د امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه
د امریکا متحده ایالتونو، مکسیکو متحده ایالتونو او کانادا تر منځ هوکړه، چې تر ډېره د امریکا په متحده ایالتونو کې د متحده ایالتونو ـ مکسیکو ـ کانادا هوکړې (USMCA) او په کانادا کې د کانادا ـ امریکا متحده ایالتونو ـ مکسیکو هوکړې (CUSMA) په نامه پېژندل کېږي، چې د کانادا، مکسیکو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ یوه هوکړه ده. دا هوکړه د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ د هوکړې (NAFTA) ځایناستې شوه، چې په ۱۹۹۴ز کال کې عملي شوه او ځینې وختونه د «NAFTA 2.0» یا «New NAFTA» په نامه پېژندل کېږي، ځکه چې تر ډېره د خپلې مخکینۍ بڼې قواعد ساتي او وخت په وخت یې نوي او تازه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
USMCA د NAFTA غړو هېوادونو تر منځ د مجددو او دوامداره مذاکراتو په پایله کې چې په ۲۰۱۷ ز کال کې پیل شوې وې، رامنځته شوی دی؛ دا ټول د «ګډوډۍ او بې نظمۍ» په توګه پېژندل کېږي، تر ډېره «د موټرو د صادراتو، د پولاد او المونیم تعرفو او د لبنیاتو، هګیو او چرګانو بازارونه» پر موضوعاتو باندې متمرکزه وو. د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه ټول اړخونه یوې غیر رسمي هوکړې ته سره ورسېدل، چې تر هغه وروسته د اکتوبر په اوله نېټه رسمي شو. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ۲۰۱۸ ز کال کې د G20 هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د USMCA وړاندیز وکړ، چې هلته د ټرامپ، د مکسیکو ولسمشر انریکه پنیانیتو او د کانادا د لومړي وزیر جستېن ټروډو له خوا لاسلیک شو، دغه راز د دې هوکړې یوه اضافي اصلاح شوې بڼه، چې یو شمېر اضافي موارد او مشورې په کې شاملې وې د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه لاسلیک او د درې واړو هېوادونو په وسیله تصویب شوه، په دې لړ کې کانادا هغه وروستی هېواد و، چې دا نسخه یې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه تصویب کړه. په دې توګه د داخلي شرایطو د چمتو والي په هکله تر خبرېدو وروسته د درېیو واړو دولتونو له خوا دا هوکړه تصویب او د ۲۰۲۰ ز کال د جولای میاشتې له ۱ نېټې وروسته نافذه شوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
USMCA تر ډېره د NAFTA ۲۵ کلن قوانین عصري کوي، یعنې د معنوي مالکیت او دیجیتل سوداګرۍ په پام کې نیولو سره د ټرانس پاسېفیک مشارکت (CPTPP - چې کانادا او مکسیکو یې لاسلیکوونکي دي) لپاره، له یوې بشپړې او مخکښې هوکړې نه په پور اخیستې ده. په دې برخه کې د خپلې مخکینۍ بڼې په پرتله اساسي او بنسټیز بدلونونه د کاري او چاپېریالي مقرراتو ډېروالی دی. د امریکا په متحده ایالتونو کې د موټرونو د تولید لپاره ډېرې هڅوونې (په کانادا او مکسیکو کې د موټرونو د تولیدولو په سهمیه بندۍ سره)، په لوړه کچه د کانادا لبنیاتي بازار ته لاسرسی او د هغو کاناداییانو لپاره له ګمرکي حقوقو پرته د محدودیتونو ډېروالی، چې امریکايي سوداګریز توکي په انلاین ډول اخلي.[۱۹][۲۰][۲۱]
مخینه او نومول[سمول]
د متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه د شمالي امریکا د ازادۍ سوداګرۍ د هوکړې (NAFTA) پر بنسټ ده، چې د ۱۹۹۴ ز کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه نافذ او د پلي کولو وړ شوه. اوسنۍ هوکړه له یو کال نه د ډېرې مودې مذاکراتو او کوښښونو ثمره او حاصل وه، چې د کانادا پر وړاندې د امریکا احتمالي تعرفې او دغه راز د دوه اړخیزه جلا معاملو د موجودیت امکان په کې و.[۲۲]
