کریس واټسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کریس واټسن
(انګلیسي: John Christian Watson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کریس واټسن
کریس واټسن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Christian Tanck د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ اپرېل ۱۸۶۷[۱][۲]
مړینه 18 نومبر 1941 (74 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیدنی   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا
چيلي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (3  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۷ اپرېل ۱۹۰۴  – ۱۸ اگسټ ۱۹۰۴ 
الفریډ ډیکین  
جیورج ریډ  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
کریس واټسن
کریس واټسن

جان کریس واټسن د ۱۸۶۷ز کال د اپرېل په ۹مه زېږېدلی او د ۱۹۴۱ز کال د نومبر په ۱۸مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې. واټسن اسټرالیایي سیاستوال و، چې د ۱۹۰۴ز کال د اپرېل له ۲۷مې تر د اګست ۱۸مې پورې یې د اسټرالیا د درېیم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۷ز کال پورې د اسټرالیا د کارګر ګوند (ALP) د فډرالي مشر په توګه دنده ترسره کړې او د ګوند لومړی غړی و، چې د لومړي وزیر په توګه پاتې شوی دی. [۳]

واټسن په والپارایسو کې وزېږېد او د هغه پلار یو المانی چیلي بېړۍ چلوونکی و. هغه د نیوزیلنډ په سویلي ټاپو کې رالوی شو او کله یې چې ایرلنډۍ مور بیا واده وکړ؛ نو خپل کورنی نوم یې له میرني پلاره واخیست. هغه په ځوانۍ کې ښوونځی پرېښود او د چاپ په صنعت کې یې د تصنیف په برخه کې کار کاوه. واټسن په ۱۸۸۶ز کال کې سیډني ته لاړ او د ځایي کارګرانو په خوځښت کې راڅرګند شو. هغه د نوي سویلي ویلز د کارګرې اتحادیې په جوړولو کې مرسته وکړه او د ۱۸۹۱ز کال په ټولټاکنو کې د ګوند لپاره د کمپاین لارښوونکی و. واټسن ۲۷ کلن و، چې د ۱۸۹۴ز کال په ټاکنو کې د نوي سویلي ویلز مقننه مجلس ته وټاکل شو او په چټکۍ د ALP مخکښ غړی شو. هغه او د ګوند زیاترو غړو له فدراسیون سره له دې امله مخالفت وکړ، چې وړاندیز شوی اساسي قانون ډیموکراټیک نه و.

واټسن په ۱۹۰۱ز کال کې په پرانیستونکو فډرالي ټاکنو کې د پارلمان لپاره وټاکل شو. هغه په فډرالي پارلمان کې د ALP بنسټ اېښودونکی غړی او د دغه ګوند مشر شو. د پارلمان د لومړۍ دورې په لړ کې یې د اډمونډ بارټن او الفریډ ډیکین د لیبرال محافظه کارو حکومتونو ملاتړ وکړ او د سپینې اسټرالیا د تګلارې پیاوړی ملاتړی و. ALP د ۱۹۰۳ز کال په ټاکنو کې، په پارلمان کې د واک انډول او په سنا کې یې پیاوړی دریځ ترلاسه کړ. واټسن د ۳۷ کلونو په عمر، په ۱۹۰۴ز کال کې وروسته له هغه د اقلیت حکومت جوړ کړ، چې ALP د ډیکین له ملاتړه ډډه وکړه. هغه یو له لومړیو سوسیالیستانو نه و، چې په پارلماني سیسټم کې یې د حکومت مشري وکړه، د نړیوالو پام یې ځان ته را واړاوه او د اسټرالیا تر ټولو ځوان لومړی وزیر پاتې شو.

د واټسن حکومت له څلورو میاشتو په لږه موده کې، خپل باور له لاسه ورکړ او جیورج ریډ، چې د سوسیالیست ضد و، د لومړي وزیر په توګه د واټسن ځایناستی شو. واټسن تر ۱۹۰۵ز کال پورې د اپوزیسیون مشر و، یعنې تر هغه مهاله، کله چې ده د لومړي وزیر په توګه د ډیکین په بیا ټاکلو کې مرسته وکړه. ALP د ۱۹۰۶ز کال تر ټاکنو وروسته او د ګوند د غړو پر مخالفتونو سربېره، له ډیکین نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. واټسن په ۱۹۰۷ز کال کې د کورنۍ د اندېښنو له امله د ګوند له مشرتابه استعفا ورکړه او د ۱۹۱۰ز کال په ټاکنو کې یې پارلمان هم پرېښود. هغه د ۱۹۱۶ز کال په بېلېدنه کې د اجباري خدمت له امله له ALP نه وشړل شو او ملتپال شو، تر دې وروسته یې د هېڅ دولتي مقام د لاسته راوړلو هڅه ونه کړه، هغه وروسته د NRMA او امپلو د رئیس په توګه یوه بریالۍ سوداګریزه دنده پیل کړه.

