کوژدن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوژدن (انګلیسي: Engagement)هغه دوره ده چې وروسته له هغه پیل کیږي چې دوه کسان په راتلونکي کې د واده کولو موافقه وکړي. د کوژدنې تړون یو اخلاقي مکلفیت، یو ډول د خپلوۍ اړیکې او قانوني اغېزې رامینځته کوي.

د افغانستان قوانينو کې[سمول]

کوژده د ازدواج له وعدې څخه عبارت ده، د عقد دواړه خواوې کولی شي ترې انصراف وکړي[۱]

کوژده د هغې ښځې سره جواز لري، چې د بل شخص په نکاح او عدت کې نه وي.[۱] که د کوژدنې دواړه خواوو يو بل ته تحفه ورکړې وي، تحفه ورکوونکی کولی شي د بلې خوا د عدول په صورت کې عين تحفه که موجوده وي او که موجوده نه وي د هغې د اخيستلو ورځني قيمت غوښتنه وکړي، که عدول د تحفه ورکوونکي له خوا وشي، يا تحفه د مينخه ولاړه شي يا استهلاک شی ، د هغې اخيستل بېرته په هيڅ صورت سره نشي کولی.[۱] يانې که چېرته د کوژدنې له طرفينو هغه شخص کوژدنه فسخه کړي چې تحفه ورته ورکړل شوې وي، نو تحفه ورکوونکی کولی شي:

  • که تحفه له منځه تلونکې نه وي، او موجوده وي لکه د سرو زرو ګوتمه، نو خپله تحفه واخلي.
  • که تحفه له منځه تلونکې نه وي، خو موجوده هم نه وي لکه د پورته مثال، سروزرو ګوته يې پلورلې يا ورکه کړې وي، نو د هغې د اخيستلو د ورځې ورځنی نرخ به ورکوي.
  • که تحفه استهلاکي وي، لکه د خوراک څيز وي، يا لباس وي چې اغوستلو سره خراب شوی وي، په دې صورت کې د تحفې د واپسۍ قيمت نشته.

بل حالت دا دی چې خپله تحفه ورکوونکی د کوژدنې قرارداد فسخه کړي، نو په دې صورت کې خپل تحايف او ډالۍ نشي غوښتلی.

همدارنګه، که کوژده مات شي، هر یو دوه کسان او د دوی مور او پلار کولی شي هغه ډالۍ بیرته واخلي چې دوی د کوژدې پرمهال یو بل ته ورکړې وې [۲] .

په مسیحیت کې[سمول]

د خپلو یهودي ریښو له مخې، په عیسویت کې ښکیلتیا د ژمنې له مخې واده ته ورته ده.

د کوژدې کالي په حقیقت کې د ماښام جامو یو ډول دی، مګر دا معمولا ډیر ګلیمرس وي یا ډیر پیچلي ماډل لري، د کوم لپاره چې تاسو کولی شئ یو ساده ماډل یا د واده جامو ته نږدې ماډل ستاسو د خوند پراساس غوره کړئ. د اختیارونو په مینځ کې لکه جاکټونه او سکرټونه او بلوزونه او سکرټونه او سوټونه او کمیسونه وړاندیز کیږي.
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د افغانستان مدني قانون، ۶۲ مه ماده. ۱۳۵۵/۱۰/۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |year= (مساعدة)
  2. ماده ۱۰۳۷ قانون مدنی

پايليکونه[سمول]

سرچينې[سمول]

  • صافی، حسینی او امامی، اسدالله. د کورنۍ قانون لنډیز ، تهران: میزان خپرندویه کور، اتمه ګڼه، پسرلی ۲۰۰۴. شابک ‎
  • د ایران مدني قانون