په ۲۰۱۶ ز کال کې د امریکا د متحده ایالتونو د ټاکنو په اوږدو کې د ډونالډ ټرامپ ټاکنیز ټیم په کمپایني ژمنو کې د NAFTA په هکله د بیا مذاکرې کولو یا د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې د دې هوکړې لغو کولو مورد هم شامل و. ټرامپ له ټاکنو وروسته یو شمېر بدلونونه رامنځته کړل، چې له نورو هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو باندې یې اغېز وکړ. د پاریس له هوکړې نه وتل، د ترانس پاسیفیک مشارکت لپاره د یو شمېر مذاکراتو ځنډول او دغه راز له چین سره د تعرفو په برخه کې د پام وړ ډېروالی، ټول هغه اقدامات او فعالیتونه و، چې ټرامپ ترسره کړل او دا موضوع یې لا ډېره تقویه کړه، چې هغه په NAFTA کې د اساسي بدلونونو رامنځته کولو په لټه کې دی. د USMCA هوکړې په تړاو ډېری بحثونه او مذاکرات د (FTAs) ازادۍ سوداګرۍ له هوکړو سره ورته دي، د بېلګې په توګه د عامه سوداګریزو توکو په توګه د FTA جوړښت، د ملي حاکمیت احتمالي نقض او له تر پښو لاندې کول، د سوداګرۍ رول، کاري ځواک، چاپېریالي او مصرفوونکې ګټې او ښېګڼې، چې د سوداګریزو معاملاتو د ژبې د بڼې او رغولو په برخه کې مرسته کوي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د دې هوکړې هر یو لاسلیکوونکی دې هوکړې ته په جلا او ځانګړې توګه اشاره کوي ـــ په امریکا متحده ایالتونو کې دا هوکړه د امریکا متحده ایالتونو ـ مکسیکو ـ کاناډا (USMVA) د هوکړې په نامه یادوي. په کانادا کې په رسمي توګه د کانادا، امریکا متحده ایالتونو او مکسیکو هوکړه د (CUSMA) په نامه او په فرانسه کې د (ACEUM – Accord Canada-États-Unis-Mexique په نامه پېژندل کېږي. په مکسیکو کې د (T-MEC = Estados Unidos y Canadá) په نامه یادېږي. ځینې وختونه دا هوکړه د « New NAFTA» په نامه پېژندل کېږي، چې هغې مخکینۍ درې اړخیزې هوکړې ته اشاره کوي، چې ښايي د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ اړوند هوکړې (NAFTA) ځایناستې شي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
مذاکرات یا خبرې اترې[سمول]
د ۲۰۱۷ ز کال د می میاشتې په ۱۷مه نېټه د رسمي مذاکراتو یا خبرو اترو پروسه پیل شوه؛ کله چې د امریکا متحده ایالتونو د سوداګرۍ استازي (USTR) رابرت لایتیزر د امریکا کانګرس ته دا خبر ورکړ، چې غواړي په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د NAFTA په هکله بیا مذاکرات یا خبرې اترې وکړي. د سوداګرۍ د ترویج اړوند ادارې د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ USTR د ۲۰۱۷ ز کال د جولای په ۷مه نېټه د خپلې مذاکرې د اصلي موخو سند خپور کړ. د ۲۰۱۷ ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه مذاکرات پیل شول او د ۲۰۱۸ ز کال د اپریل میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې د خبرو اترو اړوند اته رسمي پړاوونو په لړ کې یې دوام وکړ. د ۲۰۱۸ ز کال د می میاشتې په دویمه نېته داسې پرېکړه وشوه، چې که چېرې د دې میاشتې تر پایه پورې هیڅ ډول توافق ترلاسه نه شي، نو دا مذاکرات او خبرې اترې به تر ۲۰۱۹ ز کاله پورې وځنډیږي. دا بیانیه په مکسیکو کې د دولت بدلېدو له امله وه، چې په هغه کې د وخت ولسمشر اندرس مانوئل لوپز اوبرادور د ډېرو مذاکراتو د ترسره کولو په برخه کې مخالف و او ښايي چې د دې هوکړې لاسلیکولو ته یې خاصه لېوالتیا نه لرله.[۳۵]
په جلا توګه، د ۲۰۱۸ ز کال د می میاشتې په ۱۱مه نېټه د جرګې رئیس پاول رایان د می میاشتې ۱۷مه نېټه د کانګرس د اقدام لپاره د وروستي نېټې په توګه وټاکه. دا مهلت له پامه وغورځول شو او په دې توګه له مکسیکو سره معامله د ۲۰۱۸ ز کال د اګست میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې ترسره نه شوه. په دې وخت کې کاناډا له وړاندې شوي قرارداد سره موافقه نه وه کړې. لکه څنګه چې د مکسیکو پخواني ولسمشر انریکه پنیا نیتو د ۲۰۱۸ ز کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه خپله دنده خوشې کړه او د بیاکتنې دورې لپاره ۶۰ ورځو ته اړتیا وه، د تړون او منل شوي متن د وړاندې کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر میاشتې د ۳۰مې نېټې پایله وه، چې د سپټمبر میاشتې تر ۳۰ مې نېټې ترلاسه شو. مذاکره کوونکو شپه ورځ کار وکړ او یاده هوکړه یې د ټاکل شوې نېټې نه یو ساعت مخکې د یو متن په توګه بشپړه کړه. د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه یعنې یوه ورځ وروسته یې د USMCA متن د یو منل شوي او توافق شوي متن په توګه خپور شو. لایتایزر د دې هوکړې د چمتو کولو او له سقوط نه د مخنیوي په هکله یې څو څو ځلې جرد کوشنر ته اطمینان ورکړ. [۳۶][۳۷]
