ولور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولور د خور لور د واده په بدل کې د اخښي یا زوم له کورنۍ څخه د پیسو د اخستلو دود ته ویل کېږي. دا دود په پښتنو کې له ډېرې زړې زمانې څخه شتون لري. پخوا به د هر سیمې د ولور بیه معلومه وه خو اوس مهال ډېری خلک سیمیز نرخ په پام کې نیول اړین نه ګڼي بلکې د ناوې او زوم کورنۍ په خپله خوښه د ولور بیه ښکاره کوي چې دا بیه په بېلا بېلو سیمو او قبیلو کې بېله بېله وي.

په بېلا بېلو قبیلو کې د ولور دود[سمول]

۱.غلزي قبیلې: په ډېری غلزي قبیلو لکه سلیمان خیل دوټاڼي او داسې نورو قبیلو کې ولور تر لس لکه کالدارو هم لوړ وي چې د یادو پیسو نیمای برخه نغده او پاتې برخه یې مالیزه وي له مالیزه څخه مراد دا د چې د پاتې پیسو په اندازه به مالونه لکه مېږي، خره او ټوپک ورکول کېږي په مالیزه برخه کې ګټه دا د چې د لسو زرو مېږ او یا ټوپک په دېرش څلوېشټ زره شمېرل کېږي په دې ډول د زوم کورنۍ ته یو څه اسانتیا او مالي ګټه وي.

۲.شیراني(دراني) قبیله: په شیراني قبیله کې د ولور اندازه له څلور لکو کالدارو نیولې تر شپږو لکو وي. دا ټولې پیسې نغدې ورکول کېږي مال او نور شیان نه پکې کوي. ولور په دوو برخو کې ورکول کېږي یو یا دوه لکه د کوژدنې په ورځ ورکول کېږي چې دې ته د "لومړۍ ورځې پیسې" ویل کېږي او پاتې پیسې تر واده یوه یا دوه میاشتې مخکې ورکول کېږي ترڅو په دغو پیسو د ناوې پلار د لور کور( د اړتیا وړ سامان لکه پلنګ، الماریانې، لوښي، نیالۍ، تکیې او داسې نور شیان ) تیار کړي او د واده تیاری هم ونیسي. په نورو پښتني قبیلو کې هم د ولور دود په لژ څه توپیر سره یو ډول دی.

د ولور شرعي حیثیت[سمول]

د دارالعلوم الاسلامیه بنوري ټاون کراچۍ د فتوې ترمخه د ولور اخستل غیرشرعي کار دی البته که د شرعي مهر په توګه د چلغلې(کوژدن نجلۍ) له لوره له زوم(مېړه) سره پیسې د خپل وکیل په وسیله معلومې شي نو بیا یې اخستل جائزه دي خو د پیسو اصل واکداره به دا چلغله وي البته که یې هغه کوم خپل خپلوان لکه پلار، ورور او یا بېرته خپل مېړه پخپله خوښه ورکول وغواړي نو بیا یې هغوی ته هم اخستل جائز دي.

سرچینې[سمول]

۱.د ولور شرعي حیثیت (فتوا دارلعلوم بنوري ټاون کراچۍ)