د استرالیا لومړی وزیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استرالیا لومړی وزیر د استرالیا د حکومت مشر دی. لومړی وزیر د استرالیا د فدرالي حکومت د اجرائیوي څانګې مشر دی او د مسؤل حکومت د اصولو پر بنسټ فدرالي پارلمان ته هم ځواب ویونکی دی. اوسنی لومړی وزیر سکاټ موریسن دی، چې د ۲۰۱۸ کال په اګست کې یې د لیبرال ګوند د مشر په توګه دنده په غاړه واخیسته.

د لومړي وزیر مقام چې رسما د عمومي حاکم یا د پاچا د نائب له لوري ټاکل کېږي، د ویسټ مینسټر د سیستم د کنوانسیون له خوا اداره کېږي، ځکه چې دا د استرالیا په اساسي قانون کې نه ده توضیح شوې. یو سیاستوال د لومړي وزیر کېدو لپاره باید وکولای شي چې د استازو د جرګې باور ترلاسه کړي. په دې توګه لومړی وزیر معمولا د اکثریت ګوند یا ائتلاف مشر دی. لومړي وزیران ټاکلې موده یا د پړاوونو شمېر نه لري، خو د یوه کس پړاو عموما هغه وخت پای ته رسېږي چې سیاسي ګوند یې فدرالي ټاکنې وبایلي، یا د خپل ګوند مشري له لاسه ورکړي یا یې خوشې کړي.

اجرائیوي قوه رسما پاچا ته سپارل کېږي او د پاچا د نائب له خوا د حکومت د وزیرانو په مشوره چې د لومړي وزیر له خوا نوماند کېږي او فدرالي اجراېیوي شورا تشکیلوي، تمثیل کېږي. تر ټولو لوړ پوړي وزیران فدرالي کابینه جوړوي چې ریاست یې لومړی وزیر کوي. لومړی وزیر د ملي کابینې او ملي امنیت کمېټې مشري هم په غاړه لري. اداري ملاتړ د لومړي وزیر د دفتر او کابینې د له لوري را منځ ته کېږي لومړی وزیر دوه رسمي استوګنځایونه لري: په کانبرا کې لاج او په سیډني کې کریبیلي هاوز، او همدارنګه یو دفتر د پارلمان په خونه کې لري.

دېرش کسانو د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی، چې لومړی یې اډمونډ بارټون و چې د فدراسیون یا یووالي وروسته د ۱۹۰۱ کال د جنوري په ۱ یې ریاست په غاړه واخیست. رابرټ منزیس تر ټولو اوږد مهاله خدمت کوونکی لومړی وزیر و، چې تر ۱۸ کلونو ډېر یې خدمت وکړ او تر ټولو لنډمهاله خدمت کوونکی فرانک فورډ و، چې یوه اونۍ یې خدمت وکړ. د ځایناستۍ هېڅ کومه قانوني کرښه نه شته، خو کنوانسیون پرېکړه کوي چې باید د پاچا نائب د دندې د خالي کېدو په صورت کې د لومړي وزیر مرستیال د سرپرست په توګه وټاکي.

د اساسي قانون بنسټ او ګومارنه [سمول]

د استرالیا لومړی وزیر د استرالیا د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې د استرالیا د پاچا د نائب له لوري ټاکل کېږي، دا ماده د پاچا نائب ته واک ورکوي چې د فدرال اجرائیوي شورا په مشوره د دولت وزیران (د لومړي وزیر مقام نه دی ذکر شوی) وټاکي او لازمه ده چې د استازو یا مشرانو د جرګې غړي وي، یا د ټاکل کېدو په دریو میاشتو کې غړي شي. لومړی وزیر او خزانه دار په دودیز ډول د ولسي جرګې غړي دي، خو اساسي قانون داسې شرط نه لري. یو کس مخکې له دې چې د دولت وزیر په توګه لوړه وکړي، باید لومړی د فدرال اجرائیوي شورا د غړي په توګه که چېرې لا دمخه یې غړی نه وي، لوړه وکړي. د فدرال اجرائیوي شورا غړیتوب، غړي ته د ټول عمر لپاره پرته له استثنایي شرایطو د The Honourable  (معمولا لنډیز یې The Hon دی) لقب ورکوي. د اجرائيه شورا لوړ پوړي غړي د استرالیا کابینه جوړوي. 

