الفریډ ډیکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الفریډ ډیکین
(انګلیسي: Alfred Deakin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الفریډ ډیکین
الفریډ ډیکین

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ اگسټ ۱۸۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 7 اکتوبر 1919 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل الزایمر  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت الزایمر  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (2 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۴ سپټمبر ۱۹۰۳  – ۲۷ اپرېل ۱۹۰۴ 
اډمونډ بارټن 
کریس واټسن 
د استرالیا لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۵ جولای ۱۹۰۵  – ۱۳ نومبر ۱۹۰۸ 
جیورج ریډ 
انډریو فیشر 
د استرالیا لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲ جون ۱۹۰۹  – ۲۹ اپرېل ۱۹۱۰ 
انډریو فیشر 
انډریو فیشر 
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
خبريال
شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الفریډ ډیکین
الفریډ ډیکین

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الفرډ ډیکین (۱۸۵۶ز کال د اګسټ ۳مه – ۱۹۱۹ز کال د اکټوبر ۷مه) اسټرالیایي سیاستوال او وکیل و، چې د اسټرالیا د دویم لومړي وزیر په توګه یې دنده ترسره کوله. هغه د فدراسیون لپاره د خوځښت مشر و، چې په ۱۹۰۱ز کال کې رامنځته شو. ډیکین د لومړي وزیر په توګه په دریوو دورو کې (۱۹۰۳- ۱۹۰۴ز، ۱۹۰۵- ۱۹۰۸ز، ۱۹۰۹- ۱۹۱۰ز) د ملي بنسټونو په جوړولو کې مهمه ونډه لرله.

ډیکین په میلبورن کې د منځنۍ طبقې په کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په ۱۸۷۹ز کال کې په ۲۳کلنۍ کې د ویکټوریا د مقننه مجلس غړیتوب لپاره وټاکل شو او پر دې سربېره یې د حقوقي وکیل او ژورنالیست په توګه هم کار کاوه. هغه له ۱۸۸۳ز کال نه را په دېخوا د پاشلي وزارت منصب درلود، چې دوه ځلې یې د ویکټوریا د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کړه او ځان یې د لیبرال او بنسټپالو اصلاح غوښتونکو سره یوځای کړی و. ډیکین په ۱۸۹۰ لسیزه کې د اسټرالیا د استعمار د فدراسیون لپاره د خوځښت پر یوې مخکښې څېرې بدل شو. هغه د فډرالي کنوانسیونونو استازی و او په هغو کمېټو کې یې کار کاوه، چې د فډرالي اساسي قانون مسوده یې جوړوله. هغه وروسته د ټاکنیز کمپاین لپاره یوه ټولپوښتنه ترسره کړه او د برتیانیې له حکومته یې د منلو غوښتنه وکړه.

ډیکین په ۱۹۰۱ز کال کې له فدراسیون وروسته، د خپل نږدې ملګري اډموند بارټن په مشرۍ په وزرات کې د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو. هغه د ۱۹۰۳ز کال په سپټمبر کې د لومړي وزیر په توګه د بارټن ځایناستی شو. په ۱۹۰۳ز او ۱۹۰۶ز کلونو کې دوو وروستیو ټولټاکنو د دریوو ګوندونو ترمنځ برابر وېش رامنځته کړ. د ډیکین لیبرالي محافظه کارو د ازادو سوداګرو او د اسټرالیا د کارګر ګوند (ALP) ترمنځ منځنی اغېزمن ځای درلود. هغه د ۱۹۰۴ز کال په اپرېل کې تر لومړۍ بې اغېزې دورې وروسته خپله دنده پرېښوده، خو د ۱۹۰۵ز کال په جولای کې بېرته راستون شو او د ALP په ملاتړ یې یو فعال حکومت جوړ کړ، خو د ۱۹۰۸ز کال په اګسټ کې یې بیا استعفا ورکړه.

