د ډونالډ ټرمپ دويم ځل استیضاح کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د امريکا ۴۵ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دورې له پاې ته رسېدلو څخه يوه اونۍ وړاندې د ۲۰۲۱ جنوري پر ۱۳ د دويم ځل لپاره استیضاح شو. دا د متحده ايالتونو د ولسمشر څلورمه استیضاح وه او د ۲۰۱۹ ز کال په ډسمبر کې له لومړۍ استیضاح کېدنې څخه وروسته د ولسمشر ټرمپ لپاره دويمه استیضاح وه. لسو تنو جمهوري غوښتونکو استازو د دويمې محاکمې لپاره رايه وکاروله، چې دا د يو ولسمشر له ډلې څخه په لومړي ځل د محاکمې پلوې رايې وې. دا همدارنګه هغه لومړنۍ ولسمشريزه استیضاح وه، چې د ډلې يا ګوند مشرانو ډېرو غړو په کې په نه همغږۍ سره رايه وکاروله. [۱][۲][۳]

د متحده ايالتونو د ۱۱۷ کانګرس د استازو غړو د «اړو دوړ انګېزه» تر سرليک لاندې د ټرمپ پر وړاندې د محاکمې يوه ماده تصويب کړه. يادې مادې څرګندول چې ټرمپ د امريکا کانګرس پر ودانۍ باندې د جنوري ۶ بريد هڅولی و. دا پېښې د ټرمپ له لوري د يو شمېر نابرياليو هڅو له مخې د ۲۰۲۰ ز کال ولسمشريزو ټاکنو د له منځه وړلو په موخه پر مخ وړل شوې وې او هم  د نوموړي د ټولنيزو رسنيو پر کانالونو باندې د ټاکنو پر مهال، ورڅخه مخکې او وروسته د رايې کارونکې درغلۍ دسيسې نظريات پر مخ وړل کېدل. د استیضاح کولو يوه ماده چې ټرمپ يې د متحده ايالتونو د حکومت پر وړاندې په «اړو دوړ انګېزه» سره تورناوه او «د کانګرس په ودانۍ کې ناقانونه عمل» د ۲۰۲۱ ز کال جنوري پر ۱۱ مه د استازو جرګې ته وړاندې شوی. ياده ماده له ۲۰۰ څخه په زياتو ګډو ضمانتونو سره وړاندې شوې وه. په همدغه ورځ د مجلس وياندې Nancy Pelosi مرستيال ولسمشر Mike Pence ته وروستی مهلت يا التيمېتوم ورکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د مرستيال ولسمشر دندې پر غاړه اخيستلو په موخه د ۲۵ سمون يا تعديل ۴ برخه څخه ګټه پورته کړي؛ يا دې مجلس د محاکمې په عملياتو سره قانوني کړنې وکړي. Pence په سبا ورځ يو ليک کې Pelosi ته څرګنده کړه، چې نوموړی به داسې ونه کړي. هغه استدلال کاوه چې دا ډول کول به زموږ د ملت ګټو لپاره ښه نه او د اساسي قانون خلاف وي. سره له دې د جمهوري غوښتونکي Adam Kinzinger په ګډون د مجلس ډېری غړو يو پرېکړه ليک تصويب کړ، چې له مرستيال ولسمشر پينس څځه يې په کې د ۲۵ سمون څخه د ګټې اخيستې په کلکه غوښتنه کوله. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د مجلس د محاکمې اداره کوونکو سنا مجلس ته د ټرمپ په خلاف د تور وړاندې کولو سره، د جنوري پر ۲۵ مه په رسمي ډول د پيل نېټه ذکر کړه. د محاکمې د مدير او د استازو جرګې غړي Jamie Raskin په مشرۍ نهه مديران د سنا مجلس خونې ته لاړل، چې د ډلې مشر د محاکمې ماده ولوستله. په سنا مجلس کې استیضاح د فبروري په ۹ نېټه ټاکل شوې وه. ياده استیضاح د خپل ډول لومړنۍ ځکه وه، چې تېرې محاکمې د Andrew Wilson او Bill Clinton له مړينې څخه وروسته شوې وې او ټرمپ د پخوانۍ محاکمې په ټولو مقدمو کې لازمي و. د پايلې په توګه د سترې محکمې رئيس John Robert لکه څرنګه يې چې د ټرمپ د لومړۍ محاکمې مشرې کړې وه؛ دا ځل يې غوره ونه ګڼله مشري وکړي او پر ځای يې د Vermont ايالت استازي او د سنا پخواني لنډ مهالي رئيس Patrick Leahy د محاکمې مشري وکړه. د ټرمپ د محکوميت پلوي بحثونو د Ulysses S. Grant د جنګ منشي د سنا ۱۸۷۶ ز کال محکوم William W. Belknap يادونه وکړه، چې د دفتر پرېښودنې له امله استیضاح او ګنهګار بلل شوی و. په مقدمه کې ۵۷ سناتورانو د «ګنهګار» رايه وکاروله، چې د ټرمپ ګنهګار ګڼلو لپاره د دوه پر درې ډېري کيو رايې (۷۶) څخه کمې وې او ۴۳ سناتورانو د «نا ګنهګار» رايه وکاروله؛ چې په پايله کې يې د ۲۰۲۱ فبروري پر ۱۳ ټرمپ له تورونو څخه خلاص شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مخینه[سمول]

