کيويکس
ښکارېدونکې بڼه
جوړوونکی | عمانویل اینجل هارټ |
---|---|
د پوستغالي نسخه | 0.9 |
چلوونکی سيستم | لینکس، مایکروسافټ وینډوز، میک |
حجم | 21 MB + ZIM file |
ژبې | 80+ ژبې |
منښتليک | GPLv3 |
وېبپاڼه | کیوکس ډاټ آرګ |
کیوکس (په انګلیسي: Kiwix) یو وړیا او خلاصې سرچینې سافټویر دی چې په انټرنیټ او په ځانګړې توګه په ویکیپیډیا کې د منځپانګې لوستلو لپاره ډیزاین شوی. د دې سافټویر ځانګړتیا دا ده چې د دې له لارې لوستلو لپاره انټرنیټ پیوستون ته اړتیا نلري په افلاین توګه مطالعه کولای شي. سربیره پردې دا سافټویر هیڅ پیچلي تنظیماتو او محاسبې ته اړتیا نلري. په ساده ډول د ویکیپیډیا نسخه ډاونلوډ کړئ چې تاسو یې لوستل غواړئ او پرته له انټرنیټ اتصال لوستل پیل کړئ.
ځانګړتیاوې
[سمول]- د لټون اسانتیا د انټرنیټ سره دوصلیدو پرته.
- د کمپیوټر په ډیری عملیاتي سیسټمونو لکه مایکروسافټ وینډوز ، لینکس ، ماک ، او نورو کې ښه کار کوي.
- مقالې د PDF په توګه خوندي کیدی شي.