ډیکین په ۱۹۰۹ز کال کې چې د فیوژن په نامه پېژندل شوی و، په متنازع ډول یې خپل ملاتړي له ازادو سوداګرو سره اتحادیې ته راوبلل. د دوی یووالی د سوسیالیزم پر بنسټ و، چې په فډرالي سیاست کې د دوه ګوندي سیسټم پیلامه وه او هغه ته یې اجازه ورکړه چې د اسټرالیا لومړی اکثریت حکومت جوړ کړي. ډیکین د لومړي وزیر په توګه خپله وروستۍ دوره ډېره ګټوره وبلله، چې د ۱۹۰۹ز کال له جون نه یې تر د ۱۹۱۰ز کال تر اپرېل پورې دوام وکړ. په هر حال هغه ته د حیرانتیا خبره وه، چې ALP د ۱۹۱۰ز کال د ټاکنو په دواړو مجلسونو کې اکثریت وګاټه. ډیکین په ۱۹۱۳ز کال کې له سیاست نه تقاعد شو او د عصبي ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې د ۶۳ کلونو په عمر ومړ.

ډیکین د اسټرالیا له بانفوذه وزیرانو نه و. هغه د اسټرالیا د مېشتېدنې اصلي جوړونکی و همدارنګه د محافظت پالنې، دولت پالنې او برتانیوي سترواکۍ ملاتړی هم و، چې په ۲۰مه پېړۍ کې یې د اسټرالیا د ټولنیز- اقتصادي چوکاټ بنسټ کېښود.

زېږېدنه او کورنی شالید[سمول]

ډیکین د ۱۸۵۶ز کال د اګسټ په ۳مه د ویکټوریا، میلبورن، د فیټزروی د جیورج په ۹۰ سړک کې د خپل مور و پلار په کور کې زېږېدلی و. هغه د انګرېزانو او ویلش له نسله و او د سارا (کورنی نوم بیل) او ویلیم ډیکین درېیم اولاد و. پلار یې په ۱۴کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او ګرځنده پلورونکی شو. هغه له خپلې راتلونکې مېرمنې سره په ابرګاویني کې د سفر پر مهال ولیدل او په ۱۸۴۹ز کال کې یې په ګراسمونت کې واده وکړ. برتانیا په ۱۸۴۹ز کال کې د اقتصادي ناورین له ګواښ سره مخ وه؛ نو دوی پرېکړه وکړه چې اسټرالیا ته کډوال شي. ډیکینز د ۱۸۵۰ز کال په مارچ کې د سویلي اسټرالیا اډیلیډ ته ورسېدل. د دوی لومړی ماشوم کیټرین (په کيټ پېژندل کېږي) د ۱۸۵۰ز کال په جولای کې وزېږېد. په دې وخت کې یې پلار د هټیوال او منشي په توګه کار کاوه. کورنۍ یې د ویکټوریا د طلایي یرغل له امله، چې په راتلونکې کال کې پیل شو، میلبورن ته لاړه. ویلیم ډیکین په پیل کې د دایمي دندې لپاره هڅه وکړه، خو وروسته یې د وګړو او سوداګریزو توکو لېږد ته مخه کړه. په ۱۸۵۶ز کال کې یې د زوی د زېږون پرمهال، د ټرانسپورت په برخه کې کار کاوه. د ۱۸۷۰ز کال په لومړیو کې یې له Cobb & Co سره د مدیر، پلټونکي او محاسب په توګه کار کاوه، معاش یې اخیسته او له خپلې کورنۍ سره یې په منځنۍ کچه خپل ژوند ته دوام ورکاوه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لوی څارنوال ۱۹۰۱ز- ۱۹۰۳ز[سمول]

ډیکین په ۱۹۰۱ز کال کې په لومړي فډرالي پارلمان کې د بالارات لپاره د استازي په توګه وټاکل شو او په وزرات کې د اډمونډ بارټن په مشرۍ لوی څارنوال وټاکل شو. هغه د عامه خدمتونو، منځګړیتوب او سترې محکمې ته لایحو په جوړولو کې فعاله ونډه لرله. د ډیکین دویمه وینا د سپینې اسټرالیا د تګلارو په پلي کولو کې د کډوالۍ د قانون د محدودیت په اړه وه، چې دې وینا یې د ښکاره توکمپالنې رنګ درلود. یو استدلال یې دا و، چې جاپانیان دې د خپلو ښو ځانګړنو له امله جلا شي؛ نو دلته یې د اروپایي اسټرالیایانو په پرتله جاپانیان غوره ګڼل. د ۱۹۰۲ز کال په مارچ کې یې د اسټرالیا د سترې محکمې د جوړېدو د لایحې په ګټه وینا وکړه، چې مخالفتونه یې راوپارول. [۱۴][۱۵]

