په ۲۰۲۱ ز کال کې په کابل هوايي ډګر برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۲۶ مه نېټه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د عملیاتو پر مهال په سیمه ییز وخت ۱۷:۵۰ بجو (د نړیوال همغږي وخت په ۱۳:۲۰ بجو) د افغانستان په کابل ښار کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ځانمرګی برید ترسره شو. د ۱۷۰ افغان ملکي وګړو او ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۳ کسان ووژل شول، دا د ۲۰۲۰ ز کال له فبروري میاشتې وروسته د افغانستان په جګړه کې لومړني پوځي امریکايي تلفات و. د اسلامي دولت د خراسان ولایت د دغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د اګست په ۲۷ مه،  متحده ایالاتو په ننګرهار ولایت کې هوايي برید ترسره کړ. د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني (USCENTCOM) وویل چې: په دغه برید کې یې د اسلامي دولت د خراسان ولایت درې غړي په نښه کړي. د اګست په ۲۹ مه نېټه متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې دویم برید په کابل کې وکړ، په دغه برید کې یو موټر په نښه شو چې دوی باور درلود د داعش د خراسان ولایت غړي لېږدوي، خو په اصل کې دغه موټر یو افغان مرسته کوونکی لېږداوه. په دغه برید کې د اووه ماشومانو په ګډون ۱۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.[۷][۸]

مخینه[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه طالبانو ته د کابل له لاسته ورتلو وروسته، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له افغانستان نه د وتو یوازنۍ لار وه. امنیتي اندېښنو وروسته له هغې وده وکړه چې له بګرام او پلچرخي بندخونو نه د اسلامي دولت د خراسان ولایت په سلګونو بندیان وتښتېدل. د اګست په ۱۶ مه پنټاګون د متحده ایالاتو کانګرس ته د کابل له سقوط وروسته په راتلونکو ورځو کې د داعش د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ. د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن له برید نه اونۍ وړاندې د دغه احتمالي برید په اړه ګڼ شمېر راپورونه ترلاسه کړي و، هغه د اګست په ۲۲ مه نېټه په سپینه مانۍ کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ چې هر څومره چې د متحده ایالاتو ځواکونه په هغه هېواد (افغانستان) کې پاتې کېږي، هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو او وګړو پر وړاندې د داعش د بریدونو ګواښ زیاتېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له برید څو ساعته وړاندې، په کابل کې د متحده ایالاتو دیپلماتانو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د امنیتي ګواښونو له امله هوايي ډګر پرېږدي. د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر جمیس هایپي په هوايي ډګر باندې د داعش وسله والو د برید د سخت ګواښ خبرداری ورکړ. د متحده ایالاتو، بریتانیا او اسټرالیا سفارتونو هم د هوايي ډګر اړوند لوړو امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

برید[سمول]

په ۲۰۲۱ ز کال کې له افغانستان نه د وتو پرمهال، ګڼ شمېر سیمه ییز او بهرني وګړي د وتو په موخه د هوايي ډګر په شاوخوا کې راغونډ شول. د هوايي ډګر په آبي دروازه کې ځانمرګي بریدګر خپل انتحاري واسکټ ته چاودنه ورکړه. له چاودنې وروسته ډزې پیل شوې او د هوايي ډګر ټولې دروازې وتړل شوې. د متحده ایالاتو چارواکو وویل چې: د اسلامي دولت د خراسان ولایت وسله وال کس په ګڼه ګوڼه کې په ډزو پیل وکړ او امریکايي ځواکونو هم ډزې پیل کړې. د ګڼ شمېر خبریالانو په خبره، عیني شاهدانو د وګړو په ګڼه ګوڼه باندې د ډزو او له چاودنې وروسته د مرګ ژوبلې یوه برخه د امریکايي ځواکونو له خوا وحشت ته اړونده وبلله. پنټاګون د اګست په ۲۸ مه د یوه خبري کنفرانس پر مهال په یو شمېر مرګ ژوبله کې د متحده ایالاتو د لاس لرلو مسئولیت ومانه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

