ډونالډ ټرامپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ډونلډ ټرمپ نه مخ گرځېدلی)
ډونالډ ټرامپ
(انګلیسي: Donald Trump د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډونالډ ټرامپ
ډونالډ ټرامپ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Donald John Trump)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ جون ۱۹۴۶[۲][۳][۱][۴]
استوګنځای ټرمپ انټرنيشنل هوټل ټاور
سپينه ماڼۍ (۲۰ جنوري ۲۰۱۷–۲۰ جنوري ۲۰۲۱)
منهټن
نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۵][۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل سفید فام امریکی[۷]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.90 متر[۸]
74 اينچ
75 اينچ
180.33 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 243 pound[۹]
110 کيلوګرامه[۱۰]
215 pound  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۳۰ جون ۱۹۸۷–۳۰ سپټمبر ۱۹۹۹)[۱۱]
ديموکراتيک ګوند (۳۱ جولای ۲۰۰۱–۳۱ اگسټ ۲۰۰۹)[۱۱]
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۳۱ اگسټ ۲۰۰۹–۳۰ نومبر ۲۰۱۱)[۱۱]
خپلواک کاندید (۳۰ نومبر ۲۰۱۱–۳۱ مارچ ۲۰۱۲)[۱۱]
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۳۱ مارچ ۲۰۱۲–)[۱۱]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19 (۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰–)[۱۲]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ایوانکا ټرمپ[۱۳][۱۴]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 5 [۱۳]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
فلم پروډیوسر[۱۵]
ليکوال[۱۶][۱۷]
لوبگر[۱۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه حکومت
سياست[۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 2500000000 امريکايي ډالر (۲۶ مارچ ۲۰۲۲)[۲۱]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)[۲۲]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ډونالډ ټرامپ
ډونالډ ټرامپ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډونالډ جان ټرمپ (د ۱۹۴۶ز کال د جون په څوارلسمه زېږېدلی) يو امريکايي سياستوال، د رسنیز کس او سوداګر دی چا چې له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د متحده ايالاتو د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د نيويارک ښار په کوينز کې زېږېدلی او ستر شوی ټرمپ د پنسلوانيا پوهنتون د وارټون ښوونځي څخه په ۱۹۶۸ز کال کې د لیسانس سند تر لاسه کړی. هغه په ۱۹۷۱ز کال کې د خپل پلار فريډ ټرمپ د نامنقولو شتمنيو مشر وټاکل شو او د ټرمپ سازمان نوم يې پرې کېښود. ټرمپ د شرکت فعاليتونه، ودانيو او د دنګو ماڼيو ترميم، هوټلونو، کاسينوګانو او د ګلف لوبې ځايونو ته پراخ کړ. هغه وروسته نورې ګڼې پروژې واخیستې، ډېری يې د خپل نوم په اجازه لیک وې. ټرمپ او د هغه سوداګري له څلور زره څخه په زياتو دولتي او فدرالي حقوقي اقداماتو کې ښکېل و، په دې کې شپږ د افلاس پېښې هم شاملې وې. هغه له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې د نړۍ د ښکلا ملکې د نندارتون مالک و. له ۲۰۰۴ز څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې هغه د «زده کوونکی» په نوم د تلويزيون واقعي لړۍ شريک توليدونکی او کوربه و.

