سلطان حسین بایقرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلطان حسین بایقرا میرزا (زوکړه: د ۱۴۸۳ زکال جون/جولای میاشت – مړینه: د ۱۵۰۶ زکال د می ۴مه) له ۱۴۶۹ زکال څخه د ۱۵۰۶ زکال د مۍ تر ۴مې نېټې پورې یوازې د لنډ مهال وقفې لرلو پرته د هرات تیموري واکمن و. [۱]

سلطان حسین بایقرا یو ماهر دولت چلونکی و چې تر ډېره یې له هنرونو سره د لیوالتیا له امله شهرت درلود؛ هغه په خپله پاچاهۍ کې دپوهنې سره د مرسته کوونکي او د هغو د ملاتړي په توګه پېژندل کېده چې له امله یې د هغه د واکمنۍ دوره د تیموریانو دویم رنسانس ګڼل کېږي. نوموړی «په ماوراءالنهر کې د وروستۍ دورې اصلي تیموري حاکم» توصیف شوی؛ د هغه پېچلی دربار او همدارنګه یې سخاوتمندانه هنري هڅې د ویاړ په منبع اوښتې او په ځانګړې توګه د هغه د تره زوی مغولي سترواک، بابر به پرې ویاړ کاوه. سلطان حسین بایقرا په خراسان کې وروستی تیموري واکمن و. [۲][۳][۴]

لومړنی ژوند او نسب[سمول]

سلطان حسین بایقرا د ۱۴۳۸ زکال په جون یا جولای میاشت کې په هرات ښار کې وزیږېد؛ پلار یې غیاث الدین منصور میرزا د برلاس په نامه د ترکي – مغولي قبیلې ته اړوند و او مور یې فیروزه سلطان بېګم نومېده. د هغه والدینو څلور نور ماشومان؛ د دویم بایقرا میرزا په نوم یو زوی او د اغا بیګم، بدیع الجمال او عرون سلطان خانم په نومونو درې لوڼې لرلې.[۵]

د حسین پلار د منځنۍ آسیا د فاتح ګوډ تیمور لمسی و. د هغه مور د تایچود مخکښې قبیلې ته د اړوند سلطان حسین لور وه چې د بایقرا نوم هم د هغه له نوم څخه اخیستل شوې. ورته مهال فیروزه هم د مور او هم د پلار له اړخه د ګوډ تیمور له لمسیانو څخه وه. د هغې والدین د مغولي سترواک چنګېزخان له نسب څخه وو. سربېره پر دې نوموړي ځان په نهم نسب کې خواجه عبدالله انصاري ته اړوند باله چې د هرات په پیر (د هرات حکیم) یې شهرت درلود. [۶][۷]

د حسین پلار غیاث الدین په داسې حال کې ومړ چې نوموړی اووه یا اته کلن و. دې ته په پام چې نوموړي د تیموریانو په کورنۍ کې کوم ځانګړی ځایګی نه درلود، حسین د بایقرا نوم د خپل مورني نیکه لومړي بایقرا میرزا له نوم څخه واخیست. سلطان حسین (سلطان حسین بایقرا) له خپلې مور سره په مشورې په ۱۴۵۲ زکال کې د خپل مشر تره زوی ابوالقاسم بابر میرزا سره چې د هرات حاکم و په کار پیل وکړ. چې د یو نالایق حاکم په توګه ګڼل کېده. هغه په ناسمه توګه خپل قلمرو اداره کاوه او د سمرقند له تیموري حاکم ابوسعید میرزا سره یې جګړه وکړه. حسین بایقرا چې له خپې دندې څخه راضي نه و هڅه یې وکړه له ابوسعید میرزا سره وګوري. له دې سره چې ابوسعید غوښتل هغه له ځان سره وګماري، خو د حسین بایقرا د خپلوان سلطان اویس میرزا له خوا چې د محمد میرزا زوی او د بایقرا میرزا لمسی و؛ پاڅون لامل وګرځېد چې ابوسعید، حسین بایقرا او د هغه نور خپلوان د احتیاط په توګه ونیسي. بالاخره د خپلې مور فیروزې بېګم په غوښتنه خوشی شو او بېرته له ابوالقاسم میرزا سره یوځای شو چې هغه دوه کاله وروسته ومړ.[۸][۹]

