اسلامي دولت – خراسان ولایت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسلامي دولت – خراسان ولایت
ولاية خراسان (عربي ) Edit the value on ویکي‌ډېټا
نښان
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
اړين معلومات
مهمې پیښې
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

د اسلامي دولت – خراسان ولایت (په عربي ژبه: الدولة الإسلامية – ولاية خراسان؛ ISIS-K) د اسلامي دولت اړوند وسله واله ډله ده چې په سوېلي آسيا او منځنۍ آسيا کې فعاله ده. دې ډلې ته ځینې رسنۍ د ISK یا IS-K، ISISK یا ISIS-K، ISKP یا IS-KP، داعش-خراسان نوم ورکوي. IS-K په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، او ازبکستان کې فعاله ده، چې په دې ځایونو کې یې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی. داعش او طالبان ځانونه د یو بل دښمنان ګڼي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دا ډله د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې د افغانستان په ختیځ کې د ناراضي او بېلو شوو طالبانو له لوري رامنځ ته شوه، خو په غړیتوب کې یې د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، بنګله دېش، هند او میانمار، وګړي ګډون لري. د دې ډلې لومړي مشران، عبدالرؤف علیزا او حافظ سعید خان په ترتیب سره د ۲۰۱۵ کال په فبروري، او د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شول. ورپسې مشران یې هم وژل شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې د دې ډلې مشر عبدالله اورکزی د افغانستان د پخوانیو استخباراتو یا د ملي امنیت ریاست له خوا ونیول شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ISIS-K د ملکي وګړو په وړاندې ډېر لوی بریدونه، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې ترسره کړي دي. د ۲۰۱۸ کال په جولای کې، د پاکستان په مستنګ کې د ISIS-K یوې بمي چاودنې ۱۴۹ تنه د مرګ کندې ته واچول. د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې، په کابل کې د ISIS-K  یوې چاودنې ۹۰ تنه ووژل. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې، له کابل څخه د متحده ایالاتو د وتلو په ترڅ کې، د ISIS-K ډلې بمي بريد ۱۳ امریکايي پوځي پرسونل او لږ تر لږه ۱۶۹ تنه افغانان ووژل، چې له ۲۰۱۱ کال ورسته دا په افغانستان کې په یوه برید کې د متحده ایالاتو د پوځي تلفاتو ترټولو لوړه شمېره ده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

شالید[سمول]

د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په شاوخوا کې، اسلامي دولت یو پلاوی پاکستان ته ولېږ ترڅو پاکستاني طالبانو د ډلو په ګډون له سیمه ییزو اورپکو سره وګوري، چې دې خبرو اترو میاشتې وخت ونیو. په همدې وخت کې، د پاکستان په ځینو برخو کې د داعش په ملاتړ شب نامې، بیرغونه او تبلیغاتي مواد، په پښتو او دري ژبو د یو لیکل شوي بروشر په ګډون، ووېشل شول چې په ټولو مسلمانانو یې غږ کړی و ترڅو له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړي. داسې ویل کېدل چې دا پاڼې د پولې هاخوا په افغانستان کې چاپ شوي او تکثیر شوې وې. د طالبانو پخوانی قومندان عبدالرووف خادم د ۲۰۱۴ کال په اکټوبر کې عراق ته لاړ او وروسته افغانستان ته راستون شو او هلته یې په هلمند او فراه ولایتونو کې خپل پلویان جلب او جذب کړل. په همدې میاشت کې د پاکستاني طالبانو شپږ قوماندانان؛ حافظ خان سعید، رسمي ویاند شاهدالله شاهد، او د پاکستاني طالبانو د کرم او خیبر قبایلي سیمو او د پېښور او هنګو ولسوالیو قوماندانان په ښکاره له پاکستاني طالبانو جلا شول او د ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

دا شپږ کسان د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتې په ۱۰ نېټه په یوه ویډیو کې راڅرګند شول او له البغدادي سره بیعت یې تازه کړ او حافظ سعید خان یې د خپلې ډلې د مشر په توګه وټاکه. له دوی سره د منځنۍ کچې قوماندانان او د افغانستان د لوګر او کنړ ولایتونو او د پاکستان د لکي مروت څخه استازي یو ځای شول. شاهدالله شاهد ادعا وکړه چې د دواړو هېوادونو نورو جهادي ډلو هم له دې بیعت ملاتړ کړی، خو په شخصی توګه و نه توانېدل چې په غونډه کې ګډون وکړی. ورپسې په دې نوې جوړه شوې ډله کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړو او د منځنۍ آسیا نورو وسله والو هم ګډون وکړ. [۲۶][۲۷][۲۸]