لومړی وزیر، د نورو وزیرانو په څېر، معمولا د پاچا د نائب له لوري لوړه کوي او بیا د مقام صلاحیت نامه (د علني حکم) ورته وړاندې کېږي. ویل کېږي چې کله لومړی وزیر په ټاکنو کې ماتې وخوري یا د ګوښه کېدو پرمهال  "صلاحیت نامه سپاري" او په حقیقت کې د پاچا نائب ته یې بېرته ورسپاري. په هغه صورت کې چې لومړی وزیر د مقام پرمهال مړ شي، یا له کاره ولوېږي، یا د نورو دلیلونو له امله، د پاچا نائب کولای شي صلاحیت نامه لغوه کړي. وزیران د "د پاچا نائب په رضایت کې" دنده پر غاړه لري (د استرالیا د اساسي قانون ۶۴ ماده)، نو په عمل کې، حاکم کولای شي هر وخت د صلاحیت د ختمېدو په کتبي خبرداري سره یو وزیر له دندې ګوښه کړي؛ خو د دوی واک د لومړي وزیر له مشورې پرته په کلکه د کنوانسیون له لوري محدود دی.  

د کنوانسیون پر بنسټ، لومړی وزیر د استازو په جرګه کې د اکثریت ګوند یا د ګوندونو په ائتلاف کې د لوی ګوند مشر دی چې د جرګې باور په لاس کې لري. د پاچا نائب ښایي لومړی وزیر هم له دندې هغه وخت ګوښه کړي چې ونشي کولای د استرالیا د پارلمان د دواړو جرګو له لارې، یا همدارنګه د سنا په جرګې کې چې هلته حکومت معمولا اکثریت په لاس کې نلري، د حکومت د بودجې لایحه تصویب کړي، لکه څنګه چې د ۱۹۷۵ اساسي قانون په کړکېچ کې پېښه شوه. نور مبصرین استدلال کوي چې د پاچا نائب په ۱۹۷۵ کال کې ناسم اقدام وکړ ځکه چې ویټلام لاهم د استازو جرګې باور له لاسه نه وو ورکړی او په دې حالت کې داسې عموما منل شوي کنوانسیونونه نشته چې د پاچا نائب د احتیاطي واکونو د کارولو په اړه لارښونه وکړي. خو په اساسي قانون کې داسې هېڅ  شرایط نشته چې لومړی وزیر د استازو په مجلس کې ګډون وکړي، یا حتی د فدرالي پارلمان (په اساسي قانون کې د مقرر شوي دری میاشتني محدودیت سره سم) غړی اوسي، که څه هم د کنوانسیون له مخې داسې وضعیت تل شته. یوازینۍ حالت چې د سنا جرګې غړی د لومړی وزیر په توګه ټاکل شو، جان ګورټن و، چې وروسته د سنانتوري له مقام څخه ګوښه شو او د استازو په جرګه کې د هیګینز د غړي په توګه وټاکل شو. [۱][۲]

د صدارت د مقام د اهمیت سره سره، په اساسي قانون کې د دې مقام نوم ندی یاد شوی. د اساسي قانون د لیکوالانو داسې تصور کوو چې د ویسټ منسټر نظام کنوانسیونونه په اسټرالیا کې په کافي اندازه غني شوي چې تفصیل یې نااړین دی. په حقیقت کې، د فدراسیون څخه وړاندې په ۱۹۰۱ کال کې د  premier  او prime minister  اصطلاحات د یوې بل پرځای د حکومت رئیس ته په یوه مستعمره کې کارول کېدل.  [۳][۴]

که یو حکومت نشي کولای د (بودیجې) د تخصیص تقنینی سند د استازو جرګې له لوري تصویب کړي، یا جرګه حکومت ته د "ناباورۍ" رایه ورکړي، لومړی وزیر د کنوانسیون له مخې اړ دی چې کوښه شي یا سمدستي د پاچا نائب ته خبر ورکړي چې ولسي جرګه منحل او نوې ټاکنې ترسره کړي.

په نورو حالاتو کې د ګوښه کېدو یا د لومړي وزیر له مړینې وروسته، د پاچا نائت عموما د لومړي وزیر مرستیال د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکي، تر هغه چې واکمن ګوند یا لوړ پوړی ائتلافي ګوند بدیل ګوند مشر وټاکي. دا د دې لامل شوی چې د هېواد ګوند (اوس ملي ګوند نومول شوی)، مشران د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي، که څه هم د ائتلاف کوچنی ګوند وي. دا هغه مهال پېښ شو کله چې ایرل پېج، د جوزف لیونز له مړینې وروسته په ۱۹۳۹ کال کې سرپرست لومړی وزیر شو او کله چې جان مک اون په ۱۹۶۷ کال کې د هارولډ هولټ له ورکېدو وروسته سرپرست لومړی وزیر شو. خو ارتور فاډن په ۱۹۴۱ کال کې د ائتلاف مشر او وروسته د دواړو ائتلافي ګوندونو په موافقه لومړی وزیر شو، سره له دې چې د UAP مشر، رابرټ منزیس د ګوښه کېدو وروسته په ائتلاف کې د کوچني ګوند مشر و. 