په خراسان کې د ګډوډیو دوره[سمول]

په ۱۴۵۷ زکال کې د بابر له مړینې وروسته په خراسان کې د ګډوډیو یوه دوره پیل شوه. اقتصادي بې ثباتي او په رژیمونو کې د مکررو بدلونونو له امله د مرکزي اقتدار نشتون لامل وګرځېد د سمرقند حاکم ابوسعید میرزا د ۱۴۵۷ زکال د جولای په ۹ مه هرات ونیسي. خو له دغو نیولو وروسته ابوسعید میرزا په چټکۍ سره ښار خوښی کړ څو د سمرقند دننه راولاړې شوې ستونزې حل کړي. دغه مهال د قره قویونلو رهبر، جهان شاه مازنداران ونیو. په دغه له ګډوډیو ډکه دروه کې خراسان په ګڼ شمېر قلمرونو وویشل شو؛[۱۰][۱۱][۱۲]

  • استرآباد تر سبزه وار – د قره قویونلو د مظفرالدین جهان شاه بن یوسف
  • بلخ – د ماوراءالنهر د حاکم ابوسعید میرزا
  • ابیورد – علاءالدوله میرزا
  • هرات – ابراهیم میرزا
  • طوس او عماد قلا – شاه محمود میرزا
  • مرو – سلطان سنجر میرزا
  • سیستان، فراه او اسفزار – د ملک قاسم بن امیر سکندر ترکمن تر واک لاندې راغلل.

په مرو او خوارزم کې[سمول]

حسین بایقرا چې له دغو سیالانو سره یې د سیالۍ وس نه درلود، هغه تر لاس لاندې ژوندانه ته مخه کړه او د مرو له حاکم سلطان سنجر میرزا سره یوځای شو؛ هغه هم د نوموړي واده له خپلې لور بقاع سلطان بېګم سره وکړ. د دوی دواړو د بدیع الزمان میرزا په نومه زوی وزیږېد. [۱۳][۱۴]

سلطان سنجر میرزا او حسین بایقرا ډېر ښه سره جوړ راغلل، خو د ۱۴۵۷ زکال په جون/جولای میاشت کې سنجر د خپل غیابت په حالت کې حسین ته د ښار واکونه وسپارل، حسین هڅه وکړه چې واک خپل کړي. دا له دې امله وه چې هغه شک درلود چې د حکومت لوړ پوړی چارواکی حسن ارلات هڅه کوي هغه ووژني. سنجر ته وفادارو امیرانو پاڅون وکړ او دغه هڅه ناکامه شوه. حسین بایقرا اړ شو یوازې له پنځو تنو اس لرونکو خپلو کسانو سره وتښتي. خو له ښار څخه بهر د ایرانجي سکتور د سوداګریزو کاروانونو د امنیت مسئول، حسن چرکس له خپلو ۲۰۰ کسانو سره له هغه سره یوځای شو. دا د حسین بایقرا لومړنی پوځ شو او بایقرا هم د دغې نوې اړیکې د ټینګښت په موخه د حسن چرکس له لور افک بېګم سره واده وکړ. [۱۵][۱۶]

نوموړی تر قره قوم دښتې پورې د سنجر میرزا له خوا په شاه وتمبول شو. هغه په دوامداره بڼه تر تعقیب لاندې و تر هغه چې اړ شو د خوارزم پر لور لښکرکشي وکړي او هلته د مرو او خیوه دښتو ترمنځ پاتې شو. [۱۷]

د تیموریانو او قره قویونلو جګړه[سمول]

