چارلز کوئن کائو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز کوئن کائو
(چينايي: 高錕 د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز کوئن کائو
چارلز کوئن کائو

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ نومبر ۱۹۳۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
چين د خلکو جمهوريت [۷]
شانګهای [۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 23 سپټمبر 2018 (85 کاله)[۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل الزایمر   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هانګ کانګ
شانګهای
لندن   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه)
برېتانيا [۹]
د امریکا متحده ایالات [۹]
بريتانوي هنګ کانګ   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فزيک پوه [۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۱][۱۲]
چيني [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه برېښنايي انجنيري
مخابرات [۱۳]
نوري فایبر [۱۳]
هینداریزه سپڼسي [۱۳]
د تېکنالوژۍ تاریخچه [۱۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ښاغلی چارلز کوئن کائو (زوکړه: د ۱۹۳۳ زکال د نومبر ۴ مه – مړینه: د ۲۰۱۸ زکال د سپټمبر ۲۳ مه) د برېښنا انجینر او فزیک پوه و چې نوري فایبر ته یې وده ورکړه او هغه یې په مخابراتي اړیکو کې د ګټنې وړ وګرځاوه. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې کائو د ډیجیټال ډاټا د انتقال په موخه د لیزر او د شیشې د پنبې د ترکیب بېلابېلې لارې چارې رامنځته کړې او په دې سره یې د انټرنټ د تکامل زمینه برابره کړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کائو په شانګهای کې وزېږېد. کورنۍ یې هغه مهال چې نوموړی شاوخوا ۱۵ کلن و هانګ کانګ ته کډه شوه. نوموړی د برېښنا د انجینرۍ په برخه کې د زده کړو کولو په موخه لندن ته له تلو وړاندې په تایوان او هانګ کانګ  کې را لوی شو. په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې کائو په هارلو ښار کې د معیاري ټلیفونونو او کېبلونو د څېړنیز مرکز (STC) په لابراتورانو کې کار کاوه؛ همدغه مهال و چې نوموړي د ۱۹۶۶ زکال پر مهال په ارتباطاتو کې د نوري فایبر څخه ګټې اخیستنې ته لار برابره کړه او په دې سره هغه «د پراخ بانډ پدرخوانده»، د «نوري فایبر او همدارنګه د نوري فایبر پر مټ د ارتباطاتو پلار» بلل کېده. هغه خپلو چارو ته د هانګ کانګ په چینايي پوهنتون، د متحده ایالاتو په آی ټي ټي شرکت (د STC رامنځته کوونکی شرکت) او یل پوهنتون کې دوام ورکړ. کائو په ۲۰۰۹ زکال کې د فزیک په برخه کې دنوبل جایزه (د نوري ارتباطاتو په موخه په فایبر کې د نور د انتقال په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو له امله» ترلاسه کړه. په ۲۰۱۰ زکال کې نوموړي د «نوري فایبر په برخه کې د خدماتو له امله» د ملکې دویمې الیزابت له خوا وستایل شو او شوالیه (ښاغلی) یې وباله. کائو چې د هانګ کانګ دایمي استوګن و، د بریتانیا او متحده ایالاتو تابعیتونه یې درلودل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

چارلز کائو په ۱۹۳۳ زکال کې په شانګهای کې وزېږېد، دغه مهال شانګهای یوه جلا ادارې برخه وه. هغه چینايي کلاسیک په کور کې له خپل ورور سره یوځای له یو شخصي ښوونکي څخه زده کړل. نوموړي همدارنګه انګلیسي او فرانسوي ژبې د شانګهای په نړیوال ښوونځي (上海世界學校) کې زده کړې؛ هغه ښوونځی چې د شانګهای فرانسوي امتیاز ته اړوند و او د Cai Yuanpei په ګډون  یو شمېر مترقي چینايي ښوونکو په کې تدریس کاوه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د کائو کورنۍ په ۱۹۴۸ زکال کې تایوان او ورپسې بریتانوي هانګ کانګ ته کډه وکړه، چېرې چې نوموړي په ۱۹۵۲ زکال کې د ښوونځي عالي زده کړې د سنټ جوزف په کالج کې بشپړې کړې. هغه خپلې د لیسانس زده کړې د ولوېچ پولتخنیک (اوس مهال د ګرینویچ پوهنتون دی) د برېښنا د انجینرۍ په څانګه کې وکړې او د انجینرۍ لیسانس سند یې ترلاسه کړ. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

