ګونتر ګراس
ګونتر ویلېلم ګراس د ۱۹۲۷ کال د اکټوبر په شپاړسمه په جرمني کې زیږېدلی دی. هغه نقاش، مجسمه جوړونکی او لیکوال وو. دی د جرمني د ۴۷ پياوړو او مشهورو لیکوالانو له ډلې دی. ګونتر ګراس د هغه الماني نسل غږ وو چې د نازیانو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کړی وو.[۱]
| ګونتر ګراس | |
|---|---|
| [[language|]]: Günter Grass | |
| د شخص معلومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Günter Wilhelm Grass |
| پيدايښت | ۱۶ اکتوبر ۱۹۲۷[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] |
| مړینه | 13 اپريل 2015 (88 کاله)[۲۰][۲۱][۴][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۸] |
| د مړینې لامل | عفونيت (په ناروغۍ اخته کېدل يا د ناروغۍ سرايت) |
| استوګنځای | پاريس (۱۹۵۶–۱۹۵۹)[۲۲] دوسلدورف (تړون 1940–۱۹۵۶)[۲۳] |
| تابعیت | P27 |
| غړی | د برلین د هنرونو اکاډمي ، د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سکرين ليکوال ، شاعر [۲۶]، عکاس [۲۷] |
| مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
| کاروونکې ژبه(ي) | جرمني ژبه [۲۸][۲۹] |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
| لاسليک | |
| ويبپاڼه | |
| ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
هغه د ليکوالۍ ترڅنګ د المان په ټولو سیاسي جریانونو کې یې د یوه پياوړي او اغېزناک کس په توګه رول لوبولی دی. په ۱۹۹۹ کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه او د هغه د اثارو ستاینه وشوه. د نوبل بنسټ د جایزې د ورکړې پر مهال وویل چې دی د تاریخ د هېرې شوې څېرې روایتګر دی او هغه څه یې انځور کړي چې د انسانانو له ذهنه وتلي وو.
ژوندليک
[سمول]ګونتر ګراس په ماشومتوب کې سخت ژوند درلود. مخکې مو یادونه وکړه چې د نازیانو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کاوه. دا داسې مهال و چې په المان کې ډېری کورنیو د ژوند سختې شېبې تېرولې. کونترګراس هم په همداسې سختو شرایطو کې ژوند کاوه. هغه پنځلس کلن و چې د کورنۍ سخت اقتصادي وضعیت د هټلر په پوځ کې کار کولو ته اړ ایست. هغه د هټلر له پوځ سره یو ځای شوی و او په اوولس کلنۍ کې د فروندبرګ اس اس لس توپخانې ته ور وبلل شو او دلته یې خپلو چارو ته ادامه ورکړه. هغه همدلته په پوځ کې دنده تر سره کوله تر دې چې د ۱۹۴۵ کال د اپرېل په ۲۰مه ټپي کېږي او وروسته د همدې کال د مې په اتمه په ماریانسکه کې نیول کېږي او د امریکايي ځواکونو له لوري بندي کېږي.
ګراس د امریکایي سرتېرو په لومړنیو څېړنو کې دا ومنله چې د نازي ګوند په اس اس څانګه کې و. د همدې برخې غړیتوب یې درلود، خو تر ۲۰۰۶ کال پورې یې بیا دا خبره له خپلو مینهوالو او لوستونکو پټه کړې وه. هغه له ۱۹۴۷ تر ۱۹۴۸ کال پورې په دوسلدورف کې د ډبر توږنې په یوه کارځای کې د روزنې دوې دورې بشپړې کړې. وروسته یې د دوسلدورف د هنرونو په اکاډمۍ کې زده کړې پیل کړې او د ډبر توږنې برخه یې بشپړه کړه. له دې ځایه چې فارغ شو بیا له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۶ کال پورې د برلین د تجسمي هنرونو په پوهنځي کې پر زده کړو بوخت و. له زده کړو تر فارغېدو وروسته پاریس ته لاړ او تر ۱۹۵۹ کال پورې دلته مېشت و.
ګونتر ګراس نه یوازې یو مهم لیکوال و، بلکې د المان لپاره هغه یو ستر ویاړ بلل کېده. د دغه هېواد د فرهنګ په ساتنه او پياوړتیا کې یې د پام وړ کارونه کړي دي او تر ډېره یې د الماني فرهنګ پر ساتلو او پاللو ټینګار کاوه.
