↑ "ISIS in Afghanistan is still able to field thousands of fighters despite hellacious fight to destroy it". Military Times. 4 October 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 August 2021. بياځلي په 4 August 2021.
- ↑ "Why ISIS failed to establish a foothold in Pakistan". Pakistan Forward. 27 August 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 August 2021. بياځلي په 6 August 2021.
- ↑ Gibbons-Neff, Thomas; Rahim, Najim (6 November 2019). "ISIS Fighters Attack Outpost in Tajikistan". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 July 2020. بياځلي په 9 June 2020.
- ↑ Gul, Ayaz (8 April 2022). "Islamic State Khorasan Claims Rocket Attack on Uzbekistan". Voice of America. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 February 2023. بياځلي په 9 February 2023.
{{cite news}}
: CS1 errors: archive-url (link) - ↑ "Khorasan as the Next Syria?". Global Risk Insights. August 30, 2021. خوندي شوی له the original on July 2, 2023. بياځلي په July 2, 2023.
- ↑ "ISIL-K's new leader heads India operations; may've earlier affiliation with Haqqani network: U.N." The Hindu. February 4, 2021 – via www.thehindu.com.
- ↑ Eric Schmitt (25 August 2021). "ISIS Branch Poses Biggest Immediate Terrorist Threat to Evacuation in Kabul". New York Times.
- ↑ "What We Know About ISIS-K, The Group Behind The Kabul Attack". National Public Radio.
- ↑ Eric Schmitt (25 August 2021). "ISIS Branch Poses Biggest Immediate Terrorist Threat to Evacuation in Kabul". New York Times.
- ↑ "ISIL-K leaders hope to attract intransigent Taliban, other militants who reject US-Taliban peace deal: UN report". The Economic Times.
- ↑ "Afghanistan drone strike 'kills IS commander Abdul Rauf'". BBC News. 9 February 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 August 2019. بياځلي په 24 February 2015.
A drone strike in Afghanistan has killed a militant commander who recently swore allegiance to Islamic State (IS), officials say. The police chief of Helmand said that former Taliban commander Mullah Abdul Rauf had died in the strike. The group has received allegiance from individuals in Kashmir & has officially expanded its operations in Indian Controlled Kashmir.
- ↑ "Top ISIS commander killed in U.S. airstrike in Afghanistan". BNO News. 12 August 2016. خوندي شوی له the original on 16 March 2018. بياځلي په 12 August 2016.
- ↑ "Afghanistan: Prosecute Head of ISIS-linked Group". 6 April 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 April 2020. بياځلي په 7 April 2020.
- ↑ "Khorasan as the Next Syria?". Global Risk Insights. August 30, 2021. خوندي شوی له the original on July 2, 2023. بياځلي په July 2, 2023.
- ↑ "US forces keep up Kabul airlift under threat of more attacks". Associated Press. 27 August 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 August 2021. بياځلي په 27 August 2021.
- ↑ "At least 48 dead: Kabul's deadliest day since 2011". Los Angeles Times. 8 August 2015.
- ↑ "Islamic State claims responsibility for Kabul airport blasts". TheGuardian.com. 26 August 2021.
- ↑ Jones, Seth G. (3 August 2015). "Seth G. Jones - ISIS' South Asia Strategy". Foreign Affairs. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2015. بياځلي په 6 October 2015.
- ↑ Nazish, Kiran (3 September 2014). "The Islamic State Is Spreading Into Pakistan". The New Republic. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 September 2015. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ "Islamic State gaining ground in Afghanistan: UN". AFP. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 October 2015. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ "Pakistani Taliban leaders pledge allegiance to Islamic State". Washington Post. 14 October 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2015. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ "Situating the emergence of the Islamic State of Khorasan". CTC Sentinel. 19 March 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2018. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ "Situating the emergence of the Islamic State of Khorasan". CTC Sentinel. 19 March 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2018. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ "Pakistani Taliban splinter group again pledges allegiance to Islamic State". Long War Journal. 13 January 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 September 2015. بياځلي په 3 October 2015.
- ↑ Robin Wright. U.S. retaliation for the Kabul bombing won't stop ISIS or end terrorism. New Yorker. 27 August 2021.
- ↑ Ellen Mitchell. Five things to know about ISIS-K. The Hill. 28 August 2021.
- ↑ Muhammad Amir Rana. What ISIS and the 'caliphate' mean for Pakistan. Dawn News. 3 July 2014.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 maint: url-status
- CS1 عربي-language sources (ar)
- CS1 errors: archive-url