ډیکین هڅه وکړه، چې د ۱۹۰۲ز کال په اپرېل کې له کابینې نه استعفا وکړي. بارټن ته یې د استعفا دوه لیکونه ولیکل. د مخالفت اصلي لامل یې دا وه، چې حکومت د وکیلانو لپاره ۵۰ سلنه معاشونه ډېر کړل، خو له بل پلوه یې مېرمن هم ناروغه وه. هغه بارټن ته ولیکل «زما تقاعد به هغه فشار ارامه کړي، چې ځینې وختونه به شدید و» بارټن ورته ولیکل، د هغه وتل به «زما زړه مات کړي» او «وزارت به ړنګ کړي» بارټن ورسره ومنله چې په معاشونو کې به کموالی راولي او ډیکین هم ومنله چې د وزیر په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکوي.[۱۶][۱۷]

بارټن د ۱۹۰۲ز کال په می کې هېواد پرېښود ترڅو د اووم ایډوارډ د تاج اېښودنې په مراسمو او استعماري کنفرانس کې ګډون وکړي. ډیکین د ۱۹۰۲ز کال په اکټوبر کې د بارټن تر راستنېدو پورې د سرپرست لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړی وزیر ۱۹۰۳ز- ۱۹۰۴ز[سمول]

کابینې د قضایي قانون تر تصویب وروسته په دې غور وکړ، چې څوک به د سترې محکمې څوکۍ ته ټاکي. بارټن د خپلو همکارانو له خوا وهڅول شو، چې له سیاست نه تقاعد وکړي. ډیکین د هغه فرضي ځایناستی و او د هغه د ملاتړو له کوم مهم مخالفت سره مخ نه و. یوازینی خنډ یې د خپل سهم لپاره تمایل و او د خپلو یادښتونو او ملګرو ته یې د لیکونو په اړه پخپل دریځ شکمن و. هغه جدي و، چې ویلیم لین ته د حکومت جوړولو اجازه ورکړي، خو معلومه شوه، چې لین یې توان نه لري یا یې خوښه نه ده. وروسته له هغه چې کابینې سترې محکمې ته د بارټن ګمارنه ومنله؛ نو ډیکین د ۱۹۰۳ز کال د سپټیمبر په ۲۴مه د میلبورن په دولتي ماڼۍ کې د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. هغه د لویې څارنوالۍ دنده پرېښوده او د بارټن د بهرنیو چارو وزارت ته یې مخه کړه.[۲۳][۲۴][۲۵]

ماتې او استعفا[سمول]

ډیکین له ټاکنو وروسته د پارلماني رخصتیو په لړ کې، له ALP سره د افهام جوړولو هڅه وکړه، خو پرمختګ یې ونه کړ. کله چې د ۱۹۰۴ز کال په ۴مه پارلمان بیا پیل شو؛ نو هغه د تعدیل شوې مصالحې او منځګړیتوب قانون وړاندې کړ، خو د کارګر ګوند غوښتنې یې له پامه وغورځولې، چې دولتي کارمندانو ته دې تدارکات ډېر کړي. هغه په دې باوري و، چې حکومت یې د اساسي قانون له مخې واک نه لري، په داسې حال کې چې ALP او په ګوند کې یې ځینو بنسټپالو فکر کاوه، چې دا مسئله باید د سترې محکمې له خوا وټاکل شي. انډرو فیشر د اپرېل په ۲۲مه وړاندیز وکړ، چې دا لایحه دې تعدیل شي. دغه تعدیل د ۳۸ موافقو رایو او ۲۹ مخالفو رایو سره تصویب شو. ډیکین دغه چاره پر خپل حکومت باندې د بې باورۍ طرحه وبلله، چې په همدې ورځ یې د لومړي وزیر په توګه استعفا ورکړه او د اپرېل په ۲۷مه یې واټسن ځایناستی شو.[۲۶][۲۷][۲۸]