له دې وروسته نوموړي څېړنو ته مخه کړه او په ۱۹۶۵ زکال کې یې د لندن له پوهنتون څخه د برېښنا د انجینرۍ په برخه کې د بهرني زده کوونکي په توګه د لندن د یونیورسیټي کالج د پروفیسور هارولډ بارلو تر نظر لاندې د دوکتورا سند ترلاسه کړ؛ دغه مهال نوموړي د انګلستان په هارلو ښار کې د سټنډرډ ټیلي کمونېکشن په لابراتوار کې کار کاوه هغه چې د سټندرډ ټلیفونونو او کیبلونو د شرکت څېړنیز مرکز و. [۴۱]

علمي چارې[سمول]

نوري فایبر او ارتباطات[سمول]

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې کائو د سټنډرډ ټیلي کمونکېکشن په لابراتوراونو کې چې د انګستان د اسکس په هارلو کې یې موقعیت درلود کار کاوه؛ کائو او همکارانو یې د مخابراتۍ رسنۍ په توګه د نوري فایبر په برخه کې لومړنۍ چارې ترسره کړې او څرګنده یې کړه چې په نوري فایبر کې ډیری تلفات د نوري فایبر په شیشه کې د موجود ناخالصتوب څخه سرچینه اخلي نه دا چې دا د دې ټکنالوژۍ ستونزه ده. [۴۲]

په ۱۹۶۳ زکال کې هغه مهال چې کائو د لومړي ځل لپاره د نوري فایبر پر مټ د اړیکو له څېړنیزې ډلې سره یوځای شو، د موجودې ټکنالوژۍ د حالت او مخینې اړوند یې یو لړ یاددښتونه ولیکل او په هغو کې یې د شاملو کلیدي افرادو یادونه وکړه. په پیل کې کائو د انتوني اي کارابوویاک (ټوني کارابوویاک) په ډله کې د الک ریوز تر نظر لاندې کارکوه، هغه چې د ارتباطاتو په برخه کې یې د نوري امواجو په هدایت کولو څېړنه کوله. د کائو مسئولیت په فایبر کې د موج د تضعیف اړوند څېړنه وه، نوموړي د دغې چارې لپاره د بېلابېلو شرکتونو له خوا د تولید شوي فایبر نمونې راغونډې کړې او په ډېر دقت سره یې په هغو کې د کارول شوې شیشې خواص مطالعه کړل. د کائو څېړنې په لومړۍ درجه کې هغه دې متقاعد کړ چې د فایبر په موادو کې ناخالصتوب د نور د کمزورتیا لامل ګرځي. د همدغه کال په وروستیو کې کائو په STL کې د الکټرواوپټېک څېړنیزې ډلې مشر وټاکل شو. نوموړي د ۱۹۶۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د STL د نوري ارتباطاتو د پروګرام مسئولیت پر غاړه واخیست، ځکه چې د دغه پروګرام څارونکی کارابوویاک د اسټرالیا په سیډني ښار کې د نیوز سوت وېلز پوهنتون د برېښنایي انجینرۍ د پوهنځي د مشرۍ په موخه اسټرالیا ته ولاړ. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

