ابن بطوطه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابن بطوطه (د رجب ۱۴مه، ۷۰۳ ل. =۲۳ د فېبروري، ۱۳۰۴ ز. - ۷۷۹ ل. = ۱۳۷۷ ز.) يو نوميالى مسلمان سېلانی و. هغه د مراکش په ( طنجه ) TANGER ښار کې زېږېدلى و، نوموړي نژدې خپل ټول ژوند په سير او سياحت کې تېر کړ، او له اته ويشت کلن اوږ د سفر وروسته بېرته خپل وطن ته وگرځېد او په ۷۷۹ هـ کې ومړ او په خپل هېواد کې خاورو ته وسپارل شو ، هغه د نړۍ لرې پرتو سيمو ته اوږده سفرونه لرل او د خپل سفر تجربې او ليدلي يې په خپل مشهور يونليک کې خوندي کړل اوپه دې توگه د ابن بطوطه شمار دنړۍ د مشهورو سيلانيانو په لومړي کتار کې راځي او ختيځ پوهان يې د مسلمانو سياحانو سرخېل TRAVELLERS PRINCE OF MOSLEM) گڼي.

د ابن بطوطه بشپړ نوم محمد، لقب يې شمس الدين او کنيت يې ابو عبدالله ، د عبدالله زوى د محمد لمسى د ابراهيم کړوسى اوپه طنجي نسبت يې شهرت درلود، دده کورنۍ د بربري قبيلې له لواته پښې څخه وه، چې دخپل وخت مشهوره قبيله وه.

نوموړى د جون په ديارلسمه کال ۱۳۲۵ ميلادي د ۲۳ کلونو په عمر د حج د سفر په نيت له کوره ووت، اته ويشت کاله اوږده سفرونه يې وکړل، اوپه ۱۳۴۹ ميلادي د نومبر په مياشت کې خپل کور ته وگرځېد، په دې موده کې نوموړي د آسياډېر هېوادونه تر چينه پورې پل په پل کړل اوپه خپل لومړني سفر کې چې دحج کولو په اراده د شمالي افريقا او بحيره احمر له لارې روان شوى و د مصر اسکندريې ښار ته ورسېد، د لارې د نا امنۍ له کبله د خپل مقصد په لوري د شام او فلسطين له لارې مکې معظمې ته ورسېد اود حج له ادا کولو وروسته عراق او بيا ايران ته ولاړ، له هغه ځايه فارس ته تللى، موصل او دبکر ښارونه يې هم وکتل.

دوهم ځل بېرته مکې مکرمې ته راغى، دا ځل يې دوه کلونه ( ۷۲۹ ـــ ۷۳۰ )پورې دلته تېر کړل او دريم سفر يې د ختيځې افريقا او جنوبي عربستان برخو ته کړى او بيا له هغه ځايه د فارس خليج ته ورگرځېدلى اود هرموز تنگي له لارې بېرته مکې شريفې ته ستون شوى دى، دحج له ادا کولو وروسته له هغه ځايه ( اسوان ) ته ورسېد، بيا د مصر او شام له لارې وړوکې آسيا اناطول او کريميا اوبيا استنبول قسطنطينې ته ولاړ بيا د والگا درياب له لارې د آمو درياب پورې غاړه ماوراء النهر ښارونو خوارزم او بخارا ته راغلى دى او له هغه ځايه د ترمذ او اوسني حيرتان له لارې بلخ ته راغلى دى، په افغانستان کې له هغه وروسته چې بلخ يې وليد د ميمنې د کوهستان له لارې هرات ته تللى دى او هلته د سلطان غياث الدين غوري زوى سلطان حسين يې ډېر عزت وکړ، په خپل يونليک کې نوموړى سلطان په ښه خوله يادوي اودهغه ځينې فتوحات يې هم ليکلي دي، بيا له هرات نه جام ، سرخس، مشهد، نيشاپور او بسطام ته تللى دى.

په دوهم ځل بيا افغانستان ته راغى ، داځل يې غوري او بغلان وليدل، او له هغه ځايه کندوز ته ولاړ او هلته يې يوڅه موده هستوگنه هم کړې ده، له کندوز نه د اندراب له لارې د هندوکٌش له غرو تېر شو، پنجشير، کوهستان، څرخ او غزني ته يې هم سر ورښکاره کړى، بيا کابل ته راغى ، له کابله د گرديز اوگوملې له لارې دهند او سندهـ خواته ولاړ، دهلي ته ورسېد اوسلطان احمدشاه تغلق يې خورا ډېر درناوى او تود هرکلى وکړ او له سلطان محمدشاه تغلق سره د سندهــ دپښتنو د اړودوړ اوجگړو څه پېښې يې په خپله سفرنامه کې خوندي کړې دي. دغه راز يې دهغه وخت دسياسي پېښو اوافغانستان دښارونوپه هکله يې خورا ښه معلومات راکړي دي.

