د ژمې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژمي جګړه چې د شوروي اتحاد او فنلند د لومړۍ جګړې په نامه هم یادیږي هغه جګړه وه چې د شوروي اتحاد او فنلند تر منځ پېښه شوه. دا جګړه د ۱۹۳۹ ز کال د نومبر په ۳۰ د دویمې نړیوالې جګړې له پیل درې میاشتې وروسته د شوروی له خوا د یرغل په سر ته رسولو پېل شوه او درې میاشتې وروسته د ۱۹۴۰ ز کال د مارچ په ۱۳ د مسکو د سولې د تړون په لاسلیک سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې شوروي د نظامي برلاسۍ په لرلو سره سره په تیره د ټانکونو او چورلکو په برخه کې شدید تلفات وزغمل که څه هم په پیل کې یې څه نا څه پرمختګ وکړ. د ملتونو ټولنې دا یرغل یو غیرقانونی یرغل وباله او شوروي ایتحاد یې له دې ټولنې ووېست.

شوروي له فنلند څخه ځينې غوښتنې وکړي چې په هغو کې د فنلند له خوا شوروي ته په کوم بل ځاي کې دځمکو په بدل کې د مهمو سرحدي ځمکو سپارل شامل و. د شوروي اتحاد داغوښتنې د امنیتی دلایلو له امله په تیره بیا د لیلنګراد د امنیت لپاره وې چې د فنلند له سرحد ۳۲ کیلو متره (۲۰ میله ) لرې پروت و.  کله چې فنلند دا غوښتنې رد کړې نو شوروی ورسره یرغل پیل کړ. ډېری سرچينی دا پایله اخلي چې شوروي غوښتل ټول فنلند ونیسي او هلته فنلندي کمونیستي لاس پوڅي تاسیس کړي، هغوی د مولوتوف Molotov ( د شوروي د بهرنیو چارو وزیر) او رایبن تراپ Ribbentrop ( د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر) دتړون پټ پروتوکولونه د دې چارې شواهد بولي خو بله سرچینه بیا د شوروي له خوا د ټول فنلند نیولو مفکوره ردوي. فنلند د شوروي د یرغل څخه  دوه میاشتې دفاع وکړه او شوروی ته یې په داسې حال کې درانه تلفات واړول چې د تودوخې درجه منفی ۴۳ سانتی ګراد یا منفی ۴۵ فارنهایت وه. دا جګړې عمدتا د کیریلین Karelian د تنګي په امتداد د تایپال Taipale په سیمه کې، د کولا Kollaa په Ladoga Karelia  سیمه کې او د رېټ د سړک  Raate Roadپه کاینو Kainuu  سیمه کې پېښې شوې که څه هم ځينې جګړې د لپلند Lapland د سالاSalla او پېتساموPetsamo په سیمو کې هم پېښې شوې. کله چې شوروي نظامیانو ډول ډول تکتیکونه بیا له سره تنظیم او په لاره واچول ، نو خپل یرغلونه یې له سره پېل کړل او فنلند په دفاعي حالت باندې برلاسی شو. 

دا دښمنۍ د ۱۹۴۰ ز کال د مارچ په میاشت کې د ماسکو د سولې د تړون په ترڅ کې چې له مخې یې فنلند خپله ۹٪ خاوره شوروي اتحاد ته تسلیم کړه پای ته ورسېدې. د شوروی تلفات درانه و، اونړیوال شهرت یې زیانمن شو. د شوروي ګټې تر جګړې دمخه غوښتنو ډېرې شوې او د لادوګا د خلیج په امتداد کې یې ډېرې مهمې ځمکې ترلاسه کړې او شمال لوري ته یې پرمختګ وکړ.فنلند خپل ځمکنی تمامیت وساته او نړیوال شهرت یې تقویه کړ. د سرو لښکرو کمزورو کړنو جرمنی مشر آدولف هتلر وهڅاوه چې فکر وکړي چې په شوروي اتحاد حمله به یوه بریالۍ حمله وي او د شوروي د پوځ په اړوند یې د غربیانونظر تایید کړ. له ۱۵ میاشتو مؤقتی سولې وروسته د ۱۹۴۱ زکال د جون په میاشت کې د باربروسا Operation Barbarossa ( باربروسا په ۱۲ پېړی کې د جرمني پاچا تیرشوی نودا عملیات د ده په نامه و)عملیات پیل کړل او دشوروي او د فنلند تر منځ د جګړې تداوم پیل شو.  [۱]

