Jump to content

د تېکنالوژۍ تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تېکنالوژۍ تاریخچه د توکو او تخنیکونو د اختراع تاریخچه ده او د نړۍ د تاریخ یوه کټګوري ده. تېکنالوژي هغه میتودونو ته ویل کېږي چې له ساده ډبریزو توکو څخه نیولې تر پېچلې جنتیکي انجنیرۍ او معلوماتي تېګنالوژۍ پورې په پرلپسې توګه د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې سره یوځای شوي دي. د تېکنالوژي اصطلاح له یوناني کلیمې تکني (techne) څخه چې د کسب او هنر په معنا ده او د لوګوس کلیمه چې د کلیمې او وینا په معنا ده اخیستل شوې. د لومړي ځل لپاره د تطبیقي هنرونو لپاره وکارول شوه، خو اوس‌مهال زموږ د چاپېریال شاوخوا پرمختګونو او بدلونونو د تشرېح لپاره کارېږي. [۱]

نوې پوهه خلکو ته د نویو شیان د رامنځته کولو ځواک ورکوي، په برعکس ډول ډېرۍ علمي هڅې د تېکنالوژۍ په مرسته رامنځته شوې چې له انسان سره مرسته کوي هغو ځایونو ته سفر وکړي چې مخکې یې نه شو کولی،  د علمي وسایلو په مرسته کولی شو د خپلو طبعي حواسو له دایرې څخه ډېر جزیات په طبیعت کې مطالعه کړو.

له هغه ځایه چې د تېکنالوژي ډېره برخه تطبیقي علم دی، تخنیکي تاریخچه له علمي تاریخچې سره تړلې ده. څرنګه چې تېکنالوژي له سرچېنو څخه کار اخلي تخنیکي تاریخچه له اقتصادي تاریخچې سره په کلک ډول تړل شوې. تېکنالوژي له هغو سرچینو څخه زموږ په ورځني ژوند کې د کارېدونکو مصنوعي تېکنالوژيو په ګډون نورې سرچينې تولیدوي.

تېکنالوژيکي بدولونونه د یوې ټولنې پر فرهنګي دود اغیز کوي او ورڅخه اغېزمنېږي. دا د شتمنۍ،  اقتصاد، سیاسي، او نظامي ځواک د پروژو د اقتصادي ودې د ځواک او پرمختګ په معنا دي.

د تېکنالوژیکي پرمختګ اندازه کول

[سمول]

ډېری ټولنپوهانو او انسان پېژندونکو/انترپولوژیستانو ټولنیزې تيورۍ رامنځته کړې چې له ټولنیز او کلتوري تکامل سره معامله کوي. ځينو لکه ليوېس اېچ. مورګان (Lewis H. Morgan)، لیسېل وایټ (Leslie White) او ګېهارد لېنسکي (Gerhard Lenski) تېکنالوژیک پرمختګ د انساني تمدن په لور د پرمختګ اصلي لامل بولي. د مورګان د ټولنیز تکامل د درېیو لویو پړاوونو مفهوم (وحشیګري، بربریت او تمدن) د تېکنالوژي د څلي په توګه وېشلی شو لکه اور. د وايټ د استدلال پر بنسټ د کلتوري تکامل په اړه د قضاوت معیار انرژي وه. [۲]

د وايټ له نظره «د کلتور لومړنی عملکرد/دنده د انرژي کنټرول او له هغې څخه کار اخیستل دي.» وايټ د انساني پرمختګ پنځه پړاوونه داسې توپيروي: خلک په لومړي سر کې د خپلو عضلو له انرژۍ څخه کار اخلي. دویم دوی د اهلي شویو څارویو له انرژۍ څخه کار اخلي. درېيم دوی د بوټو/نباتاتو له انرژۍ څخه کار اخلي (کرنیز تکامل). په څلورم پړوا کې دوی دا زده کوي چې د طبعي سرچینو لکه: د ډبرو سکاره، تېل او غوړو له انرژۍ څخه کار واخلي. په پنځم پړاو کې دوی له هستوي انرژي څخه کار اخلي. وایټ د P=E/T فورمول معرفي کړ، چې E د مصرف شوې انرژي اندازه او T له انرژي څخه د ګټې اخیستونکو تخنیکي فکتورونو د اغېزمنتیا کچه ده. د هغه په‌خپله وینا « کلتور په هر کال کې د مصرف شوې انرژۍ د لوړوالي له کچې سره او یا د انرژۍ کاروونکو وسایلو داغیزمنتیا  له لوړالي سره تکامل مومي.» نېکولای کارداشېف (Nikolai Kardashev) خپل تيوري قیاس کړ او د کارداشېف تله/پیمانه یې رامنځته کړه، چې د پرمختللو تمدونونو له انرژۍ څخه کار اخیستل یې طبقه‌بندي کړل.

