منځپانگې ته ورتلل

کریسټوفر لي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کریسټوفر لي
Christopher Lee  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
کریسټوفر لي
کریسټوفر لي

د شخص مالومات
زېږون نوم
Christopher Frank Carandini Lee  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۷ می ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 7 جون 2015 (93 کاله)[۱۵][۱۶][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای لندن   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 194 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر ،  تلویزیون ستوري ،  فلم لوبګر ،  ليکوال ،  غږ ورکونکی ستوری ،  پوځي ځواک ،  فلم پروډیوسر ،  عکاس ،  پوځي افسر ،  سندرغاړي   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه ،  انګليسي ژبه [۱۷][۱۸]،  جرمني ژبه ،  اېټاليايي ژبه ،  اسپانيايي ژبه ،  روسي ژبه ،  سویډني ژبه ،  يوناني ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه لوبگري   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري فينلينډ ،  برېتانيا   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې د ژمې جګړه ،  دويمه نړېواله جګړه ،  د شمالي افریقا جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
سټيګر جايزه   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۹]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

کریسټوفر فرانک کاراندیني لي (زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د مۍ ۲۷ مه – مړینه: د ۲۰۱۵ زکال د جون ۷ مه) انګلیسي فلمي لوبغاړی او سندرغاړی و. نوموړي په خپل اوږد مهاله مسلکي ژوند کې تر ډېره پورې د شر جوړونکو په توګه رول لوبولی او د همر کمپنۍ په اوو وحشتناکو فلمونو کې یې د کنت دراکولا په توګه رول لوبولی چې په ټولیز ډول یې ۹ ځله په همدغه رول کار کړی. نوموړي په نورو فلمونو لکه د جمیز بانډ د طلایي ټوپک لرونکي کس (The Man with the Golden Gun؛ ۱۹۷۴ زکال) په نامه فلم کې د فرانسېسکو سکارامانګا، د ستورو د جګړو په ډېرو فلمونو (Star Wars films؛ ۲۰۰۲- ۲۰۰۸ زکال) د دوکو د کنټ او سربېره پر دې د حلقو د ارباب په درې ګونو فلمونو (Lord of the Rings film trilogy؛ ۲۰۰۱- ۲۰۰۳ زکال) او د هابیت په درې ګونو فلمونو (Hobbit film trilogy؛ ۲۰۱۲- ۲۰۱۴ زکال) کې یې د سارومان رول لوبولی دی. [۲۰]

لي ته په ۲۰۰۹ زکال کې په ډرامو او خیریه چارو کې د ونډې لرلو له امله د غوره خدمتونو نښان (knighted) ورکړل شو؛ په ۲۰۱۱ زکال کې یې بفتا فلوشیپ او همدارنګه یې په ۲۰۱۳ زکال کې د بریتانوي فلمونو د بنسټ فیلوشیپ ترلاسه کړ. نوموړي د لوبغاړي په توګه د خپل نوم د ښوولو لپاره درې فلمونه جوړ کړي چې د دوه ښارونو د کیسې (A Tale of Two Cities؛ ۱۹۵۸ زکال) په نامه فلم چې په هغه کې یې د شرجوړونکي مارکي رول لوبولی او د فرانکشتاین د دورې (The Curse of Frankenstein؛ ۱۹۵۷ زکال) او دراکولا (Dracula؛ ۱۹۵۸ زکال) په نومونو دوه وحشتاک فلمونه دي. نوموړي خپل تر ټولو غوره رول د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح په ژوند باندې فلم (۱۹۹۸ زکال) کې لوبولی او تر ټولو غوره فلم یې د بریتانوي عقیدې اړوند د ویکرمېن (The Wicker Man؛ ۱۹۷۳ زکال) په نامه فلم دی. نوموړی په وحشتناکو فلمونو کې تر ډېره د خپل ملګري پیټر کوشینګ پر وړاندې راڅرګندېږي او د خپل مسلکي ژوند په وروستیو کې یې په پنځو ټیم برټون فلمونو (five Tim Burton films) کې رول لوبولی دی.

