ګوپال کرشنا ګوکهلی
ګوپال کرشنا ګوکهلی | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانوي هند |
ګوند | هند ملي کانګرېس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
خوځښت | د هند د خپلواکۍ غورځنګ |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ګوپال کرشنا ګوکهلی (۹ می ۱۸۶۶ – ۱۹ فبروري ۱۹۱۵ زکال) هندي منځ لاری سیاسي رهبر او د هند د خپلواکۍ په خوځښت کې د ټولنیزو اصلاحاتو غوښتونکی و. ګوکهلي د هند د ملي کانګرس له مخکښانو او د هندي خدمتکارانو د ټولنې له بنسټګرو څخه و. ګوکهلي د یادې ټولنې، ملي کانګرس او د هغو قانون جوړوونکو بنسټونو له لارې چې په کې یې خدمت کاوه، د هند د خپلواکۍ او ټولنیزو اصلاحاتو په موخه مبارزه کوله. نوموړی د کانګرس د منځ لارې ډلې رهبر و چې له موجودو دولتي بنسټونو سره یې په مرستې له اصلاحاتو ملاتړ کاوه او د پونا ټولنې یا Poona Sarvajainik Sabha اصلي غړی و.[۲][۳][۴][۵]
لومړی ژوند
[سمول]ګوپال کرشنا ګوکهلی (چې د ګویند کېشان ګوکهلي په نوم هم پېژندل کېده) د ۱۸۶۶ زکال د مۍ په ۹ مه د داوسني ماهراشترا (هغه مهال د بمبۍ د واکمنۍ برخه وه) د راتناګیري ناحیې د ګوهګار سیمې د کوتولوک کلي په چتپاون براهمن کورنۍ کې وزېږېد. د نسبي بې وزلۍ سربېره د هغه د کورنۍ غړو وکولای شول ګوکهلي په انګلیسي ژبه زده کړې وکړي چې له امله یې ګوکهلي کولای شول د یو منشي او یا هم په بریتانوي راج کې د یو ټیټ پوړي مامور په توګه استخدام شي. هغه د کولهاپور په راج رام کالج کې زده کړې وکړې. ګوکهلي یو له هغو لومړیو هندي وګړو څخه و چې د پوهنتون په کچه یې زده کړې وکړې او د هغه مهال د مشهور هندي فیلسوف چاکراپان تر نظر لاندې په ۱۸۸۴ زکال کې له الفینستون کالج څخه فارغ شو. نوموړی د قاضي مهادیو ګوویند رانډي د ژواندانه پر مهال د هغه له ټولنیزو آثارو اغېزمن و. نوموړی د مهادیو تر کفالت لاندې زوی په توګه بلل کېده. د ګوکهلي زده کړو د هغه په راتلونکي کاري بهیر فوق العاده اغېز درلود – نوموړی د انګلیسي په زده کولو سربېره د لویدیځو سیاسي افکارو تر اغېز لاندې راغی او د یو شمېر نظریه ورکوونکو، لکه: جان ستورات میل او اډمونډ برګ په پیاوړو ستایونکو واوښت. [۶][۷][۸][۹]
د هند ملي کانګرس، تیلاک او په سورات کې انشعاب
[سمول]ګوکهلي په ۱۸۸۹ زکال کې د ټولنیزو اصلاح غوښتونکي مهادیو ګوویند رانډي په ملاتړ د هند ملي کانګرس ته لار ومونده. ګوکهلي له نورو معاصرو رهبرانو لکه بال ګنګادار تیلاک، دادابای نائوروجي، بیپین چاندراپال، لالا لاجپات رای او ایني بیسنټ سره په خوا کې د لسیزو لپاره مبارزه وکړه څو عام هندیان سیاسي استازولیو او په عامه چارو کې لا زیات واک ته لاسرسی ومومي. نوموړی په خپلو نظریاتو او لیدلورو کې منځلاری و او له بریتانوي چارواکو سره یې د خبرو اترو او بحث د بهیر په رامنځته کولو سره د هندوانو حقونو ته د بریتانیا د زیات درناوي لامل وګرځېد. ګوکهلي ایرلنډ ته سفر وکړ او لار یې برابره کړه چې ایرلنډي ملت پال الفرد وب په ۱۸۹۴ زکال کې د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه خدمت وکړي. راتلونکی کال ګوکهلي له تیلاک سره په ګډه د کانګرس منشي شو. د ګڼ شمېر اړخونو له مخې د تیلاک او ګوکهلي لومړنۍ دندې له یو بل سره مساوي وې؛ دواړو په الفینستون کالج کې ونډه واخیسته، د ریاضیاتو په تدریس یې پیل وکړ او د دکهن روزنیزې ټولنې له مهمو غړو څخه شول. له دې سره د هندوانو په ژوند کې د ښه توب د رامنځته کولو په موخه د دواړو په نظریاتو کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول توپیرونه څرګند شول. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د هندي خدمتګارانو ټولنه
[سمول]په ۱۹۰۵ زکال کې، هغه مهال چې ګوکهلي د هند د ملي کانګرس د مشر په توګه وټاکل شو او خپل سیاسي اوج ته ورسېد، د هندي خدمتګارانو ټولنه یې جوړه کړه، څو په ځانګړې توګه د خپلې خوښې وړ موخه چې په هند کې د زده کړو پراختیا وه؛ مخکې یوسي. د ګوکهلي له نظره: په هند کې سیاسي بدلون یوازې هغه مهال شونی و؛ چې نوی هندي نسل د خپل هېواد او وګړو پر وړاندې د مدني او وطني مسئولیتونو په برخه کې وروزل شي. ګوکهلي په دې باور و چې په هند کې شته روزنیزو بنسټونو او مدني خدمتونو هندي نسل ته د کافي سیاسي زده کړې په موخه فرصتونه نه دي برابر کړي او هیله یې لرله چې د هندي خدمتکارانو ټولنه به دغه تشه ډکه کړي. ګوکهلي د دغې