واټسن په خپله دوره کې د قانون پر تصویبولو بریالی نه شو، خو د لومړي وزیر په توګه یې له دورې نه څرګندېږي، چې ALP کولای شي یو وړ حکومت جوړ کړي. د ګوند د مشر په توګه د هغه ځایناستي اندريو فیشر د ۱۹۱۰ز کال په ټاکنو کې، چې د واټسن وزیرانو په کې مهمه ونډه لرلې، ALP یې د حکومت پر اکثریت بدل کړ.

زېږېدنه او کورنی شالید[سمول]

واټسن د ۱۸۶۷ز کال د اپرېل په ۹مه د چیلي په والپارایسو کې زېږېدلی و. هغه د مارتا (کورنی نوم منچین) او جان کریسټیان ټانک یوازینی ماشوم و. د هغه پلار، چې یو چیلي المانی و، هم په والپارایسو کې زېږېدلی و. د ده پلرونه د هانوور له واکمنۍ نه کډوال شول او د صادراتو او وارداتو شرکت یې جوړ کړ. د واټسن پلار د ارام سمندر په سوداګریزو لارو کې، د یو سوداګر بېړۍ چلوونکي او ښايي د کښتیو د ترکاڼ په توګه یې هم هلته کار کاوه. هغه د ۱۸۶۵ز کال د ډسمبر په ۲۴مه، د لاجون جولیا په کښتۍ کې نیوزیلنډ ته لاړ او یوه میاشت وروسته، د ۱۸۶۶ز کال د جنورۍ په ۱۹مه یې له مارتا مینچن سره په پورت چالمرز کې واده وکړ. د واټسن مور د ایرلنډ په کاونټي ټیپري کې زېږېدلې وه او د لومړي واده پرمهال ۱۶ کلنه وه.  [۴][۵][۶][۷][۸]

واټسن په ۱۸۸۶ز کال کې له خپلې مور سره نیوزیلنډ ته لاړ او په سویلي ټاپو کې یې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. د هغه د پلار برخلیک نامعلوم دی؛ ځکه چې د مړینې په اړه یې هېڅ موندنې نشته. مور یې د ۱۸۶۹ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له جیورج توماس واټسن سره د احوالو د ثبت په اداره کې واده وکړ. د هغې دویم خاوند ۳۰ کلن کان کیندونکی و، چې د ایرلنډ په بالیموني کې زېږېدلی و او په سکاټلنډ کې له څو کلونو کار کولو وروسته نیوزیلنډ ته تللی و. واټسن د خپلې مور له دویم واده نه ۹ میرني ورونه او خویندې لرلې، چې د ۱۸۶۹ز او ۱۸۸۷ز کال ترمنځ زېږېدلي وو. [۹][۱۰][۱۱]

ماشومتوب او اسټرالیا ته تګ[سمول]

واټسن په نیوزیلنډ کې د شمالي اوټاګو د اومارو په سیمه کې په یوه دولتي ښوونځي کې تر لس کلنۍ پورې زده کړې وکړې. وروسته یې ښوونځی پرېښود او د ریل ګاډي کارکوونکی شو. په کورنۍ کرونده کې یې تر کار کولو وروسته، د دیارلسو کلنو په عمر په شمالي اوټاګو ټایمز کې د مصنف په توګه زده کړې وکړې، دا هغه ورځپاڼه وه، چې د نامتو اصلاح غوښتونکي سیاستوال ویلیم سټیوارډ له خوا چلول کېده، له دې سره یې عمومي اړیکې پیدا کړې او خپلو جزیي زده کړو ته یې وده ورکړه. د مور له مړینې وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه او په ۱۸۸۶ز کال کې په نولس کلنۍ کې سیډني ته کډوال شو. هغه د یوې میاشتې لپاره په یوه دولتي کور کې د کارکوونکي په توګه کار وکړ بیا یې د ډیلي ټیلیګراف، سیډني مارنینګ هیرالډ او اسټرالیا سټار په ورځپاڼو کې د مصنف په توګه دنده وموندله. د ورځپاڼو، کتابونو او لیکوالو سره یې په اړیکو کې خپلو زده کړو ته وده ورکړه او سیاست ته یې لېوالتیا پیدا کړه. واټسن په مطبعه کې هم فعاله ونډه درلوده. هغه د ۱۸۸۹ز کال د نومبر په ۲۷مه د سیډني د لیورپول سړک په یونیټرین کلیسا کې له برتانوۍ اډا جین لو سره واده وکړ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سپینه اسټرالیا[سمول]

واټسن یو سپین پوستی ملتپال و، چې د سپینې اسټرالیا د تګلارې په جوړولو کې یې مهمه ونډه درلوده. د هیرن (۲۰۰۷ز) په وینا، «د سپینې اسټرالیا هیله د واټسن د سیاسي ایډیالوژۍ په مرکز کې وه، دا د اسټرالیايي هویت د ازمېښت کاڼی و، چې واټسن په مکرر ډول په خپلو مرکو، ویناوو او مقالو کې پرې ټینګار کاوه». په هر حال د هغه ځینو د ژوندلیک لیکوالو یادونه کړې، چې په هغه وخت کې یې توکمیز نظر د اسټرالیایانو ترمنځ دود و او دریوو لویو ګوندونو له سپینې اسټرالیا نه ملاتړ کاوه.[۱۶]