مخینه[سمول]

د ۱۹ پېړۍ تر لومړیو، فنلند د سویدن د شاهی دولت ختیځه برخه وه. د ۱۸۰۸ زکال د فبرورۍ له ۲۱ نېټې څخه د سپتمبر تر پورې۱۷، د روسیې سترواکۍ د سویډن د شاهي دولت په وړاندې د فنلند په جګړه کې له فنلند څخه ملاتړ وکړ، دا ملاتړ ظاهرا د دې لپاره و چې د روسیې د سترواکې له پلازمېنې ستراتسبرګ څخه ساتنه وشي او په پای کې دې حالت د فنلند د نیولو او ضمیمه کولو او په یوه سپر ډوله خود مختاره دولت باندې د فنلند د بدلېدو لامل شو. له عصرې فنلندي دولت د مخه دولت چې Grand Duchy of Finland نومیده له روسیې سره د خود مختارۍ څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې ډېره  ګټه پورته کړه، دا داسې وخت و چې روسیې هڅې پیل کړي چې  فنلند ځان ته د خپل مرکزي دولت د تقویې کولو عمومې پالیسۍ له لارې جذب کړي او د روسي کولو مفکورې له لارې یې له روسي سترواکۍ سره یوځای کړي. دا هڅې په روسیه کې د داخلي ګډوډیو له امله شنډې شوې خو دې هڅو د روسیې اوفنلند اړيکې خرابه کړې او په فنلند کې د ځانې عزیمت د خوزښتونو د ملاتړ د ډ ېروالي لامل شو. [۲][۳]

لومړۍ نړیواله جګړه په روسیه کې د ۱۹۱۷ انقلاب اوکورنۍ جګړې په مهال د روسیې د سترواکۍ د ړنګیدو لامل شو. د ۱۹۱۷ ز کال د نومبر ۱۵ بلشویکي روسي حکومت اعلان و کړچې ملي لږکي کولای شی د ځاني عزیمت حق ولري چې په دې حقونو کې له روسیې جلا کېدل او د یوه جلا دولت جوړول هم شامل و، چې دې حالت د فنلند لپاره د فرصت یوه کړکۍ برابره کړه. د ۱۹۱۷ ز کال د دسمبر په ۶ د فنلند سنا د ملت خپلواکي اعلان کړه . روسیه چې وروسته د شوروي اتحاد په نامه شو د فنلند نوی حکومت  له اعلان څخه یواځې درې اونۍ وروسته په رسمیت وپېژانده. فنلند د ۱۹۱۸ ز کال د مې په میاشت کې فنلند په هېواد کې  له ۴ میاشتو کورنۍ جګړې وروسته بشپړواک تر لاسه کړ. په دې کورنۍ جګړه کې سپینو محافظه کارانو سرو سوسیالیستانو ته د جرمني سترواکۍ د ځواکونو، جرمني پلوه جاګرانوJägers ( دا فنلندي داوطلبان وچې د جرمني له خوا یې ملاتړ کېده) او ځینو سویدني ځواکونو د ملاتړ له لارې ماته ورکړه او بلشویکې ځواکونه یې له فنلند څخه وایستل.    [۴]

فنلند په ۱۹۱۷ کې د ملتونو له ټولنې سره یو ځای شواو امنیتي تضمین یې ترلاسه کړ ، خو د فنلند لومړنۍ موخه دا وه چې له سکندنوي هیوادونو په تېره بیا له سويدن سره همکاری ولري او د نظامي عملیو، ذخیرو ډکولو او دنظامي توکوبرابرولو په پرتله یې ډیر د معلوماتو په تبادله او دفاعي پلان جوړونې ( دمثال په توګه د الند Åland  مشترک دفاعی پلان ) تمرکز درلود. له دې سره سره، سويدن په احتیاط سره د فنلند د بهرني سیاست ته د ژمن پاتې کېدو څخه ډډه وکړه. د فنلند نظامي پالیسي له استونیا سره د پټې دفاعي همکارۍ څخه عبارت وه. [۵][۶]