د دهلي سلطان هغه ته دقضاء دنده وسپارله او تر دوه کاله پورې يې دغه دنده د مالکي مذهب سره سمه سر ته ورسوله او يوځل بيايې د سياحت مينه په زړه وورېدله، او په يو رسمي سفر له څو تنو ملگرو سره د چين په لوري وخوځېد، خو د مالديپ جزيرو ( مهل ديبه ، مهل ذيبه ) ته چې ورسېد بيا تم شو، هلته يې يونيم کال د قضا دنده په غاړه وه، اوبيا له هغه ځايه په ۱۳۴۴ ميلادي کې سرانديپ ، بنگال ( چاټگام، سلهټ ) اود هند د لرې پرتو سيمو ( کمبوديا ) تر کتلو وروسته چين ته ورسېد، او تر پېکنگ پورې ولاړ، بيا وروسته فارس ، شام ، عراق او مصر ته ولاړ، او په څلورم ځل له مصر څخه دمکې معظمې دسفر په نيت روان شو، اوپه څلورم ځل يې حج اداء کړ.

په ۷۵۰ هـ کې د المغرب ( فاس ) ښار ته ولاړ او هلته يې ډېره موده تېره کړه، بيا د هېر شوي اندلس ( سپين ) غرناطې ته ولاړ او دې وروستي سفر يې ډېره موده ونېوله، په ۷۵۳ هـ کې سوډان ته ولاړ اود افريقې د تورپوستې سيمې ( ټمبکټو ) TIMBUKTU او مالي MELLI سيمو وکتلې اود اگديز AGADEZ او توات TAWAT دښتې له لارې بېرته خپل هېواد مراکش ته وگرځېد اودخپل اوږده سفر موزې يې وکښلې اوله ځوږه ډک سفر يې پاى ته ورساوه.

دنوموړي دسفر لار نژدې ۷۵۰۰۰ پنځه اويازره ميله اټکل شوى، دخپل سفر حالات يې د ابوعنان د دربار يو هسپانوي عالم محمد د جزى الکلبي زوى ته واورول، هغه دده د سترگو ليدلي حالاتو ته د ( رحلة ابن بطوطة ) يا ( تحفة النظار وغرائب الانصار وعجائب الاسفار ) تر نامه لاندې ترتيب کړل اودکتاب بڼه يې ورکړه، دنوموړي د لاس دغه يونليک د پاريس په موزيم کې خوندي دى.

لويديځ وال په نولسمه پېړۍ کې له دې يونليک څخه خبر شول، اود ۱۸۰۸ او ۱۸۰۹ او ۱۸۱۹ کلونو ترمنځ ددې يونليک ځينې برخې انگريزي ته وژباړل شوې اوپه ۱۸۲۹ ميلادي کې SAMUEL LEE ددې يونليک لنډيز چې نسخه يې دکيمبرج په پوهنتون کې خوندي وه انگريزي ته وژباړله، پروفيسور گب GIBB هم ددې يونليک ځينې برخې انگريزي ته وژباړلې چې څو ځله چاپ شوي دي اود ټول يونليک بشپړه انگريزي ژباړه د کيمبرج پوهنتون په ۱۹۵۸ميلادي کال کې اوترهغه وروسته کلونو کې په دوه ټوکونو کې خپره کړه.

پرتغالي، فرانسيسي ژبو ته هم دغه يونليک ژباړل شوى دى. علي خان له انگريزي څخه اردو ته وژباړه، اوسيد محمد حيات حسن په ۱۳۱۴ هـ کې دلومړي ټوک بشپړه ژباړه او محمد حسين يې ددوهم ټوک بشپړه اردوژباړه کړې ده، ماته نه ده څرگنده چې ددې يونليک پښتوبشپړه ژباړه به هم چا کړې وي اوکنه؟

نوموړى په خپل يونليک کې د خلکوواړه دودونه مختلفې ميوې هم يادوي ، لکه کوپره چې نوموړي دمالديپ په جزيروکې دډوډۍ په ځاى خوړله، له سفر نامې يې بريښې چې نوموړى له لرغونو اثارو سره دلچسپي نه لري، يواځې يې دهغه وخت د مسلمانانو پر ټولنيز ژوند غږيږي اودهغه وخت پر جُغرافيه هم نه دى غږېدلى.

د ده اوږده سفرونه مونږ ته دا درس راکوي چې که انسان عزم ولري، خواري وگالي، ډېر څه ترلاسه کولاى شي اوپه تشو لاسونو هم ډېر څه له کلک عزم او پخې ارادې وروسته ترلاسه کېدلاى شي، اسلامي تاريخ ده ته ورته نور ډېرمسلمان سياحان هم لري، چې دده په پرتله يې که څه هم لږ لارې وهلي خو لاس ته راوړنې يې ترده څو ځله زياتې دي.


سرچینې

اريانا دائرة المعارف، لومړى ټوک ، ۷۱۰ مخ.

اردو دائرة المعارف ، لومړى ټوک ، ۴۳۳مخ.

الدرر الکامنة ، حافظ ابن حجر ، ۳ ټوک، ۴۸۰ مخ.

بروکلمن ، ۲ ټوک، ۲۵۶ مخ.

د ابن خلدون مقدمه.

الاعلام ، لخيرالدين الزرکلى، ۶ ټوک، ۲۳۵ــ ۲۳۶ مخ.

الرحالة المسلمون، ۱۳۶ـــ ۱۷۱ مخ.

ابن بطوطة، د ابراهيم العدولى ليکنه، د مصر د المعارف چاپ.

سو بړى مسلمان اردو

مفتي حبيب الله قاسمي