د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنو د له منځه وړلو هڅې[سمول]

له محاکمې څخه څو اونۍ وړاندې ولسمشر ټرمپ د متحده ايالتونو د ۲۰۲۰ ز کال ولسمشريزو ټاکنو د چپه کولو په موخه ګڼې بې پايلې هڅې وکړې.

۲۰۲۱ز کال : د متحده ايالتونو کانګرس ودانۍ باندې بريد[سمول]

ټرمپ پر خپلو ملاتړو باندې غږ وکړ، چې د جنوري پر ۶ مه واشنګټن ته راشي. دا هغه ورځ وه چې کانګرس د ملي منډوي (National Mall) په اړه «د امريکا د خوندي کولو لاريون» دويم ځل کتنې لپاره ټاکنيزې رايې شمېرلې. په دې کتنه کې ټرمپ او هم نورو ويناوالو دا ناسمې ادعاوې تکرار کړې، چې ټاکنې غلا شوې وې. ټرمپ له سوک وهنې سره په ورته ډول د «جنګ» [جنګ وکړئ] ويی وکاراوه او وړانديز يې وکړ چې د نوموړي ملاتړ کوونکو د دې ځواک درلود، چې ټاکل شوی ولسمشر Joe Biden د واک له ترلاسه کولو څخه منع کړي.  [۱۶][۱۷]

کله چې د متحده ايالتونو کانګرس د ولسمشريزو ټاکنو د ټاکنيزو رايو د تاييدولو په موخه راټول شول، د ټرمپ لارويان له Mall څخه تېر شول او د متحده ايالتونو کانګرس ودانۍ باندې يې د يوې هڅې په دوام کې بريد وکړ. د بريد موخه يې د رايو د لیکلړ جوړونې مخنيوی او د بايډن د بريا پر وړاندې لاريون کول وو. د ټرمپ ملاتړ کوونکي، په ناقانوني ډول د کانګرس ودانۍ ته دننه او د بايډن د پرانيستې لپاره د جوړ شوي پرانيستې درېځ [د مراسمو ځای] په ګډون، د ودانۍ په ختيځو او لويديځو دواړو اړخونو کې يې سره راټول شول. د نښتو په پايله کې کانګرس ودانۍ د يوه پوليس افسر په ګډون پينځه تنه ووژل شول، په داسې حال کې چې د کانګرس ودانې ډګرونو ته نږدې څو ناچاودي چاودېدونکي توکي موندل شوي وو. د کانګرس يو بل پوليس افسر څو ورځې وروسته د نښتو په جريان کې د دندې پر مهال د ځان وژونکي له خوا ووژل شو. د نښتو پر مهال پر ودانۍ باندې د بريد له امله ټرمپ په «لومړني ډول خوښ» و او هيڅ غبرګون يې ونه ښوده. په پېښه کې یې د وينا په ساعتونو کې بلواګرو ته وويل: «موږ له تاسې سره مينه لرو، تاسې خورا ځانګړي ياست»، بيا يې د ټاکنيزې درغلۍ په اړه خپلې ناسمې ادعاوې بيان کړې او په وروستي ډول يې د جنوري د ۷ سهار وختي کې ټاکنيزې رايې تاييد کړې. له دې وروسته يې يوه وینا خپره کړه، چې د پرانيستې پر ورځ د ځواک د منظم لېږد ملاتړ يې کاوه، ان په داسې حال کې چې په ناسم ډول دې ادعا کولو ته يې ادامه ورکوله چې له هغه څخه ټاکنې [رايې] غلا شوې دي او دا يې هم ويل چې: نوموړی به د بايډن پرانيستې مراسمو کې ګډون ونه کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د پام وړ کيسې[سمول]