د دې هوکړې منل شوی متن د ۲۰۱۸ ز کال د نوامبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارجنتاین په بونس ایرس کې د ۲۰ ډلې اړوندو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د یوې فرعي پېښې په توګه د درې واړو هېوادونو د مشرانو په وسیله لاسلیک شو. د دې هوکړې انګلیسي، اسپانیایي او فرانسوي نسخې ټولې د یوې اندازې اعتبار او باور نه برخمنې وې او ښايي هوکړه د درې واړو دولتونو له تصویب نه وروسته د پیاوړو قوانینو د تصویب له لارې پلي شي.[۳۸][۳۹]
د امریکا متحده ایالتونو او کانادا تر منځ د سوداګریزو مذاکراتو په برخه کې په کانادا کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر کېلي کرافت د مشرۍ او رهبرۍ رول ولوباوه، چې د نوې سوداګریزې هوکړې د لاسلیکولو لامل شو. په درې اړخیزې هوکړه کې د هغه کار او فعالیت ددې لامل شو چې د ټرامپ په دولت کې یې ونډه یا سهام ډېر شي. وروسته بیا د بلک سټون ګروپ د امریکایي LBO اجرئیوي مدیر او متخصص بنسټګر استفان شوارتزمن په وسیله د خپرو شویو خاطراتو په برخه کې دا روښانه شوه، چې هغه جاستین ترودو دې ته هڅولی، ترڅو د USMCA په مذاکراتو کې د لبنیاتو ساتل شوی او خوندي مارکیټ تسلیم کړي. د شوارتزمن په وینا جوستین ترودو له دې وېره درلوده، چې هغه د دولت اقتصادي رکود او ماته به د کانادا د ۲۰۱۹ ز کال په فدرالي ټاکنو باندې اغېز وکړي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچينې[سمول]
- ↑ "Agreement between the United States of America, the United Mexican States, and Canada 12/13/19 Text". ustr.gov. Office of the United States Trade Representative. December 13, 2019. مؤرشف من الأصل في June 8, 2020. د لاسرسينېټه June 15, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Mexico first to ratify USMCA trade deal, Trump presses U.S. Congress to do same". Reuters. June 19, 2019. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه January 29, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Trump Signs Trade Deal With Canada and Mexico". New York Times. January 29, 2020. مؤرشف من الأصل في June 29, 2020. د لاسرسينېټه January 29, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Canadian Parliament rushes through ratification of USMCA trade pact". Reuters. March 13, 2020. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه March 14, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ . The USMCA is finally done. Here's what is in it..
- ↑ Lea, Brittany De (November 30, 2018). "NAFTA 2.0: What to know". FOXBusiness. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه February 18, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 13, 2019 باندې). Strikes at Low-Wage Plants Signal Revival of Labor Demands in Mexico.
- ↑ (په 2020-01-29 باندې). Trump Just Signed the U.S.M.C.A. Here's What's in the New NAFTA.. The New York Times.
- ↑ "Under USMCA, Canada rolls with 'new NAFTA'". FreightWaves (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-01. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2020-01-29 باندې). Trump Just Signed the U.S.M.C.A. Here's What's in the New NAFTA. (Published 2020). The New York Times.
- ↑ (په 2020-01-29 باندې). Trump Signs Trade Deal With Canada and Mexico (Published 2020). The New York Times.
- ↑ . What we know about the new USMCA trade deal | CBC News. CBC.
- ↑ (په 2018-08-30 باندې). NAFTA deal reached: Canada, U.S., Mexico reach trade agreement under new name. Global News.