په فنلند کې تر کورنۍ جګړې وروسته تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې دوره له سیاسي اړخه یو بې ثباته دوره وه او دا بې ثباتي د محافظه کارانو او سوسیالیستانو تر منځ د رقابت له امله وه. دفنلند کمونیست په ۱۹۳۱ ز کال کې غیر قانوني اعلان شو او ملتپاله لاپوا Lapua خوزښت ضد کمونیستي تاوتریخوالي تنظیم کړل چې دا تاوتریخوالي په ۱۹۳۲ ز کال کې د یوې ناکامې کودتا په سرته رسولو خپل اوج ته ورسېد. د خلکو وطنپاله خوزښت د لاپوا خوزښت ځای ناستی شوخو په ملي سیاست کې وړوکی حضور درلود اوهېڅکله یې ونشو کولای چې  له ۲۰۰ د فنلندي پارلماني چوکیو څخه له ۴ ډېرې چوکۍ لاس ته راوړي. د ۱۹۳۰ تر وروستیو لسیزو، صادرات محوره فنلندی اقتصاد په وده کې و اود ملت لوړ سیاسي خوزښتونه په کمېدو شول. [۷][۸]

په ۱۹۱۸ ز کال کې د فنلند په کورنۍ جګړه کې د شوروي له ښکېل کېدو وروسته، د سولې هېڅ ډول تړون لاسلیک نه شو. په ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ ز کلونو کې فنلندي داوطلبانو دوه نابریالي  نظامي یرغلونه د شوروي له سرحد ها خوا د وینا Vienaاو آونس Aunus په سیمو تر سره کړل ترڅو کره لیا Karelia کې سیمې چې د سترفنلند په فکر کولای شو ټول فنلندې خلک یوه واحد دولت ته ګډ کړي له فنلند سره ګډې کړي.په ۱۹۲۰ ز کال کې فنلندي کمونیستانو هڅه وکړه چې د سپین ګارد پخوانی عمومي قوماندان مارشال کارل ګوستاف ایمیل مانرهیم Carl Gustaf Emil Mannerheim ووژني. د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په ۱۴ ، فنلند او شوروي د تارتو تړون Treaty of Tartuلاسلیک کړ چې د دې تړون له مخې د خپلواک فنلند او شوروي سترواکۍ تر منځ پخواني سرحدونه د دواړو هېوادونو تر منځ د نویوسرحدونو په توګه تصدیق شول. فنلند همدارنګه د پېتسامو Petsamo تنګی د آرکتیک په سمندر Arctic Ocean کې  د هغه له کنګل آزاد بندر سره تر لاسه کړ. د سولې د تړون له لاسلیکیدو سره سره، دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې تیاره پاتې شوې. د فنلند حکومت رضا کارانو ته اجازه ورکړه چې له پولې واوړې او او په روسیه کې په ۱۹۲۱ ز کال کې د ختیځ کېرلین East Karelian له پاڅون څخه ملاتړ وکړي، همدارنګه په شوروي اتحاد کې مېشت فنلندي کمونیستانو دې ته چمتو شول چې کسات واخلی او له سرحد نه په تیرېدو په ۱۹۲۲ زکال کې فنلند ته ننوتل چې د پورک موتیني Pork Mutiny پېښه رامنځ ته شوه ( دلته هغې پېښې ته اشاره ده چې د هغې په ترڅ د سره ګارد غړي د  فنلند شوروي له پولې تیراوفنلند ته ننوتل هلته یې د فنلندی سرحدي ساتونکي بې وسلې کړل او نور پرمختګ یې هم وکړ). په ۱۹۳۲ زکال کې د دواړوهېوادونو تر منځ د د شوروې او فنلند د نه یرغل تړون د دواړو هېوادون ترمنځ لاسلیک شو او په ۱۹۳۴ ز کال کې یو ځل بیا د لسو کلونو لپاره تصدیق شو. په فنلند کې بهرنۍ سوداګري مخ په غوړېدوشوه خو له لس سلنه څخه کمه سوداګري له شوروي سره وه. په ۱۹۳۴ز کال کې شوروي اتحاد د ملتونو له ټولنې سره یوځای شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Massari, Ivano (18 August 2015). "The Winter War – When the Finns Humiliated the Russians". War History Online. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Trotter 2002, pp. 3–5
  3. Trotter (2002), pp. 4–6
  4. Jowett & Snodgrass (2006), p. 3
  5. Turtola (1999a), pp. 21–24
  6. Turtola (1999a), pp. 33–34
  7. Edwards (2006), pp. 26–27
  8. Edwards (2006), p. 18
  9. Polvinen (1987), pp. 156–161, 237–238, 323, 454
  10. Engman (2007), pp. 452–454
  11. Turtola (1999a), pp. 30–33
  12. Edwards (2006), p. 31