د حکومت د بدلون یا د مشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د لنډ مهاله لېږد له دورو پرته، یوازې د ګوټو په شمېر موارد موجود وو چې په ولسي جرګه کې د اکثریت ګوند له مشر پرته بل څوک لومړی وزیر کېده: 

  • فدراسیون د ۱۹۰۱ کال د جنورۍ په ۱ نېټه پېښ شو، خو د لومړي پارلمان لپاره ټاکنې د مارچ تر وروستیو پورې نه وې تنظیم شوې. په ضمن کې، یو ناټاکلی سرپرست حکومت اړین و. په هغه څه کې چې اوس د هوپټون لویې تېروتنې په نوم یادېږي، د پاچا نائب لارډ هوپټون، د ډېر نفوس لرونکي ایالت، نیو ساوت ویلز لومړي وزیر، ښاغلی ویلیم لاین ته بلنه ورکړه چې حکومت جوړ کړي. لاین ونه شو کولای چې دا کار وکړي او خپله صلاحیت نامه یې د اډمونډ بارټن په ګټه بېرته وسپاره او هغه لومړی وزیر شو او په ټاکنو کې او وروسته د پرانستي حکومت مشر و.  
  • دری ګوندونو (ازاده سوداګرۍ، ملاټرپاله او کارګر) د دویم پارلمان په ترڅ کې د استازو په جرګه کې نږدې برابر استازیتوب درلود. د دې دریو ګوندونو مشرانو، الفرېد ډیکین، جورج ریډ او کرېس واټسن هر یوه د باور رایې له لاسه ورکولو وړاندې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. 
  • د اجباري خدمت پر سر د کارګر ګوند د وېش له امله، بېلي هیوز او د هغه ملاتړي د ۱۹۱۶ کال په نومبر کې د کارګر ګوند څخه وشړل شول. هغه بیا وروسته د نوي ملي کارګر ګوند په مشرۍ کې چې د استازو په جرګه کې یې له ټولو ۷۵ غړو څخه یوازې 14 غړي درلودل، صدارت ته دوام روکړ. سره له دې چې د مشتر المنافع (ګډو ګټو) لیبرال ګوند لاهم رسمي اپوزیسیون په جوړولو بوخت و، د ۱۹۱۷ کال تر فبرورۍ  پورې يې اعتماد او خدمت ته دوام ورکړ، کله چې دواړو ګوندونو په ادغام موافقه وکړه او نشنلیسټ ګوند يې جوړ کړ.  
  • د پاچا نائب ښاغلی جان کر، د ۱۹۷۵ کال د اساسي قانون د کړکېچ په ترڅ کې د ۱۹۷۵ کال د نومبر په ۱۱ د کارګر ګوند غړی گوف ویتلام له صدرات نه ګوښه کړ. سره له دې چې کارګر د استازو په جرګه کې اکثریت درلود، کر د اپوزیسیون مشر، لیبرال مشر مالکوم فریزر سرپرست لومړی وزیر وټاکه، په دې شرط چې د ویټلام حکومت د بودجې لایحې د سنا جرګې له لارې تصویب او د پارلمان دواړو جرګو لپاره ټاکنې ترسره کړي. فرېزر دا شرایط ومنل او سمدستي یې د دوه ګوني انحلال توصیه وکړه. د ډسمبر په ۱۳ ټاکنې ترسره شوې، چې لیبرال ګوند په خپله ګټه وګټلې (که څه هم لیبرالانو د هېواد ګوند سره په ائتلاف حکومت وکړ).  [۵]

سرچینې[سمول]

  1. Kerr, John. "Statement from John Kerr (dated 11 November 1975) explaining his decisions". WhitlamDismissal.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Australia's Constitution : With Overview and Notes by the Australian Government Solicitor (الطبعة Pocket). Canberra: Parliamentary Education Office and Australian Government Solicitor. 2010. د کتاب پاڼې v. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781742293431. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 23 August 1898 باندې). The Premiers' Conference - Text of the Resolutions.
  4. Spry, Dr Max (1996). "The Executive Power of the commonwealth: its scope and limits". Parliament of Australia. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Infosheet 20 - The Australian system of government". Parliament of Australia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)