له دفتر [دندې] څخه د ټرمپ د لرې کولو لپاره څلور کيسې د کانګرس د غړو، د ټرمپ د کابينې غړو، سياسي مبصرينو يا قانون پوهانو له لوري ثابتې شوې دي: استعفا يا لاس اخيستنه، د ۱۴ تعديل يا سمون څخه ګټه اخيستنه، ۲۵ سمون څخه ګټه اخېستنه يا استیضاح او محکوميت.

استعفا يا له دندې څخه لاس اخيستنه[سمول]

د متحده ايالتونو ولسمشر له دندې څخه استعفا کولی شي، چې په دې حالت به مرستيال ولسمشر يوازې د مرستيال ولسمشر په توګه د ولسمشرۍ ځواکونو او دندو ته د غاړه ايښودلو پر ځای، په خپل کاري ډول ولسمشر کېږي. په داسې حال کې چې د اساسي قانون دويمه ماده بيانوي، چې د ولسمشر «واکونه او دندې» د ولسمشر د مړينې، استعفا، نه وړتيا يا لرې کولو پر مهال مرستيال ولسمشر ته سپارل کېږي؛ John Tyler دا مقررات مرستيال ولسمشر ته په دې اجازې ورکولو سره تعبير کړل، چې په دې ډول حالتونو کې له هيڅ وړتيا پرته کولی شي ولسمشرۍ ته پورته شي. دا عمل په ۱۹۶۷ ز کال کې د ۲۵ تعديل په عبارت سره تدوين شوی و.