د ګراس مخالفین بیا هغه سرکشه او ناارامه روشنفکر بولي. دوی وایي چې ګراس تل یوازې نیوکې کړې دي او په ټولنیزو نیمګړتیاوو یې ملنډې وهلې دي؛ خو ستایونکي او مینهوال یې بیا وایي چې هغه یو ستر اصلاح کوونکی و او غوښتل یې په ټولنه کې عبثیات او بې مانا دودونه له منځه یوسي. هغه په خپلو لیکنو کې داسې یو سبک درلود چې تر ډېره به یې لوستونکي ته وعظ او نصیحت کاوه، خو د اصلاح دا بڼه نن هم دومره مشتري نه لري، ځکه هېڅ لوستونکی نه غواړي چې لیکوال دې په خپلو اثارو کې په مستقیمه توګه نصیحت ورته وکړي او نه هم دا کار اغېز لرلی شي. په ادبي ځمکه نصیحت په لفافه او هنري صنایعو کې تر سره کېږي نه د سیاسي لیکنو په څېر چې مستقیم هر څه باید عملي کړې او هر څه در رسوي. له دې ټولو سره سره د ګراس دوست او دښمن په دې باور دي چې هغه یو له تر ټولو خلاق الماني لیکوال دی. دوی وايي چې معاصرې ټولنې د ده په اثارو کې خپلې نیمګړتیاوې او وړتیاوې له ورایه ولیدلې.
ادبي څېره او اثار
[سمول]ګونتر ګراس تل په ټولنه کې له خپل ټولنیز موقعیت خبر و. دی په دې باور و چې لیکوالي یې په برخلیک کې اخښل شوې وه او له دې مسلک سره یو ځای دې نړۍ ته راغلی دی. د ده په خبره، لیکوال هغه څوک دی چې د وخت د تېرېدو پر وړاندې یو څه لیکي. لیکوال ځان له وخت او زمانې نه شي بېلولی. دی باید داسې څه ولیکي چې هر وخت خلکو ته معاصر وبرېښي. د هر نسل د خلکو خوښ شي او لیکوال تلپاتې شي. دی باید د وخت او حالاتو بدلون ته متوجه وي، له پېښو سره باید ځان ګډ کړي او د ځينو مسایلو پر وړاندې باید دريځ ونیسي او پر وړاندې یې ودرېږي. لیکوال دا ادعا کولی شي چې تر خپل مخکې یا وروسته دې نړۍ ته راغلی دی. دی کولی شي د راتلونکې په اړه او یا د تېر په اړه څه ولیکي. دی وايي، د لیکوال په اړه یوه بله خبره دا ده چې هغه په خپل زړه لیکل نه کوي، بلکې موضوع ورته پیدا کېږي او لیکوال دې ته مجبوروي چې ویې لیکي. د ده په خبره، د انتخاب ازادي یې نه لرله، وايي که په خپل هوا هوس پسې به روان شو، نو د لیکوالۍ د فن او هنر مرګ به ورته ښکاره شو، که همداسې تللی وی، نو لیکوالي به ورته په زړه پورې وه، خو پېښو او حالاتو دې ته نه پرېښوده چې په خپل زړه لیکل وکړي او خپله لاره ووهي.
ګونتر ګراس په خپلو ډېری اثارو کې د المان د معاصرې ټولنې د اړیکو او حالت په اړه ځینې نقدي نظریې لري. دی په خپل ژور لید او تر یوې کچې له شک او ګومان ډک د الماني ټولنې نیمګړتیاوو ته متوجه شو. هغه وپتېیله چې د مادي پرمختګ په دې هسکو او ټيټو کې د معنوي پرمختګونو اړخ ورو ورو کمزوری کېږي او د ښارونو د رڼا څراغونو تر سیوري لاندې انساني وحشتونه او بې باورۍ مخ پر پیاوړتیا او ډېرېدو دي.
