کيميايي عنصرونه (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کيميايي عنصرونه د کيميا په څانگه کې يو پوهنيز نښير دی چې ليکوال يې محمد طاهر کاڼی دی. دا نښير د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا پر ۱۳۹۴ لمريز (۲۰۱۵ زېږدي) کال د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په سپين کاغذ کې د کابل په ټايمز چاپخونه کې چاپ شوی دی . دا نښير د افغانستان د پوهنتونونو لپاره يو درسي کتاب دی، په دوو ټوکو کې اوډل شوی، او ټول ۱۲۸۵ مخه دی . د نښير په ليکنه کې له ۱۱۲۴ بېلابېلو بهرنيو سرچينو څخه کار اخيستل شوی، چې ډېری يې روسي او انگرېزي سرچینې دي . په کتاب کې د کيميايي عنصرونو د دوره يي (مندليف) جدول ټول ۱۱۸ کيميايي عنصرونه بيان شوي او هڅه شوې چې پوهنيز، تاريخي او مالوماتي انځور يې د شونتیا تر بريده بشپړ وکښل شي . د کتاب په پیل کې د لوړو زده کړو د وزيرې پوهنوال دوکتور فريده مومند پیغام، د لوړو زده کړو وزارت د سلاکار ډاکتر يحيی وردگ سريزه او ورپسې د ليکوال سريزه راغلې ده . کتاب ټول درې څپرکي لري، چې لومړی څپرکی يې «کيميايي عنصر او د مندليف دوره يي جدول»، دويم څپرکی «د کيميايي عنصرونو گروپونه» او درېيم څپرکی يې «کيميايي عنصرونه» نوميږي . د کتاب متن له گڼ شمېر انځورونو سره مل دی چې د لوست پر مهال له لوستونکي سره په زده کړه کې مرسته کولای شي . د کتاب د دویم ټوک په پای کې د «کيميايي نومونې» تر سرليک لاندې هغه کيميايي نومونې تعريف، تشرېح شوې چې د کتاب په متن کې راغلې او په دې ډول کولای شي چې د پوهنتونونو له زده کړيالو سره د کتاب په لوست او زده کړه کې نوره مرسته هم وکړي . تر دې وروسته اخځليک او تر اخځليک وروسته د ليکوال لنډه پېژندنه راغلې ده .