په فلمونو کې کار کولو ته له مخې کولو وړاندې لي د سلطنتي هوايي ځواک په No. 260 Squadron RAF ډلګۍ کې د اطلاعاتي افسر په توګه د ځانګړو عملیاتو د اړیکو مسئولیت پر غاړه درلود. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د هوايي ځواک د بریدمن په رتبه له پوځي خدمت څخه تقاعد شو.

لي چې د اغېزمن قوي غږ لرونکي لوبغاړي په توګه پېژندل کېده، له ۱۹۸۶ زکال څخه یې تر ۱۹۹۸ زکال پورې د اوپرا او موسیقي قطعات ثبت کړل چې د Charlemagne: By the Sword and the Cross په نامه متال سمفونیک البوم یې په ۲۰۱۰ زکال کې له ۲۰۰۵ زکال راهیسې له ګڼ شمېر متال ډلو سره له کار کولو وروسته خپور شو. له دې وروسته په ۲۰۱۳ زکال کې د نوموړي د ۹۱مې کالیزې پر مهال د هغه هوي متال البوم د Charlemagne: The Omens of Death په نامه خپور شو. نوموړي په ۲۰۱۰ زکال کې د ګولډن ګوډ متال همر د جوایزو د ویشلو په مراسمو کې د«د همر د ارواه» (Spirit of Hammer) جایزه ترلاسه کړه.

لومړنی ژوند

[سمول]

لي د ۱۹۲۲ زکال د مۍ په ۲۷ مه د لندن په بلګراویا کې وزېږېد؛ نوموړی د سلطنتي وسله وال پوځ د ۶۰ مې ډلګۍ د قوماندان ډګرمن جفري ټرولوپ لي (زوکړه: ۱۸۷۹ زکال – مړینه: ۱۹۴۱ زکال) او د هغې د مېرمنی کونټیس استل ماري (کورنی نوم یې کارندیني دي سارزانو و؛ زوکړه: ۱۸۸۹ زکال – مړینه: ۱۹۸۱ زکال) زوی و. د لي پلار په بوئر او لومړۍ نړیواله جګړه کې جنګېدلی و او مور یې د اډوارډین د دورې ښکلې مېرمن وه چې د جان لاوري، اوسوالډ بیرلی او اولیو سنل له خوا یې انځورونه رسامي شوي او کلر شریدان یې مجسمه جوړه کړې وه. د لي مورنی نیکه، جروم کاراندیني مارکیز سارزانو ایټالوي سیاسي پناه غوښتونکی و. مېرمن یې، د لي انۍ د اپرا انګلیسي الاصله سندرغاړې ماري کارندیني (کورنی نوم بورګېس و) وه. نوموړي د زاندرا کاراندیني لي (۱۹۱۷-۲۰۰۲ زکال) په نامه له ځانه مشره یوه خور لرله. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

پوځي خدمت

[سمول]