دغه چاودنه د چټلو اوبو په هغه ویاله کې وشوه، چېرې چې امریکايي ځواکونو د تخلیې په موخه پاسپورټونه، ویزې او نور اسناد هوايي ډګر ته د ننوتو د اجازې ورکولو په موخه کتل. یوه عیني شاهد وویل چې: د چاودنې له امله یې حس وکړ چې چا یې له پښو لاندې ځمکه لرې کړې او ومې لیدل چې نور هغه کسان چې د وتو په تمه وو، د چاودنې د زور له امله هوا ته پورته شول. لومړنیو راپورونو په تېروتنې سره څرګنده کړه چې دویمه چاودنه د بارون هوټل ته څېرمه ترسره شوې، خو په سبا ورځ یې څرګنده شوه چې دویمه چاودنه هېڅ نه ده ترسره شوې.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

دغه برید د داعش خراسان ډلې ترسره کړ، چې مسئولیت یې هم پر غاړه واخیست او د ځانمرګي بریدګر نوم یې عبدالرحمن الغوري اعلان کړ. طالبان له وړاندې د داعش د خراسان ډلې سره ښکېل و. کله چې پوښتنه وشوه چې ترهګرو څه ډول وکولای شول، د طالبانو د څارنې له ځایونو یا چک پاینټونو تېر شي، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنټ مکنزي وویل: «دا چې آیا هغوی [طالبانو] اجازه ورکړې، دغه برید ترسره شي، زه نه پوهېږم. ... زه فکر نه کوم چې داسې څه دې شتون ولري چې ما متقاعد کړي چې هغوی دې اجازه ورکړې وي چې داسې وشي».[۳۰][۳۱][۳۲]

قربانیان[سمول]

په دغه برید کې د تخلیې له عملیاتو نه د متحده ایالاتو د ملاتړ کوونکو ۱۳ امریکايي سرتېرو او ۱۶۹ افغان ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۲ کسان ووژل شول. په وژل شوو ملکیانو کې دوه بریتانوي دوه تابعیته وګړي هم و چې یو یې د یو بریتانوي وګړي ماشوم و. په پیل کې د دې راپور هم ورکړل شو چې ۲۸ طالب جنګیالي هم په دغه برید کې وژل شوي، خو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د آزادې اروپا له راډیو(آزادي راډیو) سره په مرکه کې دغه خبره رد کړه. په وژل شوو امریکایانو کې ۱۱ وسله وال سرتېري، د اروايي عملیاتو د اتمې ډلې یو سرتېری او د سمندري ځواکونو یو سرتېری وښودل شول. د امریکايي ځواکونو دغه تلفات د ۲۰۲۰ ز کال له فبروري میاشتې وروسته لومړني تلفات او په ۲۰۱۱ ز کال په افغانستان کې د بوینګ شینوک الوتکې له رانسکورېدو وروسته د امریکايي ځواکونو یوځلي په لویه کچه پوځي تلفات وو. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په دغه برید کې د ۱۸ امریکايي پوځیانو او یو شمېر طالبانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ټپیان شوي وو.[۴۰]

غبرګونونه او ځواب[سمول]