د لېنسکي (Lenski's) کړنلارې پر معلوماتو تمرکز درلود. هر څومره چې د یوې ټولنې د پوهې او معلوماتو کچه لوړه وي (په ځانګړي ډول طبعي چاپېریال ته د بڼې ورکولو امکان) په همغه کچه یاده ټولنه پرمختللې ده. هغه د تاریخي پرمختیا او اړیکو پر بنسټ د انسان د پرمختګ څلور پړاوونو معرفي کړل. په لومړي پړاو کې معلومات د جینونو په واسطه لېږدول کېږي، دویم کله چې انسان حس کړي چې دوی کولی شي د تجربې له لارې معلومات زده او ولېږدوي. درېیم انسانان له نښو څخه کارول پيلوي اومنطق ته پراختیا ورکوي. څلورم هغوۍ کولی شي سمبولونه/نښانونه رامنځته کړي، ژبې او لیکلو ته پراختیا ورکړي. د اړیکو په تېکنالوژۍ کې پراختیا په اقتصادي  او سیاسي سیستم، د شتمنۍ وېش، ټولنیزه نابرابري او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې پراختیا ته ژباړل شوې. هغه همداراز ټولنې د تېکنالوژۍ د سطحې، اړیکو او اقتصاد پر بنسټ له یو بل څخه توپير کړې. 

  • ښکار کوونکی
  • ساده کرنه
  • پرمختللې کرنه
  • صنعتي
  • ځانګړې (لکه د کب نیولو ټولنه)

په اقتصاد کې بهره ورتوب د تېکنالوژيکي  پرمختګ معیار دی. بهره ورتوب هغه مهال لوړیږي چې لږ اېنپوټ/ ننوتی (په کلاسیک ډول کار او سرمایې ته کارېږي، خو ځینې وختونه انرژي او مواد هم په کې شاملېږي) د یو واحد اوټپوټ/وتي په تولید کې وکارول شي. د تېکنالوژۍ د پرمختګ یو بل شاخص د نویو محصولاتو او خدماتو پراختیا ده چې د بېکارۍ د جبران لپاره ضرور دي له دې حالت پرته به په پایله کې کاري ننوتي راکم شي. په پرمختللو هېوادونو کې د بهر ورۍ وده د ۱۹۷۰ لسیزې د وروستیو راهیسې لږ شوې؛ که څه هم په ځینو اقتصادي برخو لکه توليد کې د بهرورۍ وده زیاته وه. د مثال په ډول په محتده ایالاتوکې له ۷۰ کلونو وروسته د تولید په برخه کې د کارمندۍ / استخدام کچه چې په ۱۹۴۰ لسیزه کې له ۳۰ سلنه څخه زیاته وه، له لس سلنې څخه زیاتې ته راښکته شوه.  دې ته ورته بدلونونه په نورو پرمختللو هېوادونو کې هم پېښ شوي. دې ته له صنعت وروسته پړاو وايي. [۳]

د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې ټولنپوهانو او انسان پېژندونکو لکه الوین ټافلر (Alvin Toffler) د راتلونکي شوک لیکوال، ډنیل بېل (Daniel Bell) او جان نایس‌بېټ (John Naisbitt) د صنعت وروسته ټولنو تیوریو ته ورنږدې شول او استدلال یې وکړ چې د صنعتي ټولنې اوسنی حالت مخ په ختمېدو دی، خدمات او معلومات د صنعت او مالوتو په پرتله لا اړینېږي. له صنعت څخه وروسته ټولنو په اړه ځینې افراطي لیدلوري په ځانګړي ډول په داستاني ادبیاتو کې په حیرانوونکي ډول د نږدې او وروسته انفرادیت/واحدیت ټولنو له ليدلورو سره ورته دي. [۴]

د جغرافیې او دورې پر بنسټ

[سمول]

د تېکنالوژي د تاریخچې لنډیز د جغرافیې، وخت او دورې پر بنسټ په لاندې ډول یاد شوی:

  • د اولډووای یا اولډو- وان د ډبرو تېکنالوژي، ۲.۵ میلیون کاله وړاندې (د مړو حیواناتو د قصابۍ لپاره، توږوونکې)
  • جونګړې، دوه میلیون کاله وړاندې
  • د آشول (Acheulean) ډبرو دوره ۱.۶ میلیون کاله وړاندې (لاسي تبر)
  • د اور رامنځته کېدل او انحصار، د پوليو لیتیک/ ډبرمهال راهسې  په احتمالي ډول د هومو اېرکتوس له خوا د ۱.۵ میلیون کلونو په لومړیو کې کارول شوي.
  • کښتۍ ۹۰۰۰۰۰ کاله مخکې
  • پخلی ۵۰۰۰۰۰ کاله مخکې
  • نېزې ۴۰۰۰۰۰ کاله مخکې
  • هومو سپاينس – سپاینس (Homo sapiens sapiens) انساني مدرنه اناتومي شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کاله پخوا
  • سرېښ ۲۰۰۰۰۰ کاله مخکې
  • کالي شاوخوا ۱۷۰۰۰۰
  • ډبریز توکي، په احتمالي ډول ۱۰۰۰۰۰ کاله پخوا د هومو فلوريسېنس (Homo floresiensis) له خوا کارول کېدل
  • د کب نیولو کړۍ ۹۰۰۰۰ کاله پخوا
  • غېشی او لندۍ ۷۰۰۰۰ – ۶۰۰۰۰ کاله پخوا
  • د ګڼډلو ستنې ۵۰۰۰۰ – ۶۰۰۰۰ مخکې له میلاد څخه
  • شپېلۍ ۴۳۰۰۰ کاله وړاندې
  • د کب نيولو جال ۴۳۰۰۰ کاله پخوا
  • پړي ۴۰۰۰۰ کاله پخوا
  • کلالي لوښي له میلاد څخه مخکې ۲۵۰۰۰ کاله پخوا
  • د کب نیولو چنګکې له میلاد څخه مخکې ۲۳۰۰۰ کاله پخوا
  • د حیواناتو اهلي کول له میلاد څخه مخکې ۱۵۰۰۰ کاله مخکې
  • مچنوغزه (وسله) له میلاد څخه مخکې له نهمې زریزې څخه مخکې
  • مکرولیت له میلاد څخه مخکې له نهمې زریزې څخه مخکې
  • پخه خښته د لویديځ په ودانیو کې له میلاد څخه مخکې ۶۰۰۰ کاله پخوا وکارول شوه
  • کرنه او یووې/ژغ له میلاد څخه مخکې ۴۰۰۰ کاله پخوا
  • څرخ له میلاد څخه مخکې ۴۰۰۰ کاله پخوا
  • ګنومن(د لمریز ساعت یوه برخه چې سیوری کوي) له میلاد څخه مخکې ۴۰۰۰ کاله پخوا
  • د لیکلو سیستمونه له میلاد څخه مخکې ۳۲۰۰ کاله پخوا
  • مس له میلاد څخه مخکې ۳۲۰۰ کاله پخوا
  • برونز له میلاد څخه مخکې ۲۵۰۰ کاله پخوا
  • مالګه له میلاد څخه مخکې  ۲۵۰۰ کاله پخوا
  • دوه اربه‌يي بګۍ له میلاد څخه مخکې  ۲۵۰۰ کاله پخوا
  • اوسپنه له میلاد څخه مخکې ۱۵۰۰ کاله پخوا
  • لمریزه ګړۍ/د لمر ساعت له میلاد څخه مخکې ۸۰۰ کاله پخوا
  • ښیښه له میلاد څخه مخکې شاوخوا ۵۰۰ کاله پخوا
  • غولکه (یو ډول ماشین په پخوانیو زمانو کې د منفجره موادو پرته د توکو توغولو لپاره کارېده) له میلاد څخه مخکې ۴۰۰ کاله پخوا
  • چدني اوسپنه له میلاد څخه مخکې ۴۰۰ کاله پخوا
  • د اس نعل له میلاد څخه مخکې ۳۰۰ کاله پخوا
  • رکاب له میلاد څخه وروسته په لومړیو څو پېړيو کې

سرچینې

[سمول]
  1. "history of technology – Summary & Facts". نه اخيستل شوی 22 January 2018.
  2. Knight, Elliot; Smith, Karen. "American Materialism". The University of Alabama – Department of Anthropology. Archived from the original on 2 October 2017. نه اخيستل شوی 9 April 2015. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  3. Bjork, Gordon J. (1999). The Way It Worked and Why It Won't: Structural Change and the Slowdown of U.S. Economic Growth. Westport, CT; London: Praeger. pp. 2, 67. ISBN 978-0-275-96532-7.
  4. Daniele Archibugi, and Mario Planta. "Measuring technological change through patents and innovation surveys." Technovation 16.9 (1996): 451-519.