له ۲۰۱۷ کال راهیسې، IS-K د امریکایي سرتېرو، افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د څه کم-زیات ۲۵۰ نښتو مسئولیت په غاړه واخیست. [۲۹]

هدف[سمول]

د مرکزي اسلامي دولت د "ولایت" په توګه، د دې ډلې موخه دا ده چې په خپل سر اعلان شوی خلیفه د خراسان ولایت تر بیرغ لاندې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا کنټرول په لاس کې واخلي. د داعش د تبلیغاتي څانګې له خوا خپره شوې نقشه، په شمال کې له قزاقستان څخه، په سوېل کې تر سریلانکا او مالدیپ پورې او په لوېدیځ کې له ختیځ ایران څخه تر لوېدیځ چین پورې سیمه د خراسان ولایت په توګه ښیي.  [۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. "طالبان وتنظيم الدولة بأفغانستان.. ما سر العداء الدفين؟". Aljazeera (په اراگونېسي ژبه کي). 2021-08-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "بايدن يتوعد المسؤولين عن تفجير مطار كابل" [Biden threatens those responsible for Kabul airport bombing]. BBC News Arabic (په اراگونېسي ژبه کي). 2021-08-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 19 February 2019 باندې). US officials warn ISIS' Afghanistan branch poses a major threat. CNN
  4. (په 4 October 2019 باندې). ISIS in Afghanistan is still able to field thousands of fighters despite hellacious fight to destroy it. Military Times
  5. (په 27 August 2020 باندې). Why ISIS failed to establish a foothold in Pakistan. Pakistan Forward
  6. (په 6 November 2019 باندې). ISIS Fighters Attack Outpost in Tajikistan.
  7. (په 8 April 2022 باندې). Islamic State Khorasan Claims Rocket Attack on Uzbekistan.
  8. "Khorasan as the Next Syria?". Global Risk Insights. August 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په February 4, 2021 باندې). ISIL-K's new leader heads India operations; may've earlier affiliation with Haqqani network: U.N..
  10. Eric Schmitt (په 25 August 2021 باندې). ISIS Branch Poses Biggest Immediate Terrorist Threat to Evacuation in Kabul. New York Times.
  11. . What We Know About ISIS-K, The Group Behind The Kabul Attack. National Public Radio
  12. Eric Schmitt (په 25 August 2021 باندې). ISIS Branch Poses Biggest Immediate Terrorist Threat to Evacuation in Kabul. New York Times.
  13. . ISIL-K leaders hope to attract intransigent Taliban, other militants who reject US-Taliban peace deal: UN report.
  14. (په 9 February 2015 باندې). Afghanistan drone strike 'kills IS commander Abdul Rauf'. BBC News.
  15. (په 12 August 2016 باندې). Top ISIS commander killed in U.S. airstrike in Afghanistan. BNO News.
  16. "Afghanistan: Prosecute Head of ISIS-linked Group". 6 April 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Khorasan as the Next Syria?". Global Risk Insights. August 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "US forces keep up Kabul airlift under threat of more attacks". Associated Press. 27 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "At least 48 dead: Kabul's deadliest day since 2011". Los Angeles Times. 8 August 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Islamic State claims responsibility for Kabul airport blasts". TheGuardian.com. 26 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jones, Seth G. (3 August 2015). "Seth G. Jones - ISIS' South Asia Strategy". Foreign Affairs. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nazish, Kiran (3 September 2014). "The Islamic State Is Spreading Into Pakistan". The New Republic. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Islamic State gaining ground in Afghanistan: UN". AFP. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 14 October 2014 باندې). Pakistani Taliban leaders pledge allegiance to Islamic State.
  25. "Situating the emergence of the Islamic State of Khorasan". CTC Sentinel. 19 March 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Situating the emergence of the Islamic State of Khorasan". CTC Sentinel. 19 March 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Pakistani Taliban splinter group again pledges allegiance to Islamic State". Long War Journal. 13 January 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Robin Wright. U.S. retaliation for the Kabul bombing won't stop ISIS or end terrorism. New Yorker. 27 August 2021.
  29. Ellen Mitchell. Five things to know about ISIS-K. The Hill. 28 August 2021.
  30. Muhammad Amir Rana. What ISIS and the 'caliphate' mean for Pakistan. Dawn News. 3 July 2014.