په داسې حال کې چې کائو د نوري ارتباطاتو د څېړنو د مدیر په توګه د کارابوویاک ځای ناستی وټاکل شو، خو له ځنډ پرته یې پرېکړه وکړه چې د کارابوویاک پلان (په نازک فلم کې د موج د هدایت چاره) شاته پرېږدي او په دې سره یې له خپل همکار جورج هاکام سره د دغو څېړنو لوري ته بشپړ بدلون ورکړ. دوی نه یوازې نوري فزیک ته پام وکړ بلکې د موادو خاصیت یې هم په پام کې ونیو. د دوی د چارو پایلې د لومړي ځل لپاره د کائو له خوا د ۱۹۶۶ زکال په جنوري میاشت کې په لندن کې د بریښنايي انجینرۍ بنسټ ته وړاندې شوې او ورپسې یې په جولای میاشت کې له جورج هاکام (له ۱۹۶۴ زکال څخه یې تر ۱۹۶۵ زکال پورې له کائو سره کار وکړ) سره د خپلو ګډو چارو لاسته راوړنې خپرې کړې. دغه څېړنې د لومړي ځل لپاره د نوري ارتباطاتو په موخه د شیشه یي فایبر څخه د ګټنې وړاندیز وکړ او د هغو تیوري (په ځانګړې توګه د هغو جوړښتي ځانګړنې او مواد) یې په کې شرح کړل چې د نن ورځې د نوري فایبر پر مټ د اړیکو بنسټ جوړوي. [۴۷][۴۸][۴۹]

په ۱۹۶۵ زکال کې کائو له هاکام سره دې پایلې ته ورسېد چې په شیشه کې د لېږدېدونکي نور پر وړاندې اساسي محدودیت د کیلومتر پرحساب ۲۰ ډیسي بل دی (د کیلومتر پر حساب ډیسي بل په یوه فاصله کې د سېګنال د کمزورتیا اړوند معیار دی)، هغه چې د نوري ارتباطاتو په برخه کې کلیدي ارزښت لري. له دې سره د دغې اندازې د موندلو پر مهال په نوري فایبرونو کې د نور د ضعیف کېدو کچه په کیلومتر کې ۱۰۰۰ ډیسي بل یا آن له دې څخه هم زیاته وه. دغې پایلې لار برابره کړه څو دغه معیار ته د رسېدو په موخه د لږ تلفاتو لرونکو موادو او سم فایبر موندنې په موخه شدیده سیالي پیل شي. [۵۰][۵۱][۵۲]

کائو له خپلې نوې ډلې (په غړو کې یې ټي.ډبلیو داویس، ام. ډبلیو جونز او سي. آر. رایټ شاملېدل) سره په مختلفو موادو باندې په څېړنو کولو سره دغې موخې ته د رسېدو هڅې پیل کړې. هغوی په کره توګه په شیشه او نورو موادو کې د نور د تضعیف د کچې اړوند د هغو د موج د اوږدوالي له مخې څېړنې وکړې. دغه مهال کائو څرګنده کړه چې د ویلي شوي سیلیکا (SiO2) خالصه بڼه د نوري ارتباطاتو په برخه کې د نورو موادو ښه ځای نیونکی کېدای شي. کائو همدارنګه څرګنده کړه چې په شیشه یي فایبر کې د شیشه یي موادو نه خالص توب د نور په انتقال کې د تضعیف اصلي لامل دی؛ نه د هغو اساسي فزیکي اغېزې لکه تیتوالی هماغه ډول چې د هاغه مهال ډیری فزیک پوهانو یې اړوند څرګندونه کوله او پر باور یې دغه ناخالصتوب له منځه تلونکی نه و. دغه چاره په ټوله نړۍ کې د لوړ کیفیت لرونکي نوري فایبر اړوند د څېړنو او تولید لامل وګرځېده. هغه مهال چې کائو د لومړي ځل لپاره وړاندیز وکړ چې دغه ډول شیشه یي فایبر د مسي سیمونو پر ځای چې ګټنه ترې دود وه؛ کولای شي په لرې فاصله کې اطلاعات ولېږدولي د نوموړي نظریات یې په پراخه توګه بې باوره کړل. وروسته خلک دې متوجه شول چې د هغه نظریاتو د ارتباطاتو د صنعت ټکنالوژي په بشپړه توګه بدله کړه. [۵۳][۵۴]