د ټرمپ سياسي دريځونه عام، خونديتابه پلوه، هېواد پاله او ملت پاله بلل شوي دي. هغه په ۲۰۱۶ز کال کې د ولسمشريزو ټاکنو په سياليو کې د جمهوري غوښتونکو د کانديد په توګه داخل شو او که څه هم د ټولو رايو له نيمايي څخه زياتې يې نه وې تر لاسه کړې، بيا يې هم د ديموکراتانو د کانديدې هيلري کلينټن په وړاندې بريا تر لاسه کړه، هغه د متحده ايالاتو لومړی ولسمشر و چې پخوا يې هېڅ دولتي ملکي يا نظامي خدمت نه و تر سره کړی. د ۲۰۱۷-۲۰۱۹ز کلونو د څېړنو ځانګړي پلاوي چې مشري يې رابرټ مولر کوله وموندله چې روسيې د ۲۰۱۶ز کال په ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنه  کړې؛ خو د ټرمپ د مبارزانو له خوا نه له روسيې سره دسيسه سازي شوې نه يې په ټاکنو کې د روسيې د لاسوهونکو فعاليتونو سره همغږي درلودله. د ټرمپ ټاکنې او سياستونو ډېر غبرګونونه له ځانه سره درلودل. هغه د ولسمشرۍ د مبارزو او د ولسمشر په توګه ډېرې غلطې او بې لارې کوونکې ويناوې وکړې، تر دې بريده غلطې چې د امريکايي سياست په تاريخ کې ساری نه لري، هغه د دسيسو نظرياتو ته هم وده ورکړه.  د هغه ډېرې تبصرې او کارونه توکمپاله بلل شوي يا توکمپاله دي او يا هم د ښځو د ځورولو اړوند دي.

ټرمپ له ډېرو هغو هېوادونو څخه چې مسلمانان په کې اکثريت دي متحده ايالاتو ته پر سفر بنديزونه ولګول، د متحده ايالاتو او مکسيکو پر پوله د ديوال د جوړېدو بوديجه يې بدله کړه او د نيول شويو کډوالو لپاره يې له کورنۍ څخه د جلا کېدو تګلاره عملي کړه. هغه د ۲۰۱۷ز کال د مالياتو د کمولو او دندو قانون لاسليک کړ، کوم چې د افرادو او سوداګرۍ ماليات کمول او د روغتيايي پاملرنې د زغم وړ قانون اړوند د انفرادي روغتيا بيمې جريمه يې له منځه يوړه. هغه له دوه سوو زيات فدرالي قاضیان وټاکل، د سترې محکمې درې قاضيان هر يو نيل ګورسوش، برټ کاوانا او امي کوني بيريټ هم په کې شامل وو. ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې امريکا ته د لومړيتوب ورکولو سياست غوره کړ: نوموړي د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون پر سر چې د متحده ايالاتو-مکسيکو-کاناډا تړون دی بيا مذاکرات وکړل او متحده ايالات يې د درې اړخيز پسيفيک سوداګريز مشارکت له مذاکراتو څخه وايست، همدا راز متحده ايالات د اقليم د بدلون په اړه د پاريس له تړون او ايران د هستوي معاملاتو څخه ووتل. هغه نوې وارداتي تعرفې وټاکلې چې د چين سره د سوداګريزې جګړې لامل وګرځېد. ټرمپ درې ځلې د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وکتل، خو د هستوي وسلو د ختمولو په برخه کې يې هېڅ پرمختګ ونه کړ. هغه د کوويډ-۱۹ وبا په وړاندې کرار غبرګون وښود، په خپلو پيغامونو کې يې د روغتيايي مسئولینو ډېرو سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړه او يا يې ورسره مخالفت وکړ، هغه د ناثابتو درملنو او تر لاس لاندې معايناتو په اړوند ناسم معلومات خپاره کړل.

ټرمپ د جوبايډن په مقابله کې د ۲۰۲۰ز کال ولسمشريزې ټاکنې وبايلې، خو له منلو يې انکار کاوه. هغه په غلطه سره ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې، پر دولتي مسئولینو د فشار په واردولو، ناکامو قانوني ننګونو په زياتولو او د ولسمشرۍ د انتقال په وړاندې د خنډونو په پیدا کولو سره يې هڅه وکړه چې پايلې باطلې کړي. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په شپږمه نېټه ټرمپ خپل پلويان وهڅول چې د ملي شورا د ماڼۍ پر لور تګ وکړي، په دې ماڼۍ سلګونو کسانو بريد وکړ چې له امله يې يو شمېر کسان ووژل شول او د ټاکنيزو رايو د شمارلو بهير له خنډونو سره مخ شو.

