کمال الدين بهزاد
کمال الدین بهزاد د انځورگرۍ د میناتورۍ د برخې یو مبتکر، مستعد، نابغه او اخلاق استاد وو، چې د میناتورۍ یو نوی ځېل او مکتب یې رامنځ ته کړ . د میناتورۍ داسې شهکار اثار یې وپنځول چې اوس د نړۍ په موزیمونو د ډېر قیمتي اثارو په توگه د نړۍ په گوټ گوټ کې ساتل کېږي. دی د افغانستان په لوېديځې سیمې هرات کې زېږېدلی.
| زېږونځای | |
|---|---|
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| ښخولو ځای | |
| استوګنځی | |
| ژبې | |
| دنده | |
| نامتو زدهکوونکی |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| ژانر | |
| ژانر |

کمال الدين بهزاد يو وتلی افغان رسام او انځورگر و. په ماشومتوب کې د مور او پلار د مينې بې برخې پاتې شوی او بيا وروسته د ميرک په کاله کې رالوی شوی او د همدغه وروستي نومېدلي افغان نه يې د انځورگرۍ او رسامۍ هنر زده کړی. بهزاد د گڼ شمېر هنري آثارو خاوند دی، نوموړی د سلطان حسين بايقرا دربار کې هم انځورگر پاتې شوی . کمال الدين بهزاد د انځورگرۍ او نقاشۍ د هنرونو تر څنگ په ميناتورۍ کې هم پوخ هنرمند پاتې شوی.
مخینه
د استاد بهزاد شهرت دده په ژوندانه هم یوازې په هرات کې پاتې نه شو، په ټول افغانستان،پارس، ماوراءالنهر او هند کې یې د هنر اوازې خپرې شوې او د یوه پیاوړي استاد په توگه وپېژندل شو. استاد بهزاد چې د نهمې هجري پېړۍ په نیمايي کې یې په هرات کې زېږدلی وو، د وخت د هنر پال پاچا سلطان حسین بایقرا تر ځانگړې پاملرنې لاندې په کار بوخت و او د کار او هنري ودې زمینه یې ورته برابره کړې وه.
د انځورگۍ ځانتياوې
استاد بهزاد د میناتورۍ په هنر کې انقلاب راووست، ده تش څېرې او ظاهري رنگونه، نه انځورول؛ بلکې په انځورونو کې یې د تصویراحساسات، اندېښنې او مکنونات انځورولای شوای او د یوه ماهر روانشناس په توگه یې خپلې جوړې کړې څېرې د هغو له ټولو ځانگړنو سره وړاندې کولې او د خپلو انځورونو خوځښتونه یې تصویرول، د عمر په وروستیو وختونو کې یې د څېرو په جوړولو کې خاص مهارت ترلاسه کړی وو. دڅېرې جزیات به یې انځورول او د معنوي اړخونو په ښودلو کې یې د رنگونو په استعمالولو کې ځانگړی مهارت ترلاسه کړی وو. ده د میناتورۍ مړه روحیه راژوندۍ کړه، رنگونه یې خوځنده کړل او د شرق په میناتورۍ کې یې یو نوی سبک او مکتب رامنځ ته کړ. د استاد بهزاد په قلم جوړشوي انځورونه دومره مشهور شول، چې د وخت ډېر انځورگرانو هڅه وکړه، چې په خپلو تصویرونو دده نوم ولیکي او دده یې وبولي، خو هنر پېژندونکو دده تصویرونه له ورایه وپېژندل. همداسبب دی چې د نړۍ په موزیمونو کې دده د خپلو تصویرونو شمېره ډېره نه ده، خو دده په نامه جوړشوي تصویرونه زیات دي، اما هنر پېژندونکو اصل او جعل سره بېل کړي او د استاد بهزاد اصلي انځورونه د زیات ارزښت او درنښت وړگڼل کېږي او موزیمونه پرې ویاړي.
په موزيمونو کې اثار
د استاد بهزاد میناتوري انځورونه د نړۍ په بېلابېلو موزیمونواو کتابتونونو کې شته، دخمسه نظامي دوې نسخې چې د برتانیې په موزیم کې دي، د استاد بهزاد په میناتورونو ښکلې شوې، چې دده په اصلي لاسلیک دي.بله د شیخ سعدي د بوستان نسخه ده، چې په ۸۹۸سپوږمیز کال لیکل شوې او دده په میناتورونوښکلې شوې، چې اوس د مصر په موزیم کې ده.
د ظفر نامې میناتوري هم دده کار دی او هم یې په ځینو نورو نسخو کې تلپاتې انځورونه راپاتې دي.
استاد بهزاد په خپلو میناتورونو کې د طبیعت ژوره مشاهده لري او په ډېر دقت یې ترسیموي او هر رنگ یې خپله مانا ښندي.
مړینه
استادپه هرات کې وفات شوی او د مختار غره په لمنه کې خښ دی، چې ښکلی رنگین قبرلري او د پستو طبیعي ونې پرې ولاړې دي.
انځورتون
سرچینې
- د ښاغلي حبیب الله رفیع په قلم (http://zhman.net/?p=35061 Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.)
- ↑ ويل شوي په: ISFDB. ISFDB author ID: 117916. سکالو پېژند: Behzad. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: BnF authorities. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: 13166434v. سکالو پېژند: Kamāl al-Dīn Behzād. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: AlKindi. Diamond Catalog ID for persons and organisations: 65770. سکالو پېژند: Kamāl al-Dīn Behzād.
- ↑ ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 083215409. بياځلي سمون: ۲۳ می ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118884565. بياځلي سمون: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ سرچينې تړی: https://asia.si.edu/object/F1956.14/.
- ↑ سرچينې تړی: https://doi-org.wikipedialibrary.idm.oclc.org/10.1093/gao/9781884446054.article.T070241.
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P802 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P136 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- افغان انځورگران