صنوبر حسين مومند کاکاجي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کاکاجي صنوبر حسين مومند نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
دوتنه:SAnobar Hosin Kakaji.jpg
کاکاجي صنوبر حسين مومند

کاکاجى صنوبر حسين مومند ( ١٨٩٧ ز کال -د ۱۹۶۳ ز کال د جنوري ۳) سياسي مبارز، ليکوال، انقلابي شخصيت، چې د انگرېزانو پر وړاندې يې کلکه مبارزه کړې او په دې اند وو چې انگرېزان بايد د پښتنو د سيمو او په ټوليزه توگه له ټول هند نه ووځي. دی د خدايي خدمتگارانو يو غړی هم وو.

مخينه[سمول]

کاکاجي چې اصلي نوم يې صنوبر حسين مومند وو، پر ١٨٩٧ زېږديز کال پېښور ته نژدې په (کږه وله) نومي کلي کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې هم دغلته کړې وې. د لسم ټولگي نه تر فارغېدو وروسته يې په يوه ښوونځي کې د استاد په توگه دنده ترسره کړې، خو د خپل انقلابى فکر او انگريز دوښمنۍ په سبب دندې پرېښودلو ته اړوتی وو. له دندې څخه تر گوښه کېدو وروسته په سيمه کې د کروندگرو، بزگرانو او مزدورانو تنظيم سازۍ سره سره د وطن د ازادۍ هلې ځلې يې پيل کړې. عملي سياست يې د خدايي خدمتگار او بيا د کانگرس گوند له کاريال نه پيل کړې، خو د خپل تيز او انقلابي طبيعت په سبب دلته پاتې نه شو او فارورډ بلاک کې شامل شو. کاکاجي د عدم تشدد سياست د وخت او حالاتو مطابق نه گڼلو او هم د خپلې انتها پسندۍ په وجه له «نوجوان بهارت سبها» او له «انجمن نوجوانان سرحد» سره ملگری شو. د دين ستر عالم مولانا عبدالرحيم پوپلزی ددغه انجمن مشر وو. علامه عبدالرحيم پوپلزی د يو لوی انقلابى او سامراج دوښمن ليډر په حيث شهرت موندلی وو.
کاکاجى د انگريز سامراج نه سخت نفرت کولو او د انگريز د تالي څټو خانانو، اربابانو او جاگيردارانو خلاف يې مبارزه د خپل سياست اصلي موخه گرزولې وه. د يو بل ازادي غوښتونکي او انقلابى ليډر سبهاش چندرا بوس په ملگرتيا کې يې د انتها پسندۍ لار خپله کړې وه، خو وروسته خپلې مطالعې مشاهدې او تجربې دغې لارې نه اعتدال او منځلارې توب ته راووست.
انگريزى حکومت د کاکاجي د گرفتارۍ ډېر کوششونه وکړل، خو کاکاجي ځان د گرفتارۍ نه بچ ساتلو او د انگريز سامراج خلاف جد و جهد جاري ساتلو لپاره يې انډر گراونډ سرگرمۍ شروع کړې. کله چې کار کول گران شو نو کاکاجي محاذ جنگ بدل کړو او په طريقه کار کې يې هم بدلون راوست. کاکاجى علاقه غير ته ولاړ، په باجوړ کې ديره شو، بيا په غازي اباد نومې کلي کې د ازادۍ يو ستر مجاهد حاجي صاحب ترنگزو سره ملگری شو او د ازادۍ جدو جهد ته يې يو بل شکل ورکړو.
کاکاجى چونکې بنيادي طور يو اديب او دانشور وو او صحافيانه صلاحيتونه يې لرل او دا هغه وخت د ذرائع ابلاغ په قوت او اهميت هم اگاه وو، ځکه ((شعله)) نومې مجله يې جاري کړه، چې په لاس جوړ کړى پريس به يې شايع کوله؛ د رسالې ليکونه به د کاکاجي خپل وو؛ خبرونه، تبصرې او مضمونونه به يې ليکل او چاپ کول چې په خلکو کې به يې سياسي شعور پيدا کولو او د ازادۍ په قيمت او اهميت به يې پوهولو. د جد و جهد ميدان ته له تيارولو سره سره دا شان کاکاجى په يو بل انداز د يو ريښتونى انقلابى په حيث خپلې ذمه وارۍ پوره کولې.
کاکاجى د پښتو، اردو او فارسۍ عالم او اديب وو. د انگريزي ادب مطالعه يې هم لرله. تخليقي ادب سره سره د عمر خيام د رباعيانو ترجمه هم وکړه. د ايران د يو انقلابى شاعر لاهوتي انقلابى نظمونه يې هم پښتو ته راواړول او د عالمي شهرت حامل مصري اديب ډاکټر طه حسين او شاه ولي الله د کتابونو د ژباړو نه علاوه يې د مشهور صحابى ابو ذر غفارى رض د ژوند حالات هم وليکل. د خپلو دوو شهيدانو ملگرو صاحبزاده اسلم او حافظ عبدالستار د ازادۍ په تحريک کې کردار او جدوجهد په اړه يې هم يو کتاب وليکلو او چاپ کړو.
کاکاجي د پاکستان جوړيدو نه پس پېښور ته چې واپس راغی نو د خپل انقلابى ملگري صاحبزاده اسلم خان شهيد په نوم يې ((اسلم)) نومې مجله جاري کړه، چې بيا وروسته حکومت لکه د ((سيلاب)) د مجلې بند کړه. سيلاب نومې رساله کاکاجي د جلا وطنۍ نه مخکې چاپوله، خو انگريز حکومت ونه شوه زغملی او ضبط يې کړه.
کاکاجى په پښتونخوا کې د ترقۍ پسند ادبى تحريک په بانيانو کې وو او د انجمن ترقي پسند مصنفينو په جوړولو کې يې برخه واخسته او په ١٩٥٤ کې د انجمن د صدر په حيثيت گرفتار کړی شو، ځکه چې حکومت په انجمن ترقي پسند مصنفين په ټول ملک کې پابندى ولگوله. دغه وخت فارغ بخاري هم گرفتار کړی شو چې د صوبې د انجمن سکرتر وو.
کاکاجي د ولسي ادبي جرگې په جوړولو کې هم ډېر لوی رول ولوباوه چې امير حمزه خان شينواري او دوست محمد خان کامل ورسره ملگرى ول. دغو درېواړو عالمانو او اديبانو د ليکوالو په فکري لارښوونه کې بنسټيز رول لوبولی او شاعرانو اديبانو ته يې د تنقيد کولو او تنقيد زغملو لاره ښودلې ده.
د پاکستان تر جوړيدو وروسته چې کاکاجي کله پېښور ته راستون شو، نو د روغتيا د خرابۍ په سبب يې عملي سياست کې برخه وانخسته، خو نظرياتي سياست يې تر اخره جاري وساته؛ په ملک کې د نوي نوابادياتي نظام خلاف له قلمي او نظرياتي مبارزې نه په شا نه شو، ځکه د واکمنانو په سترگو کې لکه اغزی داسې غړيده. په همدغه سبب د بيمارۍ او ضعيف العمرۍ باوجود پر ١٩٥٦ ز کال کې يې گرفتار کړو، د جيل نه يې د لاهور شاهي کلا اذيت خانې ته ورسولو، چيرته چې د زړه او ساه لنډۍ په رنځ کې مبتلا شو خو حکومت ترې بيا هم ويره کوله او هغه وخت يې خوشي کړ چې د بچ کيدو طمعه ئې نه وه.