ټرمپ د امریکا په تاريخ کې يوازینی هغه فدرالي مسئول مقام دی چې دوه ځلې استيضاح شوی دی. کله چې په ۲۰۱۹ز کال کې هغه په اوکراين فشار وارد کړ، تر څو د هغه سياسي سيال په اړه پلټنې وکړي، په ديسمبر کې د استازو مجلس د ځواک د ناسمې کارونې او کانګريس د مخنيوي له کبله هغه استيضاح کړ. د سنا مجلس هغه ته د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې له دواړو تورونو څخه برأت ورکړ. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ مياشتې په ديارلسمه نېټه د استازو مجلس ټرمپ سرکښۍ ته د پارونې په تور د دوهم ځل لپاره استيضاح کړ. د سنا مجلس د فبرورۍ په ديارلسمه نېټه په داسې حال کې ټرمپ ته برات ورکړ چې هغه له خپل دفتر او مسئوليت څخه لرې شوی و. پوهان او تاریخ ليکونکي ټرمپ د امریکا په تاريخ کې يو له بدترينو ولسمشرانو څخه بولي.

شخصي ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ډونالډ جان ټرمپ د ۱۹۴۶ز کال د جون په څوارلسمه نېټه د نيويارک ښار د کوين په کلي کې د جمايکا په روغتون کې زېږېدلی دی، د پلار څلورم بچی و، پلار يې فريډ ټرمپ په برانکس کې زېږېدلی، د غېر انتقالي شتمنيو سوداګر و، د هغه مور او پلار د المان کډوال وو، د ټرمپ د مور نوم «ماري ان ميکليوډ» ټرمپ و او هغه د سکاټلينډ کډواله وه. ټرمپ د خپلو مشرانو خوېندو وروڼو مارياني، کشر فريد او اليزابيت او له کشر ورور رابرټ سره يو ځای د کوين په ګاونډ په جمايکا په سيمه کې راستر شو، هغه له وړکتون څخه تر اوم ټولګي پورې د کيو فوريسټ ښوونځي ته ولاړ. په ديارلس کلنۍ کې د نيويارک په پوځي اکاډمۍ کې داخل شو، کوم چې يو شخصي ليليه لرونکی ښوونځی و، په ۱۹۶۴ز کال کې هغه په فورډام پوهنتون کې داخل شو. دوه کاله وروسته د پنسلوانيا پوهنتون د وارټن ښوونځی ته تبديل شو، د ۱۹۶۸ز کال د مۍ مياشت کې يې په اقتصادياتو کې د لسانس سند تر لاسه کړ. په ۲۰۱۵ز کال کې د ټرمپ وکيل مايکل کوهين د ټرمپ پوهنځي، لېسه او کالج وګواښل که چېرې دوی د ټرمپ تعلیمي سوانح خپاره کړي، نو په وړاندې به يې قانوني اقدامات وشي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۶][۲۸][۲۹][۳۰]

کله چې ټرمپ په پوهنځي کې و، څلور ځلې د ويتنام جګړې په پړاو کې له عسکري خدمت پاتې شو. په ۱۹۶۶ز کال کې د يوې طبي ازموينې څخه وروسته هغه عسکري خدمت ته برابر ګڼل شوی و او د ۱۹۶۸ز کال د جولای په مياشت کې د عسکري خدمت يو سيمه ايز پلاوي هغه د خدمت لپاره وړ وباله. د ۱۹۶۸ز کال د اکتوبر په مياشت کې هغه 1-Y وبلل شو، هغه روغتيايي حالت چې بايد وځنډول شي او په ۱۹۷۲ز کال کې، نوموړی په ډلبندۍ کې د هډوکي د يو سيخ له امله 4-F  وبلل شو، او په دې توګه د تل لپاره له عسکري خدمت لپاره بې صلاحيته شو.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

کورنۍ[سمول]

