گندا سېنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پوهاند گندا سېنگ

پوهاند گندا سېنگ (زوکړه د ۱۹۰۰ زېږدي کال، د نوامبر ۱۵، هند، پنجاب - مړینه د ۱۹۸۷ زیږدي کال د ډيسمبر ۲۷، پنجاب) (په انگرېزي: Ganda Singh) د هند يو نامتو ليکوال او تاريخپوه وو.

مخينه

ډاکټر گنداسینگ د جوالا سینگ زوی دی چې د ۱۹۰۰ زیږدي کال د نوامبر د میاشتې پر ۱۵ نېټه د هند د پنجاب د هوشیار پور په سیمه کې زیږیدلی دی. گنډاسینگ لا وړوکی ماشوم وو چې د خپلې سیمې له مسلمان ملا نه یې د درس په ویلو پیل وکړ او وروسته بیا د خپلې سیمې په لومړني ښوونځي (پرائمري سکول) کې شامل شو. د ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته د هوشیارپور په ډي .ای .وي کالج کې شامل شو او بیا د لاهور د فورمان په کریسچن کالج کې شامل شو. کله چې لا نولس کلن ځوان وو د انگرېزانو له خوا په پوځ کې برتهي شو او په راولپینډۍ او پېښور کې یې د انگرېزانو لپاره پوځي دندې تر سره کولې. هغه وروسته په ۱۹۲۰ او ۱۹۲۱ زیږدي کلونو کې د عراق په بصرې ښار کې د انگرېزانو په پوځ کې کار کاوه، خو وروسته هلته د ټوپک په گولۍ ولگید او ټپي شو او په روغتون کې وو. تر جوړېدو وروسته هندوستان ته ولېږل شو، خو په تېروتنې سره د هغه کورنۍ ته ویل شوی وو چې دی مړ شوی دی. کله چې يو مهال هغه د خپل کور دروازه وټکوله نو د کورنۍ غړي یې وویرېدل چې گواکې دا د هغه روح دی نو ځکه یې کور ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.

تر هغه وروسته گنډاسینگ تر ډیرې مودې پورې په خپل کور کې پاتې نه شو او له هغه ځایه بیرته عراق ته ستون شو. له عراقه داینگلو –پرشین د تیلو په کمپنۍ کې، چې د ایران په آبادان ښار کې وو، د شمېراند (محاسب) په توگه وگومارل شو. په دغه وخت کې مشهور انگریزي سکالر سر ارنالډ ویلسن د دغې کمپنۍ منیجر وو.

گنداسینگ پر ۱۹۳۰ زیږدي کال پنجاب ته ستون شو او هلته د پهولواري میاشتنۍ مجلې د کتنپلاوي (ایډیټور) غړی وو. بیا وروسته پر ۱۹۴۹ زیږدي کال د پنجاب د پټیالې ښار د موزیم د ارشیف ډایريکټر وو. ډاکټر گندا سینگ د دوکتورا تر لاسه کولو لپاره پر ۱۹۵۰ ز کال د هند د پنجاب پوهنتون په چاندیگړ ښار کې د تاریخ په څانگه کې شامل شو. نوموړي پر ۱۹۵۴ زیږدي کال پر دراني احمد شاه د خپلې دوکتورا پايليک (تیزس) ولیکه. هغه د هند د نورو تاريخ ليکونکيو او له هغو نه د مولانا ابوالکلام ازاد له خوا تل هڅول کېده.

وروسته هغه د هند د پنجاب د پټیالې په خالصه کالج کې د تاریخ څانگې د مشر په توگه وگومارل شو. په ۱۹۵۶ زیږدي کال کې یې د پنجاب د تاریخ کنفرانس جوړ کړ. نوموړی د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۶ زیږدي کلونو ترمینځ د پنجاب د تاریخ د سروې د ریکارډ د کومېټې غړی وو. د علیگړ اسلامي پوهنتون پر ۱۹۶۴ زیږدي کال هغه ته د ډیلیټ افتخاري بری ليک (ډیگري Degree of D. Litt) ورکړ چې دغه بری ليک تر دوکتورا لوړه پوړۍ (درجه) ده. پر ۱۹۸۷ زیږدي کال د هند حکومت هغه د هند د پېنځو اوڅارو تاریخپوهانو په توگه وپېژاند. همدا راز پر ۱۹۸۳ ز کال د هند حکومت هغه ته د پدما بوشن علمي جایزه هم ورکړه.

ليکوال ډاکټر گندا سینگ ډیر تاریخي کتابونه لیکلي دي، خو د هغه تر ټولو ډېر نامتو نښير درانی احمد شاه دی چې په ۶۰ مو لمريزو کلونو کې د افغانستان د علومو اکیډیمۍ د پښتو څېړنو په نړیوال مرکز کې د سر محقق ښاغلي نصرالله سوبمن په زیار له انگرېزي پښتو ته وژباړل شو او وروسته بیا چاپ شو. دغه کتاب د احمد شاه بابا او په هند کې د هغه سوبو په اړه یو معتبر تاریخي کتاب گڼل کېږي چې گنداسینگ پرته له کومه تعصبه لیکلی دی.

مړينه

پروفیسر گندا سینگ د ۱۹۸۷ زیږدي کال د ډيسمبر د میاشتې پر ۲۷ نېټه د پنجاب په پتياله ښار کې مړ شو.

ليکلي اثار يې

  1. احمد شاه ابدالي


سرچينې

۲- د ليکوال لطیف ياد فېسبوک پاڼه.