مړينه[سمول]

کاکاجي صنوبر حسين مومند دا لوی ملي مبارز له زندان څخه تر خوشي کېدو لږه موده وروسته د ۱۹۶۳ ز کال د جنوري پر ۳ په خپل کلي کږه واله کې وفات او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده جنت يې ځای. 

چاپ شوي اثار[سمول]

کاکا صنوبر ۱۳ کتابونه لیکلي، تالیف کړي او ژباړلي دي:

  1. د عمر خیام د څلوريځو ژباړه.
  2. مقالات صنوبر.
  3. سوانح عمري حضرت ابو زر غفاري رح.
  4. حضرت عمر فاروق، سوانح او کارنامې.
  5. د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه.
  6. د گور غریبان.
  7. فتنه الکبری ژباړه.
  8. مضمون و انشانیه.
  9. پښتو صرف ونجول.
  10. تاریخ اسلام.
  11. د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه.
  12. پشتو ادبیات کې تاریخ.
  13. شعري ټولگه.

سرچينې[سمول]

  1. http://www.taand.com/archives/117973
  2. https://www.voadeewanews.com/a/pashto-literature-sanobar-kakaji/4190491.html
  3. https://afghanexpress.wordpress.com/2016/11/11/%D8%B3%D8%AA%D8%B1-%D8%A7%D9%86%D9%82%D9%84%D8%A7%D8%A8%D9%8A-%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%8C-%D9%84%D9%8A%D9%83%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%8C-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%DA%98%D9%88%D8%B1/