که چېرې ټرمپ له دندې څخه لاس اخيستی وی، نو مرستيال ولسمشر Mike Pence به د متحده ايالتونو ۴۶ ولسمشر شوی وی. نوموړی به د امريکا په تاريخ کې د تر ټولو لنډې مودې ولسمشر وی، چې د جنوري پر ۲۰ نېټه ۴۷ ولسمشر جوبايډن ته د واک له لېږد څخه مخکې به د څو ورځو لپاره ولسمشر وی. دا به کېدای شي د William Henry Harrison له ثبت (ريکارډ) څخه ځکه مخکې شوی و، چې نوموړی له ۳۱ ورځو ولسمشرۍ کولو څخه وروسته وفات شو. دا به کېدای شي په تاريخ کې دويم وار وی، چې يو ولسمشر استعفا ورکولو ته اړ کېږي؛ لومړی ځل په ۱۹۷۴ ز کال کې د Richard Nixon استعفا وه، چې په هغو وختونو کې داسې هيڅ نه ښکارېدل چې نوموړې دې د واټر ګېټ رسوايۍ کې د ونډې لرلو په تور استیضاح او ولسمشرۍ څخه ګوښه کړای شي. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. (په January 8, 2021 باندې). How to Impeach a President in 12 Days: Here's What It Would Take.
  2. Honig, Elie (December 23, 2019). "The Trump administration is hiding something". CNN Digital. مؤرشف من الأصل في January 4, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sheth, Sonam (January 14, 2021). "Trump's 2nd impeachment is the most bipartisan in US history". Business Insider. مؤرشف من الأصل في January 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul LeBlanc and Alex Marquardt. "Election officials contradict Trump's voter-fraud conspiracy theories". CNN. د لاسرسي‌نېټه February 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په January 11, 2021 باندې). Impeachment Resolution Cites Trump's 'Incitement' Of Capitol Insurrection. NPR
  6. (په January 11, 2021 باندې). 'He threatened the integrity of the democratic system': House introduces one article of impeachment against Trump. NBC News
  7. "Democrats give VP Mike Pence ultimatum to remove Trump from White House". BBC News. January 11, 2021. مؤرشف من الأصل في January 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Conradis, Brandon (January 7, 2021). "Pelosi vows to impeach Trump again — if Pence doesn't remove him first". The Hill. مؤرشف من الأصل في January 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په January 12, 2021 باندې). READ: Mike Pence's letter to Nancy Pelosi saying he won't invoke 25th Amendment. CNN
  10. (په January 12, 2021 باندې). House Approves 25th Amendment Resolution Against Trump, Pence Says He Won't Invoke. NPR
  11. Herb, Jeremy; Raju, Manu (January 25, 2021). "House delivers impeachment article to Senate". CNN. مؤرشف من الأصل في February 9, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Knott, Matthew (January 23, 2021). "Trump's Senate impeachment trial to begin in two weeks". The Age. مؤرشف من الأصل في January 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Killion, Nikole; Perry, Tim; Linton, Caroline (January 26, 2021). "Senator Patrick Leahy to preside over Trump's second impeachment trial". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه January 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په January 8, 2021 باندې). Can Trump be tried in the Senate on impeachment charges even after he leaves office? Some experts say yes.. NBC News
  15. (په February 13, 2021 باندې). Trump acquitted in impeachment trial; 7 GOP Senators vote with Democrats to convict. NBC News
  16. (په January 10, 2021 باندې). Incitement to Riot? What Trump Told Supporters Before Mob Stormed Capitol. The New York Times.
  17. (په January 11, 2021 باندې). What Trump said before his supporters stormed the Capitol, annotated.
  18. Peñaloza, Marisa (January 6, 2021). "Trump Supporters Clash With Capitol Police At Protest". National Public Radio. مؤرشف من الأصل في January 6, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Levenso, Eric; Vera, Amir; Kallingal, Mallika (January 7, 2021). "What we know about the 5 deaths in the pro-Trump mob that stormed the Capitol". CNN. مؤرشف من الأصل في January 12, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Coleman, Justine (January 7, 2021). "DC police confirm explosives found near Capitol". The Hill. مؤرشف من الأصل في January 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Diamond, Jeremy; LeBlanc, Paul (January 7, 2021). "White House orders flags lowered to honor late police officers who responded to US Capitol breach". The Hill. مؤرشف من الأصل في January 12, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په January 8, 2021 باندې). Capitol Attack Leads Democrats to Demand That Trump Leave Office. The New York Times.
  23. (په January 7, 2021 باندې). White House Officials Weigh Exits After Trump Incites Mayhem.
  24. (په January 6, 2021 باندې). Associated Press Timeline of events at the Capitol, 4 dead.
  25. (په January 7, 2021 باندې). Trump pledges orderly transition after Congress affirms Biden's win and Capitol riot. CNN.
  26. "Trump agrees to 'orderly transition' of power". Politico. January 7, 2021. مؤرشف من الأصل في January 12, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په January 9, 2021 باندې). Stewing in the White House, Trump Plots a Boastful Media Tour and Screams 'I'm Not Going to Resign'. The Daily Beast.
  28. Vlamis, Kelsey (January 9, 2021). "Trump 'expressed regret' for the video where he promised a peaceful transfer of power and says he won't resign, NYT report says". Business Insider. مؤرشف من الأصل في January 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)