د ۱۹۸۰کال په لومړیو کې ښي پالو نقادانو کونتر ګراس ته د داسې لیکوال په سترګه کتل چې هغه د لیکلو او تخلیق لپاره پوره وړتیا نه لري. دوی په دې باور و چې ګراس خپل استعداد د سیاسي دريځونو د خپلولو له امله بایللی دی او په ذهن کې یې د ادبیاتو پر ځای سیاسي مسایل ځای پر ځای شوي دي. ګونتر ګراس ان تر ۱۹۹۰یمو کلونو پورې د مخالفینو له بې رحمانه لفظي بریدونو او نیوکو سره مخ و. د هغه نوي اثار له کم هرکلي سره مخ کېدل، دی هم د دې پر ځای چې ادبي سبک، فکر، ادبي تخلیقونو او نورو مسایلو ته فکر وکړي، مخالفتونو ته پر ځواب ویلو بوخت وو. ده سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته کتنه کوله او نیوکې یې ورباندې کولې. وروسته وروسته یې څو مهم اثار بازار ته راغلل چې د مخالفینو خبرې یې رد کړې او دا یې ثابته کړه چې هغه یو تخلیقي پياوړی لیکوال دی، ادبي ذوق لري او د لوړ استعداد خاوند دی. ده وویل، دا سمه ده چې د ورځنیو ستونزو او مسایلو پر لیکلو اخته دی، خو په خبره یې یو ښه لیکوال نه شي کولی چې پر ورځنیو چارو او ستونزو سترګې پټې کړي. هغه په دې باور و چې وخت، حالات او ټولنه پر انسان اغېز کوي او دی یې باید پر وړاندې مقاومت وکړي.
ګونتر ګراس په ۱۹۵۹ کال کې د ډول یا په دري کې طبل ناول خپور کړ. په الماني د دې کتاب نوم (Die Blechtrommel) دی. دی د همدې ناول تر چاپ وروسته د الماني لوستونکو ترمنځ مشهور شوی و. ده په یوه ځانګړي او حیرانوونکي سبک په دې کتاب کې خپل ژوند لوستونکي ته پرانیست. زړه راښکونکې صحنې یې انځور کړې دي، په زړه پورې کرکټرونه لري او د څو نسلونو په اړه یې تاریخي مسایل رانغښتي دي. دغه ناول په حقیقت کې له شخصي زاویې د الماني ټولنې یو روایت دی، خو تر شا یې یو پیاوړی تاریخ او سیاسي دريځ پروت دی چې له هرې کرښې ملاتړ کوي او هره کرښه پیاوړې کوي.
سياست
[سمول]ګوتر ګراس له ځوانۍ له سوسیال ولسواکۍ سره یو ځای شو او تل به یې د دغه ګوند له چپ اړخ ملاتړ کاوه. په ۱۹۶۰ بیا تر ۱۹۷۰ کال کې په المان کې یو نوی نسل راغی چې هغه په المان کې له دودیزو حکومتي جوړښتونو سره مخالف و او له دې مفکورو سره یې د جنګ غږ پورته کړ. د دې ډلې ځوانانو لپاره ګوتر ګراس یوه مهمه معنوي سرچینه وه. دوی د ده له خبرو او مفکورو الهام اخیست او د خپل ځان پر وړاندې یې له رسنیو نیولې بیا د حکومت تر چارواکو پورې مخالفتونه را ولاړ کړل. له ګراس سره هم دښمني او مخالفتونه دومره ډېر شول چې له سپکو سپورې نیولې ان تر ښکنځلو او رټلو یې سرحت ورسېد. ګونتر ګراس په خپل هر اثر د زورواکانو او واکمنانو او همدا راز د دوی د ملاتړو او ویاندویانو پر وړاندې نوې جبهه جوړوله. د ده ځینو مخالفینو او منتقدانو دا نظر ورکړ چې له سیاسي کشمکشونو سره مل لیکوال هېڅ وخت خلاق پاتې کېدی نه شي او د دوی په باور له ګراس باید نور د ښې لیکوالۍ تمه ونه شي.
د نوبل جايزه او مړينه
[سمول]په ۱۹۹۹ کال کې د نوبل بنسټ پرېکړه وکړه چې د همدې کال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ګراس ته ورکړي. په همدې کلونو کې د ګراس له اثارو په نړیواله کچه هرکلی مخ پر زیاتېدو و. د همدې ملاتړ او هرکلي اغېز و چې په ګراس کې د تخلیق او اثارو د پنځونې قوه بیا پیاوړې شوه. دا اهمیت او ملاتړ هغه وخت لا پیاوړی شو چې د نوبل بنسټ ګراس د نوبل جایزې ګټونکی وباله.
