استالف ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استالف ولسوالۍ
استالف ولسوالۍ

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۴۹′۵۹″شمال ۶۹°۰۴′۳۷″ختیځ / 34.833°شمال 69.077°ختيځ / 34.833; 69.077  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه کابل ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2228 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 1142330[۲]
7053056  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د استالف ولسوالۍ د افغانستان د کابل ولايت شمال لوېديځې برخې کې پرته ده. د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر ۸۵۰۰ دی (د ۲۰۰۲ کال د UNHCR لخوا رسمي اټکل شوی شمېر). په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د بېلابېلو توکمونو خلک، په ځانگړي توگه (تاجکان)لږ پښتانه او هزاره گان ژوند کوي.[۳]

د استالف ولسوالۍ په شمال او ختيځ خوا کې د پروان ولايت سره، په سهيل ختيځ خوا کې د قره باغ ولسوالۍ سره او په سوېل کې د گلدرې ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د دغې ولسوالۍ منځی د استالف کلی دی چې د همدغې ولسوالۍ په سوېل-ختيځه برخه کې پروت دی.

پخوا د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر نژدې ۳۶،۰۰۰ خلکو پورې رسېده او په دې ولسوالۍ کې د انگورو او نورؤ مېوؤ گڼ شمېر بڼونه او د غلو دانو بې شمېرې کرکېلې وې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو جگړو پر مهال د دغې ولسوالۍ وگړي کډوالۍ ته اړ وېستل او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک په خپل منځي جگړو کې هم مړه شول او وران کورونه او شاړې زمکې ترېنه پاتې شوې. دغو جگړو د همدغې ولسوالۍ د زده کړو، روغتيا او کرهڼې جوړښت په بشپړه توگه له مېنځه يووړ. د طالبانو د حکومت په وخت کښې دغه ښايسته ځای په بشپړه توگه وسوځول شول. خو په دې وروستيو څو کالونو کې د روغتيا او زده کړې نوي مرکزونه جوړ شوي او د کډوالۍ نه خلک بېرته خپلو کورونه ته راستانه شوي او خپلې مېنې يې ودانې کړي دي.

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10536971 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2. پیوستون : 1142330 & 7053056  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. UNHCR profile for Istalif District

باندنۍ تړنې