ناروغي او مړینه[سمول]

ډیکین د سیاسي ژوند په وروستیو کلونو کې له عصبي ناروغۍ سره لاس و ګرېوان و، چې خپله حافظه یې هم له لاسه ورکړه. هغه په خپلو شخصي یادښتونو کې د خپل زوال په اړه ډېره اندېښنه ښودلې. نور یادښتونه یې ښیي چې ډیکین د وینې له فشاره هم ځورېده. هغه هیله من و چې د ناروغۍ علایم یې د فشار له امله دي او ښایي د سیاست پرېښودل ورسره مرسته وکړي، خو دی متوجه شو او ویې ویل «کله چې زه په پټه له پارلمانه بهر شوم؛ نو زما ټولو یادونو په مړه کېدو او ورکېدو پیل وکړ». معاصرو ډاکټرانو یې کوم واضېح تشخیص ونه کړ، خو په ۱۹۱۳ز کال کې یې هغه ته د «هایپرنیوراستینیا» ناروغۍ نظر ورکړ. وروسته لیکوالانو ولیکل، چې عصبي خوارځواکۍ، الزایمر، نیوروسایفیلس او د B12 ویټامین کمښت یې د ناروغۍ احتمالي لاملونه دي.[۲۹][۳۰][۳۱]

ډیکین د ۱۹۱۹ز کال د اکټوبر په ۷مه د ۶۳ کلنو په عمر په خپل کور کې ومړ. مننژوانسفالیټ یې د مړینې اصلي لامل و. د دولتي جنازې مراسم یې په ایالت کې له یو څه مودې وروسته، د میبلورن په پارلمان کې د ملکې په تالار کې ونیول شول. هغه د خپل مور و پلار ترڅنګ د سنټ کیلډا هدیرې په نامذهبي برخه کې خاورو ته وسپارل شو.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12868657m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Alfred-Deakin — subject named as: Alfred Deakin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hm57w4 — subject named as: Alfred Deakin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8480637 — subject named as: Alfred Deakin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p33057.htm#i330569 — subject named as: Alfred Deakin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/deakin-alfred — subject named as: Alfred Deakin — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12868657m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. La Nauze 1965a، صص. 7–9.
  9. La Nauze 1965a، ص. 6.
  10. La Nauze 1965a، ص. 3.
  11. La Nauze 1965a، ص. 5.
  12. La Nauze 1965a، ص. 4.
  13. La Nauze 1965a، ص. 7.
  14. "Commonwealth Parliamentary Debate – The case for national racial unity" (PDF). Commonwealth Parliamentary Debates House of Representatives, 12 September 1901, Vol. 4. National Archives of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Australian Dictionary of Biography
  16. Brett 2017، ص. 272.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Brett 2017، ص. 271.
  18. Brett 2017، صص. 283–284.
  19. Brett 2017، صص. 282–283.
  20. Brett 2017، ص. 281.
  21. Brett 2017، صص. 275–277.
  22. Brett 2017، صص. 273–275.
  23. Brett 2017، ص. 286.
  24. Brett 2017، ص. 285.
  25. Brett 2017، ص. 284.
  26. Brett 2017، ص. 295.
  27. Brett 2017، ص. 294.
  28. Brett 2017، ص. 293.
  29. Coleman, William (2018). "Six Problems in the Biography of Alfred Deakin" (PDF). Agenda: A Journal of Policy Analysis and Reform. Australian National University. 24 (1): 85–87. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Brett 2017، ص. 416.
  31. Brett 2017، ص. 413.
  32. Brett 2017، ص. 423–424.
  33. Brett 2017، ص. 421.
  34. Brett 2017، ص. 422.
  35. Brett 2017، ص. 417.