په ۱۹۰۴ز کال کې لومړی وزیر[سمول]

د واټسن تر مشرۍ لاندې کارګر ګوند د ۱۹۰۳ز کال په فډرالي ټاکنو کې خپلې رایې دوه برابره کړې. سره له دې چې دریوو ګوندونو شاوخوا ورته څوکۍ لرلې، خو کارګر ګوند د واک انډول ساتنې ته دوام ورکړ. د واټسن او ډیکین ترمنځ د ۱۹۰۴ز کال په اپرېل کې، د صنعتي اړیکو د قوانینو د پراخولو په مسئله کې د موافقتنامې او منځګړیتوب قانون په اړه اختلافات پیدا شول، چې په پایله کې ډیکین استعفا ورکړه. ریډ له دغه دریځه انکار وکړ او واټسن د اسټرالیا د کارګر ګوند لومړی وزیر او په نړۍ کې په ملي کچه د کارګر دولت د مشر په توګه وټاکل شو (انډرسن ډاوسن د ۱۸۹۹ز کال په ډسمبر کې په کوینزلنډ کې د لنډمهاله کارګر دولت مشري کړې وه) دا په حقیقت کې، په ملي کچه د نړۍ لومړی سوسیالیست یا سوسیال ډیموکراټیک حکومت و. واټسن یوازې ۳۷ کاله عمر درلود او د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر پاتې شوی دی. [۱۷][۱۸]

د واټسن لومړۍ[سمول]

د واټسن لومړۍ مېرمن اډا په ۱۹۲۱ز کال کې مړه شوه، د ۱۹۲۵ز کال د اکټوبر په ۳۰مه یې له انتونیا ماري ګلاډیس ډولان سره په هماغې کلیسا کې واده وکړ، چې لومړنی واده یې په کې کړی و. هغه د لوېدیځ اسټرالیا ۲۳ کلنه خدمتکاره وه او له واټسن سره یې په سیډني کې په داسې وخت کې ولیدل، چې دې یې میز پاکاوه. دوی په ۱۹۲۷ز کال کې د جاکلین دان واټسن په نامه د یوې لور څښتنان شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

واټسن او دویمه مېرمن یې په ۱۹۳۴ز کال کې د ډبل باین یوه کلي ته لاړل. له تقاعد وروسته د بریج لوبې لوبغاړی شو او د رنډویک په لوبغالي او سیډني کرکټ لوبغالي کې یو منظم ګډونکونکی شو. واټسن په SCG Trust کې هم کار کاوه. هغه د سوداګریزو چارو لپاره امریکا ته سفر وکړ او څو ځلې په شخصي لګښت نیوزیلنډ ته راستون شوی. واټسن له څو اونۍ ناروغۍ وروسته، د ۱۹۴۱ز کال د نومبر په ۱۸مه د ۷۴ کلونو په عمر په ډبل بې کې په خپل کور کې ومړ. هغه ته د سینټ اندریو په کلیسا کې د دولتي جنازې مراسم ونیول شول. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j74zf4 — subject named as: Chris Watson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8480749 — subject named as: John Christian Watson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. "A perfect picture of the statesman: John Christian Watson – Museum of Australian Democracy". Moadoph.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Grassby او Ordonez 1999، ص. 24-25.
  5. Grassby او Ordonez 1999، ص. 27.
  6. Grassby او Ordonez 1999، صص. 26–27.
  7. Grassby او Ordonez 1999، ص. 26.
  8. Grassby او Ordonez 1999، ص. 23.
  9. Grassby او Ordonez 1999، صص. 22–23.
  10. Grassby او Ordonez 1999، صص. 30–32.
  11. Grassby او Ordonez 1999، صص. 29–30.
  12. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  13. "Chris Watson: Australia's second Treasurer – Australian Treasury". Archive.treasury.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Chris Watson, Early years". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Chris Watson, Ada Watson". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hearn 2007، ص. 357.
  17. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  18. "A perfect picture of the statesman: John Christian Watson – Museum of Australian Democracy". Moadoph.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A perfect picture of the statesman: John Christian Watson – Museum of Australian Democracy". Moadoph.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  21. (په 21 August 2017 باندې). Former prime minister Chris Watson and King O'Malley almost certainly fell foul of Section 44. The Sydney Morning Herald.
  22. (په 2 November 1993 باندې). Watson a British subject. The Canberra Times.
  23. "Fast facts – Chris Watson". Australia's Prime Ministers: National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Chris Watson, After office". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Grassby او Ordonez 1999، ص. 149.
  26. Grassby او Ordonez 1999، صص. 147–149.
  27. Grassby او Ordonez 1999، ص. 151.