هغه مهال چې په ۱۹۳۹ زکال کې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه، لي په یوه پوځي اکاډمۍ کې نوم ثبت کړی و او داوطلب شو څو د شوروي اتحاد پر وړاندې په ژمنۍ جګړه (Winter War) کې د فنلنډ له لوري جګړه وکړي. نوموړی او نور ټول انګلیسي دواطلبان له دغې جګړې لرې وساتل شول، خو ژمني تجهیزات ورته ورکړل شول او له پولې سره په خوندي فاصله کې د پولې ساتنې په موخه ولېږل شو. په فنلنډ کې له دوه اونیو تېرولو وروسته دوی بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول. په وروستیو کې نوموړي په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې نښه یې ویشتلی شوای خو په سکي بلد نه و او که اجازه ورکړل شوې وای چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وای، احتمالا ژوندی نه پاتې کېده. لي متحده ایالاتو ته د کارکولو په موخه ولاړ، هغه خپل کار رضایت بخښونکی وموند او احساس یې وکړ چې هغه پرمختګ کولای شي. د ۱۹۴۰ زکال په لومړیو کې نوموړي د بیچیم ګروپ په نامه بریتانوي کمپنۍ سره د کارکوونکي په توګه کار پیل وکړ او د سویچ بورډ مسئولیت ور تر غاړې شو. هغه مهال چې بیچم له لندن څخه کډه وکړه، نوموړي د بریتانیا له داخلي نظم ساتونکي ګارد سره یوځای شو. په ژمي کې یې پلار د دواړو سږو په التهاب اخته شو او د ۱۹۴۱ زکال د مارچ په ۱۲ مه ومړ. لي دې ته په پام چې هغه په پوځ کې د خپل پلار له ځای ډکولو سره مینه نه لري، پرېکړه یې وکړه تر هغه مهاله چې بله دنده مومي په سلطنتي هوايي ځواک کې په رضاکارانه ډول دنده ترسره کړي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

شخصي ژوند

[سمول]

کورنی ژوند او اړیکې

[سمول]

د لي مورنیو اجدادو، کارندینيانو د سترواک فریدریک بارباروسا له خوا دا اجازه لرله چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ نښان وګرځوي. د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کې لي له هنریت فون روزن سره چې د سټاکهالم په یوه نایټ کلپ کې یې وروسره لیدلي و کوژده شو. د هغې پلار کونټ فریتز فون روزن د دوی کوژده ومنله خو هغوی یې اړ کړل څو خپل واده یو کال وځنډوي، په لندن کې یې له خپلو ملګرو څخه وغوښتل له لي سره ناسته پاسته وکړي، د هغه اړوند یې خصوصي افراد وګمارل څو پوښتنه یې وکړي او له لي یې هم وغوښتل څو هغوی ته یو شمېر خپل خلک وروپېژني چې لي هم داګلاس فیربنکس جونیر، جان بولینګ او جوجکسون هغو ته ور معرفي کړل. بالاخره لي باید د سویډن له پاچا څخه د واده اجازه اخیستې وای. لي څو کاله وړاندې د هانس اندرسون د قصې د انځور اخیستنې پر مهال له هغه سره لیدلي و او د هغه مهرباني یې خپله کړې وه. ورته مهال لي له واده لږ وړاندې خپله کوژده له منځه یووړه. نوموړی له دې اندېښمن و چې په مسلک کې یې مالي ستونزې په دې معنی دي چې هغه (کوژنه یې) د یو «لوبغاړي په ګډوډ ژوند کې د حضور پر ځای» د «غوره ژوند» لایقه ده. هغې دغه موضوع درک کړه او دوی خپل واده فسخ کړ. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

لي په ۱۹۶۰ زکال کې د خپل یو ډنمارکي ملګري له خوا د بیرګیت «ګیته» کرونکه په نامه ډنمارکي نقاشې او پخوانۍ ماډلې ته وروپېژندل شو. دوی ډېر ژر کوژده شول او د ۱۹۶۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه یې واده وکړ. په ۱۹۶۳ زکال کې د کریسټینا اریکا کاراندیني لي په نامه د دوی یوه لور وزېږده.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

فزیکي ځانګړنې او باورونه

[سمول]

لي د خپل لوړ قد له امله شهرت درلود؛ نوموړي ۶ فوټه او ۵ انچه (۱.۹۶ متره) قد درلود. نوموړي د بي بي سي راډیو د ټېسټ مېچ سپېشل (Test Match Special)ورزشي خپرونې د "View from the Boundary" برخه کې له برایان جانسټون سره په مرکه کې ځان ۶ فوټه او ۴ انچه لوړ وښود. لي او د هغه مېرمن بېرګیت د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې د ګارډین له خوا د غوره جامو اغوستونکو د ۵۰ کسانو په کتار کې راغلل.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