په ۱۹۷۷ز کال کې، ټرمپ د چيک له يوې موډلې «ايوانا زلنيکوا» سره واده وکړ. دوی درې بچيان لري، کشر ډونالډ (په ۱۹۷۷ز کې زېږېدلی)، اوانکا (په ۱۹۸۱ز کې زېږېدلی) او ايريک (په ۱۹۸۴ز کې زېږېدلی). ايوانا په ۱۹۸۸ کې د متحده ايالاتو تابعيت تر لاسه کړ. له اکټرې مارلا ماپليس سره د ټرمپ له اړيکو وروسته، په ۱۹۹۲ز کال کې د دوی تر منځ طلاق وشو. ټرمپ او ماپليس د ټيفاني په نوم يوه لور لري (په ۱۹۹۳ز کال کې زېږېدلې). دوی په ۱۹۹۳ز کال کې واده وکړ، په ۱۹۹۷ز کال کې سره جلا شول او په ۱۹۹۹ز کال کې د دواړو ترمنځ طلاق وشو. ټيفاني د خپلې مور مارلا سره په کلفورنيا کې راستره شوه. په ۲۰۰۵ز کال کې، ټرمپ د سلوينيايي موډلې ميلانيا کنواس سره واده وکړ. دوی د بارون په نوم يو زوی لري (په ۲۰۰۶ز کال کې زېږېدلی). ميلانيا په ۲۰۰۶ز کال کې د متحده ايالاتو تابعيت تر لاسه کړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

دين[سمول]

ټرمپ د مسيحيانو ښوونځی ته ولاړ او په ۱۹۵۹ز کال کې په کوين د جاميکا په لومړۍ پروتستان کليسا کې ومنل شو. په ۱۹۷۰ز کلونو کې، د هغه مور او پلار په منهاتن کې د ماربل کاليجيټ له کليسا سره يو ځای شول، کومه چې د اصلاح شوې کليسا اړوند ده. په ماربل کې مذهبي مشر «نورمن وينسنټ پيل» تر ۱۹۹۳ز کال تر خپل مرګ پورې د دې کورنۍ لپاره مذهبي خدمات وړاندې کړل. ټرمپ خپل ځان د روزونکي په توګه معرفي کړی دی. په ۲۰۱۵ز کال کې دې کليسا وويل چې ټرمپ «د دې کليسا يو فعال غړی نه دی». په ۲۰۱۹ز کال کې هغه خپل شخصي کشيش تلويزیوني مبلغ «پايولا وايټ» د سپېنې ماڼۍ د عامه اړیکو دفتر ته وټاکه. په ۲۰۲۰ز کال کې، هغه وويل چې هغه د غېر مذهبي مسيحي په توګه پېژندل شوی دی.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

ښاغلی ټرمپ د نیویارک د ملکیتونو یو شتمن سوداګر، فرېډ ټرمپ، څلورم اولاد دی. د کورنۍ د شتمنۍ سره سره، له ده هیله کېده چې د پلار په شرکت کې د ټیټې کچې کارونه وکړي او کله چې يې په ښوونځي کې په ناسمې رويې پیل وکړ په ۱۳ کلنۍ کې پوځي اکاډمي ته ولېږل شو. هغه د پنسلوانیا د پوهنتون په وارټن پوهنځي کې زده کړه وکړه او کله چې يې مشر ورور، فرېډ، د پیلوټۍ مسلک غوړه کړ، دی د پلار ځای ناستی شو. فرېډ ټرمپ د شرابو څکلو له امله په ۴۳ کلنۍ کې ومړ. دا داسې یوه پېښه وه چې ورور يې وايي د دې سبب شوه چې په خپل ټول ژوند کې له شرابو او سګرټو ډډه وکړي. ښاغلی ټرمپ وايي مخکې له دې چې د پلار په شرکت کې شریک شي له پلار څخه يې د "یو میلیون ډالرو وړوکي" پور په اخیستلو سره د ملکیتونو سوداګري پیل کړه. ټرمپ د نیویارک د ښار کې د استوګنې کورونو په برخه کې د پلار د پراخ تجارت د اداره کولو چارو سره مرسته کوله. په ۱۹۷۱ کې يې د شرکت کنټرول په خپل لاس کې واخیست او نوم يې ورته د ټرمپ سازمان کېښود. د ډونالډ ټرمپ پلار په ۱۹۹۹ کې مړ شو. هغه وخت ښاغلي ټرمپ ويلي وو "زما پلار ما ته الهام راکاوه"

شتمن سوداګر[سمول]

