کيويکس
ونگبڼه
(له کیوکس نه مخ گرځېدلی)
| جوړوونکی | عمانویل اینجل هارټ |
|---|---|
| د پوستغالي نسخه | 0.9 |
| چلوونکی سيستم | لینکس، مایکروسافټ وینډوز، میک |
| حجم | 21 MB + ZIM file |
| ژبې | 80+ ژبې |
| منښتليک | GPLv3 |
| وېبپاڼه | کیوکس ډاټ آرګ |

کیوکس (په انګلیسي: Kiwix) یو وړیا او خلاصې سرچینې سافټویر دی چې په انټرنیټ او په ځانګړې توګه په ویکیپیډیا کې د منځپانګې لوستلو لپاره ډیزاین شوی. د دې سافټویر ځانګړتیا دا ده چې د دې له لارې لوستلو لپاره انټرنیټ پیوستون ته اړتیا نلري په افلاین توګه مطالعه کولای شي. سربیره پردې دا سافټویر هیڅ پیچلي تنظیماتو او محاسبې ته اړتیا نلري. په ساده ډول د ویکیپیډیا نسخه ډاونلوډ کړئ چې تاسو یې لوستل غواړئ او پرته له انټرنیټ اتصال لوستل پیل کړئ.
ځانګړتیاوې
[سمول]- د لټون اسانتیا د انټرنیټ سره دوصلیدو پرته.
- د کمپیوټر په ډیری عملیاتي سیسټمونو لکه مایکروسافټ وینډوز ، لینکس ، ماک ، او نورو کې ښه کار کوي.
- مقالې د PDF په توګه خوندي کیدی شي.