جهان شاه په هرات کې کمزورې تیموري واکمنۍ ته په پام د ۱۴۵۸ زکال د جون په ۲۸مه په هرات برید وکړ او دغه ښار د ابراهیم میرزا د پلار علاءالدوله میرزا له خوا ونیول شو. ابوسعید میرزا دغه چاره وه نه زغمله او له مذاکراتو وروسته جهان شاه پرېکړه وکړه چې د قلمرونو پولې د شاهرخ دوران ته وګرځوي. په دې سره خراسان، مازنداران او ګرګان تیموریانو ته وسپارل شول او ابوسعید میرزا بیاځلي د ۱۴۵۸ زکال د ډسمبر په ۲۲ مه د هرات واکمني خپله کړه.[۱۸][۱۹]

له ابوسعید میرزا سره جګړه[سمول]

حسین بایقرا دغه مهال ۱۰۰۰ کسیز پوځ ځانته جوړ کړی و او ګرګان یې د ۱۴۵۸ زکال د اکتوبر په ۱۹مه له قره قویونلو څخه ونیو. ابوسعید میرزا په ګرګان برید وکړ، ابوسعید په چټکۍ له دغه ځایه وتښتېد او بېرته د خوارزم لوري ته ولاړ. ابوسعید میرزا خپل زوی سلطان محمود میرزا د ګرګان والي وټاکه. هغه مهال چې حسین بایقرا خبر شو چې ابوسعید میرزا هرات ته د محمد جوکي د پاڅون ځپلو په موخه تللی بېرته یې په ګرګان برید وکړ او د ۱۴۶۱ زکال په مۍ میاشت کې یې د جوزي ولي په جګړه کې سلطان محمود میرزا ته ماتې ورکړه او عبدالرحمن ارغون یې د دغه قلمرو والي وټاکه.[۲۰]

له دې سره هغه ونشو کولای په دغې بریا پسې بله بریا ترلاسه کړي او د ۱۴۶۱ زکال له اګست میاشتې څخه یې تر اکتوبر میاشتې پورې هرات کلابند کړ. ابوسعید میرزا راوګرځېد او حسین بایقرا بېرته د خوارزم لوري ته وتښتېد او له دغه ځایه یې په خراسان بریدونه پیل کړل؛ دغه بریدونو د ۱۴۶۴ زکال څخه راوروسته زور ونیو. هغه چې هڅه کوله ځان له ابوسعید څخه وساتي له ازبکانو څخه یې مرسته وغوښته. خو په ۱۴۶۸ زکال کې د ازبک مشر ابوالخیر خان له مړینې وروسته ورسره مرستې دوام وه نه موند. دغه له اتو څخه تر لسو کلونو دوره د حسین بایقرا د ژوند تر ټولو ناوړه دوره وه. هغه په دغه مهال کې له یوه ځایه څخه بل ځای ته په تېښته کولو کې سرګردانه و.

سرچينې[سمول]

  1. Subtelny 2007, pp. 43–44
  2. The Archaeology of Afghanistan from Earliest Times to the Timurid Period by Frank Raymond Allchin, Norman Hammond, Nicholas G. Hammond, page 379
  3. Lisa Balabanlilar The Begims of the Mystic Feast: Turco-Mongol Tradition in the Mughal Harem, The Journal of Asian Studies Vol. 69, No. 1 (2010), p. 128
  4. Roemer 2004، صص. 508–511.
  5. Woods 1990, pp. 24–25, 27
  6. Subtelny 2007, pp. 44–45
  7. Subtelny 2007, p. 47
  8. Subtelny 2007, p. 47
  9. Subtelny 2007, p. 48
  10. Subtelny 2007, p. 50
  11. Subtelny 2007, p. 51
  12. Subtelny 2007, p. 52
  13. Subtelny 2007, p. 53
  14. Subtelny 2007, p. 52
  15. Subtelny 2007, p. 54
  16. Subtelny 2007, p. 53
  17. Subtelny 2007, p. 54
  18. Subtelny 2007, p. 56
  19. Subtelny 2007, p. 55-6
  20. Subtelny 2007, p. 57