د نوبل بنسټ په خپل لیک کې ویلي وو چې ګراس په تورو او تیاره رنګونو کې د تاریخ داسې مسایل راوړي چې باید د بشریت هیر نه شي. ده د المان په ادبیاتو کې یوه نوې لار رامنځ ته کړه او پر هغه لار روان نه شو چې له کلونو راهیسې روانه وه او پای یې په ورانۍ او ویجاړۍ و. دغه بنسټ ویلي وو چې له توماس مان را وروسته په المان کې بل هېڅ لیکوال دومره نړیوال نفوذ نه دی لرلی لکه کونترګراس چې لرلی دی.
ګراس تل هڅه کړې چې په اثارو کې یې د بشري ژوند پر کږو او نیمګړتیاوو ګوته کېږدي او هغه نړیوالو ته رابرسېره کړي. دی په دې باور هم و چې نړۍ یوازې د ادبیاتو له لارې نه شو اصلاح کولی؛ خو په دې هم باور لري چې ادبیات پر انساني ټولنو او انساني فکر له اغېزې خالي نه دي او باید د ټولنو په اصلاح کې کار ترې واخیستل شي. ګراس نه یوازې په کیسه لیکلو؛ بلکې د مجسمې په جوړولو کې هم لوی لاس درلود او ډېر اثار یې جوړ کړي دي. هغه د شعرونو څو کتابونه هم لري او نندارې یې هم لیکلې دي. لسګونه لنډې کیسې یې په بېلو مجلو او نشریو کې چاپ شوې دي؛ خو تر ټولو مهم او اساسي کار یې د ناولونو لیکل دي. ګراس په ۲۰۰۶ کال کې خپل ژوندلیک لیکلی دی او په هغه کې یې له مهمو مسایلو پرده پورته کړې ده. بالاخره د المان دغه پياوړی او نامتو لیکوال د ۸۷ کلونو په عمر په ۲۰۱۵ کال کې ومړ. المان د دغه لیکوال مړینه ستره فرهنګي ضایعه بللې وه او د دغه هېواد حکومت ویلي وو چې هغه په نړیواله کچه د المان په ادبي او فرهنګي شهرت کې مهم رول لوبولی دی.
سرچینه
[سمول]- ↑ https://www.spogmairadio.com/19570/
- ↑ پیوستون : 118541579 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118541579 — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Грасс Гюнтер — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0335848/ — خپرېدونېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/33375 — سرليک: Günter Grass
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Gunter-Grass — subject named as: Gunter Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m047d6 — subject named as: Günter Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/144947573 — subject named as: Günter Wilhelm Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3582 — subject named as: Günter Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1480520 — subject named as: Günter Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-46180 — subject named as: Günter GRASS — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Günter Grass — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/0aac03d5a2c54a7ca32ac096da2481ee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: Günter Grass — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/35530 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/grass-gunter — subject named as: Günter Grass — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11905730x — subject named as: Günter Grass — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/30277_artiste_GRASS_Gunter — subject named as: Gunter GRASS — ليکوال: Jean-Pierre Delarge — خپروونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
- ↑ subject named as: Günter Grass — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF20617
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13765 — subject named as: Günter Grass
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/24325 — subject named as: Günter Grass — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ http://www.bbc.com/news/world-europe-32285705
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118541579 — خپرېدونېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://www.ndr.de/kultur/geschichte/koepfe/Guenter-Grass-Multitalent-und-Moralist,biografiegrass101.html — خپرېدونېټه: ۲ فېبروري ۲۰۱۹
- ↑ https://www.lehrer.uni-karlsruhe.de/~za874/homepage/grass.htm — خپرېدونېټه: ۲ فېبروري ۲۰۱۹
- ↑ Treaty of Peace Between the Allied and Associated Powers and Germany — خونديځ اصل — موضوع: 105 — وينا: On the coming into force of the present Treaty German nationals ordinarily resident in the territory described in Article 100 will ipso facto lose their German nationality in order to become nationals of the Free City of Danzig.
- ↑ منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/35530 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.adagp.fr/sites/default/files/repertoire-adagp-2019-01-07.zip — خپرېدونېټه: ۲۰ سېپتمبر ۲۰۲۰ — ليکوال: Société des auteurs dans les arts graphiques et plastiques — سرليک: Liste des auteurs au 07/01/2019 — خپروونکی: Société des auteurs dans les arts graphiques et plastiques
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11905730x — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6602339
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2015ز مړينې
- 13 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