نوموړي همدارنګه د نوري ارتباطاتو د طراحۍ او د هغو د سوداګریزې ځای موندنې په لومړیو پړاو کې مخکښ رول درلود. په ۱۹۶۶ زکال کې کائو متحده ایالاتو ته سفر وکړ خو هلته یې د بېل لابراتورونو په نامه د مخابراتو د ټکنالوژۍ په برخه کې د STL د سیال شرکت پام خپل نه کړ. ورپسې یې جاپان ته سفر وکړ او هلته یې ملاتړ شو. کائو هلته د شیشې او پولیمر له ګڼ شمېر کارخونو څخه ولیدل او له ګڼ شمېر کسانو له دې ډلې له انجینرانو، پوهانو او سوداګرو سره یې د شیشه یي فایبر د تولید اړوند بحثونه وکړل. په ۱۹۶۹ زکال کې کائو له ام. ډبلو جونز سره په ګډه په ویلي شوې سیلیکا کې د نور د تضعیف کچه د هر کیلومتر په حساب څلور ډیسي بل ومونده او په دې سره دا د تر ټولو شفافې شیشې اړوند لومړني شواهد شو. د بېل لابراتوارونو په جدي توګه د نوري فایبر اړوند څېړنو ته مخه کړه. په ۲۰۱۷ زکال کې په نوري فایبر کې د نور د تضعیف کچه (هم له ټولیزې منبع او هم له یوې ذاتي منبع څخه) د ۱.۵۶ مایکرو متر اوږدوالي لرونکي موج له مخې په یوه کیلومتر کې ۰.۱۴۱۹ ډیسی بل ته ورسېده. [۵۵][۵۶][۵۷]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 139419047  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v56jm — subject named as: Charles K. Kao — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Charles-Kao — subject named as: Charles Kao — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kao-charles-k — subject named as: Charles K. Kao — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=69470 — subject named as: Charles Kao — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000028070 — subject named as: Charles K. Kao — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. پیوستون : 139419047  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ntk2017963107 — د نشر نېټه: ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳
  9. https://www.nndb.com/people/895/000208271/
  10. پیوستون : 139419047  — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۴ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ntk2017963107 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ntk2017963107 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  14. Charles K. Kao was elected in 1990 Archived February 15, 2021, at the Wayback Machine. as a member of National Academy of Engineering in Electronics, Communication & Information Systems Engineering for pioneering and sustained accomplishments towards the theoretical and practical realization of fiber-optic communication systems.
  15. "306 people to receive honours". The Government of Hong Kong SAR. July 1, 2010. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [مړه لينکونه]
  16. کينډۍ:London Gazette
  17. "- Royal Society". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Fellowship – List of Fellows". Raeng.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر June 12, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hecht, Jeff (1999). City of Light, The Story of Fiber Optics. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-510818-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Mesher, Kelsey (October 15, 2009). "The legacy of Charles Kao". Mountain View Voice. مؤرشف من الأصل في February 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. dpa (October 6, 2009). "PROFILE: Charles Kao: 'father of fiber optics,' Nobel winner". Earthtimes. مؤرشف من الأصل في February 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Record control number (RCN):31331 (اکتوبر 7, 2009). "'Father of Fibre Optics' and digital photography pioneers share Nobel Prize in Physics". Europa (web portal). د اصلي (cfm) آرشيف څخه پر جنوري 25, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 30, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bob Brown (Network World) (October 7, 2009). "Father of fiber-optics snags share of Nobel Physics Prize". cio.com.au. مؤرشف من الأصل في February 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The father of optical fiber – Narinder Singh Kapany/Prof. C. K. Kao" (په چينايي و انګلیسي ژبه کي). networkchinese.com. مؤرشف من الأصل في September 23, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Erickson, Jim; Chung, Yulanda (December 10, 1999). "Asian of the Century, Charles K. Kao". Asiaweek. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه December 24, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Prof. Charles K Kao speaks on the impact of IT in Hong Kong". The Open University of Hong Kong. January 2000. مؤرشف من الأصل في February 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 24, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. The Nobel Prize in Physics 2009. Nobel Foundation. October 6, 2009. مؤرشف من الأصل في October 8, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite video
  29. Kao, Charles K. (2013) [original Chinese translation published in 2005]. 潮平岸闊 – 高錕自傳 [A Time And A Tide: Charles K. Kao – A Memoir] (autobiography) (په چينايي ژبه کي). تُرجم بواسطة 許迪鏘 (الطبعة First). Joint Publishing (Hong Kong). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-962-04-3444-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. 历史沿革 (په چينايي ژبه کي). Government of Jinshan District, Shanghai. د اصلي آرشيف څخه پر September 28, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. 國務院關於行政區劃變更的決定 (PDF). 國務院公報 (په چينايي ژبه کي). 1958 (34): 717. 6 December 1958. مؤرشف (PDF) من الأصل في December 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 10 October 2009 باندې). {{{title}}}.