ښاغلي ټرمپ د خپلې کورنۍ سوداګري په بروکلین او کوینز کې له استوګنیزو ودانیو څخه د مېنهاټن شاندارو پروژو ته بدل کړ، د کموډور زوړ هوټل ېې د هایت په ستر هوټل باندې بدل کړ او د ټرمپ مشهوره ودانۍ، د نیویارک په پنځم سړک کې د ټرمپ ۶۸ پوړیزه ودانۍ ېيې جوړه کړه. ورپسې نورې مشهورې ودانۍ هم جوړې شوې- د ټرمپ ماڼۍ، د ټرمپ نړیوال برج، د ټرمپ نړیوال هوټل او برج، او داسې نور. په ممبی، استانبول او فېلیپین کې هم د ټرمپ برجونه شته دی. ښاغلي ټرمپ هوټلونه او د قمارځایونه (Casinos) هم جوړ کړي، د سوداګرۍ یوه برخه چې د دیوالي کېدو د څلور قضیو سبب شوه (د سوداګرۍ دیوالیتوب، نه شخصي دیوالیتوب). ښاغلي ټرمپ د ساعتیرۍ او سرګرمي یوه امپراتوري هم جوړه کړې. له ۱۹۹۶ نه تر۲۰۱۵ پورې، د مېرمن یونیورس، مېرمن یو ایس اې او مېرمن ټین یو ایس اې د ښکلا د نندارو یو خاوند وو. په ۲۰۰۳ کې يې د شاګرد ( اپرینتیس) په نامه د اېن بي سي ټلویزیون یوه خپرونه پیل کړه، چې په هغې کې ګډون کوونکو د ښاغلي ټرمپ په سازمان کې په لنډمهالي ډول د مدیریت دندو ترلاسه کولو لپاره سیالي کوله. ښاغلی ټرمپ د دې خپرونو د لړۍ د ۱۴برخو وړاندې کوونکی یا کوربه و، او د خپلو مالي چارو د څرګندولو په وخت کې يې ویلي وو چې د دغې ټلویزیونې شبکې له خوا ورته په ټوله کې ۲۱۳ میلیونه ډالره تنخوا ورکړل شوې وه. ښاغلي ټرمپ څو کتابونه لیکلي، او د یو شمېر سوداګريزو توکيو د لړۍ خاوند دی چې له نیکټايي نیولې تر بوتلي اوبو پورې راز راز شیان خرڅوي. د فوبیس مجلې له مخې، د هغه خالصه شتمني ۳،۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو ښاغلي ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې ۱۰ میلیارده ډالره شتمني لري.

مېړه او پلار[سمول]

ټرمپ درې ځله واده کړی، خو تر ټولو مشهوره ښځه يې لومړۍ مېرمن ایوانا زیلنیکووا، وه چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډل وه. هغوې درې ماشومان لري- کشر ډونالډ، ایوانکا او ایریک. په ۱۹۹۰ کې هغوې محکمې ته د طلاق د وسیه وړاندې کړه. محکمې کې د دوی د دعوا په وخت کې ورځپاڼو د هغوې په هکله راز راز راپورونه خپرول. په دغو راپورونو کې داسې ادعاګانې هم وې چې ټرمپ د خپلې ښځې، ایوانا، سره ناوړه رویه کوله، خو ایوانا وروسته پر دغو پېښو ډېرټینګار ونه کړ. ټرمپ په ۱۹۹۳ کې هنرمندې لوبغاړې، مارلا مېپلز، سره واده وکړ. هغوی په۱۹۹۹ کې د طلاق نه وړاندې د ټیفني په نامه یوه لور درلوده. ډونالډ ټرمپ په ۲۰۰۵ کې خپلې اوسنۍ ښځې میلانیا کناوس سره واده وکړ چې د ښکلا یوه ماډل ده، او هغوی د بارون ویلیم ټرمپ په نامه یو زوې لري. د هغه له لومړي واده اولادونه اوس د ټرمپ سازمان له کارونو سره مرسته کوي، خو ډونالډ ټرمپ تراوسه د دې سازمان مشر دی.