ټولنې د اساسنامې په سریزه کې ولیکل: «د هندي خدمتکارانو ټولنه به داسې هندوان تربیه کړي چې چمتو وي، په دیني روحیې سره خپل ژوند وطني آرمانونو ته وقف کړي او د اساسي قانون له مخې به د هندي وګړو د ملي ګټو د خوندیتوب په لټه کې اوسي». دغې ټولنې په جدي توګه د هندي زده کړو په ترویج کولو پیل وکړ او د خپلو ګڼ شمېر پروژو ترمنځ یې ګرځند کتابتون جوړ کړ، ښوونځي یې جوړول او د کارخونو د کارکوونکو لپاره یې شپني ښوونځي برابر کړل. له دې سره چې دغه ټولنې د ګوکهلي له مړینې وروسته خپل واک له لاسه ورکړ، خو له دې سره چې د غړو شمېر یې کم دی، اوس هم شتون لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
په هند کې د بریتانوي سترواکۍ په دولت کې ونډه
[سمول]ګوکهلي، په داسې حال کې چې په پراخه کچه د هند د ملي پلوه خوځښت د رهبر په توګه پېژندل کېږي، اساساً خپلواکۍ ته اندېښمن نه و او له هغو ډېر یې ټولنیزو اصلاحاتو ته پام درلود. هغه باور درلود چې دغه ډول اصلاحات په هند کې د شته بریتانوي بنسټونو سره په کار کولو په ښه توګه حاصل کېدلای شي، هغه درېځ چې له ده سره د یو شمېر سخت دریځو ملت پالو لکه د تیلاک د دښمنۍ لامل وګرځېد. ګوکهلي چې د دغه ډول مخالفتونو له امله زړه توری شوی نه و، په خپل ټول سیاسي دوران کې یې په مستقیم ډول له بریتانویانو سره د خپلو اصلاحي موخو د مخته وړلو لپاره کار وکړ.
ګوکهلي په ۱۸۹۹ زکال کې، د بمبۍ د قانون جوړوونکې شورا غړیتوب ترلاسه کړ. د ۱۹۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه یې د هند د عمومي ګورنر سترواکې شوار ته لار ومونده او بیاځلي د ۱۹۰۳ زکال د مۍ په ۲۲ مه په دغې شورا کې د بمبۍ ایالت د غیر رسمي استازي په توګه وټاکل شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
تجربي پوهې او د استازولۍ په بنسټونو کې د هغه تجربې ګوکهلي د نظریاتو او وکالت په برخو کې په منځلاري، نورو وګړیزو استازو ته په بېلګې او مخکښ سیاسي رهبر واړاوه. د هند په آزادي غوښتونکو هڅو کې، د هغه ونډه د یوې پرانیستې ټولنې او برابري غوښتونکي ملت رامنځته کول و. د ګوکهلي لاسته راوړنې باید د هماغه مهال د غالبو ایډیالوژیو او همدارنګه د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اډانه کې په ځانګړې توګه د هغه مهال قحطۍ، عوایدي سیاستونو، جګړو، د بنګال جلا کېدو، مسلم لیګ او په سورات کانګرس کې انشعاب ته په پام و ارزول شي.
د ګاندي لپاره لارښود
[سمول]ګوکهلي د مهاتما ګاندي د مخکښ کېدو په کلونو کې مشهور لارښود و. په ۱۹۱۲ زکال کې ګوکهالي د ګاندي په بلنه له سویلي افریقا څخه لیدنه وکړه. د یوه ځوان مدافع په توګه ګاندي په سویلي افریقا کې د سترواکۍ پر ضد له مبارزاتو څخه له راګرځېدو وروسته له ګوکهلي څخه په شخصي بڼه یو شمېر لارښوونې ترلاسه کړې، په دغه لارښوونو کې د هند په اړه پوهه او د هغو درک او هغه مسایل شامل کېدل چې عادي هندي وګړي ورسره مخامخ و. په ۱۹۲۰ زکال کې ګاندي د هند د خپلواکۍ د خوځښت د سرلاري په توګه راڅرګند شو. ګاندي په خپله لیکلي خپل ژوند لیک (اټوبیوګرافي) کې ګوکهلي د خپل مربي او لارښود په توګه یاد کړی. ګاندي هغه د یو ستاینې وړ او مخکښ سیاستمدار په توګه بللی او هغه یې د (یوې پاکې شیشې، ځیرک ساده سړي، د زمري په څېر زړور کس، د تېروتنو په وړاندې مېړنی او په سیاسي ډګر کې یې د بشپړ کس) په توګه ستایلی، خو له دې سره ګوکهلي ته په بشپړ درناوي، سیاسي اصلاحاتو ته د لاسرسي په موخه، په لویدیځو بنسټونو باندې یې د ګوکهلي د باورونو په رد کولو سره په پای کې پرېکړه وکړه چې د ګوکهلي د هندي خدمتکارانو له ټولنې سره یوځای نه شي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://runeberg.org/nfcp/0026.html — موضوع: Gokhale, Gopal Krisjna — ورځپاڼه: 36
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Brown, D. Mackenzie (1961) Indian Political Thought from Ranade to Bhave, Los Angeles: University of California Press, p. 77.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Wolpert, Stanley (1962) Tilak and Gokhale: Revolution and Reform in the Making of Modem India, Berkeley, U. California, pp. 158–160.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Talwalkar, Govind (2015) Gopal Krishna Gokhale:Gandhi's Political Guru, Pentagon Press. p. 22. ISBN 818274833X