الزایمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الزایمر ناروغی
Comparison of a normal aged brain (left) and the brain of a person with Alzheimer's (right). Differential characteristics are pointed out.
آی‌ سی‌ ډی-۱۰G۳۰., F۰۰.
آی‌ سی‌ ډی-۹۳۳۱٫۰, ۲۹۰٫۱
اُمیم۱۰۴۳۰۰
د ناروغیو مالومات۴۹۰
مدلاین پلاس000760
ای‌ مدیسینneuro/۱۳
پیشنت پلاسالزایمر
طمعD000544
مرور ژن[۱]

الزایمر ناروغی انګلیسي: Alzheimer's disease د حافظی ورانیدل منځته راولی چی زیاتره معمولا د ۶۵ کلنی عمر وروسته پیښیږی ، خو لدی نه په کښته عمر کی هم لیدل کیږی . د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړ شی . ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل گڼل شویدی .[۱] د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښي د ټیټي درجې لیونتوب وي، چي په زرو خلگو کي لیدل کیږي. په امریکا کي په هغو خلگو کي چي اوس یې عمرونه ٦٠ کالو ته نږدې کیږي، د الزایمر د ناروغۍ خطر زیات لیدل کیږي. د الزایمر ناروغي یو داسي ناروغي ده چی د عصبي حجرو ته د زیان په رسولو، د انسان دماغ ناکاره کوي - انسان له دې کبله یاد داښت له لاسه ورکوي، د غږیدو له صلاحیته لویږي او په خوي کي یې بدلون راځي.[۲] د حافظې ستونزي په پيل کې ډیري وي، په دې معنی چې ناروغان د لنډې مودې پیښې هیروي، برسیره پر دې د اوږد مهالې حافظې ستونزي هم زیاتیږي. د دې تر څنگ د ځایونو د پیژندلو ستونزې هم رامنځ ته کیږي. د ډاکټرانو پر وینا چې که چیېرته د الزایمر ناروغي نوره هم پرمختللي شي ناروغ نه شي کولای په خپل کور کې لاره وموم ي او په وروستي پړاو کې ناروغان نه شي کولای حتی خبري هم وکړي. د بینوا ویب سایت مینه والو سرطبیب فرانک جیسن د الزایمر د دماغي ناروغتیا چې د درملنې وړ نه ده ټولي نښې پیژني چې دغه ناجوړي په پای کې له مرگ سره ټړلي ده.[۳]

سرچینې[سمول]

  1. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې، فیسبوک
  2. د الزایمر په ناروغۍ ، امریکا غږ اشنا
  3. الزایمر رواني ناروغي او د هغې معالجه(رپوټ)