  33. Kao, Charles K. (2013) [original Chinese translation published in 2005]. 潮平岸闊 – 高錕自傳 [A Time And A Tide: Charles K. Kao – A Memoir] (autobiography) (په چينايي ژبه کي). تُرجم بواسطة 許迪鏘 (الطبعة First). Joint Publishing (Hong Kong). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-962-04-3444-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. کينډۍ:Cite video
  35. 陶家骏 (په June 1, 2008 باندې). {{{title}}}.
  36. (په 23 September 2018 باندې). {{{title}}}. Media Chinese International
  37. 【高錕病逝】展覽懷緬光纖之父 會考證書曝光數學只攞Credit. Apple Daily (په چينايي ژبه کي). 2018-09-29. مؤرشف من الأصل في September 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه September 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "How Hong Kong's public exam system evolved for secondary school pupils". 2018-09-29. مؤرشف من الأصل في September 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه September 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. . meantimealumni Spring 2005. University of Greenwich
  40. "Sir Charles Kao – Alumni | University of Greenwich". مؤرشف من الأصل في January 7, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Prof Charles K. Kao". Department of Electronic & Electrical Engineering. University College London. September 24, 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Montgomery, Jeff D. (March 22, 2002). "Chapter 1 – History of Fiber Optics". In DeCusatis, Casimer (المحرر). Fiber optic data communication: technological trends and advances (الطبعة 1st). Academic Press. 1.3.1. Long Road to Low-Loss Fiber (pp. 9–16). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-207891-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Charles Kao's Notes made in 1963 – Set A". March 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Jeff Hecht. "A Short History of Fiber Optics". د اصلي آرشيف څخه پر جون 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Communication pioneers win 2009 physics Nobel". IET. اکتوبر 7, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر اکتوبر 13, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Fiber Types in Gigabit Optical Communications" (PDF). Cisco Systems, USA. April 2008. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 8, 2011. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Jeff Hecht. "A Short History of Fiber Optics". د اصلي آرشيف څخه پر جون 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Fiber Types in Gigabit Optical Communications" (PDF). Cisco Systems, USA. April 2008. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 8, 2011. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Kao, K. C.; Hockham, G. A. (1966). "Dielectric-fibre surface waveguides for optical frequencies". Proc. IEE. 113 (7): 1151–1158. doi:10.1049/piee.1966.0189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Communication pioneers win 2009 physics Nobel". IET. اکتوبر 7, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر اکتوبر 13, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Maryanne C. J. Large; Leon Poladian; Geoff Barton; Martijn A. van Eijkelenborg. (2008). Microstructured Polymer Optical Fibres. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-31273-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Page 2
  52. "Chapter 1.1 – The Evolution of Fibre Optics" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر August 31, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "2009 Nobel Prize in Physics – Scientific Background: Two revolutionary optical technologies – Optical fiber with high transmission" (PDF). Nobelprize.org. اکتوبر 6, 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 22, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. 1999 Charles Stark Draper Award Presented Archived May 5, 2010, at the Wayback Machine. "Kao, who was working at ITT's Standard Telecommunications Laboratories in the 1960s, theorized about how to use light for communication instead of bulky copper wire and was the first to publicly propose the possibility of a practical application for fiber-optic telecommunication."
  55. "Charles Kuen Kao" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر اګست 14, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "A Fiber-Optic Chronology (by Jeff Hecht)". د اصلي آرشيف څخه پر جون 13, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 3, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Tamura, Yoshiaki; Sakuma, Hirotaka; Morita, Keisei; Suzuki, Masato; Yamamoto, Yoshinori (2017). "Lowest-Ever 0.1419-dB/km Loss Optical Fiber". Optical Fiber Communication Conference: Th5D.1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-943580-24-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)