طالبانو دغه برید د خپل ویاند د یوه ټویټ په واسطه وغانده او څرګنده یې کړه چې: «شیطاني کړۍ به په سختي سره ودروي». طالبانو وروسته اعلان وکړ چې دوی به د داعش د خراسان ډلې د مشر شهاب المهاجر د نیولو په موخې له هرې ممکنې لارې چارې کار واخلي. د افغانستان پخواني اجرائیوي مشر او د افغانستان د ملي ائتلاف مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید وغانده. یو شمېر ملکي وګړو خبریالانو ته څرګنده کړه چې: دغه برید له افغانستان نه د وتو په موخه د دوی هوډ د نورو بریدونو نه د وېرې له امله لا کلک کړی دی.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن له برید وروسته یوه عمومي وینا وکړه. هغه په دغه برید کې په وژل شویو امریکايي سرتېرو ویاړ وکړ او دوی یې «اتلان» وبلل، هغه وویل چې: دوی خپل ژوند «آزادۍ ته د خدمت په لار» کې ورکړی او له افغان قربانیانو سره  یې ژوره خواشیني څرګنده کړه. بایډن هغو کسانو ته چې متحده ایالاتو ته د زیان رسولو په هڅه کې دي وویل:«موږ تاسو تعقیب کوو او تاسو به د دې تاوان ورکړئ». د بریتانیا دولت هم څرګنده کړه چې: دوی به له افغانستان نه د وتو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ګڼ شمېر هېوادونو د کابل په هوايي ډګر برید وغانده، د قربانیانو او په هوايي ډګر کې د وتلو د عملیاتو ترسره کوونکو سرتېرو سره یې خپله همغږي اعلان کړه. دغه برید د اروپايي کمیسیون او ملګرو ملتونو له خوا هم وغندل شو. د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل اسرائیلو ته خپل سفر لغوه کړ او د جرمني د ځواکونو د وتلو د بهیر څارلو په موخه په جرمني کې پاتې شوه. بایدڼ هم د اسرائیلو له لومړي وزیر نفتالي بنت سره د برید له امله د خپلې لیدنې مهال وځنډاوه. بریتانیا وویل چې: دوی به له دغه برید سره د ملکي وګړو ایستلو ته دوام ورکړي.[۴۵][۴۶][۴۷]

د متحده ایالاتو هوايي بریدونه[سمول]

د اګست په ۲۹ مه، د کابل له هوايي ډګر نه څو کیلومتره لرې یو موټر د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو. د قربانیانو د خپلوانو په خبره په دغه برید کې د اووه ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول.