د ولمشرۍ نوماند[سمول]

ښاغلي ټرمپ په ۱۹۸۷ کې ویلي وو چې د ولسمشرۍ لپاره به ښايي ځان کاندید کړي، او ان د ۲۰۰۰ کال په سیالیو کې يې د ریفورم ګوند د یو نوماند په توګه برخه اخیستې وه. له ۲۰۰۸ وروسته، د بېرتر" Birther" غورځنګ یو نامتو غړی شو، چې په امریکا کې د بارک اوباما د زیږېدو په اړه يې شک څرګنداوه. خو دا تورونه په بشپړه توګه رد شول او ثابته شوه چې اوباما د امریکا په هاوايي (Hawaii) ایالت کې زیږېدلی وو. خو د ۲۰۱۵ په جون کې ښاغلي ټرمپ رسما اعلان وکړ چې په ټاکنیزو سیالیو کې برخه اخلي. هغه په خپله وینا کې وویل "موږ داسې یو کس ته اړتیا لرو چې دا هېواد بیا په یو سترهېواد بدل کړي. موږ دا کار کولی شو،". هغه ژمنه وکړه چې د یو نوماند په توګه د پيسو راټولو ته اړتیا نه لري، کومو ځانګړو ګټو ته ځواب ورکوونکی نه دی او یو ډېرښه بهرنی کاندید دی.

ژمنی[سمول]