- ↑ "New North American trade pact to take effect July 1: USTR". Reuters. April 24, 2020. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه April 26, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rodriguez, Sabrina (April 24, 2020). "North American trade deal to take effect on July 1". Politico. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه April 26, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "U.S. seals the deal on USMCA, says trade agreement can now take effect July 1". Canadian Broadcasting Corporation. April 24, 2020. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه April 26, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "New North American trade deal to come into effect in July". Deutsche Welle. April 25, 2020. مؤرشف من الأصل في November 26, 2020. د لاسرسينېټه April 26, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ CBC News, "Mexico joins Canada, notifies U.S. it's ready to implement new NAFTA" 2020/04/04 Archived November 26, 2020, at the Wayback Machine. accessed 6 April 2020
- ↑ "USMCA v NAFTA: What's changed and what it means for IP in Canada | Smart & Biggar/Fetherstonhaugh". www.smart-biggar.ca. October 2, 2018. مؤرشف من الأصل في July 25, 2019. د لاسرسينېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په December 3, 2018 باندې). Labour, environment standards key to getting USMCA through: Canadian ambassador. |url=
- ↑ (په 10 April 2019 باندې). Are You Afraid of Google? BlackBerry Cofounder Jim Balsillie Says You Should Be. The Walrus
- ↑ (په 2018-09-01 باندې). Trump again threatens to leave Canada out of new NAFTA deal. CNN.
- ↑ (په 2016-06-28 باندې). Trump vows to reopen, or toss, NAFTA pact with Canada and Mexico. Reuters.
- ↑ Gore, Kiran Nasir (2019-03-01) (in en). An Introduction to the Trump Effect on the Future of Global Dispute Resolution. Rochester, NY. https://papers.ssrn.com/abstract=3356649.
- ↑ (په 2017-06-01 باندې). President Trump pulls the U.S. out of Paris climate accord, sparking global criticism. PBS News Hour.
- ↑ Gore, Kiran Nasir (2019-07-01) (in en). From NAFTA to USMCA: Providing Context for a New Era of Regional Investor-State Dispute Settlement. Rochester, NY. https://papers.ssrn.com/abstract=3412709.
- ↑ (په October 16, 2018 باندې). Goodbye Nafta. Hello...USMCA? Musca? AEUMC? You-Smacka?. The Wall Street Journal.
- ↑ "Agreement between the United States of America, the United Mexican States, and Canada 12/13/19 Text". ustr.gov. Office of the United States Trade Representative. December 13, 2019. مؤرشف من الأصل في June 8, 2020. د لاسرسينېټه June 15, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په November 30, 2018 باندې). What's in a name? Canada goes with CUSMA for new trade deal. CTV News.
- ↑ "L'Accord Canada–États-Unis–Mexique (ACEUM)". Gouvernement du Canada (په فرانسیسی ژبه کي). August 15, 2014. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسينېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "T-MEC es el nombre con el que se conocerá al nuevo acuerdo comercial". El Universal (په هسپانوي ژبه کي). 17 October 2018. مؤرشف من الأصل في August 13, 2020. د لاسرسينېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "AMLO gana y se queda T-MEC como nombre para acuerdo comercial trilateral". El Financiero (په هسپانوي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في November 9, 2020. د لاسرسينېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په October 1, 2018 باندې). USMCA trade deal: Who gets what from 'new Nafta'?. BBC News.
- ↑ (په November 30, 2018 باندې). 'Battle' over as Trudeau, Trump, Pena Nieto sign 'new NAFTA'. CBC News.
- ↑ "From NAFTA to USMCA: Understanding Changes to Free Trade in North America". Livingston International. مؤرشف من الأصل في June 1, 2020. د لاسرسينېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 1 October 2018 باندې). How Trump's son-in-law helped salvage the north American trade zone. reuters
- ↑ "From NAFTA to USMCA: Understanding Changes to Free Trade in North America". Livingston International. مؤرشف من الأصل في June 1, 2020. د لاسرسينېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ . NAFTA 2.0 is signed — but it's far from finished.
- ↑ Diamond, Jeremy; Liptak, Kevin; Newton, Paula; Borak, Donna (2018-10-01). "US and Canada reach deal on NAFTA after talks go down to the wire". CNN. مؤرشف من الأصل في December 11, 2020. د لاسرسينېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Fassihi, Vivian Salama and Farnaz (February 23, 2019). "Trump to Nominate Kelly Craft as U.N. Ambassador". The Wall Street Journal. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Johnson, Eliana; Lippman, Daniel; Orr, Gabby. "White House considers 2 female ambassadors to replace Haley at U.N." POLITICO. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Robert Fife (په 13 September 2019 باندې). [{{{url}}} Blackstone CEO says he advised Trudeau to make dairy concession to reach USMCA deal]. The Globe and Mail Inc
- ↑ USMCA trade agreement reached Archived December 9, 2019, at the Wayback Machine. Edward Lawrence & Jonathan Garber, FOX Business, Dec 9, 2019,