د سپټمبر په ۱۷ مه نېټه، د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال کنت مکنزي تائید کړه چې: بې پیلوټه الوتکې د اګست د ۲۹ مې په برید کې د داعش د خراسان ولایت هېڅ یو غړی نه دی وژل شوی. د امریکا د دفاع وزیر لوئید آستین او د پوځ لوی درستیز مارک میلي ومنله چې، په دغه برید کې وژل شوي کسان ټول بې ګناه ملکي وګړي وو.[۴۸][۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. (په 26 August 2021 باندې). Kabul explosions: 13 US soldiers and 72 Afghans killed in Islamic State suicide bombings. Euronews.
  2. (په 26 August 2021 باندې). Sheer Chaos: At Least 13 U.S. Troops Killed as Blasts Rock Kabul Airport.
  3. (په 26 August 2021 باندې). US troops and Afghans killed in suicide attacks outside Kabul airport. CNN.
  4. (په 26 August 2021 باندې). Kabul Airport Attack Kills 13 U.S. Service Members, at Least 90 Afghans. The Wall Street Journal.
  5. (په 27 August 2021 باندې). Afghanistan: US will hunt down Kabul airport attack jihadists, says Biden. BBC News.
  6. (په 26 August 2021 باندې). Latest from Afghanistan: Biden: 'We will not forgive'; Navy confirms 13th US service member killed in Kabul. USA Today.
  7. (په 2021-09-17 باندې). Pentagon acknowledges Aug. 29 drone strike in Afghanistan was a tragic mistake that killed 10 civilians. The New York Times.
  8. (په 27 August 2021 باندې). US military conducts airstrike against ISIS-K planner. CNN.
  9. (په 15 August 2021 باندې). Taliban Fighters Enter Kabul As Helicopters Land at U.S. Embassy. NPR.
  10. (په 26 August 2021 باندې). US concerned about 'very specific threat stream' from ISIS-K against crowds outside Kabul airport. CNN.
  11. "Kabul bomber was held in Delhi 5 years ago, claims IS magazine". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). September 19, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |firstlast1= يفتقد |lastlast1= في first1 (مساعدة)
  12. (په 24 August 2021 باندې). ISIS terrorist threats jeopardize Afghanistan evacuation, Pentagon assessment warns. Politico.
  13. (په 16 August 2021 باندې). Pentagon warns of worsening terrorist threat as Taliban seize Afghanistan. Politico.
  14. (په 26 August 2021 باندې). Biden warned of a potential attack in Kabul multiple times over past week. CNN.
  15. (په 22 August 2021 باندې). The Latest: Biden warns of IS threat to Kabul evacuation. Associated Press.
  16. (په 26 August 2021 باندې). Apparent suicide attack rocks Afghanistan evacuation as Biden's deadline looms. CNN.
  17. (په 26 August 2021 باندې). UK reports 'high threat' of terrorist attack at Kabul airport; U.S. urges people to stay away. CNBC.
  18. (په 26 August 2021 باندې). Afghanistan: 'Very lethal attack' could occur at Kabul airport in matter of hours, minister says. Sky News.
  19. (په 26 August 2021 باندې). Afghanistan: US, allies warn of 'terror threat' at Kabul airport. Al Jazeera.
  20. (په 26 August 2021 باندې). Kabul airport explosion described as 'complex attack'. Fox News.
  21. Conley, Julia (28 August 2021). "Biden vows to continue drone strikes in Afghanistan following airport attack: "Make them pay"". Salon.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 29 August 2021 باندې). Updates From Kabul After The Attack at the Airport. NPR.
  23. (په 26 August 2021 باندې). President Biden condemns terrorist attack and vows to hunt down those responsible. The New York Times.
  24. (په 28 August 2021 باندې). A reprisal strike killed two ISIS militants and wounded another. The New York Times.
  25. (په 26 August 2021 باندې). Civilians, US troops among dozens killed in Kabul blasts. Al Jazeera.
  26. (په 26 August 2021 باندې). Pentagon bracing for more attacks after troops killed at Kabul airport. Reuters.
  27. (په 26 August 2021 باندې). Pentagon confirms second explosion near Kabul airport and "a number of US and civilian casualties". CNN.
  28. (په 27 August 2021 باندې). Pentagon says Kabul attack carried out by one suicide bomber. Reuters.
  29. (په 26 August 2021 باندې). Kabul airport suicide bombing witness says young girl died in his arms. New York Post.
  30. (په 26 August 2021 باندې). Islamic State claims responsibility for Kabul airport blasts. The Guardian.
  31. Goodenough, Patrick (26 August 2021). "CENTCOM Head: US Military and Taliban 'Share a Common Purpose,' Doesn't Believe Taliban Let Attack Happen". CNSNews. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 10 March 2020 باندې). Taliban fought IS with 'limited' US military support, US general reveals. France 24.
  33. "British victims of Kabul terror attack: Foreign Secretary's statement" (Press release). Foreign, Commonwealth and Development Office. 27 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 27 August 2021 باندې). Taliban Denies Fighters Killed in Kabul Airport Attack. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  35. (په 26 August 2021 باندې). Civilians, US troops among dozens killed in Kabul blasts. Al Jazeera.
  36. (په 26 August 2021 باندې). Kabul Airport Attack Kills 13 U.S. Service Members, at Least 90 Afghans. The Wall Street Journal.
  37. (په 28 August 2021 باندې). Defense Department releases names of US service members killed in Afghanistan. CNN.
  38. (په 27 August 2021 باندې). Evacuation from Afghanistan in final phase after deadly Kabul airport attack. CNN.
  39. (په 27 August 2021 باندې). U.S. on alert for further Kabul attacks in race to complete evacuations. Reuters.
  40. (په 26 August 2021 باندې). Kabul airport attack kills 60 Afghans, 13 US troops. Associated Press.
  41. (په 27 August 2021 باندې). Evacuations resume with new urgency after Kabul airport bombing as death toll now over 160. KABC-TV.
  42. (په 26 August 2021 باندې). Abdullah Abdullah condemns airport attack. Al Jazeera.
  43. (په 27 August 2021 باندې). Ambitious new Isis-K leader becomes Taliban's most wanted enemy after Kabul attacks. The Daily Telegraph.
  44. (په 26 August 2021 باندې). Taliban condemns suicide bombing at Kabul airport. Fox News.
  45. کينډۍ:Cite tweet
  46. کينډۍ:Cite tweet
  47. (په 27 August 2021 باندې). Biden and Bennett speak on the phone following meeting delay. Ynet.
  48. (په 24 September 2021 باندې). US releases identity of target of first Afghanistan drone strike during withdrawal. Washington Examiner.
  49. (په 28 August 2021 باندې). Biden says another terrorist attack on Kabul airport is 'highly likely' while vowing that US retaliatory strike was not 'the last'. CNN.