لي د انګلیسي کاتولیک په توګه پېژندل کېده. له سیاسي پلوه هغه د محافظه کار ګوند ملاتړی و؛ نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې مایکل هوارډ د «هغه ایډیال کس په توګه یاد کړ چې ګوند رهبري کولای شي»؛ همدارنګه نوموړي له ویلیام هېګ او ډېوېډ کامرون څخه ملاتړ وکړ. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

مړینه

[سمول]

لي د ۲۰۱۵ زکال د جون په اوومه د خپلې ۹۳مې کلیزې له لمانځو لږ وروسته د چلسي او ویسټ منېسټر په روغتون کې د تنفسي او قلبي ستونزو له امله ومړ. د هغې مېرمنې د نوموړي د مړینې د خبر خپرېدل د جون تر ۱۱ مې وځنډول او خپله کورنۍ یې وړاندې له دې چې له مطبوعاتو د هغه د مړینې خبر واوري له دغې موضوع باخبره کړل. [۵۵][۵۶][۵۷]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 119251930  — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62f96j0 — سکالو پېژند: Christopher Lee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/147708449 — سکالو پېژند: Christopher Lee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?10838 — سکالو پېژند: Christopher Lee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p56308.htm#i563073 — سکالو پېژند: Christopher Frank Carandini Lee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Christopher Lee — Encyclopaedia Metallum artist ID: https://www.metal-archives.com/artist.php?id=3706 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Christopher Lee — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/b263ecfc99544735abc636f540fb7f50 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lee-sir-seit-2009-christopher — سکالو پېژند: Sir Christopher Lee — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12213529t — سکالو پېژند: Christopher Lee — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/64476 — سکالو پېژند: Christopher Frank Carandini Lee
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036808.xml — سکالو پېژند: Christopher Lee — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=christopher;n=lee;oc=1 — سکالو پېژند: Christopher Lee
  13. Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I10103 — سکالو پېژند: Flight Lieutenant Sir Christopher Frank Carandini Lee — سرليک: Kindred Britain
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014711 — سکالو پېژند: Sir Christopher Lee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. Christopher Lee dies at the age of 93 — خپرېدونېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۵ — خپروونکی: ګارډيان — خپرولونېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۵
  16. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119251930 — خپرېدونېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12213529t — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France
  18. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/67689315
  19. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/547038ef-aaef-43db-86fe-29bf25c05712 — خپرېدونېټه: ۱۶ سېپتمبر ۲۰۲۱ — خپروونکی: MetaBrainz Foundation
  20. "Christopher Lee's memorable movie roles: 'I dreamed of being a character actor'". pennlive. 11 June 2015.
  21. "Biography – Christopher Lee – Official Website". Christopherleeweb.com. خوندي شوی له the original on 24 February 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 16 March 2014.
  22. "Merchant of menace". The Daily Telegraph. London. 19 May 2002. ترلاسه‌کېدو نېټه 30 April 2010.
  23. "Christopher Lee obituary". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 28 March 2022.
  24. Lee 2003، م. 3.
  25. Lee 2003، م. 13.
  26. Lee 2003، مم. 6–7.
  27. Orjala, Anne (11 June 2015). "Christopher Leen tavannut elokuvapomo: Hänellä oli erityinen suhde Suomeen" [Christopher Lee met the film boss: He had a special relationship with Finland]. YLE (in فینلنډي). ترلاسه‌کېدو نېټه 15 August 2021.
  28. Ikola, Vilma (11 August 2020). "Sotakuvien seasta paljastui yllättävä löytö: Keskellä talvisodan koettelemaa Helsinkiä seisoo mies, joka saattaa olla näyttelijäsuuruus Christopher Lee" [A surprising discovery was revealed among the war photos: In the middle of Helsinki, which was hit by the Winter War, stands a man who may be the actor Christopher Lee]. Ilta-Sanomat (in فینلنډي). ترلاسه‌کېدو نېټه 15 August 2021.