تر دې شعار لاندې چې "امریکا به بیا ستره کړو" ، ټرمپ یو ناندره ییز کمپاین وچلاوه او ژمنه یې وکړه چې د امریکا اقتصاد به پیاوړی کوي، د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې په اوږدو کې به یو دیوال جوړوي، او په لنډمهاله ډول به د امریکا متحدو ایالتونو ته د مسلمانو کډوالو پر راتګ بندیز لګوي "ترڅو چې زموږ د هېواد استازي معلومه کړي چې څه پېښېږي". د هغه د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د پراخو اعتراضونو او د هغه د جمهوریپالو سیالانو، ټېډ کروز او مارکو روبیو د سختو هڅو سره سره، د انډیانا ایالت د لومړنیو ټاکنو وروسته ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريپال ګوند اصلي نوماند شو.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Certificate of Birth Registration — د نشر نېټه: ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ — آرشيف اصل په ۱۲ مې ۲۰۱۶
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0874339/ — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. The Jamaica Hospital Certificate of Birth — آرشيف اصل په ۹ اپرېل ۲۰۱۱
  4. سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. http://www.nytimes.com/aponline/2015/02/05/us/ap-financial-markets-us-open.html
  6. http://www.nytimes.com/aponline/2015/02/12/us/ap-us-baggage-handlers-jfk.html
  7. The First White President — د نشر نېټه: ۱۸ اگسټ ۲۰۲۳ — دوتنه: Ta-Nehisi Coates — خپرونکی: The Atlantic — د خپرولو نیټه: ۷ سپټمبر ۲۰۱۷
  8. https://web.archive.org/web/20190401045749/https://www.scribd.com/document/369309002/Summary-of-Physical-Exam-for-President-Trump-12-Jan-2018 — آرشيف اصل په ۱ اپرېل ۲۰۱۹
  9. Trump est obèse, mais en très bonne santé (médecin) — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۳ — آرشيف اصل په ۱۴ مارچ ۲۰۲۰ — سمونګر: Alexis Brézet — خپرونکی: Société du Figaro — د خپرولو نیټه: ۱۵ فبروري ۲۰۱۹
  10. خپرونکی: LVMH — د خپرولو نیټه: ۱۵ فبروري ۲۰۱۹
  11. Bush says Trump was a Democrat longer than a Republican 'in the last decade' — د نشر نېټه: ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ — آرشيف اصل په ۲۹ نومبر ۲۰۱۶ — د خپرولو نیټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵
  12. https://web.archive.org/web/20201226103810/https://www.smh.com.au/world/north-america/donald-trump-and-wife-melania-test-positive-for-covid-19-20201002-p561cu.html — آرشيف اصل په ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ President Donald J. Trump — د نشر نېټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — آرشيف اصل — د خپرولو نیټه: ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 United States
  14. منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike
  15. Digging Up the Truth in a Heart of Darkness — د نشر نېټه: ۳۱ مارچ ۲۰۲۳ — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۳۱ اگسټ ۲۰۰۵
  16. Donald Trump Trolls Yankees' Star Derek Jeter, NYC Shuts Down for Few Moments — د نشر نېټه: ۳۱ مارچ ۲۰۲۳
  17. Mavericks Owner Mark Cuban and Donald Trump Scrap on Twitter — د نشر نېټه: ۳۱ مارچ ۲۰۲۳
  18. WWE's 15 Absolute Worst Matches in Company History — د نشر نېټه: ۳۱ مارچ ۲۰۲۳
  19. https://web.archive.org/web/20201226103758/https://data.bnf.fr/en/12195835/donald_trump/ — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — آرشيف اصل په ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990008619 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  21. https://www.forbes.com/profile/donald-trump/
  22. https://www.improbable.com/ig-about/winners/
  23. . Certificate of Birth. Department of Health – City of New York – Bureau of Records and Statistics
  24. . Certificate of Birth: Donald John Trump. Jamaica Hospital Medical Center
  25. (په October 3, 2018 باندې). Trump's parents and siblings: What do we know of them?. BBC News.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Kranish او Fisher 2017، ص. 33.
  27. (په September 22, 2015 باندې). Donald Trump's Old Queens Neighborhood Contrasts With the Diverse Area Around It. The New York Times.
  28. "Two Hundred and Twelfth Commencement for the Conferring of Degrees" (PDF). University of Pennsylvania. May 20, 1968. د کتاب پاڼي 19–21. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 19, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په February 27, 2019 باندې). Michael Cohen Says Trump Told Him to Threaten Schools Not to Release Grades. The New York Times.
  30. Kranish او Fisher 2017، ص. 38.
  31. (په April 29, 2011 باندې). Donald Trump avoided Vietnam with deferments, records show. CBS News.
  32. "Donald John Trump's Selective Service Draft Card and Selective Service Classification Ledger". National Archives. March 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه September 23, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) – via Freedom of Information Act (FOIA)
  33. (په July 21, 2015 باندې). Questions linger about Trump's draft deferments during Vietnam War. The Washington Post.
  34. (په August 1, 2016 باندې). Donald Trump's Draft Deferments: Four for College, One for Bad Feet. The New York Times.
  35. (په August 2, 2016 باندې). Donald Trump's Draft Deferments. Snopes.com.
  36. (په August 20, 2019 باندې). Lara and Eric Trump welcome second child. NBC Montana.
  37. (په July 20, 2016 باندې). Tiffany Trump's Sad, Vague Tribute to Her Distant Father. Slate.
  38. (په December 21, 1993 باندې). Marla Finally Becomes Mrs. Trump It Was 'Paparazzi' Aplenty And Glitz Galore As The Couple Pledged Their Troth.. The Philadelphia Inquirer.
  39. (په June 9, 1999 باندې). Trump, Maples Officially Divorced. Associated Press.
  40. (په October 1, 2016 باندې). The Other Trump. The New York Times.
  41. (په January 27, 2005 باندې). Donald Trump, Settling Down. The Washington Post.
  42. (په July 2, 2021 باندې). Donald Trump Fast Facts. CNN.
  43. (په March 2, 2018 باندې). What is the Einstein visa? And how did Melania Trump get one?. BBC News.
  44. Blair 2015b، ص. 300.
  45. (په September 5, 2016 باندې). Overlooked Influences on Donald Trump: A Famous Minister and His Church. The New York Times.
  46. (په August 28, 2015 باندې). Church says Donald Trump is not an 'active member'. CNN.
  47. (په January 21, 2016 باندې). How Trump got religion – and why his legendary minister's son now rejects him. The Washington Post.
  48. (په October 31, 2019 باندې). Paula White, Trump's Personal Pastor, Joins the White House. The New York Times.
  49. (په October 23, 2020 باندې). Exclusive: Trump, confirmed a Presbyterian, now identifies as 'non-denominational Christian'. Religion News Service
  50. Kranish او Fisher 2017، ص. 81.