  29. "Fantasian hyvä paha mies" [A good bad man in fantasy] (in فینلنډي). Turun Sanomat. 15 May 2002. خوندي شوی له the original on 30 September 2007. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 August 2020.
  30. Lee 2003، م. 65.
  31. Lee 2003، م. 64.
  32. Lee 2003، مم. 62–63.
  33. Lee 2003، م. 60.
  34. Lee 2003، م. 59.
  35. Wise, James E.; Baron, Scott (January 2002). International Stars at War. Naval Institute Press. p. 118. ISBN 978-1-55750-965-9."Christopher Lee honoured by UCD Law Society". UCD News. University College Dublin. November 2011. خوندي شوی له the original on 17 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 12 June 2015. The Carandini family is one of the oldest in Europe and traces itself back to the first century AD. It is believed to have been connected with the Emperor Charlemagne, and as such was granted the right to bear the coat of arms of the Holy Roman Empire by Emperor Frederick Barbarossa.Exshaw, John (12 June 2015). "Sir Christopher Lee: 'Crown Prince of Terror' whose work with Hammer Horror led the postwar revival of Gothic fantasy". The Independent. ترلاسه‌کېدو نېټه 12 June 2015. He inherited his father's dark looks, and from his mother a lineage stretching back possibly to Ancient Rome, and including Charlemagne, along the way to the first Count Carandini in 1184.
  36. "Extensive biography at Tiscali UK". Tiscali. خوندي شوی له the original on 26 March 2009. ترلاسه‌کېدو نېټه 4 October 2010.
  37. Lee 2003، مم. 185–186.
  38. Lee 2003، م. 184.
  39. Lee 2003، مم. 182–183.
  40. Lee 2003، م. 181.
  41. Prepolec, Charles (27 July 2001). "To the Bride and Groom!". Christopher Lee Web. خوندي شوی له the original on 16 August 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه 4 May 2012.
  42. "Extensive biography at Tiscali UK". Tiscali. خوندي شوی له the original on 26 March 2009. ترلاسه‌کېدو نېټه 4 October 2010.
  43. Johnson, Tom Johnson; Miller, Mark A. (1 May 2016). The Christopher Lee Filmography: All Theatrical Releases, 1948–2003. McFarland & Company. p. 288. ISBN 978-1-4766-0896-9.
  44. "Real life film stars who have put in an appearance" (PDF). Sloane Square (September 2020): 58. 2020.
  45. Lee 2003، م. 199.
  46. Lee 2003، مم. 196–198.
  47. "Stuck on you. Horror star flies into Notts". BBC. 31 July 2001. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 December 2012.
  48. Farndale, Nigel (12 February 2011). "Sir Christopher Lee interview". The Telegraph. London. خوندي شوی له the original on 10 March 2011. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 December 2012.
  49. "Test Match Special #40from40: Sir Christopher Lee (02:13 and 21:55)". BBC Sounds. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 June 2020.
  50. Cartner-Morley, Jess; Mirren, Helen; Huffington, Arianna; Amos, Valerie (28 March 2013). "The 50 best-dressed over 50s". The Guardian. London.
  51. "The extraordinary career of Christopher Lee". Crux. 12 June 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 24 October 2020.
  52. Leggett, Paul (2018). Good Versus Evil in the Films of Christopher Lee. McFarland. p. 3.
  53. "Christopher Lee: You Ask The Questions – Profiles, People". The Independent. 11 February 2009. خوندي شوی له the original on 25 September 2010. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 August 2009.
  54. "Christopher Lee: a giant among actors". The Times. 20 November 2009. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 December 2012.
  55. "Sir Christopher Lee: Screen legend dies aged 93". BBC News. 12 June 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 23 March 2016.
  56. "Christopher Lee dead: Legendary actor passes away at the age of 93". The Independent. 11 June 2015.
  57. * "Christopher Lee dies at the age of 93". The Guardian. 11 June 2015.